ديپلوماسي

د ترکمن - افغان ګډو پروژو هدف په افغانستان کې د سولې او ثبات پیاوړتیا ده

د جمعه ګلي انایوف راپور

د د وړم کال د کب په ۴ مه په هرات ولایت کې اخیستل شوی یو عکس (له ښي نه چپ ته) د پاکستان د هغه وخت لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي، ولسمشر اشرف غني، ترکمن ولسمشر قربانقلی بیردي محمدوف او د هندوستان د هغه وخت د بهرنیو چارو لپاره د دولت وزیر شري اېم. جی، اکبر په عین ورځ په ترکمنستان کې د تاپي پروژې له پرانستلو څخه وروسته ښيي. [د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ]

د د وړم کال د کب په ۴ مه په هرات ولایت کې اخیستل شوی یو عکس (له ښي نه چپ ته) د پاکستان د هغه وخت لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي، ولسمشر اشرف غني، ترکمن ولسمشر قربانقلی بیردي محمدوف او د هندوستان د هغه وخت د بهرنیو چارو لپاره د دولت وزیر شري اېم. جی، اکبر په عین ورځ په ترکمنستان کې د تاپي پروژې له پرانستلو څخه وروسته ښيي. [د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ]

عشق اباد -- افغان او ترکمن چارواکي وایي چې د ګډو بېخبنایي پروژو تطبیقول په افغانستان کې د سولې او ثبات رامنځته کولو په برخه کې د مرستې کولو لپاره مهم دي.‌

د دواړو هېوادونو هیئتونو، چې سیاستوال، دپلوماتان، د بېلابېلو اقتصادي سکتورونو نظارت کوونکي دولتي مامورین، او د تجارتي شرکتونو مشران په کې وو، د غبرګولي په ۲۵ - ۲۷مه له هرات ولایت څخه د ترکمن چارواکو د وروستۍ کتنې په ترڅ کې د همکارۍ لپاره د لومړیتوبونو په هکله خبرې اترې وکړې.‌

له ترکمن لوري څخه د کتنې یوه برخه وال چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، وویل، په داسې حال کې چې دواړه هېوادونه د انرژۍ، ټرانسپورټ او مخابراتو په برخو کې د ګډو بېخبنایي پروژو په تطبیقولو کې خپلې ګټې لري، لاکن دغه «ګټې په لویه کې سره مطابقت لري».

کتونکي وایی، ترکمنستان چې له افغانستان سره ۷۴۴ کیلومتره اوږده ګډه پوله لري، هیله لري چې خپله برېښنا او طبیعي ګاز د افغانستان له لارې په جنوبي اسیا کې ضرورت لرونکیو مارکېټونو ته ور انتقال کړي او د بهرنیو اسعارو د عوایدو یوه نوې سرچینه ځان ته پرانیزي.

په عشق اباد کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر ایسینمیرات امانوف وویل، «که څه هم چې دا پخپله پای نه دی، د ترکمنستان لپاره دا مهمه ده چې په ګاونډي هېواد کې یې سوله وي، د پولې پورې غاړه وینه تویېدل بند شي او افغانان په سوله کې کار کولو ته مخه کړي.»

امانوف وویل چې د افغانستان اقتصادي بیارغونه به سوله او ارامي رامنځته کړي او په سیمه ییزو پروسو کې د ورګډېدلو فرصت به ورته برابر کړي. نوموړي وویل چې د بېخبنایي پروژو تطبیقول به دغه هېواد ته مهمې اقتصادي لاسته راوړنې ولري.

امانوف زیاته کړه، په ځانګړې توګه د خپلې خاورې له لارې د برېښنا او ګاز له انتقال څخه ترلاسه شوي عواید، نوي کاري فرصتونه او ښه پرمختللی ټرانسپورټي او مخابراتي بېخبنا به دغه وده پیاوړې کړي.

هغه د ترکمنستان له خوا د نویو مارکېټونو لټون ته په اشارې وویل، «عشق اباد د خپلو ستونزو په حلولو سره له افغانانو سره مرسته کوي چې په یوه سوله ییز او ارام چاپېریال کې خپل ژوند جوړ کړي.»

همکاري ښه نتایج رامنځته کوي

برخه والو وویل، د بالقوه اقتصادي عوایدو په پام کې نیولو سره، د افغانستان د برېښنایي بېخبنا انکشاف او ورسره د ترکمنستان له خوا د تأمین شوې برېښنا ډېره اندازه یو له هغو مهمو موضوعاتو څخه وو چې په هرات کې د هیئتونو تر منځ پرې خبرې اترې وشوې.

