امنیت

د منځنۍ اسیا هېوادونه د طالبانو د فعالیت د زیاتېدلو په غبرګون کې د سرحدونو په اوږدو کې امنیت پیاوړی کوي

د جمعه ګلي انایوف راپور

ازبک عسکر د چنګاښ په ۳مه تمرینات کوي. [د ازبکستان د دفاع وزارت]

ازبک عسکر د چنګاښ په ۳مه تمرینات کوي. [د ازبکستان د دفاع وزارت]

عشق اباد -- له افغانستان څخه د نړۍ والو ځواکونو په وتلو سره، د دغه هېواد د منځۍ اسیا درې ګاونډي هېوادونه د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي د کمپاین په زیاتېدلو سره یاده اورپکه ډله په ځیر څاري.

د طالبانو کارونه نه یواځې دا چې د وړاندوینې وړ نه دي بلکې دغه راز د ۱۳۹۸ د کب په میاشت کې لاسلیک شوي د سولې تړون لاندې د هغوی له تعهداتو څځه سرغړونه هم کوي.‌ هغوی د افغان ځواکونو پر ضد خپل جنګ ته دوام ورکړی او له ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه القاعدې سره یې خپلې اړیکې پر ځای ساتلي دي.

په وروستیو اونیو کې د طالبانو تاوتریخوالی د افغانستان هغو سرحدونو ته رسېدلی چې د منځنۍ اسیا له ګاونډیانو؛ تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان سره یې لري.

ای اېف پي راپور ورکړ چې، طالبانو د چنګاښ په ۱ په کندوز کې شېرخان بندر،‌ چې له تاجکستان سره د افغانستان لویه دروازه ده، ونیو.

ملکي خلک د چنګاښ په ۲مه د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره له درنو وسلو سره راټولېږي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

ملکي خلک د چنګاښ په ۲مه د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره له درنو وسلو سره راټولېږي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د غبرګولي په ۱۳مه اخیستل شوی، طالب جنګیالي د غزني ولایت د اندړ ولسوالۍ په یوه ځایي بازار کې له خپلو موټرسایکلونو سره یوځای د یوه سړک پر غاړه ولاړ دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د غبرګولي په ۱۳مه اخیستل شوی، طالب جنګیالي د غزني ولایت د اندړ ولسوالۍ په یوه ځایي بازار کې له خپلو موټرسایکلونو سره یوځای د یوه سړک پر غاړه ولاړ دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د ازادۍ راډېو ترکمني څانګې د راپور په اساس، طالب اورپکو د چنګاښ په ۴مه د قرامقول او غورماچ د سیمو کنټرول ترلاسه کړ او د لنډ وخت لپاره یې د فاریاب ولایت ستراتیژیک ښار اندخوی چې د ترکمنستان له سرحد څخه شاوخوا ۳۲ کیلومتره لیرې پروت دی،‌ ونیو.‌

د فاریاب ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش د ازادۍ راډېو ترکمني څانګې ته وویل،‌ افغان ځواکونو طالبان له اندخوی څځه پسې واخیستل.

ازادۍ راډېو زیاته کړه چې طالب ځواکونو په وروستیو کې د بلخ ولایت په کلدار او شور تېپه ولسوالیو باندې چې له ازبکستان او تاجکستان سره پولې لري، بریدونه وکړل.

د افغانستان په بېلابېلو برخو کې دغو او نورو بریدونو د چنګاښ په ۸مه د متحده ایالاتو پوځ دې ته مجبور کړ څو خبرداری ورکړي چې که طالبان خپل تاوتریخوالی زیات کړي هوایي بریدونه به پرې وکړي.

د سرحدونو څارنه

ترکمن ژورنالست او د سیاسي چارو پوه دولت میرادوف وویل، ترکمنستان داسې ګامونه اخلي ترڅو خپل سرحدونه او په افغانستان کې خپله پانګونه خوندي کړي.

هغه وویل، «د افغانستان په شمال کې د فعالو افراطي ډلو اورپکو پخوا په وار وار ویلي چې هغوی نه سرحدونه او نه د بل دولت حاکمیت په رسمیت پېژني،»

هغه زیاته کړه، «له ترکمنستان سره په پوله پرتو ولسوالیو کې وروستیو پېښو ... یواځې دا وکړل چې په ترکمنستان کې یې وېرې زیاتې کړې.»

هغه وویل، «په طالبانو باندې بې باوري او وېرې تل موجودې دي.»

ترکمن ولسمشر قربانقلي بیردي محمدوف د چنګاښ په ۲مه د افغانستان له پولې څخه شاوخوا ۶۰ کیلومتره لیرې په کیرکي کې د یوه نړۍ وال هوایي ډګر د پرانستلو په مراسمو کې برخه واخیستله.

د مراسمو په ترڅ کې هغه د ترکمن هوایي ځواک وروستۍ لاسته راوړنه -- چې په ایټالیا کې جوړه الینیا سي - ۲۷ جی اېن جي سپارتان ټرانسپورټي الوتکه ده، معاینه کړه.

