انرجي

د هرات اوسېدونکي په ایران باندې تور لګوي چې برېښنا د اوبو د شخړې له امله پرې کوي

د عمر راپور

د ایران د رژیم له خوا هرات ولایت ته د برېښنا ناڅاپي کموالي د هرات پر ښار ډېر ناوړه اغیز کړی دی. د هرات په صنعتي ښارګوټي کې ډېرې فابریکې د زمري له نیمایي راهیسې د فعالیت بندولو ته مجبورې شوي چې په زرګونو خلک ورسره بې کاره شوي دي. د برېښنا کمښت د عامو خلکو ژوند هم ګډوډ کړی چې په ګرمۍ کې د هوا د یخولو له ستونزو سره مخامخ دي. [عمران/سلام ټایمز]

هرات -- د ایران حکومت هرات ولایت ته د انتقال کېدونکې برېښنا اندازه په ناڅاپي توګه کمه کړې، فابریکې یې مجبورې کړې چې فعالیت ودروي او د اوړي په ګرمۍ کې یې ورځنی ژوند نا ارام کړی دی.

د ایران او افغانستان ترمنځ د شوي تړون په اساس، ایران مکلف دی چې دغه ولایت ته شاوخوا ۱۲۰ میګاواټه برېښنا ورکړي.

خو ایران د زمري له ۱۷مې راهیسې د برېښنا تأمین ۳۰ میګاواټو ته راکم کړی دی.

د هرات د کانونو او صنایعو د خونې رییس حمیدالله خادم وویل، په نتیجه کې د هرات صنعتي ښارګوټي کې تولیدات ۷۰٪ کم شوي دي.

په عکس کې لیدل کیږي چې ماشینونه د زمري په ۲۵مه د هرات په صنعتي ښار کې د خوراکي توکو د پروسېس په یوه فابریکه کې وروسته له هغه درېدلي دي چې د ایران رژیم هرات ولایت ته د بریښنا تأمینات په ناڅاپي توګه کم کړل. [عمران/سلام ټایمز]

په عکس کې لیدل کیږي چې ماشینونه د زمري په ۲۵مه د هرات په صنعتي ښار کې د خوراکي توکو د پروسېس په یوه فابریکه کې وروسته له هغه درېدلي دي چې د ایران رژیم هرات ولایت ته د بریښنا تأمینات په ناڅاپي توګه کم کړل. [عمران/سلام ټایمز]

هغه وويل، «ايران هرات ته د واردې شوې بريښنا په کمولو سره له تړون څخه سرغړونه کړې ده. په تېرو وختونو کې هم دغه هېواد له کومې همغږۍ پرته، د هرات صنعت او خلکو ته ستر زيانونه اړولي دي.»

هغه د بریښنا پخوانۍ تامینېدونکې کچې ته په اشارې سره وویل، «له ایران څخه د واردېدونکې [۱۲۰ میګاواټه] بریښنا له جملې څخه ۱۰۰ میګاواټه د صنعتي ښار لپاره برېښنا چمتو کوي.»

اوس چې ټول ولایت یواځې ۳۰ میګاواټه برېښنا ترلاسه کوي، صنعتي ښارګوټی مجبور دی چې د ځان لپاره برېښنا پیدا کړي.

د خادم په وینا، بریښنا ځینې وختونه پرته له خبرتیا څخه بندېږي.

هغه زياته کړه، «هر ځل چې برېښنا پرې کېږي، د فابريکو ماشينونه کار دروي، چې په نتيجه کې هره فابريکه تر ١٠٠٠٠ ډالرو (٨٤٥٠٠٠ افغانیو) پورې زيان مومي. په صنعتي ښار کې هره ورځ ٤٠٠ فابريکې زيانمنېږي.»

خادم وویل، د دغو ستونزو له امله په صنعتي ښارګوټي کې له ۳۰ زره کارګرانو څخه ۲۰ زرو یې خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

نېک محمد الهامي چې د هرات په صنعتي ښار کې د پلاستیکي فابریکې مدیریت پر غاړه لري، وویل، د برېښنا د پرې کېدلو له امله یې د فابریکې چارې په ټپه ولاړې دي، چې له امله یې شاوخوا ۱۵۰ کارکوونکي بې کاره پاتې دي.

هغه وویل، «موږ په صنعتي ښارګوټي کې میلیونونه ډالر پانګونه کړې، خو اوس د برېښنا د کمښت له امله په ناڅرګند حالت کې دی.»

