اقتصاد

د ایران له خوا د برېښنا د پرې کېدا په دوام سره په هرات کې اقتصادي رکود او پراخه بېکاري رامنځته شوي دي

د نصیر صالحي راپور

د فابریکو په سلګونو مالکان او کارکوونکي د زمري په ۳ مه په هرات ښار کې راټول شول چې له ایران څخه وغواړي چې د هغوی ولایت ته د برېښنا په صادراتو لګېدلی بندیز پای ته ورسوي. ایران د چنګاښ له ۱۲مې راهیسې په هرات ولایت تقریباً په بشپړ ډول له کوم مخکې تر مخکې یادښت څخه پرته برېښنا قطع کړې ده، چې په دې توګه یې د دواړو هېوادونو تر منځ د هوکړو څخه سرغړونه کړې ده. [نصیر صالحي]‌

هرات -- د ایران له خوا د هرات صنعتي کمپلېکس او خواوشا سیمو ته د برېښنا د ځنډ په دوام سره اقتصادي رکود، پراخه بې کاري او د میلیونونو ډالرو په ارزښت د فابریکې د تجهیزاتو او تأمیناتو ویجاړتیا رامنځته شوي دي.

د فابریکو په سلګونو مالکان او کارکوونکي تېره اونۍ په هرات ښار کې راټول شول، د ایران له خوا د هغوی په ولایت د برېښنا د قطع کېدا پر ضد یې لاریون وکړ، او له تهران څخه یې وغوښتل چې له موافقې سره د برېښنا تأمینات بیا پیل کړي.

د ایران حکومت، د چنګاښ له ۱۲ مې راهیسې له کوم مخکې تر مخکې یادښت څخه پرته، په هرات ولایت په مکمل ډول برېښنا قطع کړې، او په دې توګه یې د دواړو هېوادونو تر منځ موافقو څخه سرغړونه کړې ده.

د هرات د کانونو او صنایعو د خونې د چارواکو په وینا، د برېښنا د دغې مختل کېدا په نتیجه کې د ښار په صنعتي سیمه، صنعتي ښارګوټي، کې په لسګونو فابریکې تړل شوي دي.‌

په سلګونو افغانان د زمري په ۳ مه په هرات ښار کې په یوه جومات کې راټول شول چې د هغوی ولایت ته د ایران له خوا د برېښنا د ځنډېدلو په وړاندې اعتراض وکړي.‌ [نصیر صالحي]

په سلګونو افغانان د زمري په ۳ مه په هرات ښار کې په یوه جومات کې راټول شول چې د هغوی ولایت ته د ایران له خوا د برېښنا د ځنډېدلو په وړاندې اعتراض وکړي.‌ [نصیر صالحي]

دا عکس، چې د زمري په ۳ مه اخیستل شوی، د هرات په صنعتي ښار کې یو شمېر کارکوونکي د هغوی له فابریکې څخه بهر ښیي. دا د هغو کسانو په ډلې کې دي چې د ایران له خوا د برېښنا په وارداتو له بندیز څخه وروسته بې کاره شوي دي. [نصیر صالحي]‌

دا عکس، چې د زمري په ۳ مه اخیستل شوی، د هرات په صنعتي ښار کې یو شمېر کارکوونکي د هغوی له فابریکې څخه بهر ښیي. دا د هغو کسانو په ډلې کې دي چې د ایران له خوا د برېښنا په وارداتو له بندیز څخه وروسته بې کاره شوي دي. [نصیر صالحي]‌

د خونې رییس حمیدالله خادم وویل، که د برېښنا بندېدا پای ته ونه رسیږي، ټول صنعتي ښارګوټی به مجبور شي چې فعالیت ودروي او خپلې دروازې بندې کړي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «که مونږ د فابریکو د مالکانو ستونزو ته صحیح پام ونه کړو... او که د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د برېښنا ګډوډ حالت دوام ومومي،یو اقتصادي رکود یا په شا تګ به رامنځته شي،»

خادم خبرداری ورکړ چې، «بالاخره، په زرګونو کارکوونکي به خپلې وظیفې له لاسه ورکړي او د هرات د صنعتي ښارګوټي دروازې به وتړل شي،»

هغه وویل، تر یوې میاشتې مخکې وخت پورې، د هرات په صنعتي ښارګوټي کې ۳۲۰ فابریکې فعالې وې. البته، د برېښنا له کمي څخه وروسته د هغو له ډلې څخه ۱۲۰ فابریکې بندې شوي دي.‌

خادم وویل، د صنعتي ښارګوټي د ۲۵۰۰۰ کارکوونکیو له جملې څخه ډېر اوس بې کاره دي.‌

هغه وویل، «سربېره پر دې، په دې ښار کې په میلیونونو ډالر پانګونه شوې ده... که د برېښنا په برخه کې ستونزه هواره نشي، مونږ به دا میلیونونه له لاسه ورکړو او ورسره به زمونږ ټول انکشافي پلانونه ویجاړ شي،»

