تجزيه

د داعش نوی مشر لا هم د راز په پرده کې پټ دی

ای اېف پي

د ابو ابراهیم الهاشمي القریشي اصلي هویت اوس هم معلوم نه دی، او د یادې ډلې ستراتیژۍ په دې توګه پرمخ ځي. [آرشیف]

د ابو ابراهیم الهاشمي القریشي اصلي هویت اوس هم معلوم نه دی، او د یادې ډلې ستراتیژۍ په دې توګه پرمخ ځي. [آرشیف]

د تلې په میاشت کې، یوازې څو ورځې وروسته له هغه چې د داعش مشر ابوبکر البغدادي د امریکایي ځانګړیو ځواکونو له خوا د عملیاتو په ترڅ کې د خپل مرګ له برخلیک سره مخامخ شو،یادې ډلې د هغه سړي نوم اعلان کړ چې د هغه پر ځای مشر نومول شوی دی.

خو د ابو ابراهیم الهاشمي القریشي اصلي هویت اوس هم معلوم نه دی،‌ او د ډلې ستراتیژۍ په همدې توګه پرمخ روانه ده.‌

د داعش عراقي متخصص هشام الهاشمي وویل، «مونږ د هغه په هکله ډېر نه پوهېږو، یوازې دومره پوهېږو چې هغه د داعش مشر قاضي دی او د شریعت د کمېټې مشري کوي.»

خو داسې شکونه هم شته چې ښایي داسې سړی اصلاً هېڅ نه وي.

ځینې وایي چې یاده ډله حیرانه پاتې وه او یو نوم یې یوازې د دې لپاره اعلان کړ چې وښیي چې دغه ډله هرڅه په خپل قابو کې لري.

د پاریس په ساینسز پو پوهنتون کې د عربي نړۍ د چارو یوه کارپوه جین پیري فیلیو وویل، «یاده ډله د البغدادي‌ د وحشیانه وژنې له امله حیرانه پاتې وه.»

هغه وویل، «له هغه څخه وروسته هغوی د هغه د ځایناستي نوم اعلان کړ خو مونږ نه پوهېږو چې آیا په دې نوم په ریښتیا هم څوک شته که دا یوازې یوه تېر اېستنه ده او د یوه واقعي ځایناستي د ټاکلو پروسه په سوریه او عراق کې ترسره کیږي.»

ستراتیژیکه لارښوونه

په واشنګټن کې د ستراتیژیکو او نړۍ والو څېړنو د مرکز څېړونکي سیت جونز وویل، «په دې نړۍ کې، تاسو نشئ کولی دا پټه کړئ چې ستاسو مشر څوک دی، هېڅ‌ ترهګره ډله نه نن او نه پرون توانېدلې چې دا پټه کړي چې د هغوی د مشرتابه جوړښت څنګه دی. هیڅوک هم دا کار نشي کولی.»

ځایناستی که موجود وي که نه، په عملي توګه د هغه مشرتوب نه دی معلوم شوی.

د البغدادي تر مشرۍ لاندې، چې هغه هم ځان ډېر نه څرګنداوه، داعش ځان د یوه دولت په توګه ښوده -- چې د ښوونځیو کتابونه یې چاپول او خپلې پیسې یې را اېستلې وې.‌

د کب په میاشت کې په سوریه کې تر خپل واک لاندې سیمې باغوز څخه له اېستل کېدلو څخه وروسته، دغې افراطي ډلې تر ډېره چریکي جنګونو ته مخه کړه.‌

تحلیلګران وایي، که القریشي غواړي چې د مشرتابه په برخه کې داخلي ننګونې له منځه وېسي،‌ هغه مجبور دی چې له پردې څخه راوځي.

د واشنګټن په جورج ټاون پوهنتون کې یوه څېړونکي ډانیل بیمان وویل، «په دې برخه کې چې هغه دا اړتیا احساس کړي چې په زړه ورتوب خپل رول ښه ولوبوي او خپل ځان خوندي وساتي یو څه ترینګلتیا شته.»

دویمه لاره کېدای شي قېمته پرېوځي، او کېدی شي د دې سبب شي چې نورې افراطي ډلې د واک ترلاسه کولو لپاره په خپلو کې سره سیالي وکړي.

بیمان وویل، «مونږ وار له مخه ولیدل چې نور افراطیان د پام وړ انتقادونه کوي او وایي چې که تاسو خلیفه ونه لرئ، نشئ کولی چې خلافت واوسئ. دا سړی به د مشرتابه جوړونې په برخه کې ډېرې ستونزې ولري.»

د فیلیو په اند، د مصر په سینایي او د سحارا په پراخه سیمه کې د داعش د اړوندو ډلو له خوا ترسره کېدونکي ناوړه بریدونه مرسته کوي چې مرکزي مشرتابه وخت ومومي او ځان بیا جوړ کړي.

یوه قاطع مرحله

په متحده ایالاتو کې د هیریټیج فاونډېشن یو څېړونکی روبین سیمکاکس وایي،‌ یو کمزوری شوی داعش دې ته لږه هیله لري چې په نژدې راتلونکي کې بیا قلمرو پیدا کړي، یعنې د هغه جنګیالي لاړ شي او د «یاغیتوب» له تکتیکونو څخه په استفادې سره ځمکې ونیسي.

هغه وویل، «که څه هم چې دا کار د دښمنانو پل پسې اخیستنه سختوي،‌ په عین حال کې د هغوی لپاره هم د دومره شمېر کسانو جذبول سختوي ځکه نور نو داسې یو «خلافت» پاتې نه دی چې خارجیان پرې ور ټول شي.»

هغه وویل، «دا کار همدارنګه د پيسو راټولول سختوي، ځکه چې پخوا داعش ډېرې پيسې د مالیو د ټولولو، او له هغو خلکو څخه چې د هغوی د خلافت په قلمرو کې یې ژوند کاوه په زور د اخیستنې له لارې ترلاسه کولې.»

د بیمان په نظر،‌ دا «د یادې ډلې لپاره یو د پرېکړې وخت دی».

هغه وویل، «خو د مشر په هکله د ډېرو معلوماتو د نه لرلو له امله،‌ دا ډېره سخته ده چې معلومه شي چې هغوی به کوم لور ته تاو شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500