تروريزم

متحدو ایالاتو د داعش خراسان څانګې د مشر په هکله د معلوماتو په بدل کې د ۱۰ میلیونو ډالرو انعام وټاکه

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د افغانانو وسایل د وږي د ۴مې له هغه ځانمرګي بمي برید څخه یوه ورځ وروسته لیدل کیږي چې په کابل هوایي ډګر کې یې د ۱۳ امریکایي عسکرو په ګډون په لسګونو خلک ووژل. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د افغانانو وسایل د وږي د ۴مې له هغه ځانمرګي بمي برید څخه یوه ورځ وروسته لیدل کیږي چې په کابل هوایي ډګر کې یې د ۱۳ امریکایي عسکرو په ګډون په لسګونو خلک ووژل. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

واشنګټن -- متحدو ایالاتو د دوشنبې په ورځ /د سلواغې ۱۸مه/ د داسې معلوماتو په بدل کې چې په پایله کې یې د داعش د خراسان څانګې مشر «وپېژندل شي یا یې ځای معلوم شي» د ۱۰ میلیونو ډالرو د ورکړې اعلان وکړ.

داعش - خراسان د داعش، چې په عراق او سوریه کې یې سر را پورته کړ، څانګه ده.

د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له خوا وړاندې شوی انعام د داسې معلوماتو په بدل کې هم دی چې د هغو کسانو په نیولو یا بندي کېدلو کې مرسته وکړي چې د وږي په ۴مه «د کابل هوایي ډګر د ترهګریز برید» مسؤل دي او داعش یې پړه پر غاړه اخیستې وه.

هغه ځانمرګی بمي برید چې د ۱۳ امریکایي عسکرو په ګډون له ۱۰۰ څخه ډېر کسان یې ووژل په داسې حال کې ترسره شو چې متحدو ایالاتو له افغانستان څخه د وتلو او په کابل کې د پخواني حکومت له نسکورېدلو څخه وروسته د انتقام له ګواښ سره مخامخ افغانانو اېستل ترسره کول.

د ملکي دفاع کارکوونکي چې د سپین خولیو په نامه مشهور دي د سلواغې په ۱۴مه د سوریې په ادلیب ښار کې له هغه کور څخه یو جسد را باسي چې د داعش مشر ابو ابراهیم الهاشمي القریشي په کې څو ساعته مخکې د امریکایي ځانګړیو ځواکونو د یوه برید په ترڅ کې خپل ځان ته چاودنه ورکړه. [عبدالعزیز کیتاز/ای اېف پي]

د ملکي دفاع کارکوونکي چې د سپین خولیو په نامه مشهور دي د سلواغې په ۱۴مه د سوریې په ادلیب ښار کې له هغه کور څخه یو جسد را باسي چې د داعش مشر ابو ابراهیم الهاشمي القریشي په کې څو ساعته مخکې د امریکایي ځانګړیو ځواکونو د یوه برید په ترڅ کې خپل ځان ته چاودنه ورکړه. [عبدالعزیز کیتاز/ای اېف پي]

د واشنګټن د معلوماتو په اساس، ثناءالله غفاري چې د شهاب المهاجر په نامه هم مشهور دی د ۱۳۹۹ د غبرګولي په میاشت کې د داعش له خوا د داعش د خراسان څانګې مشر وټاکل شو.

د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، «غفاري په ټول افغانستان کې د داعش خراسان څانګې د عملیاتو د منظورولو او د عملیاتو د ترسره کېدلو لپاره د مالي امکاناتو برابرولو مسؤلیت پر غاړه لري.»

د لړم په میاشت کې هغه د یوه بهرني ترهګر په توګه په تور لست کې شامل شو.

د غفاري په هکله لږ معلومات موجود دي خو د هغه مستعار نوم ښیي چې هغه له عربي نړۍ څخه سیمې ته راغلی دی.

داسې اوازې دي چې هغه د القاعدې قوماندان یا د ترهګرو د یوې وېروونکې ډلې حقاني شبکې پخوانی غړی وو.

