اقتصاد

په هرات کې د نویو فابریکو پرانستل ایراني تولیداتو ته تقاضا کموي

د عمر راپور

په هرات کې د غبرګولي په نیمایي کې د درې نویو فابریکو په فعالېدلو سره اوس ډېر ځوانان په کار ګومارل شوي دي چې په نتیجه کې یې وارداتي ایراني تولیداتو ته اړتیا هم کمېږي. [عمر/ سلام ټایمز]

هرات -- د هرات صنعتي ښارګوټي کې د غبرګولي په ۱۸مه درې نوې جوړې شوې فابریکې پرانستل شوې.

په دغو فابریکو کې خصوصي سکتور له ۵ میلیونو ډالرو (۴۴۵.۷ میلیونو افغانیو) څخه ډېرې لګولي دي چې د پاکولو مواد، اکسېجن، نایتروجن او مالوچ تولیدوي.

د هرات د کانونو او صنایعو د خونې رییس حمیدالله خادم وویل، په افغانستان کې د اقتصادي بحران او د زیاتېدونکې بې کارۍ په ترڅ کې د دغو فابریکو جوړېدل حیاتي ارزښت لري.

هغه وویل، «دغو فابریکو له ۱۵۰ څخه ډېر ماهر او غیر ماهر کارکوونکي په کار ګومارلي دي. د دې معنی دا ده چې موږ ګاونډیو هېوادونو ته د ۱۵۰ ځوانو افغانانو د کډه کېدلو مخه نیولې ده.»

یو د فابریکې کارکوونکی د غبرګولي په ۱۹مه په هرات ښار کې د مالوچو د پروسیس په یوه نوې جوړه شوې فابریکه کې لیدل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

یو د فابریکې کارکوونکی د غبرګولي په ۱۹مه په هرات ښار کې د مالوچو د پروسیس په یوه نوې جوړه شوې فابریکه کې لیدل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

خادم وویل، «پانګوونکي ډېر لېوال دي چې په هرات کې فابریکې پرانیزي، او تمه ده چې په نږدې راتلونکي کې د هرات صنعتي ښارګوټي کې تر ۲۰ پورې نورې فابریکې هم پرانستل شي.»

هغه زیاته کړه، په پام کې ده چې په یوه میاشت کې دننه په هرات کې یو نوی صنعتي ښارګوټی هم پرانستل شي. تمه ده چې د زراعتي‌ تولیداتو د تولید او پروسیس د پروژې د لومړي فېز په لړ کې له ۱۰۰ څخه ډېرې فابریکې په کار پیل وکړي.

خادم وویل، د بې کارۍ په کمولو سربېره،د دغو نویو جوړو شویو فابریکو نتیجه دا ده چې د مشابه ایراني تولیداتو واردولو ته اړتیا به پای ته ورسېږي.

د هرات صنعتي ښارګوټي کې د اکسېجن او نایتروجن د فابریکې اجرائیه رییس نصیر ایوبي وویل چې د هغه د فابریکې تولیداتو د لوېدیځې سیمې د خلکو اړتیاوې پوره کړي، او کولی شي چې د جنوبي سیمې د خلکو اړتیاوې هم پوره کړي.‌

هغه وویل، دا فابریکه چې د ورځې په ګډه ۴۰۰۰۰ لېټره اکسېجن او نایتروجن تولیدوي په افغانستان کې د یادو دوو عناصرو د سترو تولیدوونکیو له ډلې څخه یوه ده.

هغه وویل، «موږ پر مخ ځو او د اکسېجن او نایتروجن را واردولو ته اړتیا نه لرو. زموږ تولید په لوېدیځ زون کې له تقاضا څخه زیاتېږي.»

نوموړي وویل، «په داسې حال کې چې د کروناوایرس وبا په افغانستان، ایران او نورو ګاونډیو هېوادونو کې په چټکۍ سره خپرېږي، موږ د اکسېجن صدور بند کړی او اوس د بل هر وخت په پرتله تقاضا ډېره ده.»

هغه زیاته کړه، «خو له اوس نه ایسته، زموږ په هېواد کې ایراني تولیداتو ته اړتیا نشته.»

هغه وویل،‌ دې فابریکې په لومړۍ دوره کې ۴۵ تنه کارکوونکي استخدام کړل او داسې پلانونه لري چې په راتلونکي کې د کارکوونکو شمېر زیات کړي.

د هرات صنعتي ښارګوټي کې ۲۰۰ فابریکې فعالیت کوي. هغوی د غیر الکولي مشروباتو او لبنیاتو او نورو خوراکي توکو په ګډون، د افغانستان په نږدې ۷۵ اقتصادي سکتورونو کې په کار بوختې دي.

په وروستیو کالونو کې، د ایران د بازار ماتوونکي سیاست او په افغانستان کې د اقتصادي ناامنۍ له امله، تر ۲۰۰ پورې نورې فابریکې مجبورې شوي چې خپل فعالیتونه ودروي.

