کډوالان

افغانانو له کډوالو سره د وحشیانه چلند او د سولې د پروسې د کمزوري کولو د هڅو له امله تهران ته د انتقاد ګوته ونیوله

د رازق کندهاري راپور

افغانان د افغان کډوالو پر ضد د ایراني رژیم د وحشیانه چلند او په افغانستان کې د دغه هېواد له خوا د سولې او ښېرازۍ د هڅو د کمزوري کولو په هکله اندېښنې څرګندوي. [رازق کندهاری]

زابل -- کتونکي او چارواکي وایي، د افغان کډوالو پر ضد د ایراني رژیم وحشیانه چلند او په افغانستان کې د دغه هېواد له خوا د سولې او ښېرازۍ د هڅو کمزوري کول د تهران له خوا د خپل ګاونډي پر ضد ناسمې ارادې په ګوته کوي.

د هلمند ولایت د موسی کلا ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالباقي بارکزي چې ۴۱ کاله عمر لري د هغو وهلو کیسې وکړې چې په هغه باندې ایران ته د کار موندلو لپاره د تګ پر مهال تېر شوي وو.

بارکزي وویل، «دوه کاله مخکې زه ایران ته د کار لپاره لاړم. هلته ما یوه وظیفه ترلاسه کړه او د یوې ایرانۍ کورنۍ د باغ ساتنه مې کوله.»

هغه وویل، «ما له هغې کورنۍ سره شپږ میاشتې کار وکړ، خو یوه ورځ ناڅاپه د ایران د استخباراتي ادارې جاسوسان راغلل او له ما نه یې پوښتنې پیل کړې. هغوی له مانه وپوښتل چې زه هلته څه کوم. ما هغوی ته وویل چې زه ایران ته د کار لپاره راغلی یم او هغوی ته مې خپل پاسپورټ او نور اسناد ور وښودل، خو هغوی زه دومره ووهلم چې بې هوښه شوم. کله چې ما خپلې سترګې پرانستلې، زه په جېل کې وم.»

په نشه ییزو توکو روږدی دوه کسان چې تازه له ایران څخه راستانه شوي دي د تلې په ۱۲مه د زابل ولایت په مرکز قلات کې لیدل کیږي. [رازق کندهاری]

په نشه ییزو توکو روږدی دوه کسان چې تازه له ایران څخه راستانه شوي دي د تلې په ۱۲مه د زابل ولایت په مرکز قلات کې لیدل کیږي. [رازق کندهاری]

هغه وویل، «لږ وروسته، یو ایرانی چې پوځي یونیفورم یې پر تن وو راغی او ماته یې وویل چې له هغه ځای [خونې] څخه وځم. کله چې زه بهر راووتلم، هغه راته وویل چې زه جاسوس یم، افغان یم او د ایران دښمن یم. هغه زه دومره ووهلم چې زما له خولې او د بدن نورو برخو نه وینې روانې شوې.»

بارکزي وویل، «ما هغه ته وویل چې زه نه جاسوس یم او نه د ایران دښمن یم، او زه هلته د کار لپاره راغلی یم،‌ خو هغه زه بیا ووهلم او مجبور یې کړم چې په ځینې اسنادو باندې ګوته ولګوم، او زه بېرته جېل ته واچول شوم.»

هغه زیاته کړه، «ما څلور میاشتې په محبس کې په سختو شرایطو کې تېرې کړې. هیچا زما خبرو ته غوږ نه نیوه. ځینې وختونه ما نور افغانان چې هلته له ډېرو کالونو راهیسې بندیان ول او په دې نه پوهېدل چې څه به ورسره وشي، هم لیدل.»

نوموړي وویل، «خو کله چې هغوی زه خوشې کړم، له هلمند سره نږدې د بهرامچې په نامه یوې سرحدي سیمې ته یې راوستلم او له پولې یې راواړولم. هغوی ماته زما د مزدورۍ اجوره رانه کړه او نه یې زما اسناد او هغه قېمتي توکي چې ما په ایران کې لرل، راکړل.»

د زابل ولایت د اتغر ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالقیوم هوتک چې ۵۲ کاله عمر لري وویل چې د هغه خوریي سره هم په ایران کې دې ته ورته چلند شوی وو.