د داعش خراسان څانګه په وروستیو کالونو کې په سیمه کې د ځینو مرګونو بریدونو مسؤلیت پر غاړه لري چې په افغانستان او پاکستان کې یې په جوماتونو، زیارتونو، عامو څلورلارو او روغتونونو کې ملکي خلک په ډله ییز ډول وژلي دي.

دې ډلې په ځانګړې توګه د شیعه ګانو په ګډون د داسې فرقو مسلمانان په نښه کړي چې مرتد یې بولي. د داعش اصلي ګروپ هم تر ډېره همدا فکر کوي.

د متحدو ایالاتو په مشرۍ ځواکونو او ځایي دښمنانو هغوی سخت وځپل او نفوذ یې له لاسه ورکاوه، لاکن د زمري په میاشت کې د سیالې اسلامي ډلې له خوا د واک له ترلاسه کولو راهیسې یې بریدونه زیات شوي دي.

ځواکمن کیدل

خو، یوه جګپوړي امریکایي قوماندان د لیندۍ په میاشت کې خبرداری ورکړ چې، د امریکایي عسکرو له وتلو او د زمري په میاشت کې د پخواني حکومت له نسکورېدلو څخه وروسته افراطي ډلې بیا په افغانستان کې ځمکې لاندې کوي.

د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کینیت فرانک مکینزي د لیندۍ په ۱۸مه وویل، له افغانستان څخه د متحده ایالاتو د پوځي او استخباراتي واحدونو وتلو دا «ډېره سخته کړې، خو ناشونې کړې نه ده» چې د القاعدې او د داعش د خراسان څانګې د خوځښتونو پل پسې واخیستل شي.‌

مکینزي وویل، القاعده هڅه کوي چې د افغانستان په داخل کې، چې یو وخت داسې مرکز وو چې هغوی ترې د متحده ایالاتو پر ضد د ۲۰۰۱ د سپتمبر د ۱۱مې بریدونه پلان کړل، خپل حضور بیا رامنځته کړي.

د سپتمبر د ۱۱مې له بریدونو څخه وروسته کالونو کې، د متحده ایالاتو پوځي او استخباراتي بریدونو د القاعدې غړي او د هغوی دا وړتیا چې مستقیما د متحده ایالتو ګټې وګواښي، ډېر کم کړل، خو مکینزي وویل دغه ډله «هیله لري» چې په متحده ایالاتو باندې برید وکړي.‌

مکینزي وویل، په ورته وخت کې د زمري په وروستیو کې د افغانستان له زندانونو څخه د داعش د ګڼ شمېر جنګیالیو په ازادېدلو سره د داعش خراسان څانګه «بیا ځواکمنه» شوې ده.

هغه وویل، داعش او القاعده دواړه د افغانستان له داخل او خارج څخه کسان استخداموي، او زیاته یې کړه چې ځینې اورپکي د نفوذ وړ سرحدونو له لارې دغه هېواد ته راځي، خو د متحده ایالاتو لپاره دا سخته ده چې شمېر یې معلوم کړي.

په برید کې د داعش مشر مړ شو

غفاري په داسې حال کې تر تعقیب لاندې نیول کیږي چې داعش تېره اونۍ په سوریه کې د متحدو ایالاتو یوه برید سخت زوبل کړی دی.

د متحدو ایالاتو ولسمشر جو بایدن تېره پنجشنبه وویل، د داعش جګپوړي مشر په داسې حال کې ځان ته چاودنه ورکړه چې د متحدو ایالاتو ځانګړیو ځواکونو د سوریې په ادلب ښار کې د هغه په پټنځای باندې برید وکړ.‌

بایډن وویل، دغه بریالی برید «په ګرده نړۍ کې ترهګرو ته یو قوي پیغام لېږدوي، دا پیغام چې موږ به درپسې درشو او تاسو به پیدا کړو.»

د داعش پخوانی مشهور مشر ابو بکر البغدادي په ۱۳۹۸ کې هم په ادلیب کې په یوه ورته برید کې ووژل شو. په برید کې کردي ځواکونو هم برخه اخیستې وه.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500