تروريزم

داعش ډله هڅه کوي چې د مشر له مړینې څخه وروسته هم خپل اهمیت پرځای وساتي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

په یوه عکس کې چې د لیندۍ په ۱۳مه په ټولنیزو رسنیو خپور شوی، د داعش غړي د لوېدیځې افریقا په ساحل سیمه کې د یوې کتنې لپاره سره غونډېږي.

په یوه عکس کې چې د لیندۍ په ۱۳مه په ټولنیزو رسنیو خپور شوی، د داعش غړي د لوېدیځې افریقا په ساحل سیمه کې د یوې کتنې لپاره سره غونډېږي.

شنونکو وویل، له یو کال څخه په لږ موده کې د داعش د دویم مشر مړینه ښیي چې د یو وخت ځواکمن افراطي ګروپ خپله دا وړتیا له لاسه ورکړې چې له سوریې څخه یوه نړۍ واله شبکه وچلوي.

خو هغوی خبرداری ورکړ چې، دغه ډله چې یو وخت یې له ماتې خوړلو څخه مخکې د سوریې او عراق په ډېرو برخو واکمني کوله، اوس هم د لوېدیځې افریقا او افغانستان په ګډون، د نړۍ په نورو برخو کې فعالې څانګې لري.

د ابو حسن الهاشمي القریشي د مړینې په هکله چې د لړم په ۹مه په یوه غږیز پیغام کې اعلان شوه او وروسته د متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ تایید کړه، اوس هم ډېرې پوښتنې بې ځوابه پاتې دي.

ځایي سرچینو وویل چې د تلې په وروستیو کې د سوریې د اپوزیسیون ډلو له خوا د عملیاتو پر وخت، د داعش جګپوړي مشر تر محاصرې لاندې حالت کې، د خپلو پخوانیو مشرانو په پله پل ایښی، او پخپله یې ځان ته چاودنه ورکړې ده.‌

د سوریې په شمال لوېدیځ کې د ادلیب ولایت په اطمه ښارګوټي کې د هغه کور د بام دپاسه شخصي شیان خواره واره پراته دي چې د داعش ډلې پخوانی مشر ابو ابراهیم الهاشمي القریشي په کې د سلواغې په ۱۴مه د متحده ایالاتو د ځانګړیو ځواکونو د یوې شپنۍ چاپې په ترڅ کې مړ شو. [محمد حاج کدور/ای اېف پي]

د سوریې په شمال لوېدیځ کې د ادلیب ولایت په اطمه ښارګوټي کې د هغه کور د بام دپاسه شخصي شیان خواره واره پراته دي چې د داعش ډلې پخوانی مشر ابو ابراهیم الهاشمي القریشي په کې د سلواغې په ۱۴مه د متحده ایالاتو د ځانګړیو ځواکونو د یوې شپنۍ چاپې په ترڅ کې مړ شو. [محمد حاج کدور/ای اېف پي]

د الهاشمي د اوه میاشتنۍ واکمنۍ یوه ځانګړتیا دا وه چې په چوپه خوله تېره شوه، او په دې هکله یې بې شمېره نورې پوښتنې راپورته کړي چې داعش به په کوم لوري پرمخ ځي.

د سوفان ګروپ په نامه د استخباراتي او امنیتي څېړنو د مرکز رییس کولین کلارک وویل، «تاسو کولی شئ استدلال وکړئ چې هغه د دغې ډلې له جوړېدلو راهیسې د داعش د هر مشر په پرتله تر ټولو لږ اغېز درلود.»

دغه کارپوه وویل، د الهاشمي د مړینې او د یادې ډلې د اعلامیې تر منځ له یوې میاشتې څخه ډېره موده تېره شو، چې په ترڅ کې یې «داعش احتمالا په ګروپ دننه د هغه د ځایناستي د ټاکلو په هکله له ستونزو سره مخامخ و.»

هغه وویل، دا ښایي وښیي چې «یاده ډله د ګڼ شمېر مخالفینو له سخت فشار لاندې ده او د پخوا په پرتله د مانورونو لږه ازادي لري، او په دې لړ کې یې له خپلو ملاتړو او پلویانو سره د خبرو اترو کولو وړتیا ډېره محدوده شوې ده.»