له ایران څخه واردات د افغانستان صنایع کمزوري کوي

په هرات کې د فابریکو مالکان وایي، د نویو فابریکو له پرانستل کېدلو څخه مخکې، د ایراني تولیداتو واردات ډېر زیات شوي وو.‌

په هرات کې د درملو او طبي وسایلو جوړونې د یوې فابریکې اجرائیه رییس محمد امین جامي وویل چې له ایران څخه د مشابه تولیداتو واردات اوس هم د هغه د فابریکې ورځني عملیات اغېزمنوي.

هغه وویل، «د قاچاقي یا هغو ایراني تولیداتو چې د ګمرکاتو له لارې پروسیس کیږي، کیفیت ډېر ټیټ دی او له همدې امله ارزان دي. موږ نشو کولی چې له دغو تولیداتو سره چې د هرات په مارکېټونو کې لږ قیمت لري، سیالي وکړو.»

هغه زیاته کړه، هرات ته د ایران د صادراتو هدف دا دی چې افغان سیالان وځپي او کار یې ټکنی کړي.‌

جامي وویل، «زموږ د تولیداتو کیفیت لوړ او نورو هېوادونو ته د صدور په نړۍ والو معیارونو برابر دي، خو هیڅوک هم د کورنیو تولیداتو ملاتړ نه کوي.»

د جامي په وینا، دا فکتورونه د دې سبب شول چې سږ کال د داخلي تولیداتو خرڅلاو د تېر کال په پرتله ۴۰٪ کم شي.

په هرات کې د خوراکي توکو په یوه فابریکه کې د بازار موندنې د چارو یوه افسر جاوېد مهربان وویل چې له ایران څخه د ټیټ کیفیت لرونکیو خوراکي توکو وارداتو د هغه د کمپنۍ عواید خراب کړي دي.

هغه زیاته کړه، «موږ بېلابېل ډول کېکونه او کولچې تولیدوو، خو ټیټ کیفیت لرونکي مشابه ایراني تولیدات په لږ قیمت محلي مارکیټ ته ننوځي. تر دې چې هرات ته یوه اندازه تاریخ تېر ایراني توکي هم راقاچاق کیږي.»

هغه زیاته کړه، «د ایران له دښمنۍ څخه ډکو سیاستونو له ډېرو کالونو راهیسې د افغانستان داخلي صنایع خراب کړي دي. د ایران له خوا ملاتړ کېدونکي شبکې او ګروپونه افغانستان ته د ټیټ کیفیت لرونکیو تولیداتو قاچاق ته دوام ورکوي.»

هغه وویل، د ایران نهایي هدف دا دی چې د افغانستان صنایع فلج کړي او د سیمې په بازارونو باندې برلاسی شي.

نوي کاري فرصتونه

په هرات کې د نویو جوړو شویو فابریکو تازه ګومارل شوي کارکوونکي وایي هغوی ډېر خوښ دي چې د میاشتو میاشتو له اوږدې بې کارۍ او تنګسې څخه وروسته یې کار موندلی دی.

سید احمد محمدي یو له هغو کسانو څخه دی چې د اکسېجن او نایتروجن په فابریکه کې یې کار موندلی دی.

محمدي چې د خپلې شپږ کسیزې کورنۍ یواځینی نفقه ګټونکی دی، وویل هغه ډېر خوښ دی چې کولی شي یو عاید ترلاسه کړي او د خپلې کورنۍ لګښتونه پوره کړي.‌

هغه وویل هغه غوښتل ایران ته لاړ شي، خو اوس چې هغه یوه وظیفه لري، نور اړتیا نه لري چې لاړ شي او هغه ډېر خوښ دی چې د خپل هېواد خدمت کوي.

محمدي زیاته کړه، «زه ډېر خوښ یم چې زه نور بې وظیفې نه یم. دلته زما په څېر ډېر ځوانان په کار ګومارل شوي او کولی شي چې د ژوندي پاتې کېدلو او ژوند تېرولو لپاره یو ښه عاید ترلاسه کړي.»

محمد حسن مرادي چې د پاکولو د موادو د فابریکې یو کارکوونکی دی او شپږ کسه کورنۍ لري، هم وویل چې د هغه میاشتنی عاید د هغه د اړتیاوو پوره کولو لپاره کافي دی.

هغه وویل، «زه له نورو پانګوونکیو څخه غواړم چې په افغانستان کې نورې فابریکې هم جوړې کړي څو ډېر کاري فرصتونه رامنځته شي او ګاونډیو هېوادونو ته د افغان ځوانانو د کوچېدلو مخه ونیول شي.»

هغه زیاته کړه، «زه څو میاشتې بې کاره او له اقتصادي ننګونو سره مخامخ وم. د تېرو میاشتو په ترڅ کې، بې کارۍ او د خوراکي توکو قیمتونه لوړ شول، او زه مجبور شوم چې د خپلو بچیانو د مړولو لپاره له خپلوانو څخه پیسې قرض کړم. اوس چې زه یوه وظیفه لرم، زه به خپل قرض تادیه کړم.»

مرادي وویل هغه د کار له پيدا کولو راهیسې یو ځل بیا خپل راتلونکي ته هیله من شوی دی.

