ديپلوماسي

ترکمنستان او افغانستان د انرژۍ د پروژو په هکله خبرې ګړندۍ کړې

د جمعه ګلي انایېف راپور

چارواکي او ترکمن دودیز نڅاګر د ۱۳۹۵ د لیندۍ په ۸مه، په داسې حال کې چې له افغانستان سره د ۲ میلیارد ډالرو په قېمت جوړې شوې رېللارې د لومړۍ برخې د پرانستې په مناسبت ترتیب شویو مراسمو په ترڅ کې د افغانستان اقینې ته تلونکي یوه بار وړونکي اورګاډي ته ګوري، په ترکمنستان کې د امام نظر په ګمرک کې راټول شوي دي. [ایګور ساسین/ای اېف پي]

چارواکي او ترکمن دودیز نڅاګر د ۱۳۹۵ د لیندۍ په ۸مه، په داسې حال کې چې له افغانستان سره د ۲ میلیارد ډالرو په قېمت جوړې شوې رېللارې د لومړۍ برخې د پرانستې په مناسبت ترتیب شویو مراسمو په ترڅ کې د افغانستان اقینې ته تلونکي یوه بار وړونکي اورګاډي ته ګوري، په ترکمنستان کې د امام نظر په ګمرک کې راټول شوي دي. [ایګور ساسین/ای اېف پي]

عشق اباد -- ترکمنستان خپلو هڅو ته دوام ورکوي چې په افغانستان کې د بېخبنا د پروژو ملاتړ وکړي او د هغو امنیت تضمین کړي.

کتونکي وایي،‌ د کب په لومړیو کې د ترکمن چارواکو او د افغانستان د بېلابېلو اقشارو د سیاسي فعالانو او ګروپونو تر منځ کتنې او خبرې د ترکمنستان - افغانستان تر منځ په ډېرېدونکیو اړیکو کې د عشق اباد مخ پر ودې رول په ګوته کوي.‌

د کب په ۴مه ترکمن چارواکو د افغانستان د ملي اسلامي جنبش مشر او د ولسمشر پخواني لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم سره وکتل. دغه خبرې د سلواغې د ۱۸مې هغه کانفرانس پسې وروسته وشوې چې د ترکمن چارواکو او افغان طالبانو د هیئت تر منځ ترسره شو.

د کب په میاشت کې د ترسره شویو مذاکراتو هدف دا وو چې د ترکمنستان - افغانستان - پاکستان - هندوستان (تاپي) د طبیعي ګازو پایپ لین، د ترکمنستان - افغانستان - پاکستان (تاپ) د برېښنا لین، د نوري فایبر د مخابراتي لین، او له ترکمنستان څخه افغانستان ته د نویو رېللارو په څېر ګډې پروژې پیاوړې کړای شي.

تاپي پایپ لین به په ترکمنستان کې د ګالکینیش په نامه د ګازو له زېرمې څخه د ۱۸۴۰ کیلومترو په اوږدوالي هندوستان ته وغزېږي. د ایران رژيم په کلکه د دغې پروژې مخالفت کوي. [الیستایر همیلټن]‌

تاپي پایپ لین به په ترکمنستان کې د ګالکینیش په نامه د ګازو له زېرمې څخه د ۱۸۴۰ کیلومترو په اوږدوالي هندوستان ته وغزېږي. د ایران رژيم په کلکه د دغې پروژې مخالفت کوي. [الیستایر همیلټن]‌

په عشق اباد کې د لوړې کچې کتنې

یوه ترکمن دیپلومات سردار ډ. چې نه یې غوښتل پوره نوم یې یاد شي، وویل، د تېرې میاشتې په ترڅ کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو د وزیر رشید میریدوف هڅو مرسته وکړه چې د سولې د بین الافغاني خبرو د ترسره کولو، په هېواد کې د سولې د رامنځته کولو او په سیمه ییز اقتصاد کې د افغانستان د ورګډولو لپاره د یوه خوندي چاپېریال رامنځته کولو په څېر مهمو مسایلو په هکله د ټولو اړوندو افغان فعالانو او ګوندونو په موقفونو باندې رڼا واچول شي.

هغه زیاته کړه، «د ترکمنستان لپاره دا مهمه وه چې دوستم د ټولو هغو پروژو د چټک تطبیق له روانو ګډو هڅو څخه ملاتړ څرګند کړ چې ترکمنستان یې پیلوي.»

