۲ افغانان هغه وخت ووژل شول کله چې هغوی په ناقانونه توګه تاجکستان ته داخليدو هڅه کوله

د سټاف راپور

تاجکستان - Afghanistan.ru د سه شنبې په ورځ (د دسمبر په ۲۷مه) د ۱ټي وي چينل له خولې راپور ورکړ چې تاجک سرحدي ځواکونو دوه افغان وګړي هغه وخت ووژل کله چې هغوی په ناقانونه توګه تاجکستان ته داخليدل.

د ډزو پيښه د تیرې اونۍ په وروستيو کې رامنځته شوه، خو دا يوازې د سه شنبې په ورځ د خلکو په علم کې راغله. دوه افغانان، د تخار ولایت اوسیدونکي، هڅه کوله چې تاجکستان ته واوړي، خو سرحدي ساتونکو ډزې پيل کړې او دواړه يې ووژل.

چارواکي تر اوسه پوه نه دي، چې ولې دغه افغانان تاجکستان ته د داخليدو هڅه کوله. د مړو بیرته ستنیدو په اړه خبري روانې دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500