کډوالان

اسلامي علماوو د ایران له خوا له افغانانو سره روان چلند غیر اسلامي او غیر انساني وباله

د عمر راپور

د تاوتریخوالي او شکنجو د پېښو په هکله له وروستیو راپورونو څخه وروسته، افغان دیني عالمانو د ایراني رژیم له خوا له افغان کډوالو سره شوی ناوړه چلند د غیر اسلامي او غیر انساني چلند په توګه غندلی دی. [عمران/سلام ټایمز]

هرات -- د تاوتریخوالي او شکنجو د پېښو په هکله له وروستیو راپورونو څخه وروسته، د هرات دیني عالمانو د ایراني رژیم له خوا له افغان کډوالو سره شوی ناوړه چلند د غیر اسلامي او غیر انساني چلند په توګه غندلی دی.

ایران له لسیزو راهیسې په میلیونونو افغان کډوالو ته ځای ورکړی، خو د زمري میاشتې راهیسې په دغه هېواد باندې د کډوالو د سېل تازه څپې ور روانې دي، چې چارواکي او عادي خلک یې بې حوصله کړي دي.‌

په وروستیو میاشتو کې، په ایران کې د افغان کډوالو زړه بوږنونکي انځورونه او ویډیوګانې خپرېږي چې په وینو ککړ افغانان چې د چاقوګانو او نورو مرګونو وسیلو ګوزارونه پرې شوي دي، ښیي.

په هرات کې تېره میاشت وروسته له هغه اعتراضونه پيل شول چې داسې ویډیوګانې خپرې شوې چې ایراني سرحدي ساتونکي او ملکي خلک یې د افغانانو د وهلو په حالت کې ښودل، خو دا معلومه نه وه چې دغه عکسونه کله او چېرې اخیستل شوي ول.

یو را اېستل شوی افغان د وري په ۳۰مه د ایراني مقاماتو له خوا له شکنجو څخه وروسته په هرات ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو په یوه کمپ کې لیدل کیږي. [عمران/سلام ټایمز]

یو را اېستل شوی افغان د وري په ۳۰مه د ایراني مقاماتو له خوا له شکنجو څخه وروسته په هرات ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو په یوه کمپ کې لیدل کیږي. [عمران/سلام ټایمز]

افغان دیني عالمان وایي، ایرانی رژیم د بې ګناه افغانانو په شکنجه کولو او وژلو سره د اسلامي ارزښتونو سپکاوی او له اسلامي احکامو څه سرغړونه کوي.

په هرات ښار کې یوه دیني عالم مولوي عبدالله مولوي زاده وویل، «د اسلام او د حضرت محمد (ص) د احادیثو په اساس، په ایران کې د افغان کډوالو شکنجه کول او له هغوی سره ناوړه چلند کول کاملا ممنوع دي.»

هغه زیاته کړه، «که ایراني عسکر واقعا مسلمانان وای، هغوی به هېڅکله هم افغان کډوال شکنجه کړي نه وای او نه به یې له هغوی سره ناوړه چلند کړی وای.»

مولوي زاده وویل چې که یو مسلمان مجبور شي چې یوه اسلامي هېواد ته کډه وکړي، دا د هغه هېواد وظیفه ده چې هغه ته سرپناه ورکړي.

په هرات ښار کې د مولوي غلام محمد محمدي په نامه یوه بل دیني عالم وویل،‌ په داسې حال کې چې د ایران حکومت خپل ځان اسلامي بولي، له افغان کډوالو سره د هغوی چلند کاملا غیر اسلامي دی.

هغه زیاته کړه، د افغان کډوالو پر ضد د ایرانیانو له خوا کېدونکی تاوتریخوالی غیر انساني او د شریعت خلاف دی.

هغه وویل، «ایران نشي کولی چې د بې وزلو افغان کډوالو پر ضد چې هغه هېواد ته د کار او نفقې په لټون پسې تللي دي، ناوړه چلند او تاوتریخوالی ترسره کړي،» او ټینګار یې وکړ چې اسلام یو د ورورولۍ او زړه سوي دین دی.

افغان دیني عالمان وایي، د اسلام له نظره، یو مسلمان ګاونډی په نورو مسلمانو ګاونډیانو باندې ډېر حقونه لري چې هغوی یې باید درناوی وکړي.‌

په هرات ښار کې یوه بل دیني عالم قاري محمد عارف نوري وویل،‌ د افغان کډوالو له حقونو څخه ډېرې سرغړونې شوي دي.

هغه زیاته کړه، «په ایران کې د افغان کډوالو پر ضد ناوړه چلند او ظلم د اسلامي ارزښتونو پر ضد کارونه دي. اسلام داسې چلند ردوي.»