هغه وویل، وروسته له هغه چې خوریی یې له ایران څخه چې د کار موندلو لپاره هلته تللی وو، راستون شو، د هغو شکنجو له امله چې ایران کې ورته ورکړل شوې وې، په دماغي ستونزو اخته شو، او اوس درملنه کوي.‌

هوتک وویل، «زما خوریی حکیم څلور کاله مخکې ایران ته تللی وو او هلته هغه له څلور میاشتو کار کولو څخه وروسته د ایراني حکومت له خوا بندي کړای شوی وو. هغوی ورته ویلي وو چې د هغه جرم دا دی چې ایران ته په غیرقانوني ډول ورننوتی او په ایران کې یې ناآرامي جوړوله، خو زما خوریی په افغان پاسپورټ چې ایرانۍ وېزه پرې لګېدلې وه، ایران ته تللی وو.»

هغه زیاته کړه، «هغوی زما خوریی د دوو کالونو په مخه له کومې توجیه پرته په مشهد کې بندي کړی وو. کله چې هغه خوشې او کور ته راستون شو، معلومه شوه چې دومره زیاتې شکنجې ورکړل شوي وې چې د هغه په دماغي او فزیکي روغتیا یې ناوړه اغېز کړی دی، او تر اوسه پورې هم بېرته نه دی روغ شوی. هغه په هرو څلورو میاشتو کې یو ځل له یوه ارواپوه سره ګوري.»

هغه وویل، «ایران او افغانستان سره ګاونډیان دي، او هغوی باید یو له بل سره ښې اړیکې ولري، خو له بده مرغه چې ایران تل زموږ خلک چې هلته د کار لپاره تللي دي، له کومې توجیه څخه پرته یا وژلي یا یې ځورولي دي.»

د افغانستان د بېخبناوو کمزوري کول

د افغانستان پر وړاندې د تهران کارونه د افغان کډوالو له وهلو او بندي کولو څخه ور اوړي.‌

د نیازمحمد زیارمل په نامه د کندهار ښار یوه ۳۳ کلن اوسېدونکي وویل، مثلا، د رژیم هدف دا دی چې د افغانستان د اوبیزو سرچینو کنټرول ترلاسه کړي، او د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.‌

هغه وویل، «تاسو پوهېږئ چې ایران د محمدظاهرشاه پاچا له وخت [۱۳۱۲ - ۱۳۵۲] راهیسې هڅه کړې چې د افغانستان د اوبو کنټرول ترلاسه کړي، او د دې لپاره یې له بېلابېلو لارو څخه کار اخیستی دی»

زیارمل زیاته کړه، «ځینې وختونه هغوی زموږ کډوال ځوروي، او ځینې وختونه په ایران کې زموږ کډوال شکنجه کوي او وژني، او ډېر وختونه د افغانستان په سیاسي او کورنیو چارو کې لاس وهي. له بده مرغه چې، هغه په دې برخه کې تر یو حده بریالی هم دی.»

هغه وویل، «هر کله چې د افغانستان حکومت هڅه کړې چې خپلې اوبه مهار کړي، د ایران مستبد رژیم په پټه او ښکاره زموږ د خلکو او حکومت لپاره ستونزې جوړې کړي دي. ایران څو ځلې هڅه کړې چې د کجکي او سلما د اوبیزې برېښنا بندونه ویجاړ کړي او پرې نه ږدي چې افغانان اوبه ذخیره کړي.»

زیارمل وویل،‌دغه رژیم اوس هم هڅه کوي چې د هغو بندونو د رغولو مخه ونیسي چې افغان حکومتیې پلان لري.‌

نوموړي د خپلو خبرو په دوام وویل، «موږ افغانان او زموږ حکومت یو لاس یو. موږ د ایران په هکله عین نظر لرو.‌ موږ د خپلو اوبیزو سرچینو د ارزښت په هکله پوه شوي یو.‌ موږ به هېڅکله هم ایران ته اجازه ورنه کړو چې زموږ د اوبو په پالیسو کې لاس ووهي او یا په موږ باندې فشار واچوي. زه په نړۍ واله ټولنه باندې غږ کوم چې د ایران په دکتاتور رژیم باندې بندیزونه ولګوي تر څو دغه هیواد له خپلو غلطو سیاستونو څخه لاس په سر شي.»

د سولې په خبرو کې لاسوهنه

افغان کتونکو تهران ته ګوته ونیوله چې په افغانستان کې د ترهګرۍ د پاللو هڅه کوي او د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې روانه پروسه کمزورې کوي.‌

په کابل کې د سیاسي چارو یوه شنونکي محمد داود اساس وویل، «د ایران استخباراتي ادارو او د اسلامي انقلاب ګارد ځواک د تېرو ۲۰ کالونو په ترڅ کې په افغانستان کې بېلابېلې وسله والې ډلې تمویل او تسلیح کړي ترڅو د دوی نیاتبي جګړه پرمخ ویسي او موخې یې ترلاسه کړي.»