هغه وویل، «ایران د برېښنا په پرې کولو سره هڅه کويچې افغاني صنایع مجبور کړي چې بهر ته انتقال شي.»

هغه زياته کړه، «کله چې برېښنا پرې شي، خام مواد په ماشينونو کې پاتې کېږي او ضايع کېږي. موږ مجبور یو چې د ماشينونو د خلاصولو او د موادو د را اېستلو لپاره ډېرې پيسې ولګوو.»

الهامي وويل، که د برېښنا ستونزه هواره نه شي، په صنعتي ښار کې به فابريکې خپل فعاليت ودروي، چې په پايله کې به يې په زرګونو کسان بې کاره شي.

په کورنیو تولیداتو کې وقفه

د صنعتي ښار يو شمېر فابريکې د ډيزلي جنراتورونو په کارولو سره خپل فعاليت ته دوام ورکوي.

د هرات صنعتي ښارګوټي کې د خوراکي توکو د يوې فابريکې د تولید مسؤل غلام جيلاني وويل، د ډيزلي جنراتورونو په کارولو سره يې د خپلې فابريکې له پنځو توليدي برخو څخه يواځې يوه فعاله ساتلې ده.

هغه وويل، «موږ له ايران څخه د بريښنا تأمین د کمښت له امله د برېښنا له جدي کمښت سره مخامخ يو،» او زياته یې کړه چې ايران دا کار له مخکينۍ خبرتيا پرته وکړ.

هغه زياته کړه، چې د ميليونونو افغانيو په ارزښت خام مواد د توليد په دوره کې ضايع شوي دي.

هغه وویل، «د بریښنا په بندېدلو سره زموږ تولید ۷۰٪ کم شوی، نو موږ نشو کولی د خپلو پیرودونکو غوښتنې پوره کړو.»

هغه زیاته کړه، «هره ورځ په بازار کې لږ کورني تولیدات پلورل کیږي. د هغو ځای ایرانيو تولیداتو نیولی دی.»

هغه زياته کړه، د برېښنا د اوسنيو شرايطو له امله د هغه ۱۵۰ کارکوونکي له کاره بې برخې شوي دي.

د هرات صنعتي ښارګوټي کې د یوې شپږ کسیزې کورنۍ ډوډۍ پیدا کوونکی کارګر عزیزالله د برېښنا د کموالي له امله نشي کولی چې کار وکړي.

هغه وويل، «هغه شرکت چې زه په کې کار کوم، د برېښنا د کمښت له امله يې توليد ۸۰٪ کم شوى دى. زما په ګډون يې زياتره کارکوونکي بې کاره دي. که کار ونکړو، معاش نه راکول کیږي.»

هغه وویل، «زما د عاید یواځینۍ سرچینه دا فابریکه ده. که دا وضعیت د اوږدې مودې لپاره دوام وکړي، زه به له اقتصادي ستونزو سره مخامخ شم.»

د ایراني رژیم له خوا غچ اخیستنه

د هرات اوسيدونکي وايي، ايراني رژيم د بريښنا تآمینات د دې لپاره کم کړي چې د هلمند سيند څخه ايران ته د اوبو جريان کم شوی دی.

ایراني چارواکو د روان کال په لومړیو کې پر خپلو افغان سیالانو تور ولګاوه چې له هلمند سیند څخه ایران ته د هغوی د «حقابې» په ورکولو کې یې خپل مسؤلیتونه ترسره کړي نه دي.

د هرات ښار یوه اوسيدونکي، نسیم هاشمي، چې ۳۱ کاله عمر لري، وویل، «ایران هرات ته د بریښنا رسول ځکه کم کړي چې د هلمند سیند څخه یې اوبه نه دي ترلاسه کړي، خو د بریښنا واردول د هلمند سیند له اوبو څخه جلا مسئله ده.»

هغه وویل، «موږ ایران ته د برېښنا پیسې ورکوو، خو هغوی له افغانستان څخه اوبه وړیا غواړي.»

هغه زیاته کړه، «له کلونو راهیسې ایران د هلمند سیند څخه له هغه مقدار څخه زیاتې وړیا اوبه تر لاسه کولې چې موافقه پرې شوې وه، خو سږ کال اوبه کمې دي او حتی افغانان د وچکالۍ له امله د اوبو له سخت کمښت سره مخ دي.»