په میلیونونو ډالر په تاوان کې

خادم وویل، «د برېښنا د ستونزې په دوام سره، د هرات په صنعتي ښارګوټي کې زمونږ ډېر پرمختللي تجهیزات ویجاړ یا په بل ډول سخت خراب شول. د تېرو درې اونیو په ترڅ کې، د هرات صنعتي ښارګوټي ته د ایران د برېښنا د ستونزې له امله نژدې ۱۳ میلیونه ډالر [۹۵۰ میلیونه افغانۍ] تاوان ور رسېدلی دی.»

په هرات کې د کابل د اوسپنې د فابریکې رییس عطاءالله وردک سلام ټایمز ته وویل، چې د برېښنا پرې کېدا د هغه د فابریکې پرمختللي تجهیزات ویجاړ کړل.

هغه پوښتنه وکړه، «زمونږ د اوسپنې د ویلې کولو کوره د ۲۰ ټنو ظرفیت لري. کله چې ۲۰ ټنه ویلې شوې اوسپنه، چې په ۱۶۵۰ سانتي ګراد کې وي، په قالبونو کې اچولو ته تیاره وي، او ناڅاپه برېښنا بنده شي، مونږ به له هغې ۲۰ ټنه ویلې شوې اوسپنې سره، چې په دستګاه کې دننه وي، څه وکړو؟»

وردک وویل، «دغه ویلې شوې اوسپنه دستګاه خرابوي، او زمونږ د اوسپنې ویلې کولو یو ماشین همداسې ویجاړ شو... هغه ویجاړ شو او اوس له کاره لوېدلی دی،» نوموړي زیاته کړه چې دغه ماشین ۱.۳ میلیونه ډالر (۹۵ میلیونه افغانۍ) ارزښت لري.‌

د داریالان کمپنۍ رییس، سیدعلي شاه، سلام ټایمز ته وویل چې هغه مجبور شو چې خپل له ۱۰۰ څخه ډېر کارکوونکي له کاره ګوښه کړي او د تېرو اونیو په ترڅ کې یې د برېښنا د ځنډ پر وخت په غټ مقدار کې خام مواد له لاسه ورکړل. د هغه فابریکه خواږه جوړوي.

هغه وویل، «مونږ وار له مخه ۵۰۰ بورجۍ بوره له ټنونو اوبو سره یوځای کړې خو د برېښنا د قطع کېدا له امله هېڅ نشو کولی. که دا حالت څو ورځې نور هم دوام وکړي، دا خام مواد به وراسته شي، او مونږ به مجبور شو چې له فابریکې څخه بهر یې ښخ کړو.»

هغه وویل، «مونږ په میلیونونو ډالر پانګونه وکړه، مونږ ډېر کارکوونکي وروزل او دلته په ډېرو ستونزو لاسبري شوو. په هرات ولایت کې مونږ وکولی شوای چې له ایران څخه د خوږو واردات بند کړو.»

هغه وویل، «مونږ له افغان حکومت څخه غواړو چې دا ستونزه حل کړي، چې مونږ وکولی شو چې خپل کارکوونکي بېرته راوغواړو،»

په اوسېدونکیو باندې هم برېښنا بنده شوه

د برېښنا بندېدا د هرات ولایت اوسېدونکي هم متضرر کړي دي.‌

د افغانستان د برېښنا شرکت وایي، په هرات ښار او د ولایت په نورو ولسوالیو کې له ۸۰۰۰۰ څخه ډېرې کورنۍ له ایران څخه په راغلې برېښنا متکي دي.

د هرات و لایت یوه ۲۵ کلن اوسېدونکي عبدالرحیم سلام ټایمز ته وویل، «په داسې ګرمه هوا کې د برېښنا بندېدا مونږ ته ډېرې ستونزې جوړې کړي دي. زمونږ ماشومان ناروغ شوي دي.»

د هرات ولایت یوه بل اوسېدونکي قدرت الله، چې ۳۰ کاله عمر لري، وویل، «زمونږ په کور کې برېښنایي وسیلې ماتې شوې، او مونږ له سختو ستونزو سره مخامخ یو،»

هغه د ګرمۍ په یادولو سره سلام ټایمز ته وویل، «مونږ نشو کولی چې کار وکړو،»

د هرات یوه ۲۲ کلن اوسېدونکي نجیب الله مرزبان سلام ټایمز ته وویل، «زمونږ په کورونو کې برېښنایي وسیلې موجودې دي، خو له برېښنا پرته مونږ نشو کولی چې له هغو څخه استفاده وکړو،»

«زمونږ وسیلې خرابې شوې، او زمونږ د ژوند د شرایطو درجه راټیټه شوه.»

