امنیت

په داسې حال کې چې د داعش خراسان څانګې په کابل د راکټ برید مسؤلیت پر غاړه واخیست، افغان ځواکونو د دغې ترهګرې ډلې قاضی القضات وواژه

سلام ټایمز او ای اېف پي

د ۱۳۹۹ د زمري په ۲۸مه په کابل کې د یوه درجن راکټونو له لګېدلو څخه وروسته، یو ټپي شوی سړی، د یوې ایټالیایي موسسې په مرسته چلېدونکي روغتون کې له درملنې ترلاسه کولو څخه وروسته ځان دې ته جوړوي چې له یوې طبي چپرکټ څخه پورته شي. د پېښې پړه داعش پر غاړه واخیسته او هڅه یې وکړه ترڅو د هېواد د خپلواکۍ د ورځې پروګرامونه ټکني کړي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د ۱۳۹۹ د زمري په ۲۸مه په کابل کې د یوه درجن راکټونو له لګېدلو څخه وروسته، یو ټپي شوی سړی، د یوې ایټالیایي موسسې په مرسته چلېدونکي روغتون کې له درملنې ترلاسه کولو څخه وروسته ځان دې ته جوړوي چې له یوې طبي چپرکټ څخه پورته شي. د پېښې پړه داعش پر غاړه واخیسته او هڅه یې وکړه ترڅو د هېواد د خپلواکۍ د ورځې پروګرامونه ټکني کړي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- د افغانستان د استخباراتو ځانګړیو ځواکونو د داعش د خراسان څانګې قاضی القضات عبدالله اورکزی وژلی دی‌.

د ملي امنیت ریاست د سې شنبې په ورځ /د زمري ۲۸مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، اورکزي په جلال اباد کې په یوه محبس باندې د ترسره شوي هغه برید کې د اصلي طراح په توګه لاس درلود چې د روانې میاشتې په نیمایي کې ترسره شو او داعش یې مسؤلیت واخیست.‌

د ملي امنیت ریاست وویل، «اورکزي همدارنګه د ننګرهار ولایت په اچین او نازیان ولسوالیو کې هم د جنګ مشري پر غاړه لرله.»

افغان چارواکو نه دي ویلي چې دغه عملیات چېرې او کله ترسره شول.

په داسې حال کې چې طالبان او افغان حکومت د سولې د بین الافغاني خبرو د ترسره کولو په لور ګامونه اخلي، د داعش د خراسان څانګې د جنګیالیو کوچني ګروپونه هڅه کوي چې نازک سیاسي وضعیت بې ثباته کړي.

په پام کې ده چې د کابل له خوا د شاوخوا ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو له بشپړېدلو څخه وروسته مذاکرات پیل شي. د بندیانو خوشې کول د مخورو افغانانو یوې دودیزې جرګې تېره اونۍ تایید کړ.‌

که څه هم چې طالبانو او افغان حکومت د لوی اختر په ترڅ کې په یوه درې ورځني اوربند باندې توافق کړی وو، لاکن د داعش خراسان څانګې د اختر په پیل او پای دواړو کې د خلکو وینې تویې کړې.‌

ځایي چارواکو وویل، دغې ترهګرې ډلې همدارنګه د زمري په ۸مه په هرات ښار کې په یوه شیعه مېشته سیمه کې په یوه بس باندې د شوي بمي برید مسؤلیت پر غاړه واخیست.

سره له دې د داعش خراسان څانګه د بقا هڅه کوي چېځکه چې هغه په دوامداره توګه ناراضي غړي، د تمویل سرچینې او د نویو جنګیالیو د استخدام وړتیا له لاسه ورکوي، د اورکزي وژنه په افغانستان کې د یادې یاغي ډلې مشرتابه ته تر ټولو تازه ضربه ده.

د ملي امنیت ریاست وویل، اورکزي همدارنګه د داعش د خراسان څانګې د استخباراتو د مشر اسدالله اورکزي د مرستیال په توګه کار کاوه. اسدالله اورکزی چې افغان ځواکونو د روانې میاشتې په نیمایي کې وواژه او په افغان امنیتي ځواکونو باندې په ګڼو مرګونو بریدونو کې لاس درلود.‌

په کابل کې د داعش برید

د کورنیو چارو وزارت وویل، د ځانګړیو ځواکونو عملیات چې عبدالله اورکزی یې وواژه وروسته له هغه ترسره شول چې د زمري په ۲۸مه په کابل باندې له یوه درجن څخه ډېر راکټونه ولګېدل. دغه پېښه په داسې حال کې وشوه او لږ تر لږه ۱۰ کسان ټپیان شول چې هېواد د خپلواکۍ د ترلاسه کولو ۱۰۱مه کلیزه لمانځله.‌

د کورنیو چارو د وزارت ویاند طارق آرین وویل، په کابل کې له دوه موټرونو څخه ۱۴ راکټونه وتوغول شول او زیاته یې کړه چې دوه مشکوک کسان نیول شوي دي.‌

آرین وویل، «دغه راکټونه اکثر په کابل کې د ملکي خلکو په کورونو باندې لګېدلي دي.»