هغه وویل، «د افغان بزګرانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره اوبه نشته، خو ایران اوبه غواړي.»

یو بل اوسېدونکي عبدالرحیم قانع، چې ۲۵ کاله عمر لري، وویل، «که څه هم ایران له افغانستان سره تړون لري، خو هر کال په اوړي او ژمي کې هرات ته د برېښنا صادرات دروي.»

هغه وویل، «اکثره وخت په روغتونونو، سوداګریزو مرکزونو او د استوګنې په سیمو برېښنا بنده وي، چې په ګرمه یا سړه هوا کې ډېرې ستونزې رامنځته کوي.»

هغه زیاته کړه، «د ایران د حکومت له خوا د برښنا بندول له افغانانو څخه غچ اخیستنه ده. د هلمند سیند اوبه د وچکالۍ له امله ایران ته نه رسېږي، خو د ایران حکومت یا په ایران کې افغان کډوال مجازات کوي او یا هم برېښنا پرې کوي.»

قانع وویل، د ایران له حکومت څخه باید وغوښتل شي چې افغانانو ته د برېښنا د کمښت له امله د اوښتو زیانونو تاوان ورکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

12 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

افغانان له ایرانه وباسئ، سبا ډېر ناوخته دی.

ځواب ورکړئ

ایا تاسو کولی شئ موږ ته خبر راکړئ چې سلام ټایمز به خپلو خپرونو ته دوام ورکړي؟ سلام ټایمز په افغانستان کې یوه له معتبرو رسنیو څخه ده چې نه یوازې د افغانستان د داخلي بدلونونو په اړه ګټورې لیکنې خپروي، بلکې د افغانستان د ګاونډیانو لکه پاکستان، ایران، او چین د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو بدلونونو په اړه هم معلومات خپروي. خو له بده مرغه ډېر وخت کېږي چې سلام ټایمز په پښتو او دری ژبو څه نه خپروي. آیا طالبانو په هېواد کې د نورو رسنیو په څېر سلام ټایمز هم بند کړی دی؟ که داسې وي، نو موږ له طالبانو څخه غواړو چې د سلام ټایمز په ګډون له ټولو افغاني رسنیو څخه خپل بندیزونه لیرې کړي، څو د افغانستان خلک په آزاده توګه د سلام ټایمز په څیر معتبرې رسنۍ وګوري، او د افغانستان دننه او بهر له پرمختګونو څخه خبر شي. په احترام

ځواب ورکړئ

ډېرې ورځې کیږي چې په سلام ټایمز نوي خبرونه او راپوزونه نه خپرېږي. آیا سلام ټایمز غواړي چې خپلې خپرونې بندې کړي؟ سلام ټایمز زمونږ په زړه پورې مجله ده چې حالب او هر اړخیز معلومات خپروي. که څه هم چې په سلام ټایمز مجله کې د پاکستان د منافقتونو په رابطه څه نه خپرېږي لاکت دا واضح خبره ده چې په سیمه کې د چین، ایران او روسیې د تخریبي او اسلام ضد سیاستونو په رابطه مفصل راپورونه او تحلیلونه وړاندې کوي.

ځواب ورکړئ

ایران له افغانانو سره هیڅ کله د یوه ښه ګاونډي په حیث چال چلند نه دی کړی. اوس که بریښنا فطعه کوي، تردې وړاند یې سلګونه زره افغانان چې له مجبوریته په قاچاقي لارو یا ایران او یا هم ترکیې ته ځي، د ایراني پولیسو له لوري دومره سخت وهل شوي او ټکول شوي دي او آن د مرګ ترپولي رسول شوي دي. نه په کې انساني همدردي شته، نه په په کې اسلام شته او نه هم ګاونډيتوب. له ایران سره بلمثله عمل پکار دی! کنه ، ټول عمر به ددغه ظالم هیواد له لاسه په اور کې سوځو.

ځواب ورکړئ

د انساني ټولنو تر منځ اړیکې یو طرفه نه دي، بلکې دوه اړخیزې او متقابلې دي. دوی یو څه ورکوي او یو څه اخلي. که یو اړخ په خپلو مکلفیتونو عمل ونه کړي، دا یقیني ده چې بل اړخ به هم له خپلو مکلفیتونو له پوره کولو څخه ډډه وکړي.

