انرجي

ایران د تاپي پایپ لین د ګډوډولو لپاره نورې هڅې پیل کړي دي

د نجیب الله راپور

تاپي به د ۱۸۴۰ کیلومترو په اوږدوالي وغځېږي او په پام کې ده چې د ۲۰۲۰ کال په لومړیو کې د ترکمنستان له ګلکینیش د ګازو میدان څخه د طبیعي ګازو پمپ کول پیل کړي.‌ ایران د دغې پروژې سخت مخالف دی. [الیستایر همیلټون]

تاپي به د ۱۸۴۰ کیلومترو په اوږدوالي وغځېږي او په پام کې ده چې د ۲۰۲۰ کال په لومړیو کې د ترکمنستان له ګلکینیش د ګازو میدان څخه د طبیعي ګازو پمپ کول پیل کړي.‌ ایران د دغې پروژې سخت مخالف دی. [الیستایر همیلټون]

کابل -- ایران د ترکمنستان - افغانستان - پاکستان - هندوستان (تاپي) د طبیعي ګاز د پایپ لین د سبوتاژ او کمزوري کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي. د پروژې څلورواړه برخه وال د هغې په هکله سره توافق لري او له ډېر وخت یې د تطبیق انتظار کیږي.

د ګازو د پایب لین د دې څو میلیارد ډالري پروژې لپاره د ایران تخریبي پلانونه ډېر پخوا پیل شوي چې په وروستیو میاشتو کې چټک شوي، او د هغې د خرابولو لپاره د سیاست او تاوتریخوالي له لارې هڅې کوي.‌

تاپي به د ۱۸۴۰ کیلومترو په اوږدوالي وغځېږي او په پام کې ده چې د ۲۰۲۰ کال په لومړیو کې د ترکمنستان له ګلکینیش د ګازو میدان څخه د طبیعي ګازو پمپ کول پیل کړي. تمه ده چې هغه په جنوبي اسیا کې د انرژۍ د کمي په له منځه وړلو کې مرسته وکړي او هغو څلورو هېوادونو ته، چې دا پایپ لین په کې تېرېږي، ګټه ور ورسوي.

سبوتاژ او تخریبي پلانونه

د افغانستان د سوداګرۍ پخواني وزیر او د پرمختیایي اقتصاد پوه میر محمد امین فرهنګ وویل، افغان حکومت پلانونه لري چې د تاپي او نورو پروژو له لارې هېواد د سیمې لپاره په یوه اقتصادي او ټرانزیټي مرکز واړوي.‌

یوه نقشه، چې له ترکمنستان څخه د افغانستان او پاکستان له لارې هندوستان ته د تاپي پایپ لین پلان شوې، لاره ښیي. [آی اېس جي آر]

یوه نقشه، چې له ترکمنستان څخه د افغانستان او پاکستان له لارې هندوستان ته د تاپي پایپ لین پلان شوې، لاره ښیي. [آی اېس جي آر]

د هرات والي محمد آصف رحیمي د کب په ۲ مه په هرات ښار کې پخوانیو طالب یاغیانو ته وروسته له هغه ښه راغلاست وایي چې هغوی د تاپي په مراسمو د برید کولو لپاره د ایران حکمونه رد کړل. [آرشیف]

د هرات والي محمد آصف رحیمي د کب په ۲ مه په هرات ښار کې پخوانیو طالب یاغیانو ته وروسته له هغه ښه راغلاست وایي چې هغوی د تاپي په مراسمو د برید کولو لپاره د ایران حکمونه رد کړل. [آرشیف]

د غوایي په ۲ مه، د طالب جنګیالیو یو دویم ګروپ مقاماتو ته تسلیم شو چې د ایران پر ضد یې عین ډول تورونه لګول. [د هرات پولیس].‌

د غوایي په ۲ مه، د طالب جنګیالیو یو دویم ګروپ مقاماتو ته تسلیم شو چې د ایران پر ضد یې عین ډول تورونه لګول. [د هرات پولیس].‌

هغه په تېر وږي کې سلام ټایمز ته وویل، «ایران هېڅکله هم په افغانستان کې د داسې لویو اقتصادي پروګرامونو تطبیق نشي زغملی، له دې امله، په هره ممکنه طریقه - لکه د طالبانو ملاتړ یا په لسګونو نور تخریبي پلانونه - ایران به خپلې ټولې هڅې وکړي چې افغانستان بې ثباته کړي

