امنیت

په کابل کې په یوه ټونس موټر باندې بمي برید لږ تر لږه ۲ کسان ووژل

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

image

خلک له یوې بمي چاودنې څخه وروسته له یوه ویجاړ شوي مني بس سره نږدې راټول شوي دي. په چاودنه کې چې د لړم په ۲۶مه په کابل کې پېښه شوه، دوه کسان ووژل شول او پنځه نور ټپان شول. [ای اېف پي]

کابل -- چارواکو وویل، په کابل کې د چارشنبې په ورځ /د لړم ۲۶مه/ په یوه بمي برید کې چې یو مني بس موټر یې په نښه کړ لږ تر لږه دوه کسان ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول. دا د افغانستان په پلازمېنه کې د بریدونو د لړۍ تر ټولو تازه کړۍ ده.

یوه چارواکي ای اېف پي ته وویل، چاودنې دشت برچي سیمه کې موټر ویجاړ کړ. په دې سیمه کې د هزاره اقلیت خلک ډېر اوسېږي.

هغه وویل، زموږ لومړني معلومات ښیي چې بم یوه میني بس موټر پورې نښلول شوی وو. موږ پلتنه پیل کړې ده.»

بېلابېل چارواکي د تلفاتو په هکله بېلابېل ارقام ورکوي.

د بم د چاودنې پر وخت د ای اېف پي یو کارکوونکی له صحنې سره نږدې موجود وو.

هغه وویل، «ما یوه غټه چاوډنه واورېدله... ما چې اخوا دې خوا ولیدل یوه میني بس او یوه ټکسي موټر اور اخیستی وو.»

هغه وویل، «دغه راز ما امبولانسونه ولیدل چې سیمې ته ور روان وو ترڅو ټپيان او مړي روغتون ته ورسوي.»

تر اوسه پورې هېڅ ډلې د دغه برید مسؤلیت پر غاړه اخیستی نه دی.‌

چارواکي وایي، د دوشنبې په ورځ په کابل کې د پولیسو په پنځمه حوزه کې په یوه بوخته لاره یو بم وچاودېد چې دوه کسان یې ټپیان کړل.

او تېره اونۍ، یو ژورنالست هغه وخت ووژل شو او څلور نور کسان ټپیان شول چې یوه بم په دشت برچي کې یو بل مني بس ویجاړ کړ.

د برید مسؤلیت د داعش خراسان څانګې پر غاړه واخیست او ویې ویل چې هغوی په پېښه کې «۲۰ شیعه مرتدان» وژلي یا ټپي کړي دي.‌

د افغانستان د ژورنالستانو مرکز چې د محلي رسنیو یوه خپلواکه څارونکې اداره ده له چاودنې څخه څو ساعته وروسته په فیسبوک وویل، «په افغانستان کې یو بل ژورنالست هم ووژل شو».

دغې څارونکې ادارې وویل،‌ حمید سیغاني چې له اریانا تلوېزیوني شبکې سره یې کار کاوه لږ تر لږه نهم ژورنالست دی چې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې په افغانستان کې ووژل شو.‌

د ترهګریزو بریدونو لړۍ

د داعش خراسان څانګې له زمري میاشتې راهیسې خپل عملیات زیات کړي، او د روانې میاشتې په نیمایي کې یې په ملي پوځي روغتون باندې برید وکړ چې لږ تر لږه ۱۹ کسان یې ووژل او له ۵۰ څخه ډېر نور یې ټپیان کړل.

د سخت دریځې حقاني شبکې یو غړی او د بدري ځانګړیو ځواکونو د قول اردو یو افسر حمدالله مخلص د برید په ترڅ کې د ټوپکونو په ډزو کې ووژل شو.

دغه راز، دې ډلې د ختیځ ولایت ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې چې د داعش د فعالیت مرکز دی، د څو بریدونو مسؤلیت پر غاړه واخیست.

وروستی عام قتل د تلې په میاشت کې له یو لړ بریدونو څخه وروسته رامنځته شو.

ځایي خلکو وویل، د تلې په ۱۶مه د داعش یوه ځانمرګي بمي بریدګر په کندوز کې یو جومات په نښه کړ چې د ځایي خلکو په وینا شاوخوا ۱۰۰ شیعه مسلمانان یې ووژل او په لسګونو نور یې ټپیان کړل.‌

دغې ډلې وویل چې ځانمرګی بمي بریدګر «د اویغوریانو له ډلې څخه وو» او دا چې دغه برید«دپه سینکیانګ کې د مسلمانانو پر ضد» د چین د تګلارې غبرګون کې ترسره شو

شاوخوا یوه اونۍ وروسته، په کندهار ښار کې د شیعه ګانو فاطمیه جومات سره څو چاودنې وشوې چې لږ تر لږه ۳۳ کسان یې ووژل او ۷۴ نور یې ټپیان کړل.

دغه راز د داعش خراسان څانګې د کابل هوایي ډګر کې د وږي په ۴مه د شویو دوو مرګونو ځانمرګو بریدونو مسؤلیت هم پر غاړه واخیست.

هغو چاودنو له ۱۰۰ څخه ډېر ملکي افغانان او ۱۳ امریکایي عسکر چې د وتلو لپاره د ګڼ شمېر منتظرو افغانانو د اسنادو د پروسیس کارونه کول، ووژل.