له هغو کارپوهانو څخه چې ای اېف پي ورسره تماس ونیو، یوه هم د نوي مشر ابوالحسین الحسیني القریشي په هکله چې مستعار نوم یې د محمد رسول الله (ص) قوم پورې تړل شوی دی، څه معلومات ورنه کړل.‌

نوی ځانبولی خلیفه هڅه کوي چې د داعش د ټولو مخکینیو مشرانو په څېر، د نبی (ع) قریش قبیلې د وراثت په ادعا سره خپل مشروعیت ترلاسه کړي.

د افراطیت پر ضد د مبارزې د پروژې رئیس هانس جاکوب شیندلر وویل، «د القریشي نوم د دغه مشر لپاره د یوې نښې په توګه کارول کیږي.»

هغه وویل، «که هغه یو جعلي نوم هم وي... د شبکې لپاره دا سخته ده چې فعالیت وکړي.»

مصري څېړونکي منیر ادیب الشرق الاوسط ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل چې داعش دا معلومات پټول، او وایي دا سخته ده چې د نوي مشر هویت معلوم شي ځکه چې داعش «یو مستعار نوم کارولی، او اصلي نوم یې نه دی کارولی».

یادې رسنۍ د یوې ښې خبرې سرچینې له قوله وویل، «د خپل نوي مشر د اصلي هویت په اعلانولو کې لږ وضاحت ورکول ښایي د بیعت د اعتبار په هکله ابهامات رامنځته کړي.»

رسنۍ وویل، دا ټاکنه ښایي د پټ ساتلو یو ډول وي، «څو په دغه تنظیم کې د روانې شخړې حقایق پرې پټ کړي.»

نور خوندي ځای نشته

په ۱۳۹۳ کې، په عراق او سوریه کې له یوه ناڅاپي پاڅون څخه وروسته، د داعش تش په نامه خلافت سقوط وکړ او د انفرادي ګروپونو په یوه شبکه باندې بدل شوی.‌

په ۱۳۹۸ کې، په سوریه کې یې په هغه ځای کې ماتې وخوړه چې ابو ابراهیم القریشي الهاشمي او د داعش مؤسس ابوبکر البغدادي په کې ووژل شول.‌

شیندلر وویل، «سوریه نور د داعش لپاره یو خوندي پټنځای نه دی. هغوی کولی شي چې یو شبکه یي جوړښت وساتي، خو د جګپوړو کسانو لپاره یې یو خوندي ځای نه دی.»

هغه وویل، «که تاسو هر څوک وژنئ،‌ په پای کې به هیڅوک هم ستاسو متحد نه وي.»

داعش چې نور نه د امن ځای لري او نه کوم کریزماټیک مشر لري، خپل هغه ظرفیت له لاسه ورکړی چې د البغدادي تر مشرۍ لاندې یې درلود او بهرني جنګیالي به یې استخدامول.

او د البغدادي ځایناستي د لږو مودو لپاره په مشرتابه کې پاتې شوي، چې وروستي دوه یې ان د کومو صوتي یا ویډیوي بیانیو له خپرولو څخه پرته له منځه وېوړل شول.‌

د سوفیان ګروپ رئیس کلارک وویل، «داسې ښکاري چې په داعش باندې فشار ور زیاتیږي... څو یو څه خوځښت ترلاسه کړي، په ځانګړې توګه که دا ډله غواړي چې د اعتبار وړ پاتې شي.»

اوس داعش پورې تړلې شبکه نه یوازې دا چې ژوندۍ پاتې بلکې لا ډېره وژونکې شوې هم ده.

د داعش خراسان څانګه په افغانستان کې په رژیم باندې څه ناڅه نفوذ لري، او دې ډلې څه ناڅه ظرفیت ساتلی چې په عراق او سوریه دواړو کې زیانونه رامنځته کړي.

خو داعش په وروستیو کې په افریقا کې ډېره وده کړې، چې له ساحل سیمې څخه نیولې د چاد جهیل پورې پراخ پروت دی، او بیا ان تر موزمبیق او سومالیا پورې رسېږي.

اړوندې ډلې خپل ځواک زیاتوي

د افراطیت نړۍ والو کارپوهانو په وروستیو کالونو کې موندلې چې داعش، د القاعدې په څېر، خوځښت پيل کړی چې خپل عملیات غیرمتمرکز کړي او د بحرانونو په ترڅ کې د قلمروونو د نیولو لپاره په ځایي ډلو باندې تکیه وکړي.

