امنیت

روسیه په منځنۍ اسیا کې د خپل پوځي حضور د پیاوړي کولو لپاره له افغانستان څخه د بهانې په توګه کار اخلي

د کنات التین بایوف او ای اېف پي راپور

په عکس کې چې د چنګاښ په ۱۱مه په انټرنټ خپور شوی، د روسیې ځانګړي ځواکونه په ازبکستان کې په یوه تمرین کې برخه اخلي.‌ [د روسیې د بهرنیو چارو وزارت]

په عکس کې چې د چنګاښ په ۱۱مه په انټرنټ خپور شوی، د روسیې ځانګړي ځواکونه په ازبکستان کې په یوه تمرین کې برخه اخلي.‌ [د روسیې د بهرنیو چارو وزارت]

الماتا -- په منځنۍ اسیا کې د روسیې د نظامي فعالیت ډېرښت، چې ادعا کېږي له افغانستان څخه د طالبانو د کوم ګواښ د دفع کولو لپاره ترسره کیږي، کتونکي د کریملېن د حقیقي انګېزو په هکله په شک کې اچولي دي.

په داسې حال کې چې د روسیې رژیم د پخواني شوروي د منځنۍ اسیا جمهوریتونو د امنیت په هکله اندېښنه لري، په وروستیو اونیو کې په سیمه کې ګډ پوځي تمرینات ترسره شول.

د روسیې د دفاع وزارت د چنګاښ په ۲۹مه وویل، روسي ټانکونه چې په تاجکستان کې په ۲۰۱ پوځي اډه کې ځای پرځای دي، په روانه میاشت کې له ترسره کېدونکیو پوځي تمریناتو څخه مخکې د افغانستان له سرحد سره نږدې د ټریننګ ډګر ته را ورسېدل.‌

۲۰۱ په بهر کې د روسیې تر ټولو لویه پوځي اډه ده.‌

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف، د طالبانو د سولې مرکچي شېرمحمد عباس ستانکزی (منځ) او په هغه وخت کې د افغانستان لپاره د ایران سفیر محمد رضا بهرامي (ښی) د ۲۰۱۸ په نومبر کې په مسکو کې د عکس اخیستنې لپاره ولاړ دي. [یوري کادوبنوف/ای اېف پي]

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف، د طالبانو د سولې مرکچي شېرمحمد عباس ستانکزی (منځ) او په هغه وخت کې د افغانستان لپاره د ایران سفیر محمد رضا بهرامي (ښی) د ۲۰۱۸ په نومبر کې په مسکو کې د عکس اخیستنې لپاره ولاړ دي. [یوري کادوبنوف/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې په ۱۳۹۹ کې خپور شوی، طالبان په افغانستان کې په یوه کمپ کې د جنګي روزنې په حال کې لیدل کیږي. روسیه له کالونو راهیسې له طالبانو سره د پیسو او وسلو مرستې کوي. [آرشیف]

په دې عکس کې چې په ۱۳۹۹ کې خپور شوی، طالبان په افغانستان کې په یوه کمپ کې د جنګي روزنې په حال کې لیدل کیږي. روسیه له کالونو راهیسې له طالبانو سره د پیسو او وسلو مرستې کوي. [آرشیف]

د ازادۍ راډېو د راپور په اساس، په پام کې ده چې روسیه، تاجکستان او ازبکستان د زمري د ۱۴مې او ۱۹مې تر منځ د تاجکستان - افغانستان پولې سره نږدې ګډ پوځي تمرینونه ترسره کړي.

د روسیې د مرکزي پوځي زون قوماندان الیکزاندر لاپین وویل، دا تمرین به د تاجکستان د حرب میدان په نامه د پوځي روزنې په ډګر کې ترسره شي.

لاپین د چنګاښ په ۲۸مه وویل، د دغه تمرین هدف دا دی چې «د هغو ناقانونه وسله والو واحدونو پر ضد پوځي هڅې ګړندۍ کړای شي چې په یوه متحد باندې برید کوي.»

له دې جلا، د روسیې د دفاع وزارت اعلان وکړ چې، د روسیې او ازبکستان شاوخوا ۱۵۰۰ عسکر به د زمري له ۸ مې تر ۱۹مې پورې په ازبکستان کې په ګډ تمرین کې برخه واخلي.

په ۲۰۱ پوځي بېس کې مېشتو شاوخوا ۱۰۰۰ تنو روسي عسکرو تېره اونۍ په تمریناتو کې برخه واخیستله.

د روسیې د مرکزي پوځي زون د رسنیو دفتر په افغانستان کې د طالبانو زیات شوي فعالیت ته په اشارې سره وویل، د دغه تمرین هدف دا وو چې «په چټک ډول بدلېدونکي وضعیت کې د جنګي عملیاتو د پلان جوړونې او هر اړخیز ملاتړ» لپاره تمرین وشي.

