امنیت

غني وایي طالبان د سولې هېڅ اراده نه لري

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

ولسمشر غني د چنګاښ په ۲۹مه د ولسمشرۍ ماڼۍ کې څو دقیقې مخکې له هغه خبرې کوي چې له ارګ سره نږدې راکټونه ولګېدل. [د ولسمشرۍ ماڼۍ]

ولسمشر غني د چنګاښ په ۲۹مه د ولسمشرۍ ماڼۍ کې څو دقیقې مخکې له هغه خبرې کوي چې له ارګ سره نږدې راکټونه ولګېدل. [د ولسمشرۍ ماڼۍ]

کابل -- ولسمشر اشرف غني د سې شنبې په ورځ /د چنګاښ ۲۹مه/ وویل چې طالبان سولې ته هېڅ اراده نه لري.

د ولسمشرۍ ماڼۍ کې د اختر له لمانځه څخه وروسته د سیاستوالو له یوې ډلې او د افغان ځواکونو غړو سره د خبرو پر مهال غني یو ځل بیا په طالبانو باندې غږ وکړ چې تاوتریخوالی پرېږدي او سوله وکړي.

هغه په یوه وینا کې وویل، «طالبانو ثابته کړې چې هغوی سولې ته هېڅ اراده او نیت نه لري.»

هغه وویل، حکومت یو چټک پلان چمتو کړی ترڅو امنیتي وضعیت بدل کړي.‌

هغه په افغانانو باندې غږ وکړ چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي.

هغه وویل، «ما تېره اونۍ ټوله د یوه چټک او عملي پلان د تیارولو په کار باندې ولګوله ترڅو موږ وکولی شو چې امنیتي وضعه بدله کړو. پلان چمتو شوی او دوه برخې لري.»

غني طالبانو ته په خطاب کې وویل، «تاسو نشئ کولی چې د راکټونو په توغولو سره دا هېواد ونیسئ.‌ ولې د افغانستان شتمني،‌ ښوونځي، روغتونونه، پلونه او سړکونه ویجاړوئ؟ ولې علما وژنئ او جوماتونه ویجاړوئ؟»

راکټي بریدونه

لږ تر لږه درې راکټونه د ولسمشرۍ ماڼۍ سره نږدې هغه وخت ولګېدل چې غني او یو شمېر جګپوړو چارواکو بهر په ازاده فضا کې د اختر لمونځ ادا کاوه.‌

د برید مسؤلیت داعش پر غاړه واخیست، خو داعش اکثر وختونه د هغو بریدونو مسؤلیت اخلي چې طالبان یې له ترسره کولو څخه انکار کوي.

د ارګ په فیسبوک پاڼه خپره شوې یوه ویډیو ښیي چې په باغونو کې راټول شوي په لسګونو خلک حتی په داسې حال کې چې راکټونه یې په سر باندې پشار کوي او نږدې چاودېږي، خپلو لمونځونو ته دوام ورکوي.‌

داسې ښکاري چې غني هېڅ ټکان نه خوري او خپل لمانځه ته دوام ورکوي.‌

د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزي وویل، درې راکټونه له یوه پېک آپ موټر څخه توغول شوي، خو یوه راکټ انفجار نه ده کړی.

طالبانو د تېرو اسلامي رخصتیو پر وخت اوربندونه اعلانول، او افغانانو ته یې فرصت ورکاوه چې په خوندي توګه له خپلو خپلوانو سره وګوري، خو په دې اختر کې داسې څه ونشول.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500