سوداګري

ټاپي د یوې جنګ ځپلې سیمې له پاره هم ګټې اوهم خطرونه لري.

جمعه ګلي انایېف

د ټاپي د تر جوړونې لاندې پروژې د ګازو د پایپ لاین نلونه په می کې د ماري ولایت په یولوټین ولسوالۍ کې لیدل کیږي. [عکس جمعه ګلي انایېف ترلاسه کړی دی]

د ټاپي د تر جوړونې لاندې پروژې د ګازو د پایپ لاین نلونه په می کې د ماري ولایت په یولوټین ولسوالۍ کې لیدل کیږي. [عکس جمعه ګلي انایېف ترلاسه کړی دی]

عشق اباد -- د مرکزي او جنوبي اسیا مشران یو ځل بیا د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان (ټاپي) د طبیعي ګاز د پایپ لاین په هکله خبرې کوي.

د پایپ لاین د جوړونې چارې په تېر ډسمبرکې د ترکمنستان په ماري ولایت کې د پرانستې په مراسمو کې پیل شوې. د ټولو څلورواړو هېوادونو لوړ پوړو چارواکو په دغو مراسمو کې برخه لرله.

تمه ده چې دغه پایپ لاین په ۲۰۱۹ کال کې یادو درې هېوادونو ته د ترکمنستان د ګازو رسول پیل کړي.

د التین اسیر تلویزیون د راپور په اساس، د پایپ لاین په اړه د می په ۲۰مه هغه وخت بیا بحث راپورته شو چې د پاکستان لومړي وزیر میا محمد نواز شریف په عشق اباد کې د ترکمنستان ولسمشرقربانقلي بیردي محمدوف سره ولیدل او «د انرژۍ په برخه کې په همکارۍ کې یې د پاکستان ژوره علاقه مندي» وښودله.

د ټاپي په هکله د می په ۲۹مه یوځل بیا هغه وخت یاده وشوه چې په ترکمنستان کې د پاکستان په دویم ځل ټاکل شوي سفیرعبدالمالک خپل باورلیک بردي محمدوف ته وړاندې کړ.

د ترکمنستان دولتي خبري اژانس راپور ورکړ چې، مالک وویل چې دغه پایپ لاین به «د سیمې د سولې او ثبات په برخه کې ډیر ګټور» تمام شي.

د لویو ګټو تمه کیږي

د ترکمنستان د تیلو او ګازو د شرکت (Turkmenneftegazstroi) یوه ویاند اووېز ګیلدي چاري یېف سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل چې ټاپي پایپ لاین چې ۱۷۳۵کیلومتره اوږد غزېږي به له بشپړیدلو څخه وروسته ټولو څلورو ښکیلو هیوادونو ته ډیرې ګټې ورسوي.

چاري یېف وویل چې، ترکمنستان غواړي چې د خپلو خرڅلاو لارو او مشتریانو... په برخه کې تنوع رامنځته کړي او د بهرنیو اسعارو د ثابت جریان رامنځته کولو ته لاره هواره کړي.

اوس مهال، ترکمنستان پراخ طبیعي ګاز لري خو د صادراتو لارې یې محدودې دي، او د پخواني شوروي پایپ لاین سیستم او د جغرافیايي محدودیتونو له امله راګیر دی.

چاري یېف وايي، کله چې د ګازو جریان پیل شي، پاکستان، هندوستان او په ځانګړي ډول افغانستان به له دغو ګازو څخه پراخه ګټه واخلي.

له پاکستان او هندوستان دواړو سره چې له لسیزو راهیسې یې د انرژۍ د مزمن کمښت پر وړاندې هلې ځلې کړي، داسې تړون شوی دی چې له دغې لارې به هره ورځ هر یو ۳۸ میلیون مکعب متره ګاز ترلاسه کوي.

له همدغه تړون سره سم به افغانستان چې د ټرانزیټ مهم هیواد دی هره ورځ ۱۴ میلیون مکعب متره ګاز ترلاسه کوي.

د هایدروکاربن سرچینو د مدیریت او استعمال په برخه کې د ترکمنستان د دولتي سازمان یوه چارواکي چې خپل نوم یې یوازې پیرخت وښود، سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل چې د طبیعي ګازو تر څنګ به افغانستان له دغې پروژې څخه هر کال ۱ میلیارد ډالر (۶۹.۴ میلیارده افغانۍ) د ټرانزیټ د فیس په توګه ترلاسه کوي او افغانانو ته به ۱۲۰۰۰ کاري فرصتونه برابر شي.

کېدی شي چې دغه پیسې او کاري فرصتونه د داسې یوه هېواد له پاره چې فقر او شاوخوا ۳۰ کاله دوامدارجنګ ځپلی دی ډیرې حیاتي وي.

ټولو هغو چارواکو چې سنټرل ایشیا آنلاین ورسره خبرې وکړې د افغانستان له پاره سوله او ثبات لومړنۍ ګټه وبلله چې د دغه پایپ لاین له لارې ترلاسه کیدلی شي.

افغانستان له ننګونو ډکه سیمه

په دې کې سوال نه پیدا کیږي چې آیا ترکمنستان به وکولی شي چې دغه پایپ لاین ته کافي اندازه ګاز برابر کړي، ځکه چې دغه هېواد د ځینې څېړنو په اساس د نړۍ په کچه څلورم لوی د ګازو ذخیرې لرونکی هېواد دی.

خو دا پلانونه چې پایپ لاین په افغانستان کې د هرات او کندهار ولایتونو له لارې تېرېږي چې طالبان په کې ډیر فعال دي یوه ننګونه رامنځته کوي.

د ترکمنستان د ګازو د دولتي انحصاري شرکت د ګازو د ټرانسپورټ د څانګې، ترکمن ټرانس ګاز، مشرمبصر انامیرات خلیلوف سنټرل اشیا آنلاین ته وویل، «تر څو پورې چې د افغانستان په څیر له اوږدې مودې راهیسې په جنګ ځپلي هیواد کې بشپړه او دوامداره سوله رامنځته نشي، د ټاپي په اړه ټول بحثونه او د هغې بشپړول به یوازې خبرې پاتې وي.»

خلیلوف وايي، مونږ پوهیږو چې... [ترهګرې] ډلې د اورګاډي لیکې، د برښنا مزي، د طبیعي ګاز پایپ لاینونه او نور تاسیسات الوځوي.

چې په نتیجه کې افغانستان ډېرڅه له لاسه ورکولی شي.

د راپورونو په اساس، چارواکي د ازبکستان یا حتی د قزاقستان له لارې د پایپ لاین په نوې لارې باندې فکر کوي.

خو که د جوړونې چارې له پلان سره سمې پر مخ لاړې شي، ۷۷۳ کیلومتره پایپ لاین به د افغانستان له خاورې څخه تېر شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500