دوه مخې روسیه

طالبانو په وروستیو اونیو کې، په کندوز کې له تاجکستان څخه په پنج سیند باندې جوړ شوي شېرخان بندر په شمول، د افغانستان د شمال د ځینو برخو کنټرول ترلاسه کړی دی.

دغه راز، طالبانو د بلخ ولایت په کلدار او شورتېپه ولسوالیو باندې چې له ازبکستان او تاجکستان سره سرحد لري، بریدونه وکړل.

روسي چارواکو ویلي، که اړتیا پېښه شي، کریملېن چمتو دی چې «تاجکستان ته له افغانستان سره په پوله د امنیت د خوندي کولو په موخه نوره مرسته» برابره کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د چنګاښ په ۱۶مه وویل، روسیه چمتو ده چې په مشترک امنیتي تړون سازمان (سي اېس ټي او) کې د قزاقستان، قرغزستان او تاجکستان په شمول د خپلو شریکانو امنیت یقیني کړي.

هغه وویل، «موږ به د خپلو متحدینو پر ضد د یرغلیزو ادعاوو د مخنیوي لپاره، له افغانستان سره د تاجکستان په سرحد د خپل پوځي بېس له وړتیاوو څخه د استفادې په شمول له هرې وسیلې څخه کار واخلو.»

خو کتونکي وایي، روسیه دغه ګواښ د دې لپاره غټ ښيي چې په منځنۍ اسیا کې خپله اجندا پر مخ بوځي.

روسیه د داسې یوه هېواد په توګه چې کلیزه یا جنتري یې په ګډو نظامي تمریناتو باندې ډکه کړی دی، په حیرانوونکي ډول د بېلابېلو خبرو اترو لپاره د طالبانو په کوربه توب او حتی د هغوی په مسلح کولو باندې پښېمانه نه ده.

له دې سره سره چې په دې ډله باندې په روسیه کې د یوه ترهګر سازمان په توګه بندیزونه لګېدلي دي، روسي مقاماتو د چنګاښ په ۱۷مه په مسکو کې له طالبانو سره د افغانستان د مسایلو په هکله خبرې اترې ترسره کړې.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، «د طالبانو پلاوي روسي لوري ته بیا ډاډ ورکړ چې طالبان به د منځنۍ اسیا د هېوادونو له سرحدونو څخه تېر نشي او دغه راز یې په افغانستان کې د دیپلوماتیکو ماموریتونو او د بهرنیو هېوادونو د کنسولګریو د خوندیتابه په هکله ضمانتونه وړاندې کړل.»

په افغانستان کې نه اعلان شوی جنګ

د سیاسي چارو یوه تاجکستاني کارپوه قاسم بیک محمدوف چې څو ځلې یې له افغانستان څخه لیدنې کړي دي، له طالبانو سره د روسیې د نږدې اړیکو طنز ته اشاره وکړه.

بیک محمدودف کیسه وکړه چې، کله چې ضمیر کابلوف چې اوس د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر استازی دی، په ۱۳۷۴ کال کې د یوې نسکورې شوې روسۍ الوتکې د عملیې د را خلاصولو لپاره په کندهار کې د طالبانو له مؤسس ملا محمد عمر سره خبرې کولې، د هغه تر شا دېوال باندې د طالبانو د امپراتورۍ یوه نقشه راځړېدلې وه.

هغه وویل، «مسکو او کریملېن د اسلامي امارت د یوې برخې په توګه ذکر شوي ول.»

هغه زیاته کړه، «دا ناشونې ده چې هغه دې په هغه وخت کې هغه نقشه لیدلې نه وي. اوس کابلوف او روسیه د هغه په ګاونډیانو باندې د برید نه کولو لپاره د طالبانو په وعدو باندې باور کوي.»

ښایي دا حالت تر ټولو ډېر نا اراموونکی وي چې د روسیې حکومت له څو کالونو راهیسې طالبان تجهیز، تسلیح او تمویلوي.

امنیتي سرچینو او سیمه ییزو مقاماتو په ۱۳۹۶ کې سلام ټایمز ته وویل، لږ تر لږه له ۱۳۹۶ کال راهیسې روسیه د افغانستان په لوېدیځ کې د طالبانو د ډلې او حقاني شبکې ملاتړ کوي.

تر دې مخکې، د افغانستان په شمال کې د روسي مشاورینو له خوا د وسلو او مهماتو د لېږلو او ټریننګونو ورکولو په شمول د دغه ډول حمایت په هکله راپورونه ورکول شوي وو.

د افغانستان په لوېدیځ کې یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، «د افغانستان په لوېدیځ کې د جنګ په ډګرونو کې امنیتی ځواکونو ته داسې پرمختللې وسلې په لاس ورغلي دي چې یوازې له روسي پوځیانو سره موجودې دي او طالبان ترې کار اخلي.»

