امنیت

په مزارشریف کې د روسیې د کونسلګرۍ بیا پرانسته د افغانانو د ناراحتۍ سبب شوې ده

د محمد قاسم راپور

د روسیې ځانګړي ځواکونه په ۱۴۰۰ کال کې د افغانستان پولې ته څېرمه په ازبکستان کې په تمریناتو کې برخه اخلي. [د روسیې د دفاع وزارت]

د روسیې ځانګړي ځواکونه په ۱۴۰۰ کال کې د افغانستان پولې ته څېرمه په ازبکستان کې په تمریناتو کې برخه اخلي. [د روسیې د دفاع وزارت]

مزارشریف -- روسیه په افغانستان کې د داعش پر وړاندې د مبارزې تر پوښښ لاندې خپل حضور پراخوي، خو شنونکي خبرداری ورکوي چې د مسکو نهایي هدف دا دی چې په منځنۍ اسیا کې په خپل ګاونډ کې د پخواني شوروي اتحاد هېوادونو باندې خپل کنټرول ټینګ کړي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د وري په ۱۴مه تاس خبري اژانس ته وویل چې مسکو په دې وروستیو کې په مزارشریف کې خپله کونسلګري بېرته پرانیستله.

یادې کونسلګرۍ د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ په میاشت کې د افغانستان په شمال کې د کړکیچ د زیاتیدلو له امله خپل کار ځنډولی و.

کابلوف وویل، الیکسي پیریورزیف چې د ۱۳۹۹ او ۱۴۰۰ کلونو ترمنځ یې په افغانستان کې د روسیې د مرستیال سفیر په توګه دنده ترسره کړې، اوس په مزارشریف کې د روسیې د کونسل په توګه وظیفه ترسره کوي.

په عکس کې چې د چنګاښ په ۳مه خپور شوی په کابل کې د روسیې سفارت لیدل کیږي. [په کابل کې د روسیې سفارت/انسټاګرام]

په عکس کې چې د چنګاښ په ۳مه خپور شوی په کابل کې د روسیې سفارت لیدل کیږي. [په کابل کې د روسیې سفارت/انسټاګرام]

خو افغان شنونکي د روسیې وروستي اقدام ته د شک په سترګه ګوري.

په جرمني کې مېشت د سیاسي چارو کارپوه سید اکرم فصيح په کابل کې د روسیې پر سفارت سربېره د افغانستان په شمال کې د روسیې د دیپلوماتیک حضور پراخېدل د پوښتنې وړ کار وباله.

هغه وویل، «زه فکر کوم چې روسیه غواړي په افغانستان کې خپل ناوړه اهداف ترلاسه کړي، او د کونسلګرۍ پرانستل به ورته دا فرصت برابر کړي چې له افغانستان څخه د خپلې اجندا د پلي کولو لپاره د استخباراتي مرکز په توګه کار واخلي.»

هغه زیاته کړه، «دا واقعاً د افغانستان لپاره دردونکی او د اندېښنې وړ عمل دی.»

منځنۍ اسیا ته د داعش د ګواښ په هکله مبالغه کول

بلخ ولایت چې له ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان سره ګډه پوله لري، منځنۍ اسیا ته د افغانستان د لویې لارې په توګه کار کوي.

د پخواني شوروي جمهوریتونه اوس هم د مسکو تر نفوذ لاندې دي، خو په وروستیو کلونو کې د کرملین له مدار څخه د وتلو هڅې کوي.

د خپلواکۍ پر لور دغه اقدام د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او متحدین یې اندېښمن کړي، او څارونکي وايي چې روسیه هڅه کوي دغه هېوادونه بېرته په خپل واک کې راولي.

شنونکي وايي، یوه لاره چې روسیه په افغانستان کې په ځانګړې توګه د شمالي پولو په اوږدو کې خپل حضور توجیه کوي، دغې سیمې ته د داعش د ګواښ غټ ښودل دي.

له کلونو راهیسې، پوتین او پلویانو یې د افغانستان په شمالي پولو کې د زرګونو وسله والو د راټولېدلو، او په منځنۍ اسیا کې د برید کولو لپاره د چمتووالي مفکوره خپره کړې ده.

مثلا، پوتین د ۱۴۰۰ د تلې په ۲۳مه د خپلواکو مشترک المنافع دولتونو (سي آی اېس) یوې مجازی غونډې ته په وینا کې وویل، د روسیې استخباراتي ادارو معلومه کړې چې د داعش شاوخوا ۲۰۰۰ جنګیالي د افغانستان په شمال کې دېره دي، او ښایي هڅه وکړي چې د «مستقیم پراخوالي» له لارې نږدې هېوادونه بې ثباته کړي.

