امنیت

د ترهګریزو بریدونو هدف دا دی چې په افغانستان کې قومي او فرقه ییز اختلافات راوپاروي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

یو سړی چې د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې په یوه چاودنه کې ټپي شوی وو، د غوایي په ۲مه د کندوز په یوه روغتون کې درملنه ترلاسه کوي. [ای اېف پي]

یو سړی چې د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې په یوه چاودنه کې ټپي شوی وو، د غوایي په ۲مه د کندوز په یوه روغتون کې درملنه ترلاسه کوي. [ای اېف پي]

کابل -- کتونکي خبرداری ورکوي چې، د افغانستان په بېلابېلو برخو کې وروستي بریدونه، چې د ځینو مسؤلیت یې داعش پر غاړه اخیستی دی، ښایي د افغانانو لپاره ویجاړونکې پایلې ولري.‌

د جمعې په ورځ /د غوایي ۲مه/، یوه ورځ وروسته له هغه چې داعش په مزارشریف کې د یوې مرګونې حملې مسؤلیت پر غاړه واخیست، د کندوز ولایت په امام صیب ولسوالۍ کې د سنیانو په یوه جومات کې د لمانځه پر وخت یو بم وچاودېد چې لږ تر لږه ۳۳ کسان یې ووژل او ۴۳ نور یې ټپیان کړل.‌

افغان چارواکو وویل، په مړو او ټپیانو کې ماشومان هم شامل دي.

د کندوز د برید مسؤلیت هیچا هم پر غاړه نه دی اخیستی خو له نښو نښانو څخه یې داسې ښکاري چې د داعش له بریدونو سره مشابهت لري.

د استخباراتو یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې د کندوز چاودنه د یوه بم په وسیله وشوه، خو دا معلومه نه ده چې چاودنه څنګه وشوه.

د ای اېف پي یوه خبریال د مولوي سکندر صوفي جومات په دېوالونو کې، چې د جمعې په ورځ پرې برید وشو، غټ سوري لیدلي دي.‌

د جومات یو اړخ ویجاړ شوي

د داعش په څېر یاغي ډلې له صوفیانو څخه ژوره کرکه کوي او مرتد یې ګڼي.

د محمد عیسی په نامه یوه دوکاندار چې روغتون ته یې د قربانیانو په لېږدولو کې مرسته کوله، ای اېف پي ته وویل، «د جومات داخل کې صحنې وحشتناکه وې. په جومات کې دننه ټول عبادت کوونکي یا ټپيان یا وژل شوي ول.»

د سیمې یوه بل اوسېدونکي وویل، «ما له ۲۰ څخه تر ۳۰ پورې جسدونه ولیدل.»

د قربانیانو خپلوان ځایي روغتون ته د دې لپاره ورغلل چې خپل عزیزان وګوري.‌

یوه سړي چیغې کړې، «زما زوی شهید شوی دی»، په داسې حال کې چې یوې ښځې چې څلور ماشومان یې ورسره ول د خپل مېړه لټون کاوه.

یوه نرس د ټیلیفون له لارې ای اېف پي ته وویل چې د ټپونو د درملنې لپاره له ۳۰ څخه تر ۴۰ پورې ناروغان بستر کړای شوي دي.

د ولایتي روغتون یوه ډاکتر ای اېف پي ته وویل، «له چرو څخه اوښتي ټپونه ښیي چې عامل بمي چاودنه وي.»

فرقه ییز نفاق

په کابل کې د سیاسي چارو یوه شنونکي عمر نهضت وویل، «د داسې بریدونو او چاودنو دوام او زیاتوالی به وحشتناکې او خطرناکې پایلې ولري او افغانستان به لا زیات ناامنه او د پخوا په پرتله بې ثباته کړي.»

نهضت وویل، «له افغانستان څخه د نړۍ والو ځواکونو له وتلو څخه وروسته، له بده مرغه د بېلابېلو ترهګرو ډلو، په ځانګړې توګه د داعش له خوا استخدام زیات شوی دی

نهضت ووویل، «د مزارشریف د جومات او د کندوز ولایت بریدونه په هېواد کې د داعش په حضور کې د زیاتوالي بېلګې دي.»

