امنیت

متحدو ایالاتو په یوه برید کې د داعش د جګپوړي مشر له مرګ څخه وروسته ترهګرو ته خبرداری ورکړ، «موږ به تاسو پیدا کړو»

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د سوریې د شمال لوېدیځ ولایت ادلیب په اطمه سیمه کې د سلواغې په ۱۳مه د متحدو ایالاتو د ځانګړیو عملیاتو د ځواکونو له خوا له یوې شپنۍ چاپې څخه وروسته یوه نظامي وسیله پر ځمکه پرته ده. د دغو عملیاتو په ترڅ کې د داعش مشر خپل ځان ته چاودنه ورکړه. [محمد حاج کدور/ای اېف پي]

د سوریې د شمال لوېدیځ ولایت ادلیب په اطمه سیمه کې د سلواغې په ۱۳مه د متحدو ایالاتو د ځانګړیو عملیاتو د ځواکونو له خوا له یوې شپنۍ چاپې څخه وروسته یوه نظامي وسیله پر ځمکه پرته ده. د دغو عملیاتو په ترڅ کې د داعش مشر خپل ځان ته چاودنه ورکړه. [محمد حاج کدور/ای اېف پي]

واشنګټن ډي سي -- د متحدو ایالاتو ولسمشر جو بایډن د پنجشنبې په ورځ /د سلواغې ۱۳مه/ وویل، د داعش جګپوړي مشر د متحدو ایالاتو د ځانګړیو ځواکونو له خوا د ترسره شویو عملیاتو په ترڅ کې خپل ځان ته چاودنه ورکړه.

بایډن په یوه اعلامیه کې وویل، «تېره شپه زما په لارښوونه، د متحدو ایالاتو پوځي ځواکونو د سوریې په شمال لوېدیځ کې په بریالیتوب سره د ترهګرۍ ضد عملیات ترسره کړل څو د امریکا خلک او زموږ متحدین خوندي کړي، او نړۍ په یوه خوندي ځای باندې بدله کړي.»

هغه وویل، «زموږ د وسله والو ځواکونو د مهارتونو او زړورتیا له برکته، موږ د داعش مشر ابو ابراهیم الهاشمي القریشي د جګړې له ډګر څخه ایسته کړی دی.»

بایډن د پنجشنبې په ورځ وختي د برید په هکله د خبرو پر مهال وویل چې امریکایي ځواکونو «هر احتیاطي ګام اخیستی» ترڅو ملکي خلک خوندي شي، او دغه عملیات یې د هوایي برید پر ځای د ځانګړیو ځواکونو په وسیله ترسره کړ.

د داعش جګپوړی مشر ابو ابراهیم الهاشمي القریشي د سوریې په شمال لوېدیځ کې د سلواغې د ۱۳مې د یوې چاپې په ترڅ کې ووژل شو. په دغو عملیاتو کې د متحدو ایالاتو ځانګړیو ځواکونو او د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو برخه اخیستې وه. [آرشیف]

د داعش جګپوړی مشر ابو ابراهیم الهاشمي القریشي د سوریې په شمال لوېدیځ کې د سلواغې د ۱۳مې د یوې چاپې په ترڅ کې ووژل شو. په دغو عملیاتو کې د متحدو ایالاتو ځانګړیو ځواکونو او د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو برخه اخیستې وه. [آرشیف]

هغه وویل، خو «د ناچارې بزدلۍ په یوه وروستي عمل کې» د داعش مشر «دا لاره ونیوله چې خپل ځان ته چاودنه ورکړي». هغه په دې ترڅ کې د ودانۍ په درېیم منزل کې خپل ځان ته چاودنه ورکړه او د ښځو او ماشومانو په ګډون د هغه د کورنۍ هغه کسان یې چې له هغه سره ول هم ووژل.

د دغه برید په ترڅ کې د متحدو ایالاتو د ځانګړیو ځواکونو یوې څرخکې له اطمه سره نږدې یوه خطرناکه ناسته وکړه.

د سوریې د بشري حقونو د څار موسسې په وینا، د دغو عملیاتو د ترسره کولو لپاره د متحدو ایالاتو څرخکې د کردانو تر کنټرول لاندې کوباني ښار کې له یوه هوایي ډګر څخه پورته شوې، بیا د متحده ایالاتو له خوا روزل شوي د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو (اېس ډي اېف) غړي هم ورسره ملګري شول.‌

بایډن له اېس ډي اېف سره چې په دغه برید کې یې برخه اخیستې وه، د «مهم مشارکت» یادونه وکړه او ویې ویل چې متحده ایالات به له خپلو متحدینو او شریکانو سره کار کولو ته دوام ورکړي ترڅو «په داعش باندې فشار وساتي».