د ترکمنستان د برېښنا شرکت ترکمن انرژو یوه استازي اکمیرات چې د خپل پوره نامه له ورکولو څخه یې ډډه وکړه، وویل، برخه والو «موافقه وکړه چې زمونږ له سرحد څخه د افغانستان اندخوی ته یو اضافي ټرانسمېشن یا انتقالي لین، او همدارنګه د افغانستان د خمیاب او ګرکین کلیو تر منځ چې د افغانستان ترکمن نژاده ګڼ نفوسه کلي دي، یو لین وغزوي.‌»

ترکمنستان له ډېرو کالو راهیسې افغانستان ته په ښو نرخونو برېښنا ورکوي.‌

د برېښنا په برخه کې همکاري د ګاز د صنعت په نسبت ډېره پراخه ده. د ترکمنستان له هڅو سره سره، د ترکمنستان - افغانستان - پاکستان - هندوستان (تاپي) پلان شوی پایپ لین -- چې د کال ۳۳ میلیارده مکعب متره ګاز ظرفیت لري -- لا هم تر رغونې لاندې دی.

هغه زیاته کړه، «بل لور ته د برېښنا توزیع مخ په زیاتېدلو ده.»

دا وخت، له ترکمنستان څخه افغانستان ته په درې لینونو کې برېښنا رسیږي، کیرکي - امام نظر - اندخوی، سرخت اباد - هرات، او ربات کشان - قلعه نو.

ترکمن سرچینې وویل، په هرات کې د دواړو هېوادونو د انرژۍ شرکتونو یوه هوکړه لاسلیک کړه چې د ۱۳۹۹ له لیندۍ میاشتې څخه ایسته د برېښنا صادرات تمدید کړي.

د تاپي د جوړېدلو هیله

د هیئتونو غړو وویل چې د خبرو اترو لویه موضوع لا هم تاپي وه.

تاپي د ۱۸۴۰ کیلومترو په اوږدوالي غزېږي او د مهالوېش له مخې به هغه د ۲۰۲۰ کال په پيل کې په ترکمنستان کې د ګالکینیش د ګازو له ساحې څخه د طبیعي ګاز پمپ کول پیل کړي. تمه ده چې هغه به په جنوبي اسیا کې د انرژۍ کمی له منځه وېسي او هغو څلورو هېوادونو ته چې ترې تېرېږي به ګټه ورسوي.

د ایران رژیم چې د تاپي سخت مخالف دی ځکه چې هغه له ایران څخه تېرېدونکې سیالې پایپ لین پروژې لپاره یو مستقیم تهدید جوړوي، ډېرې هڅې کړي چې هغه سبوتاژ کړي. په دې هڅو کې په افغانستان کې طالبانو ته د وسلو ورکول هم شامل دي چې په پایپ لین باندې برید وکړي. .

د ترکمني رسنیو راپورونه وایي چې ترکمنستان وار له مخه د تاپي د هغې برخې کار بشپړ کړی چې په دغه هېواد کې تېرېږي. د ۱۳۹۶ د کب په میاشت کې، د افغانستان په برخه باندې کار پیل شو.

یوه افغان چارواکي وویل، په هغو ولسوالیو کې چې برېښنا او مایع ګاز لري «د ژوند شرایط په ښکاره بهتر شوي دي.»

له خصوصي سوداګرۍ سره مرسته کول

ترکمن تجارتي شرکتونه په افغانستان کې د ثبات رامنځته کولو لپاره هلته کارونه ترسره کوي.

برخه والو چې نه یې غوښتل نومونه یې یاد شي، وویل،په هرات کې د هیئتونو استازو د ترکمني مصنوعاتو د صادرولو په هکله خبرې اترې وکړې، او د دې تر څنګ یې د اقینې - اندخوی او تورغونډۍ - هرات د اورګاډي برخې پرانستلې.

د بېلابېلو سرچینو په وینا، په افغانستان کې له ۳.۵ میلیونو څخه تر ۴ میلیونو پورې ترکمنان ژوند کوي. دغه خلک د کندوز، فاریاب، جوزجان او بلخ ولایتونو په ۳۴ ولسوالیو کې خپاره پراته دي، چې له دې جملې څخه ۱۳ ولسوالۍ له ترکمنستان سره پوله لري.

د وخید په نامه یوه ترکمن نژاده کس چې په هرات کې اوسېږي، وویل، «مونږ ډېر خوشحال یو چې رسنۍ زمونږ له تاریخي هېواد څخه د اقتصادي یا بشري مرستو د یوې بلې جوپې په هکله راپور ورکوي، ځکه چې هره مرسته د یوه بهتر ژوند په لور یو ګام دی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500