امنیت

تاجک سرتېري چمتو دي چې د طالبانو د یاغیتوب پر ضد خپل سرحد خوندي کړي

د نعمت الله میرسیدوف او ای اېف پي راپور

تاجک وسله وال ځواکونه او قانون نافذوونکي په افغانستان کې د پېښو په غبرګون کې د خپلو جنګي چمتووالو د ازمویلو لپاره د چنګاښ په ۳۱مه په ټول هېواد کې په تمریناتو کې برخه اخلي. [د تاجک حکومت د رسنیو دفتر]

تاجک وسله وال ځواکونه او قانون نافذوونکي په افغانستان کې د پېښو په غبرګون کې د خپلو جنګي چمتووالو د ازمویلو لپاره د چنګاښ په ۳۱مه په ټول هېواد کې په تمریناتو کې برخه اخلي. [د تاجک حکومت د رسنیو دفتر]

دوشنبه -- د ای اېف پي د راپور په اساس، په داسې حال کې چې طالبان په افغانستان کې پرمختګ کوي، تاجکستان د پنجشنبې په ورځ /د چنګاښ ۳۱مه/ د هېواد په تاریخ کې د خپل ډول په تر ټولو لوی تمرین کې د خپلو وسله والو ځواکونو جنګي چمتووالی وکوت.

د منځنۍ اسیا د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو ۲۳۰۰۰۰ غړي د ولسمشر امام علي رحمان په امر د سهار په ۲ بجو د ازموینې لپاره تیارسۍ شول.

دغه راز، دوشنبې د خپلو ۲۰ زرو سرتېرو ځایونه بدل کړل ترڅو له افغانستان سره په پوله خپل ځواکونه غښتلي کړي.

طالبانو په وروستیو اونیو کې له تاجکستان سره د لویې سرحدي دروازې شېرخان بندر په ګډون د افغانستان په شمال کې د څو ولسوالیو کنټرول په لاس کې واخیست.

د تاجکستان ټانکونه په افغانستان کې د پېښو په غبرګون کې د تاجک ځواکونو د جنګي چمتووالي د ازمویلو لپاره د چنګاښ په ۳۱مه په ټول هېواد کې په تمریناتو کې برخه اخلي. [د تاجک حکومت د رسنیو دفتر]

د تاجکستان ټانکونه په افغانستان کې د پېښو په غبرګون کې د تاجک ځواکونو د جنګي چمتووالي د ازمویلو لپاره د چنګاښ په ۳۱مه په ټول هېواد کې په تمریناتو کې برخه اخلي. [د تاجک حکومت د رسنیو دفتر]

تاجک ولسمشر امام علي رحمان د چنګاښ په ۳۱مه د هغه په لارښوونه د یوه پوځي رسم ګذشت په ګډون په یوه مهمه او بوخته ورځ ملت ته وینا کوي. دغه رسم ګذشت په افغانستان کې د پېښو په غبرګون کې د تاجک ځواکونو د جنګي چمتووالي د ازمویلو لپاره له مانورو څخه وروسته ترسره شو. [د تاجک حکومت د رسنیو دفتر]

تاجک ولسمشر امام علي رحمان د چنګاښ په ۳۱مه د هغه په لارښوونه د یوه پوځي رسم ګذشت په ګډون په یوه مهمه او بوخته ورځ ملت ته وینا کوي. دغه رسم ګذشت په افغانستان کې د پېښو په غبرګون کې د تاجک ځواکونو د جنګي چمتووالي د ازمویلو لپاره له مانورو څخه وروسته ترسره شو. [د تاجک حکومت د رسنیو دفتر]

دا د دغه پخواني شوروي هېواد په ۳۰ کلن تاریخ کې د خپل ډول لومړنۍ پوځي معاینه وه.‌

په هغو کې د ځمکنیو، هوایي او توپچي ځواکونو له خوا د استعمالېدونکیو په ګډون د تاجک پوځ د ټولو وسلو ازموینې شاملې وې.

دغه عملیات د تاجکستان په دولتي تلوېزیون خپرېدل او د رحمان په مشرۍ په یوه پوځي رسم ګذشت سره پای ته ورسېدل. هغه په تاجکانو باندې غږ وکړ چې په سیمه کې «له سولې او ثبات څخه دفاع ته چمتو» اوسي.

هغه وویل، «زموږ په ګاونډي هېواد، د افغانستان اسلامي جمهوریت، په ځانګړې توګه شمالي سیمو کې چې زموږ له هېواد سره سرحد لري، وضعیت ډېر پېچلی او غیر باوري دی.»

هغه وویل، «هغه ورځ په ورځ او ان ساعت په ساعت لا نور پېچلی کېږي.»

