اقتصاد

ایران له افغانستان څخه د پانګونې لوری اړوي، اقتصادي ناورین لا نور سختوي

د عمر راپور

د هغو راپورونو له خپرېدلو څخه وروسته چې ویل یې په ایران کې افغان کډوال ځورول کیږي، افغان معترضان د وري په ۲۲مه په هرات کې د یوه لاریون په ترڅ کې د ایران د قونسلګرۍ وداني په ډبرو ولي. [محسن کریمي/ای اېف پي]

د هغو راپورونو له خپرېدلو څخه وروسته چې ویل یې په ایران کې افغان کډوال ځورول کیږي، افغان معترضان د وري په ۲۲مه په هرات کې د یوه لاریون په ترڅ کې د ایران د قونسلګرۍ وداني په ډبرو ولي. [محسن کریمي/ای اېف پي]

هرات -- په داسې حال کې چې د افغانستان اقتصاد له ستونزو سره مخامخ دی، تهران هڅه کوي افغان پانګوونکي او سوداګر ور جلب کړي چې په ایران کې پانګونه وکړي.

د ایران رژیم د غوایي په ۲۰مه نږدې ۲۰ افغان پانګوونکیو او سوداګرو ته تابعیت ورکړ.

ایران ژمنه کړې چې له افغان پانګوونکیو سره بشپړ ملاتړ وکړي، او دا یوه داسې ژمنه ده چې ځینې کارپوهان وایي په قصدي توګه د افغانستان د اقتصاد د مخنیوي لپاره یې ترسره کوي.

په هرات ښار کې د اقتصادي چارو یوه پوه احمد ضیا منیر وویل چې د ایران رژیم د افغانستان له موجود بحران څخه په استفادې سره افغانان دې ته هڅوي چې په ایران کې پانګونه وکړي.

هغه وویل، «د افغانستان موجود ناڅرګنده او نهیلي حالت دې ته لاره هواره کړې چې د ایران رژیم نهیلي افغان پانګوونکي د خپل هېواد په لور ورجلب کړي.»

هغه زیاته کړه، «ایران د تېرو څو کالونو په ترڅ کې د افغانستان د سوداګرۍ د چاپېریال د خرابولو په لاره کې هېڅ صرفه نه ده کړې، او اوس غواړي چې د پانګونې د جلبولو له لارې د دغه هېواد اقتصاد ویجاړ کړي.»

د ایران له خوا افغان پانګونکیو ته د تابعیت ورکولو پریکړه په داسې حال کې مخې ته راځي چې د ایران خپل اقتصاد هم د نړۍ والو بندیزونو له امله سخت متاثر شوی دی.

وروستی حرکت په ځانګړې توګه د یادونې وړ دی ځکه ایران یو له هغو هېوادونو څخه دی چې بهرنیو وګړو ته د تابعیت ورکولو لپاره ډېر سخت شرایط لري.

مثلا، ایران د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې په ایران کې زیږیدلي بهرني ته په اتومات ډول تابعیت نه ورکوي.

د افغانستان د صنایعو زیانمن کول

د ایراني رژیم سیاستونه یو له هغو عواملو څخه وو چې د تېرو څو کالونو په ترڅ کې یې د هرات صنعتي پارک کې له ۵۰٪ څخه ډېرې فابریکې بندې کړې.

کتونکي وایي، د ایران له خوا د بازار ماتونکو غیر قانوني سیاستونو له لارې افغانستان ته د خپلو ارزانو توکو را لیږل د افغانستان داخلي تولیدات له ناکامۍ سره مخامخ کړي دي.

د هرات د سوداګرۍ او صنایعو د خونې رییس حمیدالله خادم وویل چې د هرات صنعتي پارک کې د ۴۰۰ فعالو فابریکو له ډلې څخه له ۲۰۰ ډېرې د ګاونډیو هېوادونو د بازار ماتوونکیو سیاستونو له امله مجبورې شوې چې بندې شي.‌

هغه زیاته کړه، افغان پانګوونکیو د تېرو څو کالونو په ترڅ کې خپله پانګه له افغانستان څخه اېستلې او ډېره یې په ایران کې بنده کړې ده.

