اقتصاد

د هرات د رېللارې پروژه به افغانستان له نړۍ والو مارکېټونو سره ونښلوي

د عمر راپور

افغان حکومت د لیندۍ په ۲۰مه په هغې ۸۴ کیلومتره اوږده رېللاره باندې تعمیراتي کار پیل کړ چې په غوریان ولسوالۍ کې د روزنک سیمه به د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې له صنعتي پارک سره ونښلوي. [عمر]

هرات -- چارواکي وایي، په بېخبناوو باندې د طالبانو له بریدونو او د کووېډ-۱۹ له امله د رامنځته شوي اقتصادي بحران سره سره، افغان حکومت د رېللارې په یوه تاریخي پروژه باندې کار پیل کړی دی.

دغه رېللاره به ۸۴ کیلومتره اوږده وي او د غوریان ولسوالۍ له روزنک سیمې څخه د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې صنعتي پارک پورې به وغزېږي.

چارواکي وایي، ۹۵ کیلومتره اوږده رېللاره وار له مخه روزنک د ایران له خاف سره نښلوي. د خاف - هرات شبکه به وروسته د منځنۍ آسیا او د چین د رېل له شبکو سره ونښلول شي.

چارواکو وویل، یو ځل چې بشپړه شي، دغه رېللاره به مرسته وکړي ترڅو په کال کې شپږ میلیونه ټنه توکي او یو میلیون مسافر ولېږدوي او افغانستان به له اروپایي مارکېټونو سره ونښلوي.‌

image

د لیندۍ په ۲۰مه په هغې ۸۴ کیلومتره اوږده رېللاره باندې تعمیراتي کار پیل شو چې په غوریان ولسوالۍ کې د روزنک سیمه د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې له صنعتي پارک سره نښلوي. [عمر]

image

یو سړی د لیندۍ په ۲۰مه د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې د هغه لومړني کارګو اورګاډي مخې ته د عکس اخیستنې لپاره ولاړ دی چې د خاف - هرات تر منځ په جوړه شوې رېللاره باندې تګ راتګ کوي.‌ چارواکو په یاده ورځ‌ دغه رېللاره پرانستله. اورګاډی له ایران څخه راورسېد. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

ولسمشر اشرف غني د لیندۍ په ۲۰مه د ویډیو لېنک له لارې د دغې پروژې د پرانستې مراسمو ته وینا وکړه، او دا کار یې «د اقتصادي بیارغونې او پرمختګ لپاره د یوه مهم ګام» په توګه وستایه.‌

هغه وویل، د رېللارې جوړول یو تاریخي پرمختګ دی چې افغانستان به له نړۍ والو مارکېټونه سره ونښلوي.

د رېللارې پاتې رغونه به په دوو پړاونو کې ترسره شي. لومړی پړاو چې ټوله ۴۳ کیلومتره اوږده فاصله احتوا کوي پیل شوی دی او د ۴.۳ میلیاردو افغانیو (۵۵ میلیونو ډالرو) په قېمت به چې د حکومت له بودجې څخه ورکول کیږي، د ۹ میاشتو په موده کې تطبیق شي.

په دویم پړاو باندې به کار د ۱۴۰۰ کال د وري په میاشت کې پیل شي.

غني وویل، د آسیا پرمختیایي بانک د منځنۍ آسیا د سیمه ییزې اقتصادي همکارۍ هېوادونو کې چې افغانستان هم په کې شامل دی، د ۱۳۹۶ او ۱۴۲۹ کالونو تر منځ د هغوی د پانګونې پراخ پوتنشیل ته په پام سره، د رېللارو یو باوري تحلیل ترسره کړی دی.

هغه وویل، د دغې څېړنې په اساس، افغانستان اړتیا لري چې ۲۴۴۰ کیلومتره رېللاره جوړه کړي، او د ۱۲۹۵ کیلومتره اوږدې رېللارې د جوړونې ابتدایي تخمین له ۱۷۲ میلیاردو افغانیو (۲.۲ میلیاردو ډالرو) څخه زیات دی.

غني وویل، «له نېکه مرغه چې موږ اوس د حیرتان - مزارشریف رېللارې په ګډون د افغانستان د نورو برخو سربېره په هرات کې هم د یوې رېللارې جوړښت وینو. د حیرتان - مزارشریف رېللاره بشپړه شوې او د اقینې - اندخوی رېللاره بشپړېدلو ته نږدې شوې ده. د هېواد په نورو برخو کې به هم رېللارې جوړې کړای شي.»

د حیرتان - مزارشریف رېللاره ازبکستان جوړه کړه، په داسې حال کې چې ترکمنستان د اقینې - اندخوی رېللاره جوړوي.

هغه د منځنۍ آسیا - جنوبي آسیا د انتقال او سوداګرۍ پروژې، او د ترکمنستان - افغانستان - پاکستان - هندوستان د طبیعي ګازو پایپ لین، او د ترکمنستان، افغانستان او پاکستان د برېښنا پروژې ته په اشارې سره وویل، «کاسا - ۱۰۰۰، تاپي او تاپ د سترو سیمه ییزو اقتصادی پروژو په ډله کې دي او زموږ هېواد به د انرژۍ د تولید او د پایښت وړ انرژۍ د صدور په یوه مرکز باندې بدل شي.»

