په روسي جنګي الوتکو شک کیږي چې په افغان - تاجک پوله یې هوایي برید ترسره کړی دی

سلام ټایمز

تخار -- ازادۍ راډېو د افغان چارواکو له قوله راپور ورکړ، چې ناپېژاندو خارجي جنګي الوتکو د یکشنبې په ورځ /د وږي ۴ مه/ په تخار ولایت کې د تاجک - افغان پولې په اوږدو کې وروسته له هغه هوایي بریدونه ترسره کړل چې د وسله والو سړیو او تاجک مقاماتو تر منځ ډزې وشوې.

د خامه پرېس په وینا، دغه برید د یکشنبې د شپې ناوخته او د دوشنبې په سهار ترسره شو.

د تخار د والي ویاند، محمد جاوېد هجري، وویل چې یا روسي یا تاجکي جنګي جیټانو په درقد ولسوالۍ کې وروسته له هغه هوایي بریدونه ترسره کړل چې د نشه ییزو توکو د افغان قاچاقچیانو او تاجک سرحدي ساتونکو تر منځ نښته وشوه.

تاجکستان یو کوچنی هوایي ځواک لري، په داسې حال کې چې په تاجکستان کې ۲۰۱ پوځي اډه په خارج کې د روسیې تر ټولو لویه پوځي اډه ده. تاجکستان او روسیې دواړو په سیمه کې د بمي برید له ترسره کولو څخه انکار کړی دی.

هجري وويل، چې په نښته کې دوه تاجک پوله ساتونکي وژل شوي او تاجکانو سمدلاسه د راکټ ډزې او هوایي برید کړی دی، او زیاته یې کړه چې دغه سیمه د طالبانو تر کنټرول لاندې ده.

سرچینې په دې هکله، چې آیا وژل شوي دوه تاجکان پوله ساتونکي دي که د ځنګله څاتونکي، اختلاف لري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500