میرادوف وویل، دا الوتکه «داسې طرحه شوې چې کولی شي په چټکۍ سره د ترکمن - افغان سرحد له یوې برخې څخه بلې ته عسکر ولېږدوي،» او زیاته یې کړه چې هوایي ځواک یې وار له مخه درې نورې دغه ډول الوتکې لري.

ای کی آی پرېس د چنګاښ په ۴مه راپور ورکړ چې ازبکستان هم خپل پوځي چمتووالی غښتلی کوي.

د ای کی آی پرېس د راپور له مخې، د ازبکستان د دفاع وزارت په تاشکند او جنوب - لوېدیځو پوځي حوزو کې د جنګي چمتووالي نه اعلان شوې ارزونې ترسره کوي.

ای کی آی پرېس وویل، له افغانستان سره په سرحد کې په انګرین او ترمذ کې به په روزنیزو مرکزونو کې تکتیکي تمرینات ترسره شي چې تجربې سره تبادله او د پوځي واحدونو فعالیتونه سره همغږي کړای شي.‌

په داسې حال کې چې پوځي شنونکو د طالبانو د یرغلونو کوم حقیقي ګواښ ناشونی بللی، یو احتمالي بشري ناورین لا هم ممکن دی.

د ترکمنستان د دولتي سرحدي خدمتونو د ادارې (جي پي اېس) یوه افسر روزي ګیلدي وویل، «اکثر طالبان بې سواد او په خیالي مذهبي تصورونو کې غرق دي، خو هغوی به دا زړه ونه کړي چې د ترکمنستان په خاوره او ملکیتونو باندې تجاوز وکړي ځکه هغوی پوهېږي چې هره دغه ډول هڅه به زموږ د هېواد د وسله والو ځواکونو له خوا شنډه کړای شي.»

هغه وویل، «موږ تمه نه لرو چې له افغانستان څخه دې د کډوالو او په تېره بیا د ترکمن قوم د وګړو یو غټ بهیر رامات شي ... خو افغان سرحدي ساتونکي او پولیس افسران، چې طالبان به سخته سزا ورکړي، ښایي زموږ په خاوره کې د پناه ترلاسه کولو هڅه وکړي.»

روزي ګیلدي د محلي افغان ګروپونو اغېز، چې له طالبانو سره جنګ کوي، یاد کړ.

هغه د ترکمنستان د جي پي اېس استخباراتي راپورونو په استناد وویل، «په جوزجان ولایت کې، چې د افغان ترکمن وګړو شمېر په کې زیات دی، ځینې کلیوال د ولسي پاڅون د ګروپونو د هڅو له برکته په خپلو سیمو کې دي،»

پوځي حللاره نشته

له دغو تیاریو سره سره، د منځنۍ اسیا مشران په سرحد کې د هر ډول پوځي عمل مخالف دي.‌

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف وویل، د افغانستان شخړه پوځي حللاره نه لري، او ټینګار یې وکړ چې طالبان باید له افغان حکومت سره خبرو ته کېني.‌

هغه د دا امریکا او نړۍ ده پروګرام کې له ډینینس هولي سره په خبرو کې وویل، «دلته په سیمه کې موږ متفاوت نظرونه لرو... موږ باید پوه شو چې د افغانستان شخړه پوځي حللاره نه لري.»

کاملوف په خپله مرکه کې چې د چنګاښ په ۳مه په یوټیوب خپره شوه، وویل، «دا ضروري ده چې په افغانستان کې د سولې د پروسې په هکله د سیمې او نړۍ په کچه یوه شریکه چلند لاره ولرو.»

په ورته وخت کې، اسیا پلس د چنګاښ په ۳مه د رحمان د رسمي وېب سایټ په استناد راپور ورکړ چې، تاجک ولسمشر امام علي رحمان د چنګاښ په ۲مه د ټیلیفون له لارې له خپلو قزاق او ازبک سیالانو سره خبرې وکړې او د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د وروستیو بدلونونو په هکله سره وغږېدل.‌

رحمان او قزاق ولسمشر کسیم جومارت توکایف ومنله چې، د افغانستان وضعیت د ترینګلتیاوو په زیاتولو کې مرسته کوي او د سیمې امنیت کمزوری کوي.‌

هغوی د خپلو هېوادونو د اړوندو ادارو تر منځ د نږدې همغږۍ دوام او د سولې په بین الافغاني پروسه کې د هر اړخیزې مرستې برابرول ضروري وبلل.‌

په عین ورځ رحمان له ازبک ولسمشر شوکت میرزایویېف سره په افغانستان کې د پوځي او سیاسي وضعیت په هکله خبرې اترې وکړې.‌

هغوی توافق وکړ چې د سولې د بین الافغاني پروسې ملاتړ او په افغانستان کې د سولې او ثبات په رامنځته کولو کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

منځنی اسیا خپل سرحدونه ساتي ,دوی خپلو نظامی تمرینات شروع کړي, جنگ د خلاصون لاره نده , افغانان باید د سیاسی خبرو له لاری یوی نتیجی ته ورسیږی

ځواب ورکړئ