تروريزم

د داعش خراسان څانګې په مزارشریف کې په مني بسونو باندې د مرګونو بمي بریدونو مسؤلیت پر غاړه واخیست

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

ځایي خلک هڅه کوي چې د غوایي په ۹مه په مزارشریف کې د ملکي خلکو په یوه مني بس موټر باندې د داعش له یوه بمي برید څخه وروسته لګېدلی اور مړ کړي. [ټولنیزې رسنۍ]

ځایي خلک هڅه کوي چې د غوایي په ۹مه په مزارشریف کې د ملکي خلکو په یوه مني بس موټر باندې د داعش له یوه بمي برید څخه وروسته لګېدلی اور مړ کړي. [ټولنیزې رسنۍ]

کابل -- د داعش خراسان څانګې د هغو دوو بمي چاودنو مسؤلیت پر غاړه واخیست چې د پنجشنبې په ورځ /د غوایي ۸مه/ یې په مزار شریف کې لږ تر لږه ۹ کسان ووژل. دا چاودنې په عین ښار کې د شیعه ګانو په یوه جومات باندې له یوې مرګونې چاودنې څخه یوه اونۍ وروسته وشوې.

د خونړیو بمي بریدونو یوې لړۍ چې اقلیت ګروپونه په نښه کوي په تېرو دوو اونیو کې هېواد ته سخت ټکانونه ورکړي دي.

د بلخ ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند آصف وزیري ای اېف پي ته وویل، د پنجشنبې ورځې چاودنې د څو دقیقو په زماني واټن کې د مزارشریف په بېلابېلو ناحیو کې په داسې حال کې وشوې چې خلک د روزه ماتي لپاره کورونو ته روان ول.‌

هغه وویل، «داسې ښکاري چې په نښه شوي کسان شیعه مسافران ول،» او زیاته یې کړه چې په چاودنو کې ۱۳ کسان ټپیان شول.

د بمي چاودنو مسؤلیت د داعش خراسان څانګې پر غاړه واخیستاو ویې ویل چې ۳۰ کسانو ته یې تلفات ور اړولي دي.‌

په ټولنیزو رسنیو خپرو شویو عکسونو کې ښکاري چې په یوه مني بس باندې د اور لمبې ورتاوې دي په داسې حال کې چې بل یې ټوټه ټوټه شوی وو.

د فرقه ییزو بمي بریدونو یوه لړۍ

دغه چاودنې یوه اونۍ وروسته له هغه وشوې چې یوه برید په مزارشریف کې د شیعه ګانو په یوه جومات باندې شوي برید کې لږ تر لږه ۱۲عبادت کوونکي ووژل او په لسګونو نور یې ټپیان کړل.

له هغې چاودنې څخه یوه ورځ وروسته په کندوز کې یو بل بمي برید وشو چې اقلیت صوفي وګړي یې په نښه کړل.

په هغه برید کې چې د جمعې د لمانځه پر وخت وشو لږ تر لږه ۳۶ کسان ووژل شول.

په کابل کې یوه بل برید هم شیعه ګان په نښه کړل چې په کې دوه بمونه په یوه ښوونځي کې وچول شول او ۶ تنه زده کوونکي یې ووژل.

په مزارشریف کې په جومات باندې د برید مسؤلیت داعش پر غاړه واخیستو خو تر اوسه هېڅ ډلې هم په کندوز یا د کابل په ښوونځي کې د بمي بریدونو پړه نه ده منلې.

د داعش خراسان څانګې په اکثریت سني افغانستان کې په مکرر ډول شیعه ګان او د صوفیانو په څېر اقلیتونه چې د اسلام یوه روحاني بڼه تعقیبوي، په نښه کړي دي.

شیعه افغانان چې تر ډېره هزاره ګان دي، د افغانستان د ۳۸ میلیونو وګړو له ۱۰ څخه تر ۲۰٪ پورې جوړوي.

افغان مقاماتو د پنجشنبې په ورځ وختي ای اېف پي ته وویل چې د وروستیو بریدونو په تړاو یې څو کسان نیولی دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

احمد مسعود د خپل پلار په څېر د افغانانو پر ضد ترورستي کارونه ترسره کول پیل کړل. اوس د دې وخت را رسېدلی چې نړۍ د مقاومت جبهه (داعش) چې احمد مسعود او امرالله صالح یې مشري کوي، د ترورستي عملونو په ترسره کولو او د داعش تر چتر لاندې او د نورو هېوادونو په حکم د بې ګناه خلکو په وژلو کې د ښکېلتیا له امله عدالت ته راکاږي او د هغوی د پورته کېدلو مخه ونیسي.

ځواب ورکړئ

زه نه پوهېږم چې دغو پرله پسې بريدونو او د سېلاو په څېر د افغانانو د وينو د بهېدلو په هکله څه ووايم؟ د تاریخ په اوږدو کې د افغانانو په شان د هیچا ژوند دومره بې ارزښته نه و. د تعجب ځای دی چې ولې دا وحشي استخباراتي ادارې زموږ د بې وزله ولس په وژلو نه ستړي کېږي؟ ولې هر پلان د افغانانو د تباهۍ او وژلو لپاره طرحه کېږي؟ افغانان ولې د نورو انسانانو په څېر دا حق نه لري چې په سوله کې ژوند وکړي، د یوویشتمې پېړۍ له پرمختګ څخه ګټه پورته کړي او ولې تل د سترو هېوادونو د ګټو لپاره قربانۍ ورکوي؟ ولې هره ډبره د افغانانو په سر غورځیږي؟

ځواب ورکړئ