په تاپي کې د ښکېلو څلورواړو هېوادونو چارواکو په کب کې د پایپ لین د افغانستان د برخې رغونه پرانستله.‌

افغان ولسمشر اشرف غني د کب د ۴ مې په پروګرام کې وویل، «منفي خبرې کېدلې، خو مونږ اوس د تاپي د ګاز پایپ لین جوړېدل په سترګو وینو،»

له دې نه دوه ورځې مخکې، د طالب اورپکو یوه ډله په هرات ولایت کې مقاماتو ته تسلیم شوه، چې ویل یې ایران هغوی ته روزنه او وسلې ورکړل،او لارښوونه یې ورته وکړه چې په مراسمو او پایپ لین برید وکړي.‌

د طالبانو د هغه ۱۰ کسیز ګروپ قوماندان محمد ایوب علیزي سلام ټایمز ته وویل، «ایران مونږ ته پیسې، وسلې او تجهیزات راکړل چې مونږ د افغان امنیتي ځواکونو پر ضد وجنګېږو،»

هغه وویل،‌ «د حقیقت په درک کولو او د تاپي د ملاتړ کولو لپاره، مونږ جنګ پرېښود او تسلیم شو،»

د غوایي په ۲ مه،‌د طالب اورپکو یو دویم ګروپ محلي مقاماتو ته تسلیم شو چې په ایران یې عین ډول تورونه لګول.‌

د ۷ کسیز ګروپ مشر فیروز احمد په هرات کې خبري کانفرانس ته وویل، «ایران زمونږ قوماندانانو ته وسلې او مهمات ورکړل او حکم یې ورته وکړ چې په تاپي برید وکړي او ویجاړ یې کړي،»

هغه وویل، «خو مونږ د هغوی حکمونه ونه منل ځکه چې د تاپي ګټه زمونږ ټول ملت ته رسېږي. پرځای یې، مونږ له امنیتي چارواکو سره ارتباط ونیو او د سولې پروسې سره یوځای شو.»

افغانستان څنګ ته کول

د دغو پلانونو ناکامېدلو د دې مخه نه ده نیولې چې ایران د دې پروژې پر ضد د نورو وسیلو له کارولو څخه لاس واخلي.‌

د ایران د تېلو د ملي شرکت رییس حمید رضا عراقي د غوایي په ۹ مه د افغانستان او د تاپي د نورو غړو تر منځ مداخله وکړه او وړاندیز یې وکړ چې ترکمن ګاز دې له ترکمنستان څخه پاکستان ته د ایران له لارې تېر کړای شي.‌

عراقي د امنیتي وېرو په یادولو او د ترکمنستان د دې هیلې د پوره کېدلو په رابطه، چې په چټکۍ سره ګټه ترلاسه کړي، وویل، «بهترینه ممکنه نتیجه به دا وي چې تاپي کیدا شي په ۱۰ کالو کې جوړه شي؛‌ او دا لا معلومه نه ده چې کوم لوری به د دې پروژې لپاره امنیت او پیسې برابروي،»

د ازادۍ رادېو د راپور له مخې، هغه وویل، «مونږ کولی شو چې په لنډ‌ وخت کې او په ډېر کم قېمت سره د بدل کار وکړو،» خو په دې هکله یې جزیات ورنه کړل چې ایران د څومره ترکمن ګاز بدلولو ته حاضر دی.‌

عراقي د غوايي د ۹ مې په بیانیه کې وویل، «مونږ ترکمنستان ته خپل چمتووالی اعلان کړی، چې مونږ تیار یو چې د هغوی ګاز پاکستان ته صادر کړو، خو له هغوی څخه مو څه ځواب نه دی ترلاسه کړی،» او یاده یې کړه چې دا وړاندیز مخکې شوی وو.‌

ایران له تاپي سره په سیالۍ کې د یوې پروژې د خپلې برخې کار بشپړ کړی چې هدف یې دی څو د ایران د ساحلي ګاز میدانونه له پاکستان او په نهایت کې له هندوستان سره ونښلوي.

پاکستان له ایران څخه د ګازو اخیستل او هغه پروژه رد کړي او له تاپي سره ژمنتیا ته دوام ورکوي.‌

په عین وخت کې،‌په یوه بله پېښه کې، چې هدف یې د تاپي شنډول وو، نامعلومو وسله والو سړیو د غوایي په ۳۱ مه ۵ تنه ماین پاکان، چې د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې یې د تاپي د پایپ لین د جوړونې لپاره له سیمې څخه ماینونه پاکول،‌ وژلي دي.