ځواب ورکړئ

تهران او کابل د ورېښمو لارې د بیا ژوندي کولو په لاره د ایران – افغانستان – چین د اورګاډي پټلۍ د دواړو هېوادونو د چارواکو تر منځ د غونډې تمرکز دی. د افغانستان د موقت حکومت د اورګاډي د څانګې رئیس د ایران د ریل پټلۍ د پراختیا کنسرسیوم له غړو سره په کتنه کې د ایران- افغانستان- چین د اورګاډي د پروژې په اړه خبرې وکړې. د راپورونو له مخې، د افغانستان د موقت حکومت د ریل پټلۍ رئیس بخت الرحمن شرافت د ایران د ریل پټلۍ د پراختیا کنسرسیوم له غړیو څخه د «نو اندیشان پروژې» شرکت رئیس محمد راشدیان سره وکتل. د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې غونډه کې د ایران-افغانستان-چین د اورګاډي پټلۍ په هکله د دغه شرکت لومړنی پلان، د دغې اورګاډي د لارې په اړه د اړینو لومړنیو معلوماتو په ګډون، د ولسي جرګې غونډې ته وړاندې شو. شرافت د دغه شرکت له لوري له وړاندې شوي لومړني پلان څخه خوښي څرګنده کړه او دواړو لورو پر دې ټينګار وکړ چې د دغه اورګاډي په لاره کې د چين د پانګونې د جلبولو لپاره بايد له چين سره ګډې خبرې اترې وشي. د افغانستان د اوسپنې پټلۍ رئیس له تهران څخه د خپل سفر په ترڅ کې د ایران د صنعتي مشورتي انجینرانو شرکت څخه، چې د خواف – هرات د څلورمې برخې د ریل پټلۍ د دویمې فاز پروژې تفصیلي مطالعات او ډیزاین یې ترسره کړي دي، لیدنه وکړه. په دې ناسته کې ایراني شرکت د دغې پروژې مفصل مطالعات او ډیزاین چې د تېرې ادارې پر مهال یې ترسره کړی و، د سافټویر او هارډویر په بڼه افغان پلاوي ته وسپارل، څو د پروژې د جوړولو او بشپړولو چارې په ایران کې ترسره شي.

ځواب ورکړئ

ایرانیان ظالم خلک دي. د دې پر ځای چې له خپلو مسلمانو ورونو سره ښه وکړي، د هرې ورځې په تېرېدلو سره په افغانانو د هغوی ظلمونه زیاتېږي. هره ورځ ایرانیان زموږ بې وزله افغانان وهي او د دې پر ځای چې د افغانستان اجیر حکومت د خپلو خلکو د ساتنې او د ولس غږ واوري، له ګاونډیانو سره سیاسي معاملې کوي. ایران هره ورځ په زرګونو افغانان له خپلې خاورې شړي او بیا یې افغانستان ته استوي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د کار زمینه نشته او خلک له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي. خو طالبان وايي چې ايرانيان ډېر ښه خلک دي او کومه ستونزه نه لري. د ایران خبري اژانس تسنیم د یوه طالب چارواکي له قوله ویلي چې «ایران هېڅکله هم افغان کډوال د فشار په توګه نه دي کارولي.» ای طالبانو، تاسو لېوني یئ که په سرونو کې مو غول دي؟ ایرانیان ظالم او جابر خلک دي. هغوی ښه وپېژنئ، بیا د هغوی په هکله پرېکړه وکړئ... زه وایم چې د ایران واکمنان د برېښنا د نښلولو او پرې کولو، د ګمرکي خدمتونو د کمولو او زیاتولو او افغانستان ته د تېلو او خوراکي توکو د صادراتو د کمولو او زیاتولو لوبه کوي، او ورو ورو د وسله والو طالبانو خپلسري ډلې خپل غړوندي ته راولي.

ځواب ورکړئ

څومره چې موږ له ایران او پاکستان سره ښه کړي، هغومره یې موږ ته زیان رسولی دی. د دغو دوو حکومتونو چارواکي د افغانستان پر خلکو هر څومره چې ممکن وي، ظلم کوي. ایران او پاکستان یوازې په نوم مسلمانان دي، په دوی کې د اسلام هېڅ نښه نشته.

