اقتصاد

د طالبانو له خوا په زور د برېښنا د تادیاتو ټولولو د هرات اوسېدونکي په غوسه کړي دي

د عمر راپور

د هرات ولایت د ځینې ولسوالیو اوسېدونکي د طالبانو له خوا په زور د هغوی د برېښنا د پیسو ټولولو له امله پوزې ته رسېدلي دي. د اورپکو ډله له کلونو راهیسې له هغوی څخه دا پیسې ټولوي او بیا پرې خپل د تاوتریخوالي کمپاینونه ترسره کوي. [سلام ټایمز/د افغانستان برېښنا شرکت]

هرات -- د هرات د ځینې ولسوالیو اوسېدونکي وایي چې هغوی د طالبانو له خوا په زور د پیسو ټولولو له امله ډېر په تنګ شوي دي. د اورپکو ډله له کلونو راهیسې په زور دا پیسې ټولوي.

په هرات کې د افغانستان د برېښنا شرکت چارواکي وایي چې طالبان په ګلران او کوهسان ولسوالیو کې له ۳۰۰ څخه ډېرو کورنیو څخه د برېښنا تادیات ټولوي او هره میاشت په کې خواوشا ۱ میلیون افغانۍ (۱۳۰۰۰ ډالر) غلا کوي.

د دغه شرکت رییس امان الله غالب سلام ټایمز ته وویل، «مونږ نشوای کولی چې د شپږو ولایتونو په ۱۸ ولسوالیو کې د برېښنا بیلونه ټول کړو.»

هغه وویل، «مونږ له یوه غټ مالي زیان سره مخامخ یو... حکومت نشي کولی چې هغو سیمو ته لاړ شي او پيسې راټولې کړي او مونږ نشو کولی چې د هغوی برېښنا بنده کړو ځکه چې د برېښنا لینونه په یادو سیمو راتېرېږي.»

د برېښنا هغه ستنې چې له ترکمنستان څخه هرات ولایت ته برېښنا صادروي، د وري په ۲۹مه د هرات ولایت په کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې لیدل کیږي. [عمر]

د برېښنا هغه ستنې چې له ترکمنستان څخه هرات ولایت ته برېښنا صادروي، د وري په ۲۹مه د هرات ولایت په کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې لیدل کیږي. [عمر]

د افغانستان د برېښنا شرکت یو تخنیکي ټیم د مرغومي په ۲۵مه د هرات ولایت په کوسان ولسوالۍ کې کار کوي چې د طالبانو له خوا له انفجار ورکولو څخه وروسته د برېښنا لینونه بیا سره ونښلوي. [د افغانستان برېښنا شرکت/هرات]

د افغانستان د برېښنا شرکت یو تخنیکي ټیم د مرغومي په ۲۵مه د هرات ولایت په کوسان ولسوالۍ کې کار کوي چې د طالبانو له خوا له انفجار ورکولو څخه وروسته د برېښنا لینونه بیا سره ونښلوي. [د افغانستان برېښنا شرکت/هرات]

هغه وویل، «خو په ټولو ولسوالیو کې قضیه په عین شکل نه ده. د دغو ولسوالیو په ډېرو سیمو کې افغان امنیتي ځواکونه موجود دي او مونږ کولی شو چې په ټاکلي وخت او اسانۍ سره د برېښنا تادیات راټول کړو. هلته یوازې یو څو کلي دي چې مونږ نشو کولی پیسې ترې راټولې کړو.»

هغه زیاته کړه، د برېښنا شرکت پلان لري چې په دغو سیمو کې د برېښنا غټ میټرونه ولګوي چې ځایي خلک -- «د ولایتي شورا،‌ محلي او قومي مشرانو په مرسته -- وکولی شي چې له مونږ سره د لګول شوې برېښنا په بدل کې د پیسو په راټولولو کې همکاري وکړي.»

د هرات د ولایتي شورا رییس کامران علیزي سلام ټایمز ته وویل، «د ګلران او کوهسان ولسوالیو اوسېدونکي ولایتي شورا ته راغلل او مونږ ته یې وویل چې طالبان د هغوی له خوا د لګول شوې برېښنا بیلونه په زور ترې ټولوي.»

هغه زیاته کړه، «ملکي خلکو ژمنه کړې چې هغوی به ټول هغه څه وکړي چې کولی شي چې حکومت ته د برېښنا تادیات ور ورسوي. طالبانو ته هغوی یوازې له ډاره پیسې ورکوي.»