بایډن وویل، دغه بریالی برید «په ګرده نړۍ کې ترهګرو ته یو قوي پیغام ورکوي. موږ به تاسو پسې درشو او پيدا به مو کړو.»

د داعش پخوانی مشهور مشر ابو بکر البغدادي په ۱۳۹۸ کې او هغه هم په ادلیب کې په یوه ورته برید کې ووژل شو. په هغه برید کې هم کردي ځواکونو برخه اخیستې وه.‌

د بې رحمۍ له امله شهرت

بایډن وویل چې القریشي د سوریې په شمال لویدیځ کې په یوه محبس باندې د وروستي برید تر شا لاس درلود.‌

د داعش مشر،‌ چې د امیر محمد سید عبدالرحمان المولا په نامه هم یادېده، یوه مرموزه څېره وه چې د دغې افراطي ډلې په راس کې له مقررۍ څخه مخکې لږ مشهور وو.‌

هغه احتمالا په ۱۳۵۵ لمریز کال کې له موصل څخه شاوخوا ۷۰ کیلومتره لیرې په تلعفر سیمه کې په یوه ترکمن ټبره کورنۍ کې زېږېدلی وو او یو نادر غیر عرب کس وو چې د داعش لوړو پوړیو ته رسېدلی وو.‌

د افراطیت پر ضد د مبارزې پروژې (سي اي پي) په وینا، القریشي په ۱۳۸۲ کال کې د القاعدې له لیکو سره یو ځای شو او د یوه مذهبي عالم او فقیه رول یې په لاس کې واخیست.‌

هغه په ۱۳۸۳ کې له البغدادي سره، چې هغه وخت دواړه د جنوبي عراق په بوکه کمپ زندان کې بندیان ول، ولیدل، او وروسته چې البغدادي په ۱۳۸۹ کې د القاعدې د عراق د څانګې واګي په لاس کې واخیستل، د هغه تر څنګ پاتې شو.‌

البغدادي وروسته ووت او د داعش په نامه ډله یې جوړه کړه.

د افراطیت پر ضد د مبارزې پروژې (سي اي پي) په وینا، القریشي په ۱۳۹۳ کې «د القاعدې له پرېښودلو څخه مخکې موصل ته د البغدادي د ورتګ هرکلی وکړ، د دغه افراطي شخص له کار څخه یې بشپړ ملاتړ اعلان کړ، او له داعش سره یې مرسته وکړه چې په چټکۍ سره د دغه ښار کنټرول ترلاسه کړي.»

د سي اي پي په وینا، هغه «په چټکۍ سره خپل ځان» د داعش د سر په لیکو کې ځای کړ، او د «استاد» او «ویجاړوونکی» نومونه یې وګټل.

دغه اداره وایي، هغه د داعش په منځ کې د یوه «ظالم پالیسي جوړوونکي» په توګه مشهور وو او د هغو کسانو «د له منځه وړلو مسؤلیت یې پر غاړه وو چې د البغدادي د مشرتابه مخالفت یې کاوه».

ښایي القریشي د ډله ییزې وژنې، اېستنې او جنسي غلامۍ له لارې د عراق د یزیدي اقلیت وګړیو د په نښه کولو د توجیه له امله ډېر مشهور شوی وي.

د متحده ایالاتو حکومت د القریشي په هکله د معلوماتو د وړاندې کولو په بدل کې د ۱۰ میلیونو ډالرو انعام ټاکلی وو. هغه په نړۍ کې یو له هغو کسانو څخه وو چې تر ټولو ډېره غوښتنه یې کېدله.

د بې ځایه شویو خلکو په منځ کې پټېدل

د اطمه د ودانۍ چې القریشي په کې ژوند کاوه مالک هغه د یوه عادي ژوند لرونکي کرایه نشین په توګه یاد کړ.‌

دغه د کور مالک چې خپل نوم یې ابو احمد یاد کړ، وویل، «دا کس له ۱۱ میاشتو راهیسې دلته اوسېده. ما پرې هېڅ شک نه دی کړی او نه مې خاص څه لیدلي دي.»

هغه وویل، «هغه به راتلو، کرایه به یې ورکوله او بېرته به تلو. هغه له خپلو درې ماشومانو او مېرمنې سره یو ځای ژوند کاوه. د هغه کونډه خور او د هغې لور د هغوی دپاسه منزل کې اوسېدل.»