هغه زیاته کړه، «له بده مرغه چې د څلورو ماشومانو او یوې ښځې په ګډون ۱۰ ملکي کسان ټپان شول.»

داعش د برید مسؤلیت ومانه.

په پلازمېنه باندې راکټونه وروسته له هغه ولګېدل چې ولسمشر اشرف غني د ولسمشرۍ ماڼۍ کې د خپلواکۍ د ورځې په مراسمو کې برخه واخیستله.

عیني شاهدانو وویل، ځینې راکټونه ماڼۍ او د دفاع وزارت سره نږدې ولګېدل. د دغې سیمې کلک امنیت نیول شوی او ګڼ شمېر سفارتونه هم په کې پراته دي.

په افغانستان کې د متحده ایالاتو د ماموریت مرستیالې کیرین ډیکر دغه برید وغانده.

هغې په یوه ټویټ کې ولیکل، «موږ په کابل کې د نن ورځې شوي راکټي بریدونه غندو. افغانان د دې حق لري چې په سوله ییز ډول د خپلې خپلواکۍ ویاړمن تاریخ ولمانځي. موږ د هغو خلکو په حال خفه یو چې ښایي د ترهګرۍ د دغه بزدلانه عمل قرباني شوي وي.»

د کب په ۲۰مه د غني د لوړې مراسم هغه راکټي برید ټکني کړل چې له ارګ سره نږدې ولګېد. هغه وخت د کوم جدي ټپ خبر رانه غی.

افغانستان هېڅکله هم د برتانوي امپراتورۍ برخه شوی نه دی، خو د ۱۲۹۸ د زمري په میاشت کې د برتانیا له نفوذ څخه په رسمي توګه خپلواک شو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

افغانستان کې داعش ورو ورو په یو جدي ګواښ بدلیږي. که افغان حکومت او نړیواله ټولنه دغې مسلې ته جدي پام ونکړي. وروسته د طالبانو سولې نه داعش به د افغانستان راتلونکې ته یو ډیر مهم خطر متوجه کړي.

ځواب ورکړئ

مرګ په داعش او د دغه ګروپ په پلویانو.

ځواب ورکړئ

په افغانستان کې باید ټول داعش له منځه وېوړل شي ځکه چې داعشیان تر ټولو ډېر ظالم خلک دي. د داعش د جوړولو هدف دا دی چې مسلمانان ووژني او تباه یې کړي.‌

ځواب ورکړئ

وروسته له هغه چې طالبانو له متحده ایالاتو سره د سولې هوکړه لاسلیک کړه، داعش د افغانستان په لویو ښارونو کې بریدونه او بمي چاودنې ترسره کړل. دا ښیي چې د سولې پروسې سره د طالبانو له یوځای کېدلو څخه وروسته به د یادې ډلې ځای داعش ونیسي او د افغانستان وضعه به بهتره نشي.‌ ښایي ځینې هېوادونو په افغانستان کې د داعش د پیاوړي کولو لپاره هڅې پیل کړې وي ځکه چې دغه هېوادونه د افغانستان په جنګ کې ګټې لري، نو د هېواد د راتلونکي لپاره هېڅ هیله نشته. که د دې هېواد خلک هوښیار نشي او د خپلو هېوادوالو او هېواد په رابطه زړه سوزی ونه ښیي، په هېواد کې به وضعه بهتره نشي.‌ که چېرې طالبان له منځه وېوړل شي، داعش به سر راپورته کړي، او که چېرې داعش له منځه وېوړل شي، بله ډله به سر راپورته کړي، ځکه چې د افغانستان جنګ هم داخلي اړخونه لري او هم خارجي. داخلي اړخ دا دی چې د دې هېواد خلک بې سواد دي، ځوانان غریب او بې وظیفې دي او د پیسو لپاره هرڅه کوي. او خارجي بعد یې دا دی چې د سیمې دښمن هېوادونه د افغانانو له فقر او بې سوادۍ څخه ګټه پورته کوي او په افغانستان کې د نیابتي جنګ اور ته پوکی ورکوي. له دې امله، د افغانستان جنګ یو نیابتي جنګ دی او د سیمې د هېوادونو جنګ دی، خو د سون توکي یې د افغانستان خلک دي. افغانستان تل د تېري ګرو او یرغلګرو بهرنیو ځواکونو نه بلکې د خپلو خلکو لپاره هدیره وه او ده.‌ له دې امله، زه د هېواد له ټولو ځوانانو او خلکو څخه په قوت سره غوښتنه کوم چې په دې هېواد کې د سولې لپاره کار وکړي او د خلکو ذهنونه روښانه کړي چې لږ تر لږه د راتلونکي نسل لپاره سوله راشي او د دې هېواد بچیان او راتلونکی نسل یو سوله ییز ژوند ولري.‌

ځواب ورکړئ