هغه وویل، «افغان تولیدوونکیو دا وړتیا له لاسه ورکړې چې په ځایي بازارونو کې سیالي وکړي ځکه چې ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه ایران داسې لارې چارې برابرې کړي چې په غیرقانوني توګه د ټیټ کیفیت او ارزان توکي صادر کړي. د دې کار په نتیجه کې اکثرې فابریکې بندې شوي دي.»

خادم وویل، او اوس «افغان پانګوونکیو ته تابعیت ورکول د افغانستان اقتصاد خرابوي او دې ته یې لاره هواره کړې چې د افغانستان پیسې ایران ته لاړې شي.»

د هرات صنعتي پارک کې د خوراکي توکو د یوې فابریکې مالک محمد صدیق افضلي وویل چې د فابریکې د تولیداتو کچه یې په وروستیو کالونو کې د ایراني خوراکي توکو د زیات ورود له امله شاوخوا ۷۰٪ کمه شوې ده.

هغه زیاته کړه، «ما په دې فابریکه کې ۲۵ میلیونه ډالر پانګونه کړې او زموږ په تولیداتو کې کېک، بسکټونه او بېلابېل خواږه شامل دي. موږ ونشوای کولی چې په ځایي مارکیټ کې سیالي وکړو ځکه چې عین تولیدات په ډېرو کمو قیمتونو له ایران څخه راواردیږي.»

نوموړي وویل، «ایران زموږ د صنعتي سکتور په شل کیدو کې مستقیم رول لوبوي.»

افضلي وویل له مداخلې څخه د ایراني رژیم هدف دا دی چې د افغانستان صنعتي سکتور وځپي او د ودې مخه یې ونیسي څو د دغه هېواد بازارونه په ایراني تولیداتو باندې متکي شي.

د کم وسه کډوالو ځورول

د افغانانو د پانګې د جلبولو لپاره د تهران هڅې په داسې حال کې رامنځته کیږي چې اکثر افغان کډوال له یوه ډیر متفاوت حقیقت سره مخامخ دي.

ایران له لسیزو راهیسې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه توب پر غاړه لري، خو د زمري له میاشتې راهیسې د کډوالې نوې څپې پرې ور روانې دي چې چارواکي او عام خلک یې بې حوصلې کړي دي.

په وروستیو میاشتو کې په ټولنیزو رسنیو د افغان کډوالو داسې وحشتناک امځورونه او ویډیوګانې خپرېږي چې په وینو ککړ ځوان افغانان په داسې حال کې ښیي چې د چاقوګانو او نورو وژونکیو وسیلو بریدونه پرې شوي دي.

په هرات کې تېره میاشت وروسته له هغه اعراضونه پیل شول چې داسې ویډیوګانې خپرې شوې چې ایراني سرحدي سرتېري او ملکي خلک یې ښودل چې افغانان وهي، خو دا روښانه نشوه چې دغه انځورونه کله او چېرې اخیستل شوي ول.

ایراني چارواکي هره ورځ د اسلام کلا سرحد له لارې تقریبا ۲۰۰۰ خلک را اړوي. د هرات د کډوالو ریاست په وینا، دې ته ورته شمېر خلک هره ورځ په نیمروز ولایت کې هم په پوله را اړول کیږي.

د بدخشان ولایت یوه اوسېدونکي اسدالله نظري چې په وروستیو کې له ایران څخه را اېستل شوی وو د غوایي په ۲۶مه وویل، ایراني امنیتي ځواکونو په فعاله توګه افغانان لټول چې ویې نیسي او په پوله یې راواړوي.

نظري په هرات کې د ملګرو ملتونو د کډوالو په یوه کمپ کې وویل، «ما په تهران کې په یوه ساختماني شرکت کې کار کاوه. پولیسو زه یو ځل ونیولم او ماته یې حتی دومره وخت را نه کړ چې د کار جامې مې بدلې کړم.»

هغه زیاته کړه، «هغوی زه د توقیف مرکز ته بوتلم. هغوی ماته اجازه را نه کړه چې خپله بټوه او شخصي شیان مې راواخلم.»