سردار ډ. چې په عشق اباد کې یې د ترکمن - افغان د وروستیو خبرو په ټولو مرحلو کې برخه لرله، وویل، دغو پروژو د کابل، او د طالبانو تحریک د هغو مشرانو چې د سلواغې په ۱۸مه یې له ترکمن چارواکو سره خبرې وکړې، ملاتړ او امنیتي ضمانتونه ترلاسه کړل.‌

د ترکمنستان د بهرنیو چارو د وزارت په یوه اعلامیه کې چې د میریدوف - طالبانو د خبرو په هکله خپره شوه راغلي، طالبان هغې مرستې ته چې ترکمنستان یې له افغانستان سره کوي ډېر ارزښت ورکوي.

د طالبانو استازي محمد شاهین وویل، «دغه مرسته د یوه بې طرفه، مسلمان او ګاونډي دولت له خوا کیږي.»

په طالبانو باندې باید باور ونشي

ځایي کتونکي وایي، د طالبانو له خوا د ملاتړ، امنیتي تضمینونو او اطمینانونو له وعدو سره سره، ترکمنستان «اوس هم هغوی ته د شک په سترګه ګوري چې بې اعتمادۍ ته نږدې دی.»

سردار ډ. وویل، د دې موقف د شاهد په توګه، ترکمن ولسمشر قربانقلي بیردي محمدوف په عشق اباد کې د طالبانو د هیئت د شتون پر وخت له هغوی سره ټول شخصي تماسونه منع کړل.

هغه وویل، «دا د پام وړ خبره ده او ډېر څه ښیي.»

سردار ډ. وویل، تجربو ښودلې چې د طالبانو ضمانتونه څومره ارزښت لري.‌تېر کال له متحده ایالاتو سره د سولې د هوکړې له لاسلیکولو سره سره، هغوی تر اوسه پورې هم تاوتریخوالی نه دی پرېښی او له القاعدې سره اړیکې ساتي.

هغه وویل، «دا ښکاره خبره ده چې طالبان له متحده ایالاتو سره خپلې ژمنې نه پوره کوي، او دا کار د ترکمنستان مشران دې ته اړ باسي ترڅو څه ناڅه محتاط واوسي.»

نور کتونکي په دې نظر دي چې د طالب اورپکو په هکله وړاندوینه نشي کېدلی.

په ماري ولایت کې د ترکمنستان د انرژۍ وزارت یوه چارواکي ایدوګدي بیراموف وویل، په هغو ولسوالیو کې چې طالبان یې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې کنټرولوي، هغوی د ترکمنستان وارداتي برېښنا استعمالوي، له محلي خلکو څخه تادیات ټولوي خو ترکمنستان ته یې نه ورکوي، او دا کار د افغانستان حکومت ته پرېږدي.

هغه زیاته کړه، «دا ناشونې ده چې له طالب اورپکو سره د تادیاتو په هکله توافق وشي.»

لکه څنګه چې افغان ژورنالست احمد دراني وایي، نور په دې باور دي چې طالبان د نورو لوریو غوښتنې ترسره کوي. هغه د سلواغې په میاشت کې له دویچه ویلي سره په خبرو کې وویل، طالبان د پاکستان د استخباراتو تر فشار لاندې د تاپي پایپ لین په هکله خبرو اترو کې برخه اخلي.‌

دراني وویل، «طالبان خپلواک نه دي.»

د پانګونې لپاره امنیت مهم دی

لومړی ترکمنستان، افغانستان، هندوستان او پاکستان په ۱۳۷۰مو کالونو کې د تاپي پایپ لین د غځولو نظر مطرح کړ چې په کال کې به ۳۳ میلیارد مکعب ګاز لېږدوي.

د پایپ لین د هغې برخې د جوړېدلو کار، چې په ترکمنستان کې تېرېږي او ۲۴۴ کیلومتره اوږده ده، د ۱۳۹۴ د لیندۍ په میاشت کې پیل شو،‌ او د پایپ لین د هغې برخې چې په افغانستان کې تېرېږي او ۷۷۴ کیلومتره اوږدوالی لري، په مسیر له ماینونو څخه د ځمکې د پاکولو کار د ۱۳۹۶ په سلواغه کې پیل شو.‌

پاکستان تر اوسه پورې هم د پایپ لین په خپله برخه چې ۸۲۶ کیلومتره اوږدوالی لري کار نه دی پیل کړی، ځکه دغه هېواد له ترکمنستان سر د تاپي ګاز د قېمت په سر توافق ته نه دی رسېدلی او نه یې د پایپ لین لپاره امنیتي تضمینونه ورکړي دي.

ډېر ترکمن کتونکي مني چې د امنیت او پانګونې نشتوالي د پلان شویو پروژو د اجرأ کولو په لاره کې یو خنډ دی.