هغه زیاته کړه، «ایران پلان لري چې په افغانستان کې قومي او مذهبي شخړې راوپاروي او له لوېدیځې نړۍ سره د افغانستان په اړیکو باندې په داسې طریقه نفوذ وکړي چې وکولی شي د ایران ګټې منعکسې کړي. له دې امله، ایران په افغانستان کې په جنګ کې پانګونه کوي، او د افغانانو لپاره ثبات نه غواړي.»

هغه وویل، «افغان حکومت باید د ملګرو ملتونو امنیت شورا سره په افغانستان کې د ایران د ښکاره لاسوهنې پر ضد شکایت ثبت کړي ترڅو په ایران باندې نور اقتصادي او سیاسي بندیزونه ولګول شي.»

یوه قومي مشر او د اروزګان د ولایتي شورا پخواني رییس امان الله هوتکي ومنله چې تهران غواړي چې افغانستان بې ثباته وي.

هغه وویل، «په افغانستان کې د ایران پوځي او سیاسي لاسوهنه د لمر په څېر روښانه ده. دغه هېواد په اروزګان، کندهار او زابل ولایتونو کې ځانګړیو وسله والو ډلو ته سپکې او درنې وسلې ور وېشلي دي ترڅو د افغان امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو پر ضد وکارول شي.»

د سیاسي چارو شنونکي اساس وویل، د افغانستان په ښېرازۍ کې لاس وهل د ایراني رژیم یو ستر هدف دی.

هغه وویل، «د شوروي اتحاد پر ضد د افغان جهاد په دوران [۱۳۵۸ - ۱۳۶۸] او د تېرو ۱۹ کالونو په ترڅ کې، ایران نه دي پرېښي چې په افغانستان کې بېخبنایي پروژې پلې او ترسره کړای شي.»

اساس له دې پرته چې هغه وژنې مشخصې کړي، زیاته کړه چې، «ایران په لوی کندهار کې زموږ اکاډمیک کدرونه وژني او نه پرېږدي چې افغانان تعلیم وکړي ځکه چې دا هیواد د افغانستان ښېرازي خپله ناکامي بولي.»

په نشه ییزو توکو روږدتیا

قومي مشر هوتکي په ډیره خواشینۍ سره وویل،ایراني مستخدمین په دې هم ملامت دي چې افغان کډوال په نشه ییزو توکو روږدي کوي، او بیا یې رژیم افغانستان ته را شړي.‌

هغه وویل، «ایراني مستخدمینو زموږ یو شمېر ځوان کډوال چې ایران ته د کار لپاره ځي معتاد کړي دي.‌ ایران هغوی شکنجه کوي او بیا یې افغانستان ته راشړي چې نور افغانان هم په نشه ییزو توکو روږدی کړي.»

هوتکي زیاته کړه، «له بده مرغه چې په تېرو ۱۹ کالونو کې ایران په زرګونو افغانان په نشه ییزو توکو باندې روږدي او بیا یې افغانستان ته راشړلي دي. د دغو خلکو په ډله کې یواځې په کندهار کې له ۱۰۰۰۰ څخه ډېر کسان په نشه ییزو توکو باندې روږدي شوي دي.»

هغه وویل، «زه په ایرانیانو باندې غږ کوم چې د خپل مستبد، شکنجه ورکوونکي او غیرمشروع حکومت پر ضد پورته شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ایران حکومت او ایرانیانو ظلم پر افغان مهاجرو نور د زغم وړ نه دی. خلک باید را پاحیږي او د ایران پروړاندې خپل غږ پورته کړي.

ځواب ورکړئ

هر چیره چې افغان ده در په دره او خاورې په سر ګرځي. هر هېواد پر افغانانو ظلم کوې او له دوۍ د خپلو ناسمو مقاصدو لپاره هڅوي او ناوړه ګټه ترینه پورته کوي. افغانان چې ایران ته ځي ډیرۍ یي بیرته په نشه یي توګه روږده راګرځي. ایران د افغان ځوانان یي ټول په مخدره موادو روږدي کړل.

