تروريزم

د داعش خراسان څانګې له افغانستان څخه په ازبکستان باندې د راکټي برید ترسره کولو ادعا وکړه

د سلام ټایمز راپور

د داعش یو غړی، په یوه عکس کې چې په ازبکستان باندې د وري په ۲۹مه د برید د ادعا د یوې برخې په توګه خپور شوی دی، لیدل کیږي. [آرشیف]

د داعش یو غړی، په یوه عکس کې چې په ازبکستان باندې د وري په ۲۹مه د برید د ادعا د یوې برخې په توګه خپور شوی دی، لیدل کیږي. [آرشیف]

د داعش خراسان څانګې د دوشنبې په ورځ /د وري ۲۹مه/ له ګاونډي هېواد افغانستان څخه د ازبکستان پر ضد د یوه راکټي برید ترسره کولو ادعا وکړه. دا د یادې ډلې له خوا د منځنۍ اسیا په یوه هېواد باندې لومړنی دغه ډول ګوزار دی.‌

داعش وویل چې دغې ډلې د ازبکستان په جنوبي سرحدي ښار ترمذ کې په مېشتو ازبک ځواکونو باندې ۱۰ دغه ډول کتیوشا راکټونه ور وتوغول، او زیاته یې کړه چې له برید څخه وروسته د داعش د یوه ویاند یو غږیز پیغام هم خپور شو.‌

د وري په ۲۸مه داعش په ګرده نړۍ کې په ټولو جنګیالیو باندې غږ وکړ چې په چارواکو او عسکرو باندې «غټ او دردوونکي» بریدونه وکړي.‌

د ازبک ولسمشر شوکت میرزي یویېف ویاند شېرزاد اسدوف له دې څخه انکار وکړ چې داسې څه دې پېښ شوي وي، او ویې ویل چې د ازبکستان - افغانستان په پوله د هېڅ داسې فعالیت راپور یې نه دی ترلاسه کړی.‌

د داعش له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی یو عکس هغه شېبه ښيي چې لومړنی کتیوشا راکټ توغول کیږي. [آرشیف]

د داعش له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی یو عکس هغه شېبه ښيي چې لومړنی کتیوشا راکټ توغول کیږي. [آرشیف]

د ازبکستان د دفاع وزارت هم د داسې څه پېښې له پېښېدلو څخه انکار وکړ.‌

خو داعش د پېښې عکسونه او ویډیوګانې خپاره کړل، او په افغانستان کې مقاماتو وویل چې د هغوی ځواکونو د «ناکام برید» په تړاو په حیرتان کې درې کسان نیولي دي.‌

زیاتېدونکی ګواښ

په افغانستان کې د روانې سیاسي او اقتصادي بې باورۍ په ترڅ‌ کې د داعش خراسان څانګې له خوا وروستيو بریدونو داسې اندېښنې راپورته کړي چې دغه ډله په هېواد کې خپل د استخدام کمپاین پراخوي او سیمې ته یو جدي ګواښ پېښوي.

د ملګرو ملتونو د یوه تازه راپور په اساس، د تېر زمري میاشتې راهیسې د شویو بریدونو په ترڅ کې چې اکثر یې داعش ترسره کړي وو، نږدې ۴۰۰ ملکي کسان وژل شوي دي.

په ترکیه کې مېشت، د پروان او فراه ولایتونو پخواني والي او د پوځي چارو شنونکي عبدالبصیر سالنګي د روانې میاشتې په نیمایي کې وویل، «داعش اوس د بل هر وخت په پرتله د افغانستان لپاره یو ریښتنی ګواښ جوړ شوی دی.»

هغه وویل، «که ګاونډي، د سیمې او نور هېوادونه د داعش ملاتړ ته دوام ورکړي،‌ دغه ډله به بالاخره یو ستر خطر رامنځته کړي او دا به ډېره سخته شي چې ماتې ورکړل شي.»

په هرات کې د پوځي چارو یوه شنونکي محمد نعیم غیور وویل، داعش په افغانستان کې د ځواک له اوسنۍ تشې څخه په ګټه اخیستنې سره په چټکۍ سره په ټول هېواد کې د خپلو اورپکو شمېر زیاتوي.