نظري وویل، «افغان کډوالو ته په ایران کې د حیواناتو په سترګه کتل کیږی. کله چې ایراني مقامات پوه شي چې موږ افغانان یو، هغوی موږ ته کنځلې پیل کړي، او ځینې خو یې حتی له شکنجې او وهلو څخه هم ډډه نه کوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د افغانستان حکومت باید د هغو کسانو افغان تابعیت لغوه کړي چې په ایران او پاکستان کې یې تابعیتونه اخیستي دي. هغه کسان چې د دغو دوو هیوادونو له خوا تمویل او تجهیز کیږي او بیا داسې په تابعیت باندې نازول کیږي دوی حتما د افغانستان لپاره بد نیتونه لري او کیدای شي چې په راتلونکي کې افغانستان ته خطر پېښ کړي.

ځواب ورکړئ

نو د ایران په شان هیواد څخه نور د څه تمه کولای شو؟ ایران چې له خپلو خلکو سره ښه چلند نه کوي، د ایران له خزانې څخه غلا کوي، د ایران سرچینې پر چین او روسیې پلوري، په خپل هېواد کې د بیان ازادي تر پښو لاندې کوي، په سوله ییزو لاریون کوونکيو باندې ډزې کوي، د مدني ټولنې فعالان او مخالفین بې له دې چې قانوني شواهد وړاندې کړي، اعداموي.، نو له افغانانو سره به څه ډول چلند وکړي؟ د ایران غیر انساني رژیم چې د اسلام په نوم پر خپلو خلکو ظلمونه کوي، په حقیقت کې یو غیر انساني او د اسلام ضد رژیم دی. هغوی پرته له دې چې د مهارت لرونکو غلو د یوې وړې ډلې د ګټو په هکله فکر وکړي، چې له کلتور، اقتصاد، تعلیم، اردو او بهرني سیاست څخه نیولې تر وړو مسایلو پورې هر څه کنټرولوي او رهبري کوي، د بل څه په اړه فکر نه کوي. په دې هیله چې یوه ورځ د نړۍ د نورو استبدادي او دکتاتورو رژيمونو په څير د ایران ملایي نظام چپه شي، او په دې توګه د افغانستان، ایران او نورې نړۍ خلک د دغه ستر شیطان له شر نه خلاص شي.

ځواب ورکړئ

دا یوازې پانګه او نغدې پیسې نه دي چې ایران هڅه کوي غلا یې کړي او د خپلو ګټو لپاره یې واړوي. د دې پر ځای ایران د افغانستان د کاني زیرمو د لوټلو لپاره لوی پلانونه لري. څو کاله وړاندې نیویارک ټایمز د افغانستان د کانونو په اړه راپور ورکړی و او لیکلي وو چې افغانستان د ځمکې لاندې زیرمو له پلوه د نړۍ له شتمنو هیوادونو څخه دی. نیویارک ټایمز لیکلي وو چې د افغانستان په سویل کې د لیتیم، اوسپنې، مسو، کوبالټ او سرو زرو نوې کشف شوې زیرمې دومره لویې دي چې دغه بې وزله هیواد د نړۍ له مهمو هیوادونو څخه شمیرل کیږي. راپور وايي، د افغانستان لیتیم د سعودي عربستان له تیلو سره برابر دی او د افغانستان د مسو زیرمې د چیلي د مسو له سترو زیرمو سره برابرې دي. سرچينه زیاتوي، د حاجي ګک کان دوه ميليارده ټنه اوسپنه لري، د افغانستان يورانيوم په نړۍ کې بې ساري دى او د افغانستان د ګازو ارزښت يو تريليون ډالر دى. په راپور کې دا هم ویل شوي چې د افغانستان زمرد د کولمبیا له زمردو ښه دي او د افغانستان الماس تر افریقايي الماسو ښه دي. د ایران حکومت د دې پراخو زیرمو د شتون له امله د افغانستان د کانونو په لټه کې دی ترڅو د دغه هیواد زیرمې لوټ کړي. د تسنیم خبری آژانس د خبر له مخې، د ایران او افغانستان د سوداګرۍ د خونې مشر حسین سلیمي د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ وروستي وضعیت ته په اشارې سره وویل، د افغانستان د کانونو سکتور ته د داخلېدو وړاندیز شوی، څو په پخواني مقدار ورود دوام وکړی. هغه زیاته کړه، «موږ وړاندیز کړی چې د افغانستان د کانونو سکتور ته داخل شو او د پانګونې او د تخنیکي او انجینري خدمتونو د صادرولو له لارې له کانونو څخه خپل عایدات زیات کړو، څو د پخوا په څېر وارداتو ته دوام ورکړو.» د افغانستان اوسني مشران باید د