پوتین وویل، «په دې برخه کې، دا مهمه ده چې په دوامداره توګه د افغانستان په پوله کې وضعیت وڅارل شي، له اورپکو سره د مبارزې لپاره چمتووالي موجود وي، او په دې توګه د امنیتي ځواکونو کار همغږی شي څو د اړتیا په صورت کې ګډ ځانګړي عملیات ترسره کړي.»

په کابل کې میشت د نړیوالو چارو شنونکی لطیف نظري هغه وخت وویل، بلې هیڅ استخباراتي ادارې د دغه ډول تجمع په هکله څه نه دي ویلي.‌

هغه وویل، د افغانستان په شمالي پولو کې د داعش ګواښ په هکله په مبالغې سره، روسیه هڅه کوي چې د سیمې په هېوادونو کې خپل سیاسي او امنیتي نفوذ پراخ کړي څو ټول تر خپل کنټرول لاندې راولي.

د هغه کال په لومړیو کې، روسیې په سیمه کې یو لړ ګډ پوځي تمرینونه ترسره کړل،او د روسیې رژیم د منځنۍ اسیا د جمهوریتونو د امنیت په هکله ډېرې اندېښنې څرګندې کړې.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د ۱۴۰۰ د چنګاښ په ۱۶مه وویل، روسیه چمتو ده چې د ډله ییز امنیت د تړون په سازمان (سي اېس ټي او) کې د خپلو شریکانو؛‌ چې قزاقستان، قرغزستان او تاجکستان په کې شامل دي، امنیت تامین کړي.

هغه وویل، «موږ به له افغانستان سره د تاجکستان په پوله کې د خپلې پوځي اډې د ظرفیتونو د کارولو په ګډون هر څه وکړو، څو د خپلو متحدینو په وړاندې د هر ډول تیري کوونکو ادعاوو مخه ونیسو.»

په تاجکستان کې د ۲۰۱ پوځي اډه په بهر کې د روسیې تر ټولو لویه پوځي اډه ده.

نظري هغه وخت وویل، داعش او نورې سخت دریځې ډلې حاکمیت ته ګواښ بلل یو هدف لري او هغه دا دی چې روسانو د منځنۍ اسیا خلکو ته خبرداری ورکاوه چې د روسیې له ملاتړ پرته به له غټو امنیتي ننګونو سره مخامخ شي.

د روسیې ګټې خوندي کول

په افغانستان کې د مسکو د نیت په اړه شکونه له تېرو دوو کلونو راهیسې دوام لري.

په کابل کې مېشت متقاعد تورن جنرال خليل الرحمن فروتن وويل، په افغانستان کې د روسيې شتون دا اجازه ورکوي چې په منځنۍ اسيا کې خپل سياسي نفوذ وساتي او د ځایي وسله والو ځواکونو د ظرفيتونو او عملياتو په هکله استخباراتي معلومات ټول کړي.

هغه وویل، «موجود شرایط د سیمې د هېوادونو د یوې خپلواکې بهرنۍ پالیسۍ د جوړولو او پلي کولو... او د سیمې د اقتصادي پرمختګ او د خلکو د هوساینې مخه نیسي.»

هغه یوه ۴۲ مخیز سند ته په اشارې چې کرملین د وري په ۱۱مه خپور کړ، وویل، پوتین په وروستیو کې د خپل نوي بهرني سیاست ستراتیژي اعلان کړه.

د ستراتیژۍ په سند کې د «نږدې بهر» په هکله، چې د منځنۍ اسیا په ګډون د پخواني شوروي اتحاد جمهوریتونو لپاره یو ناوړه نوم ګڼل کیږي، یوه اوږده برخه شامله وه.

که څه هم چې روسیې په مزارشریف کې خپله کونسلګري بیا پرانستله، په سند کې یواځې دوه ځلې د افغانستان یادونه شوې، چې له منځنۍ اسیا سره د کرملین لېوالتیا او د افغانستان په هکله بې‌تفاوتۍ په ډاګه کوي.

فروتن وویل، «روسیه دومره امکانات نه لري چې خپله اجندا عملي کړي او په افغانستان کې خپل نفوذ پراخ کړي، خو په عین حال کې هڅه کوي چې له ټولو ممکنو لارو څخه په استفادې سره په منځنۍ اسیا کې خپل حضور ټینګ او پیاوړي کړي.»

هغه زیاته کړه، «افغانستان په ښکاره توګه [د روسیې] په لوبه کې یو غټ لوری دی».

په افغانستان کې د روسیې زیاتیدونکيو لاسوهنو داسې وېره هم راپیدا کړې ده چې ښایي په دغه هېواد د ۱۳۵۰ د لسیزې د وروستیو په څېر حالت رامنځته شي.