نوري وویل، مسلمانان سره ورونه دي. یو ورور باید له بل ورور سره ناوړه چلند ونه کړي.‌

د هرات یوه اوسېدونکي صبغت الله عظیمي وویل، «ایران هېڅکله هم د خپلو ګاونډيانو ښه دوست نه وو. تل یې د خپلو ګاونډیانو د تاوان په بدل کې خپلې ګټې لټولي دي.»

هغه زیاته کړه، «د ایران حکومت افغان کډوالو ته د انسانانو په سترګه نه ګوري.»

نړۍ والې محکمې باید لاس په کار شي

ځینې افغان شنونکي او قانون پوهان له نړۍ والو محکمو څخه غوښتنه کوي چې په ایران کې د افغان کډوالو پر ضد د ناوړه چلند پېښې وڅېړي.‌

په هرات ښار کې یوه قانون پوه محمد عارف آریافر وویل، د کډوالۍ د نړۍ والو قوانینو په اساس، د ایران رژیم حق نه لري چې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند وکړي.

هغه وویل، «موږ په ایران کې د افغان کډوالو له بشري حقونو څخه پراخې سرغړونې په خپلو سترګو لیدلي دي. کډوال کاملا بې وسه دي او له ځان نه د دفاع لپاره هیڅ هم نه لري

هغه زیاته کړه، «ځینې داسې ټکان ورکوونکي راپورونه هم شته چې ادعا کوي چې د ایران حکومت په بېلابېلو دلایلو بې ګناه افغان کډوال وژني او د هغوی د بدن غړي خرڅوي.‌»

آریافر وویل، دا ټول مشکوک جرمونه باید د باوري نړۍ والو موسساتو له خوا وڅېړل شي.

هغه زیاته کړه، «په ایران کې د افغان کډوالو په شکنجه او وژنه کې ښکېل هر کس باید په ګوته شي او حساب ورسره وشي. لسیزې کېږي چې په ایران کې له استوګنو افغان کډوالو سره ظلمونه کیږي، خو موږ هېڅکله هم نه دي لیدلي چې له هغوی څخه چا پوښتنه ګروېږنه کړي وي.»

په غور کې د سیاسي چارو یوه شنونکي محمد ظاهر اندیشمند وویل،‌ په ایران کې له افغان کډوالو سره ظلم، ناوړه چلند او د هغوی وژل د بشریت پر ضد یو جنایت دی چې باید هر اړخیزه څېړنه یې وشي.

هغه په ایران کې روان وضعیت ته په کتلو سره وویل، «هیڅوک یې هم د افغان کډوالو د درد او غم پوښتنه نه کوي.»

اندېشمند وویل، ملګري ملتونه باید په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه مداخله وکړي او د لا نور ناوړه چلند او ظلم مخه ونیسي.

هغه وویل، «موږ له ډېرو کالونو راهیسې ډېر خلک پېژنو چې په ایران کې ورک دي،» او زیاته یې کړه چې د ایران حکومت «هېڅ موسسې ته هم اجازه نه ورکوي چې د ورک شویو کسانو پلټنه وکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

7 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

سلام، زه یو افغان یم او په ایران کې ژوند کوم. زه هیله لرم چې د ایران حکومت چې یو شیعه مسلمان هېواد دی موږ مسلمانان به ونه ځوروي. زه دې هېواد ته راغلم، خو وروسته له دې چې د ایراني اتباعو درد او د مهاجرینو په وړاندې د هغوی د ظلمونو درد چې هره ورځ پرې کوي، ما احساس کړ، فیصله مو وکړه چې که وژل کېږو هم، د خپلو هېوادوالو په لاس دې ووژل شو، نه د ایراني غلو او نه د ایرانیانو د یرغل له امله، چې وحدانیت یې په نژادپالنه باندې اړولی دی. په ایران کې هره ورځ پر افغان مهاجرینو ظلم کیږي. موږ د خپل کور له دروازې څخه نیولې د ټکسي دننه پورې امنیت نه لرو. موږ په ټکسي کې د ایرانیانو له مسخرو او پېغورونو سره مخامخ یو. موږ د طالبانو ورونو اسلامي امارت څخه غوښتنه کوو چې خپل وطن ته د مهاجرینو د راستنیدو لپاره زمینه برابره کړي، مهاجرینو ته لارښوونه وکړي، ځکه چې په ایران کې نور د دې ملت لپاره په ښکاره توګه زغم او صبر نه دی پاتې.