ځواب ورکړئ

ستاسو خبره صحیح ده لاکن حقیقت دا دی چې افغانستان ضرورت لري چې خپل کانونه وباسي. تاسو د پاکستان غلاوو ته هیڅ اشاره نه ده کړې. پاکستان همدا نن هم ویلي چې غواړي د چترال له لارې کونړ او نورستان ته لاره وباسي او په دې خر هم پوهیږي چې هغوی غواړي له هغه ځای نه یا د افغانستان د ځنګلونو چارتراش غلا کړي یا کانونه غلا کړي. خبره دا ده چې افغانستان ظرفیت کم لري او د دې لپاره چې د ایران او پاکستان له حکومتي غلو نه په امن شي، په کار دی چې د افغانانو خواخوږي او په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالات چې له لسیزو راهیسې یې له افغانانو سره مرستې کړي دي، له افغانستان سره د مسلکي کسانو به روزلو او د وسایلو او تجهیزاتو په ورکولو کې مرسته وکړي.‌

ځواب ورکړئ

دا لیکنه خواشینوونکې ده. خدای د نړۍ تر ټولو بې شرمه، بې وجدانه، ظالم، وحشي، حریص او منافق ګاونډي افغانستان ته ورکړي. هیڅ بل هیواد خپل ګاونډي تر دې حده نده ځورولي او نه یې دي ورات کړي لکه ایران او پاکستان. ددوی منافقت هغه وخت له زغمه ووځي چې نااهله او جابر مشران یې ټوله ورځ په میډیا او تلویزیونونو کې د افغانانو سره د دوستۍ او د هغوی نه د ملاتړ نارې وهي. خو په حقیقت کې دې نمک حرامه هیوادونو هیڅکله د افغانانو او افغانستان له بربادۍ لاس نه دی اخیستی. افغاني کارګرانو د ایران د شاهي رژيم پر مهال د ایران په جوړولو کې تر هرچا زیاته هڅه وکړه او ایران یې له برکته آباد شو، وروسته د عراق او ایران په جګړه کې افغان مهاجر د خپلې طبیعي زړورتیا پر اساس تر ایرانیانو زیات د جګړې په لومړیو کرښو کې وجنګېدل او ایران یې آزاد کړ، په وروستیو کې هم ایران د افغان مهاجرو په مټ د سوریې په جګړه کې خپلو مخالفینو ته ماته ورکړه خو ددې هرڅه په بدل کې ایرانیانو افغانانو ته د زیان رسولو، شکنجې، وهلو ټکولو، سپکاوي، له خپل هیواده د شړلو، د هغوی د وژلو او آن د هغوی د وجود د غړو د پرې کولو پرته هیڅ نه دې کړي. موږ افغانان د خدای پرته بل هیڅوک نلرو چې پوښتنه مو وکړي او زه له خدایه غواړم چې ایران ډېر ژر داسې ذلیل کړي چې زموږ ننی حالت یې یاد ته راشي.

ځواب ورکړئ

وروره په دې نړۍ کې هر هیواد خپلو ملي ګتو پسې ګرځي داسې خو نه دي لکه زموږ مشران چې د یو څو پیسو، چوکیو یا موټر په بدل کې دې خپل جوړ نظامونه ړنګ او تخریب کړي. ایران ته د ښېراوو پر ځای افغانانو ته دعا وکه چې عقل یې سرته راشي او په یو او بل نوم یو بل ونه وژني. هوښیار ملتونه د خپلو ستونزو له امله د نورو د ملامتولو پرځای مټې را بډوهي او د وطن په جوړولو کې برخه اخلي، نه دا چې ټوله ورځ یې په ژړا او ښېراوو سر وي او له خدایه وغواړي چې ددوی دښمن ورته ضعیف او خوار کړي. تاسو وګورئ ایران او آزربایجان څومره ستونزې لري او ایران څومره هڅه کړې چې هلته مداخله وکړي خو آزربایجان یو غښتلی دولت لري چې خلک ورنه ملاتړ کوي ځکه خو د ایران هر منافقت بې پایلې پاتې کېږي. افغانان هم که همداسې یو غښتلی حکومت جوړ کړي نه به وطن ویجاړیږي او نه به هم موږ ټوله ورځ نورو ته په ښېراوو سر یو. مننه

ځواب ورکړئ