د کندهار ولایت امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وویل، چې وسله والو سړیو یو تن ماین پاکوونکی تښتولی دی، او هغه یې پړه پر طالبانو ور واچوله.

د کندهار د والي ویاند داود احمدي سلام ټایمز ته وویل، اورپکو ماین پاکوونکی د غبرګولي په ۲ مه وواژه.

هغه وویل، «مونږ نشو کولی چې د ایران د حکومت د لاس لرنې راپورونه رد کړو ځکه چې اوس طالب اورپکي له ایران څخه پیسې ترلاسه کوي چې تاپي ویجاړ کړي او په افغان حکومت باندې فشار واچوي،»

هغه وویل، «افغانستان د پرمختګ په لور روان دی، او ایران نشي کولی چې دا وزغمي. د اوبو مدیریت او دا پایپ لین هغه دوه موضوع ګانې دي چې ایران نشي کولی قبولې یې کړي،»

په افغانستان کې د تاپي لپاره 'ستونزه نشته'

افغان چارواکي د تاپي د جوړونې په برخه کې پرمختګ ته ژمن دي او د هغه په راتلونکې بریا باندې اعتماد لري.

د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي وویل، «عملي کار له قرارداد سره سم روان دی،» له عملي کار څخه د هغه هدف «د محیط ارزونه او د ځمکې استملاک، او همدارنګه تخنیکي ارزونې» وې.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «په افغانستان کې داسې څه ستونزه نشته چې د دې پروژې د بشپړتیا مخه ونیسي،»

په ولسي جرګه کې د لغمان یوې استازې ذيفنون ساپۍ سلام ټایمز ته وویل، «ایران غواړي چې په افغانستان کې د لویو ملي پروژو د تطبیق مخه ونیسي، چې دا هېواد په موجود حالت کې پاتې شي،»

هغې د عراقي وروستیو خبرو ته په اشارې سره وویل، «د تاپي قرارداد لاسلیک شوی دی، او په دې پروژه باندې کار پیل شوی دی. نو د ایران هڅې به بې ګټې پاتې شي،»

په کابل پوهنتون کې یوه اقتصادپوه سیف الدین سیحون وویل، «ترکمنستان د ګازو یوه سیمه ییز صادروونکی دی. د تاپي د سبوتاژ کولو پر ځای، د ایران لپاره دا بهتره ده چې له داسې منفي سیالۍ څخه تېر شي او بله پروژه پیل کړي.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «کله چې ګاونډیان هڅه کوي چې د همکارۍ فرصتونه برابر کړي، ایران باید په افغانستان کې د اقتصادي پروژو د تطبیق د مخنیوي سیالۍ ته لاس وانه چوي،»

افغانان د تاپي ملاتړ کوي

د کندهار، هلمند، نیمروز او هرات ولایتونو، چې دا پایپ لین ترې تېرېږي، اوسېدونکیو له تاپي سره د ملاتړ لپاره ژمنه کړې ده.

د هرات ولایت یوه اوسېدونکي شکېب سیاوش د تاپي د کمزوري کولو په برخه کې د ایران روانو هڅو او تر دې مخکې د سلمابند پروژې د بشپړولو د مخنیوي لپاره د ایران طرحو ته په اشارې سره،سلام ټایمز ته وویل، «له بده مرغه، ایران دا ثابته کړې ده چې هغه یو بد ګاونډي دی،»

د کندهار د ولایتي شورا رییس سیدجان خاکرېزوال سلام ټایمز ته وویل، «دا ښکاره ده چې ایران هڅه کوي چې په افغانستان کې د سترو اقتصادي پروژو د تطبیق مخه ونیسي، خو له دې سره سره، هر څوک د داسې کارونو ملاتړ کوي.»

هغه وویل، ایران په افغانستان کې امنیتي اندېښنې بهانه کوي چې خپل هېواد پاکستان ته د ترکمن ګاز د ترانزیتي لارې په توګه مخکې کړي.‌

هغه وویل، «دا حقیقت دی چې په افغانستان کې شخړې او ناامنۍ شته،‌ خو کله چې خبره د اقتصادي او ملي پروژو د امنیت ډاډمنولو ته راځي، هر څوک به مرسته وکړي، او ان شاءالله، چې د تاپي په لاره کې به هېڅ ستونزه نه وي.»

[له هلمند څخه ضیا ثمر د دې راپور په برخه کې همکاري کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500