د خلکو غوسه

د هرات ښار اوسېدونکیو وویل چې هغوی د طالبانو له خوا په زور د پیسو اخیستلو عصباني کړي دي ځکه چې هغه پیسې چې هغوی یې ترلاسه کوي هغه د خلکو ملکیت دی.

د هرات ښار یوه اوسېدونکي وحید احمد قریشي چې ۲۵ کاله عمر لري سلام ټایمز ته وویل، «زمونږ برېښنا وارداتي ده او مونږ د هغې هر کیلو واټ‌ په پیسو اخلو.»

قریشي وویل، «طالبانو زمونږ په ملت باندې یوه لویه بې انصافي ورتپلې ده او مونږ د طالبانو دا عمل غندو.»

د هرات ښار یوه بل اوسېدونکي محمد رفیع احمدي چې ۲۹ کاله عمر لري وویل، په زور د پیسو اخیستل د طالبانو له خوا له ستونزو سره د خلکو د مخامخ کولو یوه بله طریقه ده.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «برېښنا د ولس لپاره ده، نه د حکومت لپاره، له دې امله په کار دی چې طالبان برېښنا په خپل جنګ او سیاستونو کې ورداخله نه کړي. هره ستونزه چې طالبان د برېښنا سکتور ته جوړوي تاوان به یې بالاخره ملکي خلکو ته ور ورسیږي.»

په هرات ولایت کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر محمد رفیق شهیر وویل، په زور د پیسو ټولولو څخه په محلي خلکو باندې شوی اغېز لا ډېر زور لري ځکه چې د برېښنا شرکتونه مجبور دي چې د طالبانو د کارونو له امله خپل د برېښنا نرخونه لوړ کړي. دغه پالیسي د امنو سیمو خلک دې ته مجبوروي چې د هغو ناامنو سیمو د خلکو د برېښنا لګښتونه تادیه کړي چې طالبان په کې د افغانستان د برېښنا شرکت اړوندې ټولې پیسې ټولوي.

شهیر سلام ټایمز ته وویل، «طالبان د هرات د ولسوالیو په ځینې کلیو کې چې د برېښنا د انتقال ستنې په کې ولاړې دي فعال دي.طالبان له ځایي خلکو څخه پیسې ټولوي ... وارداتي برېښنا به لا ډېره قېمته وي.‌»

هغه زیاته کړه، «که طالبانو د برېښنا د لګښت تادیات نه ټولولی، له ګاونډیو هېوادونو څخه راغلې برېښنا به حتماً ډېره ارزانه وای.»

د حکومت عمل

چارواکي وایي،‌ په هرات ولایت کې امنیتي ځواکونه دې ته چمتو دي چې په مستقیما ډول له مصرفوونکو او په غیر مستقیم ډول د افغانستان برېښنا شرکت څخه د طالبانو له خوا د پيسو د غلا د دوام مخه ونیسي.

د هرات ولایت امنیه قوماندان جنرال امین الله امرخېل ګلران او کوهسان ته په اشارې سلام ټایمز ته وویل،‌ «د ګواښونو سطحه له منځنۍ څخه تر ټیټې پورې ده او امنیتي ځواکونه د دغو دوه ولسوالیو په استثنا د هرات په ټولو ولسوالیو کې موجود دي.»

هغه وویل، «که د افغانستان د برېښنا شرکت چارواکي مونږ د دې مسئلې په رابطه خبر کړي، مونږ به د طالبانو پر ضد عملیات وکړو. مونږ به پرې نه ږدو چې زمونږ ملي عواید زمونږ د دښمنانو له خوا ټول کړای شي.»

هغه زیاته کړه، «امنیتي ځواکونه کولی شي چې په هره ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد عملیات وکړي او مونږ دې ته چمتو یو چې دښمن وځپو... چې هغه نور د برېښنا د لګښت تادیات ټول نه کړي.»

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد وویل، مقامات پلان لري چې عملیات ترسره کړي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې له برېښنا څخه استفاده یوازې عادي افغانان کوي په داسې حال کې چې د لګښت پیسې یې طالبان ټولوي. مونږ په هغو سیمو کې برېښنا نه ده بنده کړې څو په یادو سیمو کې اوسېدونکي خلک د برېښنا له نعمت څخه بې برخې نشي.»

فرهاد زیاته کړه، «په ناامنو سیمو کې د برېښنا د بیلونو د ټولولو لپاره د ملکي هڅو تر څنګ، مونږ پوځي عملیات پيلوو چې مخالفین وځپو او هغه سیمې پاکې کړو.»

هغه وویل، «له طالبانو څخه د دغو سیمو په پاکولو سره به مونږ زمینه دې ته برابره کړو چې حکومت د برېښنا د لګښت تادیات ټول کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500