هغه د روانې میاشتې په نیمایي کې د خبرو پر وخت وویل، «په وروستیو میاشتو کې د داعش له خوا د ترسره کېدونکیو بریدونو د شمېر زیاتوالی ښيي چې دغې ترهګرې ډلې په وروستیو میاشتو کې نه یواځې دا چې خپلې پښې ټینګې کړي بلکې دغه راز یې د افغانستان د امنیت د ننګولو لپاره خپل ظرفیت هم جوړ کړی دی.»

روسیه ګواښ پېښوي

د پردې تر شا، په دې هکله وارخطایي په زیاتېدلو ده چې دغه ډول ترهګریز فعالیتونه د منځنۍ اسیا لپاره څه مطلب لرلی شي.

یو شمېر افغان شنونکي وایي چې روسیه قصدا د داعش د ګواښ په هکله مبالغه کوي څو د سیمې په هېوادونو کې خپل تسلط ټینګ کړي.

د افغانستان درې ګاونډیان تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان پخواني شوروي جمهوریتونه دي چې اوس هم د مسکو تر اغېز لاندې دي خو په وروستیو کالونو کې هڅه کوي چې د کریملین له مدار څخه وځي.‌

د خپلواکۍ په لور دغه خوځښت د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د هغه متحدین وارخطا کړي، او کتونکي وایي وروستۍ پېښې ښیي چې روسان څنګه هڅه کوي چې هېوادونه بېرته تر خپل وزر لاندې راولي.

پوتین د تېرې تلې په میاشت کې د همګټو خپلواکو دولتونو (سي آی اېس) یوې آنلاین غونډې ته په خبرو کې وویل، د روسیې استخباراتو معلومه کړې چې د داعش شاوخوا ۲۰۰۰ په جنګ کې پاخه اورپکي د افغانستان په شمالي برخو کې راټولېږي او ښایي «د مستقیمې پراختیا» له لارې هڅه وکړي چې نږدې پراته هېوادونه بې ثباته کړي.‌

په کابل کې د نړۍ والو چارو یوه شنونکي لطیف نظري د پوتین خبرو ته په غبرګون کې وویل، بلې هېڅ استخباراتي ادارې د داسې متمرکز حضور په هکله څه نه دي ویلي، او روسیه هڅه کوي چې د افغانستان په شمالي پوله کې د داعش د حضور په هکله په مبالغې کولو سره، د سیمې په هېوادونو باندې خپل سیاسي او امنیتي نفوذ زیات کړي او هغوی ټول تر خپل کنټرول لاندې راولي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف د کب په میاشت کې د خپل مشر دریځ منعکس کړ.

د رویټرز خبري اژانس د راپور په اساس، لاوروف وویل، «د داعش او د هغه د ملاتړو دا پلانونه چې د منځنۍ اسیا دولتونه بې ثبات کړي او روسیې ته بې ثباتي راوړي په ځانګړې توګه د اندېښنې وړ دي.‌»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا لا د یوه ناورین پیل دی، چې له دې وروسته به د افغانستان ګاونډیان نور بریدونه وویني. زه له دې نظر سره په کلکه موافق نه یم چې روسیه هڅه کوي د داعش ګواښ زیات کړي، ترڅو د منځنۍ اسیا جمهوریتونه په خپلو لاسونو کې وساتي. دوی ممکن دا د یوې وسیلې او پروپاګند په توګه وکاروي، لاکن دا په دې معنی نه ده چې د داعش خطر نشته، یا که شته، دومره جدي نه دی. د افغانستان ګاونډیو هیوادونو د خپلو ګټو لپاره د جمهوري دولت پر ضد د طالبانو ملاتړ وکړ. دوی فکر کاوه چې له دې لارې به په افغانستان کې خپلو موخو ته ورسېږي، خو اوس به یې هغوی له برعکس پایلو سره مخامخ شي. څوک چې څاه وباسي، هغه تل په څاه کې وي.

ځواب ورکړئ