محب الله حیدري چې یو پخوانی عسکر دی له یوې مودې بې کارۍ څخه وروسته د مالوچو د پروسیس په نوې جوړه شوې فابریکه کې یوه وظیفه وموندله.

هغه وویل، «وروسته له هغه چې زه بې کاره شوم، ما په بشپړ ډول باور له لاسه ورکړ. زه په رواني ستونزو اخته شوم، خو اوس زه ډېر خوښ یم چې کار کوم او په نورو باندې تکیه نه کوم.»

نوموړي زیاته کړه، «که په هېواد کې نورې فابریکې جوړې شي، زموږ ځوانان به بیا دې ته اړتیا نه لري چې خپل ژوند له خطر سره مخامخ کړي او په غیر قانوني لارو ګاونډیو هېوادونو ته لاړ شي. د کار نشتوالي اکثر ځوانان مهاجرت ته اړ کړي دي.»

حیدري وویل، د کاري فرصتونو لپاره د ځوانو افغانانو یوازنۍ هیله د خصوصي سکتور پانګونې دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هغه وخت چې په افغانستان کې تقریبآ د اوس په څیر د واک پر سر داخلي جنجالونه وو، ایران د افغانانو له بې اتفاقي په ګټه اخیستنه هرات اشغال کړی و، کله چې امیر دوست محمدخان داخلي بغاوتونه کنترول کړل په ۱۸۶۲ میلادي کال یې په ایراني پوځونو برید وکړ او هرات یې ازاد کړ. په عکس کې دوه ایراني پوځیان د افغان امیر پښې او لاسونه ښکلوي، جې امیر ټول ازاد او خپل هیواد ته ولیږل. https://www.facebook.com/photo?fbid=5504131072944493&set=a.100924903265164

ځواب ورکړئ

په هر هېواد کې چې د ابادۍ په نوم یوه خښته په بله کېښودل کېږي حیاتي ارزښت لري او بیا دا خو په اوس وخت کې د افغانستان لپاره غټ خبر دی، چې په یوه ولایت کې درې فابرېکې جوړې شوي دي. زه یې بلکل منم چې هم به خلکو ته د کار زمینه برابره شوي وي او هم به په وارداتو کې کموالی راغلی وي. دې فابریکو کې نه یوازې ۱۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې، بلکې ۱۵۰ کورنۍ بهر ته له تللو راایسارې شوي دي چې په خپل ګران وطن کې به یې د کور یو تن کار کوي او نور به زده کړې کوي او په خپل وطن کې به جیګې سترګې ژوند کوي. د راپور په یوه برخه کې راغلي چې په نږدې راتلونکي کې به په هرات کې ۲۰ نورې فابریکې پرانیستل شي، څومره یو زبردست کار به وشي. چې په درې فابریکو کې ۱۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او د دوی کورنۍ بهر ته له تلو راایسارې شوي، نو د ۲۰ فابریکو په پرانیستل کېدو سره شاوخوا ۱۰۰۰ تنو ته د کار زمینه برابرېږي چې کورنۍ به یې په قاچاقي او سختو لارو بهر ته د تلو فکر له پامه وغورځوي، څومره ښه به وشي چې دا فابریکې جوړې او خلک په کار بوخت کړل شي. زما پیغام دادی چې وه زموږ تخریبوونکو (پاکستان، ایران، روسیه، چین ...) د افغانستان خلک په کراره پرېږدئ. پرېږدئ چې په خپل کور کې کار وکړي. تعلیم وکړي. ژوند وکړي. او که یې نه پرېږدئ ولاکه تاسو هم ترې شپه په کراره وکړه. افغانان ډېر غیرتي خلک دي. ښه ژوند نه غواړي، خراب کوي خو په ارام یې کوي. پردۍ جګړې او لانجې د افغانانو سر ته مه راوړئ.

ځواب ورکړئ

دا په حقیقت کې یو لوی او مثبت کار دی، خو دا فابریکې تر هغو نه شي بریالۍ کېدای څو د حکومت او عامو خلکو ملاتړ ترلاسه نه کړي. دولت باید د ګمرکي تعرفو په لوړولو سره د بهرنیو تولیداتو په مقابل کې د کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړي او همدارنګه د وارداتي توکو د کنټرول او څارنې په برخه کې جدي اقدام وکړي او هېواد ته د قاچاقي توکو د واردولو مخه ونیسي. خلک هم کولی شي د دې ډول فابریکو په بریالیتوب کې مهم رول ولوبوي. دوی باید افغاني محصولات واخلي، که څه هم یو څه اضافي افغانۍ لګښت ولري. په دې توګه به د دغو فابریکو د مفلس کېدلو مخه ونیول شي.‌

ځواب ورکړئ

هو، زه موافق یم چې رسنۍ باید خلک وهڅوي چې افغاني تولیدات واخلي. خلک باید پوه شي چې څومره پیسې چې هغوی د بهرنیو تولیداتو په اخیستلو باندې لګوي، په حقیقت کې یې هغوی د خپلو بچیانو د وزګارولو لپاره لګوي.

ځواب ورکړئ