هغه په وسله والو ځواکونو او قانون نافذوونکیو ادارو باندې غږ وکړ چې «د احتمالي ګواښونو د مخنیوي لپاره د جنګي چمتووالي تر ټولو لوړه سطحه ډاډمنه او د سرحد ساتنه یقیني کړي.»

د طالبانو له تاوتریخوالي څخه ډک یرغل په لسګونو زره افغانان بې ځایه کېدلو ته مجبور کړي، چې ځینو یې له پولې پورې غاړه په تاجکستان کې پناه اخیستې ده.‌

د تاجکستان د دولتي ملي امنیت کمېټې (جي کی اېن بي) په وینا، د چنګاښ تر ۱۴مې پورې د افغان - تاجک سرحد له ۷۰٪ څخه ډېر د طالبانو تر کنټرول لاندې شوی دی.

د چنګاښ په ۱۶مه د ازادۍ راډېو تاجک سروېس د افغانستان د ملي امنیت شورا له قوله د هغو ۲۳۰۰ افغان سرتېرو د بېرته ستنېدلو په هکله راپور ورکړ چې تاجکستان ته تښتېدلي وو.

په ورته وخت کې، ځایي چارواکو ازادۍ راډېو ته په یوه لیکنه کې چې د چنګاښ په ۱۷مه خپره شوه، وویل چې له ۱۰۰۰ څخه ډېر افغان ملکي کسان په وروستیو کې د تاجکستان کورواکي ولایت ګورنو بدخشان ته راتښتېدلي دي.‌ هغوی ونه ویل چې ایا افغانان به پاتې شي که خپل هېواد ته به ستانه شي.‌

د افغان ځواکونه بیرته سره تنظیمیږي

له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو د خروج د وروستي پړاو په پیلېدلو سره د طالبانو د یرغل په نتیجه کې له لومړني ناڅاپي په شاتګ څخه وروسته، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه بیا خپل ځانونه غښتلي کوي.‌

تاجک ژورنالست الهام نظروف چې څو ځلې یې له افغانستان څخه لیدنه کړې ده، وویل، «اوس د دې ګواښ له امله چې حکومت به نسکور شي، مجرب او په جنګ کې پاخه عسکر یو ځل بیا د پوځي واحدونو مشري پر غاړه اخلي.»

هغه وویل، «طالبان توقف پیلوي.»

نوموړي وویل، «حکومتي ځواکونو د بدخشان ولایت له مرکز فیض اباد څخه دفاع وکړه او د شاوخوا ولسوالیو ازادول یې پیل کړل.»

نظروف وویل، «افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه په ځانونو باندې اعتماد ترلاسه کوي. هغوی به زر د تخار ولایت تصفیه کول پیل کړي چې لومړی به د مرکز تالقان له شاوخوا څخه پیل وکړي او بیا به ان شاءالله د تاجکستان د سرحد په اوږدو کې سیمې تصفیه کړي.»

هغه وویل، «په کندوز کې، که څه هم چې شېرخان بندر د طالبانو په ولکه کې دی، عین ملکي کارمندان هلته کار کوي او تاجکستان ته لاره پرانستې ده.»

د تاجکستان د ټرانسپورټ وزیر عظیم ابراهیم د چنګاښ په ۲۳مه تایید کړه چې شېرخان بندر اوس هم فعالیت کوي.‌

هغه له کاروانسرای سره په خبرو کې وویل، «له افغانستان سره ټولې سرحدي دروازې پرانستې دي،» او زیاته یې کړه چې له پولې پورې راپورې حمل او نقل د لږ وخت لپاره یواځې هغه وخت متاثر شو چې امریکایي ځواکونو د خپلې وتنې د وروستي پړاو پیلول اعلان کړل.

د متحده ایالاتو د ګډو ځواکونو لوی درستېز جنرال مارک میلي د چارشنبې په ورځ وویل، په داسې حال کې چې اورپکي د هېواد د نیمو ولایتونو د مرکزونو په شاوخوا باندې فشار ته دوام ورکوي، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه «خپل ځواکونه سره یو لاس کوي» چې د افغانستان لوی ښاري مرکزونه خوندي کړي.

هغه وویل، «هغوی په داسې یوه کړنلاره باندې مخکې ځي چې خلک خوندي کړي،‌ او اکثر وګړي په ولایتي مرکزونو او پلازمېنه کابل کې ژوند کوي.»