کاسا - ۱۰۰۰ یوه ۱.۲ میلیارد ډالري پروژه ده چې کار پرې روان دی. د دغې پروژې له لارې به له قرغزستان او تاجکستان څخه اضافي اوبیزه برېښنا افغانستان او پاکستان ته صادره شي.‌

تمه ده چې د تاپي تر رغونې لاندې پایپ لاین چې د ترانس - افغانستان پایپ لاین په نامه هم یادیږي، مرسته وکړي چې په جنوبي آسیا کې د انرژۍ تشې ډکې کړي او د هغو هېوادونو لپاره چې دغه پایپ لاین ترې تېرېږي عواید رامنځته کړي.

چارواکي وایي، د ترکمنستان، افغانستان او پاکستان (تاپ) پروژه به په بشپړېدلو سره، له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې ۵۰۰ کیلوواټه برېښنا پاکستان ته انتقال کړي او د تاپي پایپ لاین تر څنګ به دا هم تېره شي.

غني وویل،‌«موږ تمه لرو چې افغانستان به وکولی شي چې د ورېښمو د لارې په اوږدو کې خپل مرکزي موقعیت بیاپرځای کړي او د سوداګرۍ د پراختیا، پانګونې او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې به د حکومتونو تر منځ یو قوي باور ترلاسه کړي.»

پرمختګ ته ژمنتیا

افغان حکومت ژمنه کړې چې د وګړو د ژوند او د سوداګریزو فعالیتونو د ودې لپاره د اقتصادي پرمختګ، ټرانسپورټ او د بېخبنا پروژو ته اولویت ورکړي.

د افغانستان د رېللارې د ادارې عمومي رییس محمد یما شمس د لیندۍ په ۲۰مه په غوریان ولسوالۍ کې د رېللارې د پروژې د پرانستلو په ترڅ کې خبریالانو ته وویل، مقامات هوډ لري چې د رېللارې پروژې په ټاکلي وخت بشپړې کړي.

هغه وویل، «له نړۍ والو مارکېټونو سره د هرات ولایت د صنعتي پارک نښلول به د وارداتو او صادراتو لپاره ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي. دا ډېر زیات ارزان پرېوځي چې د سړک په نسبت په رېللاره باندې سوداګریز توکي ولېږدول شي، او له دې لارې منزل ته هم ژر رسیږي.»

هغه وویل، «هغه بله پروژه چې د افغانستان د رېللارې اداره غواړي په هرات ولایت کې یې تطبیق کړي دا ده چې په رباط ولسوالۍ کې تورغونډۍ له صنعتي پارک سره ونښلوي. دغه رېللاره به هم په مزارشریف کې له موجودې رېللارې سره ونښلول شي، چې په دې توګه به لوېدیځه سیمه د منځنۍ آسیا له مارکېټونو سره ونښلول شي.»

د هرات والي سید وحید قتالي د لیندۍ په ۲۰مه وویل، که څه هم چې افغان حکومت له اقتصادي ننګونو او د اورپکۍ له امله رامنځته شوي جنګ سره مخامخ دی، لاکن هغه ژمن دی چې د بېخبنا مهمې پروژې تطبیق کړي.

هغه وویل، «د افغانستان په حکومت کې د بودجې له کموالي سره سره، موږ په هرات ولایت کې د رېللارو لپاره ډیره بودجه تخصیص کړې ده.»

قتالي وویل، د بېخبنا دغه پروژه د افغانستان د بیارغونې، پرمختګ او ښېرازۍ په هکله د افغان حکومت ارادې ښیي.

هغه وویل، «افغانستان له جنګ، جدي ستونزو او ګډوډۍ سره مخامخ دی، لاکن موږ نشو کولی چې انتظار وباسو او خپل کار تر هغه وخته پورې وځنډوو څو دغه ستونزې حل شي. سره له دې چې د سولې د خبرو له جریان سره سره جنګ هم روان دی، موږ د بیارغونې کار ته دوام ورکوو.»

د سولې لپاره پرمختګ

د هرات ولایت اوسېدونکي وایي هغوی هیله من دي چې د رېللارې پروژه به یوې سوله ییزې او ښېرازه راتلونکې ته لاره جوړه کړي.‌

هغوی وایي، که جنګ ودرېږي او طالبان سوله وکړي، هغه سرچینې چې اوس په جنګ باندې لګول کیږي په داسې پرمختایي او بېخبنایي پروژو باندې ولګول شي چې د افغانستان د ښېرازۍ او پرځان بسیاینې په برخه کې به مرسته وکړي.

د هرات ښار یوه اوسېدونکي فرید احمد نظري وویل، «رېللارې او پخې لویې لارې په هر هېواد کې د اقتصاد د ملا تیر جوړوي.»