سیاسي فشار ته اړتیا ده

د افغانستان د برېښنا شرکت چارواکو وویل، چې د برېښنا د ستونزې د حل لپاره دې ته اړتیا ده چې په ایران سیاسي فشار راوستل شي.

د افغانستان د برېښنا شرکت اجرائیه رییس امان الله غالب سلام ټایمز ته وویل، «د ایران په حکومت باندې باید سیاسي فشار واچول شي،»

«مونږ له ایران څخه غوښتي چې هرات ته لږ تر لږه ۵۰ میګا واټه برېښنا تأمین کړي، او مونږ کولی شو چې په سلما بند کې لږ تر لږه ۱۴ میګاواټه تولید کړو. په دې برېښنا سره، مونږ کولی شو چې د برېښنا د موقوتې پرې کېدا تشه ور ډکه کړو.»

په هرات کې د افغانستان د برېښنا شرکت رییس محمد عارف طاهر وویل، د ایران - افغان تړون په اساس، د ایران حکومت مسؤل دی چې افغانستان ته نه قطع کېدونکې برېښنا تأمین کړي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ د برېښنا په برخه کې خپل ټول فرایض ترسره کړي دي، او مونږ تادیات په وخت سره کړي دي. په قرارداد کې، د برېښنا د ټکني کولو یا کمولو په هکله هېڅ فقره نشته،»‌

هغه وویل، «قرارداد د ۹۰ میګاواټه برېښنا د تأمینولو دی، په داسې حال کې چې ایران اوس مونږ ته یوازې ۲۰ میګاواټه برېښنا راکوي،»

سیاسي کتونکي وایي، په ایران باندې فشار اچول یوازنۍ لاره ده چې کولی شي د برېښنا په برخه کې هوکړه عملي کړي.‌

په هرات ولایت کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر محمد رفیق شهیر سلام ټایمز ته وویل، «افغان حکومت باید د برېښنا یوه بدیله سرچینه ومومي او د ترکمنستان په شمول له نورو هېوادونو څخه یې وارده کړي،»‌

هغه زیاته کړه، «د هرات خلکو خپل د برېښنا تادیات په وخت سره کړي، له دې امله، افغان حکومت باید دې مسئلې ته له نژدې څخه توجه وکړي او د برېښنا د تأمینولو لپاره له بېلابېلو لارو څخه په ایران فشار واچوي،»‌

هغه وویل، «افغان حکومت باید د قرارداد له شرایطو څخه دفاع وکړي او په ایران باندې سیاسي فشار واچوي،»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه له تاج ګل سره موافق یم. زه په دې خوښ یم چې زما هېوادوال د افغانستان په وړاندې د ایران د دښمنۍ د حد او بد نیت په هکله پوه شوي دي. ایران عین د پاکستان په څېر یو ترهګر او رټل شوی هېواد دی، چې دواړو د ډېرو کلونو په اوږدو کې په افغانستان کې د نا امنۍ په رامنځته کولو سره زمونږ شتمنۍ لوټلي دي. له ایران او پاکستان سره د ټولو اړیکو - په ځانګړې توګه سوداګریزو، کلتوري، او داسې نورو پای ته رسول کولی شي چې په افغانستان کې ارامي راولي.‌

ځواب ورکړئ

زه د دې راپور او د سروې له امله له تاسو څخه مننه کوم. مسؤل کسان باید په دې پوه شي چې په افغانستان کې د ایران دوامداره لاسوهنې هره ثانیه پېښېږي، او هېڅ پای نه لري. له دې امله، دا به د افغانستان لپاره ګټوره وي چې له ایران سره ټول تجارتي، سیاسي، او دپلوماتیک ارتباطات پرې کړي او سرحد ورسره وتړي.‌ سربېره پر دې، کډوال هم باید راستانه شي. د دې ترڅنګ، برېښنا باید له نورو هېوادونو څخه راوارده شي. له ډېرو کلونو راهیسې، ایران په افغانستان کې له ترهګرۍ څخه په استفادې سره، د هلمند له سیند څخه په وړیا توګه استفاده کړې، او د تېلو د ورکړې قرارداد یې رد کړی دی. دا اوس د دې لپاره ښه وخت دی چې په تیارسۍ کې واوسو او تجارت باید په مکمله توګه ورسره بند شي.‌ حتی خوراکي توکي د ترهګرۍ برخه ګرځېدلي دي. مونږ باید په افغانستان کې د خوړو بایو - تروریزم یوه جدي مسئله وبلو. د خلکو په منځ کې د شري پېښې یوه ناڅاپي مسئله نه ده. سربېره پر دې، په افغانستان کې د سرطان پېښې - چې په افغانستان کې پخوا نه وو، د پام وړ دي.

ځواب ورکړئ