ځواب ورکړئ

یو شی چې ما ګنس او ګیچ کوي دا دی چې ولې افغان حکومت په دوامداره توګه په پاکستان باندې نقد کوي خو د ایران په هکله چوپ دی. هر ځل چې ایران په افغانستان باندې یرغل کړی دی، خلک یې وژلي، ترهګر یې تمویل کړي او له افغان کډوالو سره یې ناوړه چلند کړی دی، یوازې عادي خلکو خپل غږونه پورته کړي، او ځینې وختونه د افغانستان د پارلمان غړو په پارلمان کې د ایران په هکله خبرې کړي دي، خو افغان حکومت د ایران په هکله هېڅ هم نه وایي او تل یې د پاکستان په هکله خوله وازه کړې وي او د افغانستان د ورانولو پړه یوازې په پاکستان ور اچوي.‌ د ایران پر ضد د افغان حکومت له چوپتیا څخه داسې ښکاري چې ښایي د ایران حکومت افغان حکومت ته پیسې ورکوي، لاکن پاکستان دغه کار نه کوي. ایران د افغانستان لپاره د پاکستان په نسبت څو برابره ډېر خطرناک دی. ښایي چې پاکستان د ترهګرو د کارولو له لارې د افغانستان د ګواښلو هڅه کوي، خو ایران د هغه ډېر مشران او حکومتي چارواکي غلامان کړي دي. هغوی نشي کولی چې د ایران له اجازې پرته هېڅ هم وکړي. تاسو ولیدل چې د قاسم سلیماني له وژل کېدلو څخه وروسته د افغان حکومت جیګپوړي چارواکي د ایران سفارت ته ورغلل او په کابل کې یې د ایران د سفارت چارواکو سره خپله خواخوږي شریکه کړه. دغه خاین چارواکي له ایران او ایرانیانو سره د خپلو هېوادوالو په نسبت ډېره خواخوږي لري.

ځواب ورکړئ

له ځان نه احمق مه جوړوه. پاکستان یو هېواد نه دی،‌ پاکستان یو ماموریت دی د برتانیا ماموریت. اصلا د پاکستان په نامه برتانوي ماموریت د دې لپاره جوړ شوی چې د افغانستان، هندوستان، ایران په شمول سیمه او نوره سوله خوښې نړۍ نا ارامه کړي. د نړۍ د ترهګرو او افراطي جنګیالیو تقریبا ټولې ریښې او ډلې له همدغه تش په نامه هیواد څخه سرچینه اخلي. که په امریکا کې بمي چاودنه شوې که په جرمني کې شوې که په سعودي عربستان کې شوې...، یا پاکستاني کړې یا یې پل پاکستان پورې رسېدلی دی او په افغانستان کې خو له تېرو څلورنیمو لسیزو راهیسې د هغو ترهګرو په وسیله د خپل ستراتیژیک عمق ترلاسه کولو لپاره جنګونه کوي چې د پاکستان پوځ او استخباراتو د نصیرالله بابر، مولانا فضل الرحمان، مولانا سمیع الحق، قاضی حسین احمد، حافظ سعید... په وسیله روزلي او وخت په وخت یې افغانستان ته رالیږلي دي. د پاکستان پوځ او استخباراتو د پخوانيو اخواني تنظیمونو پروژه د نصیرالله بابر او قاضي حسین احمد، د ملا عمر او هبت الله په نامه د طالبانو پروژه مولانا فضل الرحمان او مولانا سمیع الحق او د داعش په نامه پروژه حافظ سعید او نورو ترهګرو په افغنستان کې تطبیق کړه او په لسګونو زره افغانان یې ووژل. هندوستان هم له دغه شریر برتانوي ماموریت څخه ښه ورځ نه ده لیدلې او تل ورسره په جنګ وي. البته د دې معنی دا نه ده چې ایران بې ګناه دی، ایران هم د دې لپاره چې د افغانستان اوبه وړیا ترلاسه کړي ترهګر تربیه کوي او افغانستان ته یې د جنګ لپاره رالیږي لاکن پاکستان د ترهګرو اصلي مور ده. مرګ په پاکستان

ځواب ورکړئ

وروره، خپل وطن جوړ کړئ. په خپل هېواد کې امنیت راولئ. خپل اقتصاد ته وده ورکړئ. خپل کډوال خپل هېواد ته انتقال کړئ. هره ورځ مونږ په ایران باندې انتقاد کوو. چې ایران ښه وطن نه دی، بیا مه پرېږدئ چې ستاسو کډوال ایران ته لاړ شي. له ایران سره د خپل هېواد سرحد وتړئ. دا د ایران ستونزه نه ده، زمونږ د افغانانو غلطي ده. مونږ باید په خپل هېواد کې واوسیږو، نه په ګاونډیو هېوادونو کې. که زمونږ خپل خلک هوښیار وي، ولې باید پاکستان او ایران زمونږ خلک په ترهګرو ډلو کې استخدام کړي؟

ځواب ورکړئ