کډوالان

افغانانو په ایران کې د کډوالو د جسدونو د غړو له ورکېدلو څخه وروسته د پلټنو غوښتنه وکړه

د عمر راپور

په تېرو شپږو میاشتو کې، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د کډوالۍ بحران لا ژور شوی او په څپو څپو افغانانو ګاونډیو هېوادونو ته مخه کړې، ایراني عسکرو د افغان کډوالو پر ضد خونړي بریدونه ترسره کړي دي. د سهراب جسد د سلواغې په ۱۸مه هرات ته راورسېد. هغه ۱۶ کاله عمر درلود او ایراني نظامیانو په ایران کې دننه ویشتلی وو. [عمر/سلام ټایمزج

هرات -- د افغان کډوالو پر ضد د خونړیو بریدونو په دوام سره د څېړنو غوښتنې په زیاتېدلو دي،‌ او یو شمېر افغانان په ایراني عسکرو باندې تور لګوي چې د افغانانو د بدن غړي پرې کوي.

دا خبرونه له هغه وروسته مخې ته راځي چې ایراني مقاماتو د معتبرو اسنادو لرونکیو افغانانو ته خپل هېواد ته له ورننوتلو څخه انکار وکړ او هغوی یې له پولې بېرته راواړول او یوه بې باوره حالت او وېرې سره یې مخامخ کړل.

په دې موده کې، ایران یواځې د نیمروز د سرحد له لارې د افغان کډوالو نږدې ۱۰۰ جسدونه افغانستان ته را اړولي دي. دا کډوال اکثر په غیر قانوني توګه ایران ته اوښتي وو څو له فقر او بې باوره حالت څخه ځانونه وژغوري او هلته کار ومومي.‌

ټول مړه شوي افغانان چې ماشومان او لویان په کې شامل ول د ایراني عسکرو د ټوپکونو په ډزو وژل شوي ول.‌

د ۱۶ کلن سهراب خپلوان په ایران کې دننه د ایراني ځواکونو له خوا د هغه له ویشتلو او وژلو څخه وروسته د سلواغې په ۱۸مه په هرات ښار کې په یوه امبولانس کې د هغه تابوت لېږدوي. [عمر/سلام ټایمز]

د ۱۶ کلن سهراب خپلوان په ایران کې دننه د ایراني ځواکونو له خوا د هغه له ویشتلو او وژلو څخه وروسته د سلواغې په ۱۸مه په هرات ښار کې په یوه امبولانس کې د هغه تابوت لېږدوي. [عمر/سلام ټایمز]

ایراني مقاماتو د سلواغې میاشتې په دویمه اونۍ کې د درې ورځو په موده کې د ۹ کډوالو جسدونه افغانستان ته راولېږل. د نیمروز ولایت سرحدي کمېسار محمد هاشم حنظله د سې شنبې په ورځ /د سلواغې ۱۹مه/ وویل، هغوی ټول ویشتل شوي ول.

هغه وویل، «هره ورځ د ملاک سرحدي نقطې له لارې له ایران څخه دوه یا درې جسدونه راوړل کیږي. قربانیان اکثر په سینه یا سر ویشتل شوي وي.»

هغه زیاته کړه، «ایراني نظامیان ډېری افغان کډوال سخت ډبوي او په بې حرمتۍ او بدون له طبي علاج څخه پرته یې افغانستان ته رالېږي.»

حنظله وویل، اکثر قربانیان داسې ځوانان دي چې غوښتل یې ایران یا د ایران له لارې ترکیې او نورو اروپایي هېوادونو ته لاړ شي.

په نیمروز روغتون کې د نرسنګ د څانګې رییس غلام جیلاني شریفي وویل، له ۲۰ څخه ډېر افغانان، چې ټول د ټوپک په ډزو ټپیان شوي ول، په وروستیو کې له ایران څخه له را اېستل کېدلو نه وروسته په روغتون کې بستر شول.

شریفي وویل، «اکثر ټپي شوي کسان... د تل لپاره معلول شوي ځکه چې مرمیو د هغوی د بدن حیاتي غړي زوبل کړي دي.»

هغه وویل، په ټپیانو کې ماشومان هم شامل دي.‌

شریفي وویل، «هغه کسان چې په ایران کې ویشتل کیږي هغوی په سخت حالت کې پرېښودل کیږي. اکثر ټپي شوي کسان د وینې د ضایع کېدلو له امله مري ځکه چې هغوی په وخت سره روغتون ته نه رسیږي.»

د غړو پرې کول

د ویشتل شویو کسانو له ډلې څخه ځینې یې له بدتر برخلیک سره مخامخ کیږي.

سهراب چې ۱۶ کاله عمر یې درلود ایراني عسکرو وویشت او بیا یې یوه پوځي روغتون ته انتقال کړ.

د هغه مور نجیبې وویل، هلته چې ورسېد ایراني ډاکترانو د هغه د بدن غړي ترې واېستل.‌

دغې کورنۍ وویل، د سهراب جسد د دوشنبې په ورځ هرات ته راورسېد. کله چې د هغه کورنۍ جسد ترلاسه کړ،‌ د بدن غړي یې اېستل شوي ول.

هغې زیاته کړه، «زما زوی له ویشتل کېدلو څخه وروسته دوه ساعته ژوندی وو او په روغتون کې تر درملنې لاندې وو، لاکن دا چې هغه بېخي یواځې وو،‌ هغوی وواژه او د بدن غړي یې ترې واېستل.»

هغې زیاته کړه، «د ایران ظالم حکومت زما د زوی قاتل دی. زه به دغو ظالمانو ته هېڅکله هم بښنه ونه کړم. هغوی په یوه ماشوم باندې هم رحم ونه کړ او له وژلو څخه وروسته یې د هغه خېټه وڅیرله.»