یوه شاهد وویل چې هغه د څرخکو په غږ باندې راویښ شو.‌

ابوعلي چې یو بې ځایه شوی سوریایي وګړی دی او په اطمه کې اوسېږي، وویل، «بیا موږ کوچنۍ چاودنې واورېدلې. بیا موږ قوي چاودنې واورېدلې،» او زیاته یې کړه چې امریکایي ځواکونو د سیمې اوسېدونکیو ته وویل «مه وارخطا کېږئ».

دغه سړي وویل، امریکایي ځواکونو د لوډسپیکرونو له لارې وویل، «موږ یواځې دغه کور ته ورځو... چې تاسو له ترهګرو څخه خلاص کړو.»

ای اېف پي راپور ورکړ چې له سمنټي بلاکونو څخه جوړه شوې دوه منزله ودانۍ باندې د یوې درنې جګړې نښې لیدل کېدلې چې د کړکیو چوکاټونه یې مات، چتونه یې سوځېدلي او بام یې نیم لوېدلی وو.

دا وداني په داسې یوه سیمه کې پرته ده چې تر ډېره د تحریر الشام تر کنټرول لاندې ده. دغه ډله د القاعدې د پخوانیو غړو له خوا رهبري کیږي.

په اطمه کې د بې ځایه شویو کورنیو غټ کمپ پروت دی او کارپوهانو خبرداری ورکړی چې د افراطیانو له خوا د ملکي خلکو تر منځ د پټېدلو د ځای په توګه استفاده ترې کېږي.

د داعش پر ضد جګړه کې د متحدو ایالاتو ژمنتیا

متحده ایالاتو داعش ته د ماتې ورکولو لپاره خپله ژمنه بیا بیا تازه کوي او په دې برخه کې په ګرده نړۍ کې له ائتلافي هېوادونو سره قوي مشارکت ساتي.

د داعش پر ضد جګړې لوری وروسته له هغه بدل شو چې د متحدو ایالاتو تر مشرۍ لاندې نړۍ وال ائتلاف د روان کال په نیمایي کې په عراق کې خپل جنګي رول پای ته ورساوه.

د ۲۵۰۰ امریکایانو په ګډون د ائتلاف ۳۵۰۰ عسکر عراقي شریکانو ته مشورې او ټریننګ ورکولو پورې محدودوي او له هغوی سره غیر مستقیمه مرسته کوي.

د ګډ مؤظف ځواک د اساسي حل د عملیاتو (CJTF-OIR) قوماندان تورن جنرال جان ډبلیو برینان وویل، «په دې نوې مرحله کې، له عراق سره زموږ انتقالي مشارکت پرله پسې څارنې ته اړتیا لري. داعش لوېدلی خو له منځه تللی نه دی. موږ به خپلو ملګرو ځواکونو ته مشورې ورکوو او مرستې به ورسره کوو څو د عراق د خلکو خونديتوب یقیني کړو.»

په سوریه کې، نړۍ وال ائتلاف دغه راز د داعش ضد جنګ سره خپله ژمنتیا بیا او په وروستي ځل په غویران زندان باندې د داعش له برید څخه وروسته تایید کړې ده.

د ګډ مؤظف ځواک د اساسي حل عملیاتو (CJTF-OIR) د سلواغې په ۷مه په یوه ټویټ کې ولیکل، «ائتلاف زموږ د اېس ډي اېف له شریکانو سره د هغوی د زړورتیا او هوډ په اساس ولاړ دی. موږ دې ته ژمن یو چې خپلو شریکانو ته مشورې ورکړو، مرسته ورسره وکړ او دا وړتیا ورکړو چې پرې نه ږدي ترڅو داعش بیا سر راپورته کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

سوريه هم د افغانستان په څېر د بهرنيو هېوادونو د لاسوهنو قرباني شوې ده.

ځواب ورکړئ

د ماشومانو او ښځو په مرګ خفه شوم. اصلا په مجموع کې د هر انسان مرګ د خفګان وړ دی خو بدبختانه چې د نړۍ ځواکمن هیوادونه یو هم په اخلاص کار نه کوي چې د انسانانو تر منځ موجودې منازعې د خبرو له لارې حل کړي. په کار دی چې د ملګرو ملتونو موسسه له موجود حالت نه وایستل شي، اجرائیه ځواک ولري او د نړۍ مسایل په واقعي او حقیقي ډول حل کړي. جنګ بد دی. خدای دې جنګ له دنیا ورک کړي. تل دې وي انسان.

ځواب ورکړئ