ځواب ورکړئ

ایران هیڅکله نه غواړي چې د افغانستان خلک دې فابریکه ولري. د ایران حکومت افغانانو ته په بده سترګه ګوري. که زموږ یو ډاکټر یا انجینر ایران ته لاړ شي، او په پاسپورټ کې یې د ډاکټر یا انجینر لقب لیکل شوی وي، د ایران د هوايي ډګر پولیس په موسکا ورته ګوري چې دا په افغانستان کې ډاکټر یا انجینر دی. ایرانیان او د ایران حکومت په دې باور دي چې افغانان سواد لري، ځکه چې په ایران کې میشت اکثره افغان کډوال ساختماني کارونه کوي. ایرانیان فکر کوي چې ټول افغانان اجیران دي. ایران نه غواړي چې افغانستان د تولیدي فابریکو خاوند شي. له همدې امله وخت په وخت برېښنا پرې کوي.

ځواب ورکړئ

په دې برخه کې باید قاطع پریکړه وشي. که ایران په افغانستان باندې برېښنا پرې کړي، هغه اوبه چې له افغانستانه ایران ته ځي، باید په هماغه شېبه پرې شي. افغانستان هم کولی شي چې د ایران د نیمه څاګانو په شان په هېواد کې دننه نیمې څاګانې جوړې کړي، او که د ایران د فاسد رژیم شیطانان غواړي چې د افغانستان په وړاندې کومه بده پریکړه وکړي، افغان حکومت باید ژر تر ژره ورته عمل وکړي. د ایران او پاکستان خاینانو تل د افغانانو او افغانستان په وړاندې د فریب او خیانت سیاستونه اختیار کړي دي او په راتلونکي کې له خپلو منافقتونو څخه د وتلو نیت نه لري.

ځواب ورکړئ

ایرانیانان ډیر متعصبه خلک دي، نور زور یې ونه رسیده اوس خپله کینه دغه ډول سړوي. موږ ټول عمر خلکو ته سوال کړی دی، په داسې حال کې چې ایران او پاکستان د اوبو له درکه موږ ته باید سوال وکړي، خو د دوۍ د خپلو غلامانو له لاسه موږ مجبور یو، سختۍ وزغمو. که د داوود خان له حکومته نیولې تر ننه پورې ددې خلکو خاطر نه وی شوی، نو نن به له افغانانانو سره دا ډول ظلم نه کېدلی. ایرانیانان خو نن سبا بدمعاشان دي، پر افغانانو زرې قدرې زړه هم نه خوږوي. ته او خدای! که دشنې بدمعاشۍ خبره نه وي، نو نور څه دي، چې د تړون له مخې شته ژمنه نه مني او سرغړونه ترې کوې! د طالبانو حکومت ته پکار ده، چې په دې رابطه لومړی د برق مشکل حل کړي، کنه، ښه لاره یې دا ده ه، چې اوبه پرې سوچه بندي کړي چې له سېره څو پخیږي .

ځواب ورکړئ

ایرانیان هېڅ ملامت نه دي چې په هرات او هغو ولایتونو باندې چې له ایران څخه ورته برښنا راغلې، پرې کوي. موږ افغانان هېڅ د انسانیت ژوند په ځان پېرزو نه لرو. که مو په ځان او خپلو هېوادوالو د انسانیت او روښنايئ ډک ژوند پېرزو وای په تېرو ۲۱ کلونو کې چې د جمهوریت دوره وه او د امریکا په ګډون د نړۍ له ګڼ شمېر هېوادونو افغانستان ته پیسې راروانې وې، نو د برېښنا په ګډون به ډېرو مسایلو ته توجه شوې وای. په دې وخت کې (۲۱ کلونو کې) چې کومې پیسې راغلې او دا په منظمه توګه مدیریت شوې وای، اوس به افغانستان د ډېر څه څښتن وای. خپل د اوبو لوی او واړه بندونه به یې لرلی. برښنا به له داخلي سرچینو څخه وه. هر وخت به دا نه و چې هله برښنا ایران پرېکړه، هله تاجکستان او هله ازبکستان پرې کړه. نه یوازې دا چې د برښنا په برخه کې دا ستونزه ده،؛ بلکې افغان چې په ورځنی ډول څه شي ته هم ضرورت لري، له ستونزو سره مخامخ کېږي او علت یې هم همدا دی چې اکثر خو کار نه کوي. او بیا چې کار کوي هغې کې غلا کوي. یعني په کوم ډول چې باید یو کار سرته ورسوي هغسې یې نه کوي. امانت کې خیانت اسلام منع کړی او افغانان چې له ۹۹ سلنه زیات مسلمانان دي بیا هم غلا کوي ... ځکه خو یې د وطن دا حال دی...

ځواب ورکړئ