د سهراب خپلوان مصطفی احمدي وویل، د ایران حکومت د بدن غړي خرڅوي.

هغه وویل، «له افغانانو سره په ایران کې ناوړه چلند کیږي. ایراني امنیتي عسکر ډېر ځوانان د هغوی د بدن د غړو لپاره وژني.»

احمدي زیاته کړه، «د بشري حقونو ادارې باید د دغو جنایتونو په هکله چې د ایران حکومت یې ترسره کوي چوپ پاتې نشي. که داسې پېښې په نورو هېوادونو کې وشي نړۍ به ټکان وخوري، لاکن په ایران کې هره ورځ په لسګونو افغانان په ډله ییز ډول وژل کیږی او څوک پرې غوږ هم نه ګروي.»

د عبدالحکیم په نامه د نیمروز یوه اوسېدونکي وویل، د ایران حکومت افغان کډوالو ته د انسانانو په سترګه نه ګوري.

هغه وویل، «ډېر افغانان مجبورېږي چې ایران ته لاړ شي او خپل له لوږې سره مخامخ ماشومان وژغوري، لاکن د ایران حکومت هغوی ته شکنجې ورکوي.»

هغه زیاته کړه، «زه ډېر افغانان پېژنم چې د کار لپاره ایران ته تللي وه، لاکن جسدونه یې بیرته راوړل شول. د ایران حکومت د دغو افغانانو د بدنونو غړي پرې کوي او خپلو خلکو ته یې پیوندوي.»

زړه بوږنونکی جنایت

په هرات کې د بشري حقونو یوه فعال محمد یوسف عالمي وویل، په ایران کې د افغان ځوانانو وژل او د هغوی د بدن له غړو څخه استفاده ټکان ورکوونکي دي او په کار دی چې معتبرې نړۍ والې ادارې یې څېړنه وکړي.

هغه وویل، «د بشري حقونو د ارزښتونو او د نړۍ والو کنوانسیونونو په اساس، د ایران امنیتي ځواکونه حق نه لري چې په افغان کډوالو باندې ډزې وکړي. له کډوالو سره په ګرده نړۍ کې مرستې کېږي. که هغوی په غیرقانوني ډول په سرحد اوړي، هغوی نیول کیږي او د هغوی اصلي هېوادونو ته استول کیږي.»

هغه زیاته کړه، «د بېلابېلو هېوادونو په لسګونو زره اوسېدونکي هر کال اروپا ته کډه کیږي، لاکن د اروپایي هېوادونو عسکرو هېڅکله هم په کډوالو باندې ډزې نه دي کړي او نه یې د هغوی د بدنونو غړي پرې کړي دي.»

عالمي وویل، د ایران حکومت د ټولو بشري ارزښتونو پر خلاف له کالونو راهیسې افغانان وژني او شکنجې ورکوي، لاکن هېڅکله هم ورسره محاسبه نه ده شوې.

د نیمروز ولایت په مرکز زرنج ښار کې د مدني ټولنې یوه فعال محمد نذیر هدفمند وویل، هیڅوک هم د افغان کډوالو د وژل کېدلو څېړنه نه کوي.

هغه زیاته کړه، «په روانو حالاتو کې چې افغانان په بشپړ ډول یواځې دي، دا د بشري حقونو د سازمانونو او ملګرو ملتونو وظیفه ده چې وضعیت وڅاري او د افغان کډوالو پر ضد د ایران د جنایتونو مخه ونیسي.»

هغه وویل، «د ایران امنیتي ځواکونه د کډوالو پر ضد غیرانساني جنایتونه ترسره کوي. د بشري حقونو موسسې باید د ایران په حکومت باندې فشار واچوي چې دغه ظلم ودروي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا یوازینی شی وو چې ایران تر اوسه له موږ سره نه وو کړی. اوس دوی د خلکو د بدن غړي پرې کوي او غلا کوي. ایران د انسانانو هیواد دی که د ځناورو؟ ایرانیان هغه وحشي او ظالم قصابان دي چې عملونه یې له انسانانو سره هیڅ ورته والی نه لري او د تاریخ له ټولو ظالمانو څخه بدتر دي. د ایران شریر رژیم نه انساني دی او نه اسلامي، بلکې په بشپړه توګه شیطاني دی. موږ افغانان له هغې ورځې بدمرغه شو چې له شریر ایران او ناپاک پاکستان سره ګاونډیان شوو.

ځواب ورکړئ

په دې کې شک نشته چې ایران د افغانانو پر ضد ډېر جنایتونه کړي او لا هم دوام ورکوي لاکن زه له سلام ټایمز او نورو رسنیو څخه غواړم چې د افغانانو او ګاونډیانو تر منځ د جنګ اور ته لمن ونه وهي. افغانان له جنګ نه ډېر ستړي دي. په افغانانو باندې روسانو، پاکستانیانو، ایرانیانو،‌ امریکایانو او نورو یرغلګرو سخت ظلمونه وکړل. افغانان نور د پردیو د ظلمونو تحمل نه لري. په عین وخت کې زه د امریکا د جمهو رییس جو بایدن له خوا د افغانانو د ملي شتمنۍ د لوټلو او په امریکابانو باندې د ویشلو فیصله په سختو ټکو غندم. دا له افغانانو سره نه یوازې د جو بایډن د ادارې بلکې د ټولو امریکایانو خیانت دی. که امریکا د افغانانو امانت خیانت کړي، افغانان باید بیا هیڅکله په امریکا او امریکایانو باندې باور ونه کړي.

ځواب ورکړئ