دغې سرچینې وویل، «مسکو د طالبانو او حقاني شبکې په څېر ترهګرو ډلو څخه په مالي او تسلیحاتي ملاتړ سره، له افغانستان سره په نه اعلان شوي جنګ کې ښکېل دی.»

لندن ټایمز په ۱۳۹۶ کې د طالبانو د سرچینو له قوله راپور ورکړ چې، په همدغه کال د روسیې رژیم د سون توکو د پلورنې له لارې طالبانو ته په میاشت کې ۲.۵ میلیونه ډالر ورکول.

د کریملېن ډاروونکي تکتیکونه

د قزاقستان په الماتا ښار کې د خطرونو د ارزونې د مشورتي ډلې رییس دوسیم ساتپایوف وویل، روسیه د طالبانو ګواښ ته د سیمې د وېرولو لپاره له بهانې او په خپل مدار د هغوی د ورنږدې کولو څخه پرته نور ډېر څه نه بولي.

هغه وویل، له افغانستان څخه د امریکایي او ناټو ځواکونو په وتلو سره، مسکو دغه حالت په منځنۍ اسیا کې د خپل نفوذ د پراختیا لپاره یو فرصت بولي.

ساتپایوف وویل، «روسیه په سیمه کې د امنیت د ضامن په توګه د خپل ځای د قوي کولو لپاره، په مکرره توګه د افغانستان تهدیدونه د منځنۍ اسیا هېوادونو ته یادوي.»

په اوسنیو شرایطو کې، مسکو له افغانستان څخه د یوې بهانې په توګه استفاده کوي او هڅه کوي چې د سي ای ټي او سازمان لاندې د منځنۍ اسیا هېوادونو سره یو ډېر نږدې نظامي او سیاسي مشارکت جوړ کړي.

ساتپایوف دې ټکي ته په اشارې سره چې د چنګاښ په نیمایي کې، روسي مقاماتو په غرور سره د منځنۍ اسیا د ټولو هېوادونو په استازیتوب څرګندونې وکړې، وویل، لاکن کریمیلن دا هېوادونه د متحدینو نه بلکې د سپوږمکیو په څېر بولي.

وروسته له هغه چې رسنیو له افغانستان څخه منځنۍ اسیا ته د امریکایي سرتېرو د انتقال د احتمال په هکله راپور ورکړ، لاوروف د چنګاښ په ۲۱مه په یوه خبري کانفرانس کې اعلان وکړ چې د منځنۍ اسیا هېوادونه علاقه نه لري چې متحده ایالاتو ته نظامي اډې ورکړي.

هغه ټینګار وکړ چې، «په سي اېس ټي او هېوادونو کې د بهرني پوځي حضور په هکله پوښتنې په سازمان کې دننه اجماع ته اړتیا لري،» او زیاته یې کړه چې د نویو امریکایي پوځي مرکزونو رامنخته کېدل د سیمې د امنیت په ګټه نه دي.

د منځنۍ اسیا خپلواکي ګواښل

د قرغزستان په پلازمېنه بېشکېک کې د orbita.kg وېب سایټ یوه خبریال مارس ابایوف وویل، د لاوروف خبرې په واضح ډول ښیي چې د روسیې ګټې د منځنۍ اسیا په خوندي کولو کې نه دي، بلکې په دې کې دی چې خپل جیوپولیټیک هدفونه تعقیب کړي.

هغه وویل، «که زموږ په هېوادونو کې امریکایي پوځي اډې وای، موږ به ډېر خوندي وو، لاکن روسیه دلته سیالان نه غواړي.»

هغه وویل، ښایي چې په په منځنۍ اسیا کې د روسیې پوځي حضور په نژدې راتلونکي کې «د ثبات ټینګولو» په بهانه پراخ شي.

هغه وویل، خو د روسیې قوي پوځي حضور به د ثبات ټینګولو پرځای د سیمې د هېوادونو خپلواکي وګواښي او ښایي چې په مهمو سیاسي پرېکړو کې د یوه قاطع فشار په توګه وکارول شي.

ابایوف وویل، «د منځنۍ اسیا هېوادونه وار له مخه له اقتصادي او دفاعي دواړو پلوونو څخه په روسیه باندې متکي دي.»

هغه وویل، «خو که دا ځواک زمونږ په خاوره کې لا نور پیاوړي ځواکونه لري بیا مونږ د کوم استقلال په هکله خبره کولی شو؟ زمونږ حکومتونه به بیا هېڅ نه وي او یواځې ګوډاګیان به وي.»

هغه په ۱۳۹۳ کې د روسیې له خوا د کریمیا د نښلولو مسئلې ته اشاره وکړه چې د یوه پوځي واحد په وسیله یې چې کریملېن وار له مخه د دغه هدف لپاره تشکیل کړی وو، ترسره کړه.

ابایوف وویل، «آیا د اوکراین ترخه تجربه موږ ته د عبرت درس نه راکوي؟»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500