هغه وویل، «افغانستان یو په وچه کې ایسار هېواد دی چې د توکو د لېږدونې لپاره رېللارو ته اړتیا لري. رېللاره به مرسته وکړي چې افغانستان د ګاونډیو هېوادونو له لارې له نړۍ والو اوبو سره وصل شي.»

د هرات ښار یوه اوسېدونکي نعمت الله واحدي وویل، «زه په طالبانو باندې غږ کوم چې د رېللارې په پروژو باندې له بریدونو څخه ډډه وکړي او پرې دې ږدی چې دغه ملي او مهمې پروژې تطبیق کړای شي.»

هغه وویل، د بېخبنا د هغو پروژو افتتاح چې د افغانستان پرمختګ تضمینوي د یوې ښې راتلونکي لپاره تازه هیله ورکوي‌.‌

واحدي وویل، که جګړه نه وي، ډېرې پرمختیایي پروژې به پیل شي، چې د بې کاره او ځوانو لوستو افغانانو لپاره به په زرګونه کاري فرصتونه برابر کړي او ځوان وظیفه لټوونکي به نور دې ته اړتیا ونه لري چې ځانونه په خطر کې واچوي او ګاونډیو هېوادونو ته لاړ شي.‌

د هرات د سوداګرۍ او صنایعو د خونې رییس یونس قاضي زاده وویل، رېللاره به خصوصي سکتور ته د صادراتو او وارداتو لپاره ګټورې اسانتیاوې برابرې کړي.

هغه وویل، «رېللاره به د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد د لګښتونو په کمولو کې مرسته وکړي... چې دا به مشتریانو ته اجازه ورکړي چې په ارزانو قېمتونو د اړتیاوړ توکي واخلي. د رېللارې په څېر د بېخبنا پروژې مستقیما عادي افغانانو ته ګټه ور رسوي.»

قاضي زاده وویل، «موږ کولی شو چې د خپلو کورنیو تولیداتو غټه برخه د رېللارې د شبکو له لارې په لږو لګښتونو نړۍ والو مارکېټونو ته ورسوو.»

هغه وویل، «په غوریان ولسوالۍ کې د رېللارې په پروژه باندې د کار پیل او د هرات صنعتي ښارګوټي ته د رېللارې تمدید ډېر مهم دي. زه هیله لرم چې د رېللارې په پروژه باندې کار ژر تر ژره بشپړ شي.»

د هرات د کانونو او صنایعو د خونې رییس حمیدالله خادم وویل، د هرات صنعتي ښارګوټی د صدور لپاره ډېر تولیدات لري، او یو ځل چې رېللاره جوړه شي او کار پیل کړي، دغه تولیدات به نړۍ والو مارکېټونو ته ورسیږي او د صادراتو په زیاتېدلو سره به د افغانستان اقتصاد وغوړېږي.‌

هغه وویل، «د هرات په صنعتي ښارګوټي کې یو شمېر فابریکې د بېلابېلو هېوادونو لپاره تولیدات جوړوي. دغه فابریکې تار، مالوچ، سرمېزي ګانې جوړوي چې ډېرې یې کاناډا ته صادرېږي، د زراعتي محصولات او مرمر جوړوي.»

خادم وویل،‌تازه او وچه مېوه د افغاني صادراتو یوه غټه برخه جوړوي چې کېدی شي د رېللارو له لارې په لږ وخت کې نړۍ والو مارکېټونو ته ورسیږي، او نور به په سرحدي سیمو کې نه وراسته کیږي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

رېللارې باید یوازې له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان په سرحدونو کې جوړې نشي. د هیواد ټول ولایتونه باید یو له بل سره په رېللارو وتړل شي، او ټول اساسي توکي، خواړه، جامې او نور د ژوند ضروري توکي باید په اورګاډو کې انتقال کړای شي. دا د نړۍ په ټولو هېوادونو کې عادي کار دی، البته، په افغانستان کې د ضروري موادو ټول انتقالات په لویو لاریو کې کېږي چې زمونږ سرکونه پرې ژر خرابیږي، ځکه چې سرکونه د زیات وزن زور نه لري، او کله چې د ژوند اساسي مواد په موټرو کې انتقال کړای شي، په هغو باندې ډېر لګښت راځي او د افغانستان غریب خلک یې لګښت ورکوي، ځکه چې کرایې لوړې دي، او حکومت او طالبان دواړه مالیات اخلي. خلک مجبوریږي چې ډېر ارزان شی په ډېر لوړ قیمت واخلي. کله چې اساسي توکي د اورګاډو په وسیله انتقال کړای شي، د سوداګرو لپاره ارزان پرېوځي او هغوی مواد په بازار کې ارزان پلوري او عام خلک یې هم ارزان ترلاسه کوي.

ځواب ورکړئ

د راپور موضوع ښکلې ده او د خوښۍ زېری دی. خدای دې وکړي چې د افغانستان ټول ولایتي مرکزونه ژر په خپلو کې او افغانستان له نړۍ والو مارکېټونو سره د رېل په کرښه ونښلي.

ځواب ورکړئ