د کندوز یوه اوسېدونکی، شریف الله احمدي، چې ۳۲ کاله عمر لري، وویل، «افغانان به هېڅکله د افغانستان د اشغال پر وخت د روسانو ظلم هېر نه کړي.»

هغه وویل، «هغوی په زرګونو بې ګناه ځوانان قتل عام کړل. اوس چې غواړي خپلې چټلې پښې یو ځل بیا د افغانستان په خاوره کېږدي، حتما غواړي خپل ناوړه اهداف پلي کړي.»

هغه وویل، خو روسیه د منځنۍ اسیا د ګاونډیو هېوادونو د پولو د امنیت په هکله د اندېښنې په څرګندولو سره یوازې غواړي چې «خپلې ګټې خوندي کړي»، په داسې حال کې چې اصلا «د روسیې لپاره د انسانانو ژوند ارزښت نه لري».

احمدي وویل، «د افغانستان شمال د یوه اقتصادي او سوداګریز مرکز په توګه روسیې ته ځانګړی اهمیت لري؛ له همدې امله هڅه کوي چې په سیمه کې ډېر نفوذ ولري.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په حقیقت کې، دا د هیوادونو په ګټو پورې اړه لري. روسیې او نورو هیوادونو د تاریخ په اوږدو کې فرصت ته په کتلو سره افغانستان د خپلو ګټو لپاره کارولی دی. پخوا افغانستان د لوېديځ په تېره بيا د امريکا لپاره د سرو زرو مرغۍ وه. اوس چې امریکا له افغانستان څخه خپل ځواکونه ایستلي او هیواد یې د طالبانو په لاس کې ورکړی دی، ښکاره ده چې د نړۍ والې ترهګرۍ په ځانګړې توګه د داعش ګواښ مخ په زیاتیدلو دی. روسیه د نورو هېوادونو په څېر حق لري چې د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره له ډیپلوماتیکو لارو کار واخلي، یعنې په افغانستان کې خپله قونسلګري بیا پرانیزي.

ځواب ورکړئ

دمګړۍ چې افغانستان ټولې نړۍ شاته غورځولی نو د روسیې دا اقدام هم د قدر وړ دی. موږ یې دا اقدام په نېک پال نیسو. له نورو هېوادونو هم غواړو چې راشي خپل سفارتونه او په ولایتونو کې خپلې قونسلګرۍ پرانیزي. اوس مهال چې افغان مسافر او کاروباریان له هېواده ووځي یا هم بېرته راځي له غاټ جنجال سره لاس او ګرېوان دي. نو که په پلازمینه کابل کې سفارتونه او په ولایتونو کې قونسلګریانې خلاصې او افغانستان سره په سیاسی برخه کې جوړ جاړی وشي ښه کار به وي. سمه ده چې طالبان د نړۍ سره په ځینو برخو کې مشکلات لري. مګر عام ولس په ستونزو کې ښکیل دی. یو خوا ورته طالب ستونزه جوړه کړې. بل خوا ورته د سیمې او نړۍ هېوادونو. سره د دې چې روسیې به د افغانستان قومونه چې ټول افغانان دي په تېر کې به یې په خپلو کې جنګولي وي. مګر اوس ترې غواړو چې نور زموږ وطن ته جنګ رانه وړي. پانګونه دې وکړي. روسان به هم ترې په لویه کچه مستفید شي او افغانان هم. خو که چېرته روسان زموږ په ذلت پسې راځي سره له اوسه دې دا ومني چې بیا به دوی هم له ستونزو سره مخامخ شي. افغانستان د تاریخ په اوږدو کې نړیوالو زبرځواکونو ته ماتې ورکړې او افغانان په دې یقیني دي چې دې ماتې بیا تر ټولو همدوی ته غټه ضربه رسوې. له دې وروسته دې نور هېوادونه نه موږ ژوبلوي او نه دې ځان ژوبلوي. هغه پیسې چې دوی د جنګ لپاره د افغانستان خاورې ته راوړي هغه دې په عام المنفعه کارونو مصرف کړي چې دواړو لوریو ته یې ګټه ورسېږي او د دوستو هېوادونو په سترګه ورته وکتل شي. نه د دښمن په سترګه. کافي اندازه دښمني وشوه، خو نور د دوستۍ وخت دی. هغه هېوادونه چې د افغان انسان د سر خیر غواړي رادې شي او په نره دې د ابادۍ برخه کې پانګونه وکړي چې د ګټې په خوند پوه شي.