د ملګرو ملتونو د یوه راپور له مخې چې د زمري په میاشت کې خپور شو، د داعش خراسان ځواک له ۵۰۰ فعالو جنګیالیو څخه نیولې تر څو زرو تنو پورې اټکل شوی دی.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

نن چې ستاسو په اند هغې د دوزخ ژبې ته رب(ج) عزت ور په برخه کړ، د افغانستان دولتي ژبه وګرځېده او ټول احکام پرې لیکل کېږي، تاته ولې زور درکوي، په دې ژبه ۷۵ سلنه پښتانه او څو سلنه نور کوچنې قامونه پوهېږي، دا نو ستا خپله ستونزه ده چې په بهرنۍ ژبه انګلېسي باندې خبرې کولای شې خو پښتو ته دې ملا ماته ده، حق خو دا کېږي چې اوس کله تاسو دري ژبه ووایئ او پښتانه ځواب درکړي چې: په مسلمانۍ خبرې وکړه، یعنې پښتو ووایه. ستا احساس به څه وي؟ هغه خبره به درباندې څنګه ولګېږي چې شل کاله دې مونږ ته زمزمه کوله. د ا.ا.ا له چارواکو څخه په درنښت هیله کوو چې د ملي او رسمي ژبې له تعریف سره سم دې پښتو ژبې ته لومړیتوب ورکړي او د داسې متعصبو کسانو خولې دې وتړي تر څو په راتلونکي کې داسې ناوړه الفاظ ترې را بهر نه شي. په خورا درنښت

ځواب ورکړئ

استاده یاد دې دي چې د پښتون مېشتو سیمو زده کړیالانو ته به مو ویل چې که اوس سل کسان هم په ټولګي کې یاست بل سمېسټر کې مو شمېر لسو او پنځو ته راکموم. که یاد دې شي چې یو کندهاری یتیم زده کړیال دې ډراپ کړی و، د بل سمېسټر په پیل کې دې ټولګي کې په خندا وویل: له خونده مې ډراپ کړ. استاده یاد دې شي چې ماته دې ویل: په ما دې عریضه کړې، بل سمېسټر کې به راسره برابر شې، که برابر هم نه شې په بل استاد هم چانس درکوم، خو شکر چې ستا غوندې د متعصبو استادانو له کړۍ څخه زه وار له مخه خبر وم او داسې تیاری به مې درس ته نېوه چې متعصب استادان به مې ټولګي کې له شتون څخه په عذاب وو، چانسول خو لا لرې خبره وه. ستا په څېر د وحشت او هوس وږي لیوان استادان د نجونو د پاک لمنۍ غله نه وو، تاسو به تل د خپل هوس سپیان نه وئ، که رښتیا ووایې څو ځله په دغو کارونو کې رټل شوی یې؟ لنډه دا چې تا او ستا په څېر ډېرو د تعصب په چټلیو باندې لړلو پروفیسورانو او استادانو دا شل کاله د پښتون او پښتو ژبې په ځپلو کې له هېڅ ډول ناوړه کړنو درېغ ونه کړ، همدا د تاسو پر وړاندې پښتانه ځوانان په پوهنتونو او ادارو کې د ژبژغورنې غورځنګ تر چتر لاندې د ښاغلي ابوبکر ځلاند په مشرۍ د پښتو ژبې د ژغورنې او بډاینې مبارزې ته راووتل، دا ځوانان ستاسو د یو انده دري ژبو له لوري له دندو وشړل شول، ووهل شول، ټپیان شول او ان په شهادت ورسېدل. نور بیا.....

ځواب ورکړئ

د پوهنتون د یو ځوان پښتون استاد په توګه؛ استاد فیض "جلال" ته زما ځوابیه لیک: ښاغلیه! کله چې په لومړي ځل زما په شمول ګڼ شمېر ځوانان له پښتون مېشتو ولایتونو څخه د کابل پر لور ډېر په ویاړ سره راغلو او داسې فکر مو کاوه چې ګواکې د هېواد په كچه لوړ پوهنتون کې به زده کړې وکړو او د ټولنې رنځ به دوا کړای شو. خو چې څنګه پوهنتون ته ننوتلو او په لومړي ځل مو ټولګي کې ګډون وکړ، ومو لیدل چې زمونږ په مورنۍ ژبه(پښتو) باندې یو کتاب او چیپټر هم نشته، په داسې حال کې چې دا د هېواد لومړۍ ملي او رسمي ژبه ده، له استاد څخه به مو چې په پښتو ژبه پوښتنه وکړه، سمدستي به یې وویل: مسلماني ګپ بزن. د څنګ له ملګري مې پوښتنه وکړه چې استاد څه وویل؟ هغه راته وویل چې استاد وویل په مسلمانۍ ژبه وغږېږه یعنې دري ووایه، زړه کې مې اور بل شو، دا څه اورم؟ دا لا یو دري ژبی پروفیسور دی او له پښتو ژبې څخه دومره کرکه کوي. ښاغلی جلال؛ په یاد مو دي چې تاسو د دري ژبو استادانو یوه کړۍ جوړه کړې وه، هغه پښتانه زده کړیالان به په نښه کول چې کادري نمرې به یې پوره کړې وې، چې کوم دري ژبي استاد سره به برابر شو داسې نمرې به یې ورکړې وې چې د هغه زده کړیال له پارچې او لیاقت سره به یې ځمکه او اسمان توپیر درلود، استاده په یا دې دي چې زما نمرې مو کمې کړې وې، خو چې کله درباندې عارض شوم، ډېر فشار دې راباندې راوړ چې پارچه را ونه باسم، خو بیا د استادانو کمېټه کې زما له پارچې ثابته شوه چې ۲۵ نمرې مو کمې راکړي او بیا مو په هغه کمېټه کې په ډېرې سپین سترګۍ سره ویلي وو چې: او افغان متعصب است چرا به پشتو پارچه حل میکند؟ مه پشتو را نمی فهمم. نور بیا.....

ځواب ورکړئ