د طالبانو د دروغو وعدې

په داسې حال کې چې موجود امنیتي وضعیت باوري نه دی،‌ تاجک مقامات محتاطانه چلند کوي او د طالبانو په دې ډاډینو باندې باور نه کوي چې د نړۍ والو سرحدونو درناوی کوي او په افغانستان کې سوله او ثبات راولي.‌

د طالبانو سیاسي مشرانو ژمنه کړې چې د ښځو حقونه به خوندي کړي، نجونو ته به اجازه ورکړي ترڅو ښوونځیو ته لاړې شي، دیپلوماتیک ماموریتونه به خوندي او خلکو ته به خدمتونه برابر کړي.‌

په داسې حال کې چې یاغیان د خاورې لاندې کولو ته دوام ورکوي، اوسېدونکي مجبورېږي چې خپل کورونه پرېږدي، او پاتې شوي خلک وایي چې طالبان سړیو ته امر کوي چې ږیرې پرېږدي او ښځو ته اجازه نه ورکوي چې له نارینه محرم څخه پرته له کورونو څخه وځي.

تاجکستان په ۱۳۷۵-۱۳۸۰ کې په افغانستان باندې د طالبانو د واکمنۍ پر وخت هېڅکله هم له طالبانو سره خبرې اترې ونه کړې، اوتاجک حکومت د طالبانو ضد شمال ټلوالې تر څنګ ولاړ وو.‌

د افغانستان د چارو تاجک شنونکي احمد شوخ کمال زاده وویل، «له طالبانو سره جوړجاړی ښایي د ډېرو هېوادونو لپاره دروند تمام شي.»

شنونکي وایي، د افغان ولسمشر اشرف غني له حکومت سره د دوشنبې د تماسونو په پام کې نیولو سره، تاجک مقامات د طالبانو په هکله دوکه نه خوري.‌

د سیاسي چارو یوه تاجک کارپوه قاسم بېک محمدوف چې څو ځلې یې له افغانستان څخه لیدنه کړې ده، وویل، طالبان دا ژمنې چې په ګاونډیو دولتونو باندې برید نه کوي «د دې لپاره دي چې خپل ځانونه له بهرنۍ لاسوهنې څخه خوندي کړي، په افغانستان کې واک ترلاسه کړي او خپل ځانونه کلک ټینګ کړي.»

د نژادي تاوتریخوالي په هکله اندېښنې

تاجک ژورنالست زېورشاه محمد وویل، «طالبانو ته، چې تقریبا هره ورځ په ټول افغانستان کې ترهګریز بریدونه ترسره کوي، د بې ګناه خلکو وینې تویوي او ښارونه او کلي ویجاړوي، مشروعیت ورکول ترهګرۍ ته د مشروعیت ورکولو معنی لري.»

هغه وویل، «په افغانستان کې د بېلابېلو عقایدو خلک اوسېږي؛ بېلابېل نژادي ګروپونه په کې ژوند کوي. هلته د نژادي شاونیزم د ایډیالوژۍ په اساس د سولې رامنځته کول ډېر سخت کار دی.»

محمد په وروستیو کې د ګورنو بدخشان د کورواکي ولایت په مرکز خوروګ کې له خپلوانو کره تللی وو.‌

هغه وویل، «دلته هر څه ارام دي، خو خلک د هغو تاجک نژادو اوسېدونکیو په هکله اندېښنه لري چې د پنج په چپه غاړه پراته دي او هلته د طالبانو سپین بیرغونه وار له مخه ښه روښانه لیدل کیږي.»

هغه وویل، «د افغانستان په بدخشان ولایت کې ډېر اسماعیلیان ژوند کوي. موږ وېرېږو چې هغوی به وځورول شي.»

خووار خبري اژانس د چنګاښ په ۲۳مه راپور ورکړ چې دغه ډول وېرې وار له مخه د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د اندیمین کلي ۷۷ قرغز نژاده اوسېدونکي مجبور کړل چې تاجکستان ته راواوړي.

وروسته له هغوی سره د قرغز- افغانانو یو ۲۷۰ کسیز بل ګروپ هم په تاجکستان کې ملګری شو.

هغوی د قرغز کوچیانو د هغه کوچني ګروپ خلک دي چې شمېر یې شاوخوا ۱۵۰۰ دی او په ۱۲۹۵ لمریز [۱۹۱۶] کې په روسي ترکستان کې د څار [تزار] له خوا د یوه پاڅون له ځپلو څخه وروسته یې نیکونه لاړل او له هغه وخت راهیسې د واخان په غرني دهلېز کې ژوند کوي.‌

محمد وویل، «طالبان د هغو ځانګړیو عقایدو او مذهبي خوځښتونو او نژادي ګروپونو غړي چې اسلامي احکام په ټینګه نه عملي کوي، مسلمانان نه بولي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500