ځواب ورکړئ

په افغانستان کې د روانو ناخوالو اصلي لامل شورویان دي. که روسانو پر افغانستان یرغل نه وای کړی، اوس به افغانستان په دې ډول حالت نه وای اخته شوی. روسانو په میلیونونو افغانان شهیدان کړل. د افغانستان په ملیونونو بې وزلو خلکو له خپل وطن څخه هجرت وکړ چې اکثریت یې خپل وطن ته نه دي راستانه شوی او په ګاونډیو هیوادونو کې ژوند تیروي. په بلخ ولایت کې د شوروي د قونسلګرۍ پرانیستل د افغانستان خلکو ته له زیان رسولو پرته د افغانانو لپاره هیڅ ګټه نه لري. روسانو د افغانستان د حکومتولۍ نظام خراب کړ. د افغانستان خلک به هیڅکله د روسانو تیری هېر نه کړي او شورويان به هیڅکله له افغانانو سره دوستان نشي.

ځواب ورکړئ

مونږ ټول افغانان یو. تاسو باید داسې کار ونه کړئ چې د افغانستان خلک په خپلو کې سره جنګ وکړي او د وینو تویېدل جاري وي. وایي، روسی دپلومات: څه چې ما وویل، دا خبرې باید له همدې موټر نه بهر ونه وځي. که دا خبرې دې خپرې کړې، د مرګ شېبې دې شماره. جنبش: زه ژورنالست یم او ژورنالست له مرګ څخه نه ډارېږي. کوشش مه کوئ چې زمونږ په وطن کې جنګ ته دوام ورکړئ او زمونږ خلک ووژنئ. خبره رانه اوږده شوه، هدف مې دا دی چې که چېرې روسانو خپلو کونسلګري په ښه نیت پرانستې وي، زمونږ خلک باید ونه ډار شي. زمونږ خلک به ولې ډارېږي؟ له چانه ډارېږي؟ له هغو روسانو نه ډارېږي چې امپراتوري یې افغانانو ورته ویجاړه کړه؟ نه. زمونږ خلک د ډار خلک نه دي او له هیچانه هم نه ډارېږي. په ورته وخت کې، مونږ له امریکا، برتانیا، جرمني، فرانسې، کاناډا، ... حتی له اسراییلو نه غواړو چې راشي او په افغانستان کې خپل دیپلوماتیک ماموریتونه پرانیزي او له افغانانو سره اړیکې جوړې کړي. تل دې وي افغانستان.

ځواب ورکړئ

دوه خبرې دي: یوه خبره د کونسلګرۍ د پرانستلو ده چې باید کونسلي خدمتونه وړاندې کړي. وېزې ورکړي او روسیې ته د افغانانو د تګ راتګ اسانتیا برابره کړي. د دې تر څنګ، د دواړو هیوادونو تر منځ سیاسي اړیکې ټینګې کړي. بله خبره د جاسوسۍ ده. که چېرې روسانو خپله کونسلګري د دې لپاره بیا پرانستې وي چې واقعي کونسلي خدمتونه وړاندې کړي او د افغانستان په بیارغونه کې مرسته وکړي، مونږ ورته هرکلی وایو. او که چېرې یې د پخوا په څېر بیا هدف دا وي چې په افغانستان کې د جنګ اور تود وساتي، مونږ یې مخالفت کوو. د افغانستان یوه مشهور ژورنالست ډاکتر داود جنبش چې هغه وخت یې له بي بي سي پښتو څانګې سره کار کاوه، تقریبا ۲۴ کاله مخکې د یوه روسي جنرال الګزاندر مایاروف یو کتاب (په افغانستان کې ریښتیا څه تېرېدل) له روسي نه پښتو ته ترجمه کړی و. فکر کوم چې د هغه کتاب په سریزه کې یې لیکلي وو چې یوه ورځ په شمال (غالبا) مزار شریف کې چې هغه وخت د دوستم تر واکمنۍ لاندې و، له یوه روسي دپلومات او د شمال ائتلاف له یو شمېر مشرانو سره یو ځای سفر کاوه. وایي، روسي دیپلومات د ټلوالې مشرانو ته وویل چې تاسو (تاجک، ازبک، هزاره) باید سره متحد شئ او د پښتنو په مقابل کې ودرېږئ، مونږ ستاسو ملاتړ کوو. جنبش لیکلي چې افغان سیاستوال ورته سترګه ووهله چې دی (جنبش) پښتون دی او باید روسی داسې خبرې ونه کړي، خو روسی په سترګک پوه نشو. :) روسي بیا خپله خبره په نورو الفاظو تکرار کړه. جنبش لیکلي چې ما ورته وویل، «ښاغلی... تاسو په افغانستان باندې د تجاوز پر وخت د افغانانو بېلابېل ګروپونه سره وجنګول، آیا فکر نه کوئ چې په دې توګه به زمونږ خلک یو ځل بیا په خپلو کې سره په جنګ اخته کړئ؟» روسي رانه وپوښتل چې ته پښتون یې؟ ما ورته وویل چې هو زه پښتون یم او مونږ

ځواب ورکړئ