هغه وویل، «دغه ډول بریدونه به هېواد یوه داخلي جنګ او حتی تجزیې ته ور ټېل وهي.»

په کابل کې د سیاسي چارو یوه بل شنونکي مقصود حسن زاده وویل، په افغانستان کې د داعش حضور کولی شي چې د نړۍ امنیت ته ګواښ پېښ کړي.

هغه وویل، «دا ډېره روښانه ده چې دغه ډول بریدونه او چاودنې د افغانستان لپاره د پاڅېدلو یو غږ دی. دا به یو ځل بیا په ټول هېواد کې ناامني خپره کړي چې په نتیجه کې به یې بې وزلي هم زیاته شي.»

هغه وویل، «که امنیتي وضعیت همداسې دوام ومومي او داسې چاودنې پېښېږي، د نورو ترهګرو او افراطي ډلو او همدارنګه د قومي او مذهبي ترینګلتیاوو د ودې لپاره به میدان برابر شي.»

حسن زاده وویل، «په سیستماتیک ډول د شیعه ګانو په نښه کول جینوسایډ (نسل وژنه) او د بشریت پر ضد یو جنایت بلل کیږي، او په کندوز کې د سنیانو په جومات باندې برید ښیي چې د افغانستان دښمنان داسې توطیې جوړوي چې د افغانانو تر منځ قومي او مذهبي وېشونه ژور کړي.»

د محمد هجرت په نامه د کابل یوه ۲۳ کلن اوسېدونکي وویل، د افغانستان دښمنان په مشخصو قومي ګروپونو او مذهبي فرقو باندې بریدونه کوي څو په افغانستان کې قومي او فرقه ییز جنګونه پیل کړي او هغوی وکولی شي چې خپل ویجاړوونکي هدفونه ترسره کړي.‌

هجرت وویل، «د زده کوونکیو، عبادت کوونکیو او ملکي خلکو وژل په هېڅ دین کې هم جواز نه لري، او موږ افغانان یې غندو.‌ داعش یا بل هر ګروپ چې د بې ګناه ملکي خلکو ژوند خرابوي هغه نه مسلمانان دي او نه افغانان.»

[له کابل څخه حمزه د دې راپور په برابرولو کې همکاري کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

داسې ښکاري چې له افغانستان نه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته کومه بله لوبه پیلېدونکې ده. دا ځل هڅه کېږي چې داعش د پخوا نه په لا زیات شدت سره په افغانستان او له افغانستان نه په سیمه کې خپل تروزیستي فعالیتونه زیات کړي. د وګړو بېکارۍ، د طالبانو دیکتاتورۍ او د نړیوالو استخباراتو پلانونو او بې شمېره پیسو په افغانستان کې د داعش د پراختیا لپاره زمینه مساعده کړې. په کار ده چې د طالبانو حکومت په پیل کې د داخلي او نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو په لټه کې وي څو نړیوالې مرستې جذب او خلک له بېکارۍ وژغورل شي او وروسته اړینه ده چې طالبان دي د نړیوالو همکارانو په مشوره د داعش د ځپلو لپاره جدي ګامونه واخلي.

ځواب ورکړئ

دا لیکنه به څنګه د چا خوښه شي چې د انسانانو د مرګ او ژوبلې په هکله لیکل کوي. په افغانستان کې مذهبي افراطیت ته لمن وهل یوازې داخلي نه بلکې خارجي ابعاد هم لري. له یوې خوا سعودي عرب او بلې خواته ایران هڅه کوي چې په افغانستان کې مذهبي اختلافات رامنځته کړي. او دا ټول قتل او قتال بیا د پاکستان د استخباراتو په لاس ترسره کیږي.‌ افغانان د پسونو په څېر وژل کیږي او نړۍ ورته رډې سترګې ګوري او ننداره کوي.‌

ځواب ورکړئ