ځواب ورکړئ

نو ولې نه چوې له ډېر غمه زما دله .. د جرمني مشهورې مجلې شپيګل آنلاين په خپل يوه تحقيقاتي راپور کې ويلي، اکثريت هغه افغانان چې ايران ته تر اووښتو وروسته په عادي ناروغيو يا زخمونو ايراني روغتونونو کې بستر شوي، ناڅاپه مړه شوي او کله چې يې افغانستان ته مړي راوړل شوي، جسدونه يې څيرې موندل شوي او د ګردو په شمول يې د بدن نور روغ غړي ترې ويستل شوي. شپيګل مجله وايي، د دوی تحقيقاتي ټيم څو ورځې د افغانستان او ايران ترمنځ سرحد کې تېرې کړي او له مهاجرو، د لارې له موټر چلوونکو، د قربانيانو له کورنيو او پوله ساتو افغان ځواکونو سره تر مرکو وروسته يې خپل راپور ترتيب کړی. دا يې زموږ هغه مسلمان (!) ګاونډی چې دلته په وطن کې يې يو شمېر جاسوسان او غلامان په ستاينو خپل ستونی او ک... دواړه شلوي. دوی بيا شيطان‌صفته ايرا ني آخوندان د خپلو ميندو مېړونه بولي او سم‌دم په تقدس ورته قايل دي. د خدای په جلال او عظمت سوګند، د ځمکې پر مخ تر ايرا ني آخوندانو سفّاک، بې‌رحمه او بې‌دينه خلک نشته او افغانان ورته هېڅ انسانان نه ښکاري. ای پر ايرا ن، د دوی پر مسلمانۍ (!)، د دوی پر تهذيب (!) او د دوی پر هر څه دې د خدای او رسول لعن‌ت وي. Abdulahad Hairan

ځواب ورکړئ

دروغ، دروغ، دروغ.

ځواب ورکړئ

ایران د افغانانو تاریخي او دایمي دښمن دی چې د تاریخ په اوږدو کې یې پر افغانانو له هیڅ راز ظلم څخه دریغ نه دی کړی . د ایراني چارواکو له شعارونو سره سره چې ایران د افغانستان دوست او ورور دی، ایران له هر فرصت څخه په استفادې سره پر افغانانو او افغانستان باندې بریدونه کړي دي. له بده مرغه نړيوالې ټولنې هيڅکله په ايران کې د افغان کډوالو په وړاندې خپل مسووليت په سمه توګه نه دی ترسره کړی. په دې برخه کې افغانان باید ځانونه هوښیار کړي، یو بل ته لاسونه ورکړي او یو پیاوړی هیواد جوړ کړي. افغانان باید د ایران د خلکو او حکومت دغه هر ظلم او بې کفایتي په یاد وساتي او په ټاکلي وخت کې له ایران سره حساب کتاب وکړي.

ځواب ورکړئ

تاسو به ډېر نېکمرغه یئ چې که د ايران ولس او حکومت يو ځل بيا ستاسو مظلوم ولس او ستاسو بدبخته خاوره د ايران ستر تمدن ته راولي.

تهران ته خپل استازي ولېږئ چې د ایت الله خامنه اي لاسونه ښکل کړي او هغه ته سوال وکړي، ښه صحیح سوال ورته وکړي او تاسو ته له ایران سره د بیعت خوښي درکړي.

تاسو د ختیځ ایران له ماتو شویو ټوټو پرته نور څه نه یئ. ستاسو پلرونو خپل ګډ کور وران کړ او په خپله مخه لاړل، له ایران څخه جلا شول او په هغه کثافت کې ډوب شول چې افغانستان نومیږي.
تاسو د هغه کنډر په کنډوالو کې چیغې وهئ چې ستاسو پلرونو جوړ کړی، په داسې حال کې چې ایران پرمخ تللی دی.

ځواب ورکړئ

خدای پاک دې د قیامت په ورځ مونږ د ایران د ملت په ډله کې نه راپورته کوي. مونږ دعا کوو چې خدای پاک مونږ د ایرانیانو په لیکو کې راپورته نه کړي، او که داسې کېږي، ښه به دا وي چې مونږ د انسانانو له ډلې څخه وباسي.

ځواب ورکړئ

مونږ وار له مخه د شوروي او پاکستان په نامه دوه دښمنان لرو. افغانان باید اول له روسانو او بیا له پاکستان نه د تېرو ۴۵ کالونو د ظلمونو، وحشتونو، قتلونو بدل واخلي بیا د ایران په رابطه فکر وکړي. لطفا کوشش مه کوئ چې له مونږ نه زمونږ دښمنان غلط کړئ. ایران او پاکستان اتومي وسلې لري.‌ که تاسو واقعا د افغانانو په حال دردېږئ، افغانانو ته وسلې ورکړئ چې له ایران او پاکستان نه انتقام واخلي، ځکه دغه دواړه هیوادونو د ترهګرو ملاتړي او مربیان دي.‌

ځواب ورکړئ