هغوی وایي، کله چې ټول لوري خپل ملاتړ اعلان او امنیتي تضمینونه وړاندې کړي، احتمالي پانګونکي کولی شي چې ډېر نور انتخابونه رامخې ته کړي.

د ترکمن ګاز په نامه د طبیعي ګازو تولیدونکي دولتي شرکت یوه چارواکي روشن خلیوف وویل، «ډېر برخه وال به راشي چې په تاپي یا تاپ کې پانګونه وکړي او په دغو هیله بښونکیو او بې له شکه ګټورو معاملو کې به برخه واخلي.»

یو بې ساري فرصت

عشق اباد وایي، د انرژۍ، ټرانسپورټ او مخابراتو د ټولو اعلان شویو پروژو تطبیق به په زرګونو افغانانو ته فرصت په لاس ورکړي چې خپله عایداتي سرچینه بدله او یو نوی ژوند پیل کړي.‌

دپلومات سردار ډ. وویل، دا چې اوس چارې ولاړې دي، ډېر عادي افغانان اړ کیږي ترڅو له وسله والو افراطي یا جنایتکارو ډلو سره یوځای شي، یا نشه ییز توکي تولید او توزیع کړي، ځکه چې هغوی د سوله ییز، رغونکي کار په بڼه نور بدیلونه نه لري.

بیراموف وویل، «که هر هغه څه چې اوس پرې په ناستو او خبرو کې بحثونه کیږي جوړ شي، ژر به په افغانستان کې له جنګ او بې ثباتۍ څخه د ستړو شویو افغانانو لپاره په زرګونو نوي کارونه رامنځته شي.»

شنونکي وایي، که پلانونه بریالي شي افغانستان به د نویو کاري فرصتونو، طبیعي ګازو، برېښنا، او د مسافر وړونکیو او بار وړونکیو ټرانسپورټ په ترلاسه کولو سربېره د سولې او اقتصادي پرمختګ یو بې ساری فرصت ترلاسه کړي.‌

سردار ډ. وویل، «که افغانستان ارام وي او ثبات ولري، ټوله سیمه به ورسره ارامه او د ثبات خاونده شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د منځنۍ اسیا ټولو هېوادونو تل د افغانستان په رابطه ښه نیتونه لرلي، له افغانستان سره یې په اقتصادي وده کې مرسته کړې او د افغانستان ستونزه یې هواره کړې ده.‌ له منځنۍ اسیا څخه په اسانۍ سره هېواد ته انرژي، غنم، تېل، اوړه او داسې نور راواردېږي.‌ هغوی نه زمونږ سوداګرو ته ستونزې جوړوي او نه د سوداګرو لارۍ ودروي. د دغو هېوادونو دوستي ریښتنې ده، خو پاکستان او ایران تل زمونږ خلکو ته زیانونه رسولي دي.‌ زمونږ په هېواد کې په مداخلې او د نظام په ننګولو سربېره، هغوی تل زمونږ د سوداګرو لپاره د توکو په لېږدولو کې ستونزې جوړې کړي او ځینې وختونه یې د هغوی لارۍ درولي او مشکلات یې ورته جوړ کړي دي.‌ هره میاشت د افغان سوداګرو په زرونو ټنه خوراکي توکي، لکه غوښه، مېوه او ترکاري ورستیږي او زمونږ سوداګرو ته په میلیونونو ډالر تاوان ور رسیږي، ځکه چې د پاکستان حکومت د هغوی لارۍ دروي، نو د افغان حکومت لپاره دا بهتره ده چې له پاکستان او ایران سره د سوداګریزو اړیکو پرځای، د منځنۍ اسیا هېوادونو لکه تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او قزاقستان سره سوداګریزې اړیکې جوړې کړي. د منځنۍ اسیا هېوادونو سره د افغانستان اقتصادي اړیکې له پاکستان او ایران سره له اړیکو څخه ډېرې غوره دي.‌

ځواب ورکړئ

زمونږ سیمه اصلا د پاکستان په نامه د انګرېزانو غولو مرداره کړې ده. که دا د انګریزانو د سوټو ډېران نه وای، په سیمه کې ترهګري او افراطیت نه رامنځته کېده ځکه ټول وحشت او افراطیت د همدوی په مدرسو کې چې د انګریز د نایب پوځ او استخباراتو له خوا رهبري او حمایه کیږي، روزل کیږي او سیمه یې چټله کړې ده. یعنې که د پاکستان په نامه ملک نه وای افغانستان کولی شوای چې راسا له هندوستان سره رابطه جوړه کړي، تجارت او صنعت او پرمختیایي همکارۍ یو له بل سره وکړي.

ځواب ورکړئ