اوس د یوه بل مشر مړینه او د هغه پرځای د بل کس راتلل د دې ثبوت دی.

په پاریس کې د ساینسز پو پوهنتون یوه ښوونکي او شنونکي جین پیري فیلیو وویل، «د سازمان د مرکزي قوماندانۍ زیامنتیا د دغه سازمان د اړوندو څانګو، په ځانګړې توګه په افغانستان او ساحل کې د ډېرو فعالو هغو کورواکي پياوړې کوي.»

خو وروستۍ پېښې په دې هکله پوښتنې راولاړوي چې د منځني ختیځ شخصیتونه به تر څه وخته پورې د مشرتابه ادعا کوي.

شیندلر وویل، «دا یو څه توپيري چلند دی چې تل به یو عرب او د قریش قبیلې غړی د دې شبکې مشري کوي.»

هغه وویل،‌ «راځئ وګورو چې څو ځلې نور به د شبکې افریقایي برخې دا کار قبول کړي.»

د جهاد د شننې ګروپ د مؤسس دامین فیري له خوا د یوې محاسبې په اساس، د ۲۰۲۱ میلادي کال په ترڅ کې، د داعش تبلیغاتي خپرونې النبأ له خپلو ۵۲ مخپاڼو له جملې څخه ۲۸ مخپاڼې افریقایي څانګو ته ځانګړې کړې وې.‌

په حقیقت کې، د داعش د اوسنیو ۱۳ «ولایتونو» له جملې څخه ۷ یې په افریقا کې واقع دي.

خو دا وخت د عربو مشری پرځای پاتې او بې سیاله دی.

د مراکش د الاخوین پوهنتون څېړونکي جلیل لوناس استدلال وکړ چې، «افریقایان به دې ته اړتیا ولري چې عراق - سوریې ته لاړ شي او د مراتبو سلسله کې په پورته کېدلو سره په تدریج سره خپل ځانونه تحمیل کړي.»

هغه وویل، خو «څومره چې مرکزي ځواک کمزوری کیږي، هومره افریقایي څانګې کولی شي چې خپل واک زیات کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه پخپله د داعش په نامه ډرامه باندې باور نه لرم. تقریبا درې کاله مخکې، ما د یوه امریکایي عالم او ژورنالست یوه ویډیوي وینا او استدلال واورېد. هغه ویلي وو چې داعش د امریکا او اسراییلو استخباراتي ادارو جوړ کړی دی. د دې تر څنګ، په سیمه کې د دغې پروژې تطبیق د پاکستان استخبارات کوي. زه چې د داعش کارونو ته ګورم تقریبا ټول یې د اسلام پر خلاف دي. زه په مجموع کې د هر انسان د قتل مخالف یم. هیڅ انسان باید ونه وژل شي. هغه حق (ژوند) چې الله تعالی انسان ته ورکړی دی، باید هېڅ انسان یې ترې د اخیستلو جرئت ونه کړي. لاکن که د داعش د فعالیتونو تاریخچې ته وکتل شي، دغو خبیثانو د کافرانو په نسبت، مسلمانان ډېر وژلي دي. په هر حال، دغه د شر جرړه باید له منځه وېوړل شي. تل دې وي سوله. تل دې وی نړۍ واله ورورولي. مرګ په پاکستان چې ترهګر تربیه کوي.

ځواب ورکړئ

نړیوال چې له یوې خوا د بشردوستۍ او بشرپالنې چغې وهي له بلې خوا د ځینو هېوادونو له لوري استخبارات خوشې کړي او انسان وژنې ته یې کار ویلی دی. د انسانانو په وینو یې لاسونه سره دي. غیر له انسان وژنې بل څه پروژې نه تطبیقوي. افغانستان اوس د نړیوالو استخباراتو لپاره د لابراتور حیثبت لري هر ګند په کې چېک کوي که د استفادې وړ یې و، له ځان سره یې ساتي او که وړ یې نه و نو همدلته یې غورځوي چې مچان ورته راټول شي او بویونه کلونه کلونه افغانان حس کړي.

ځواب ورکړئ