کډوالان

د ایران سرحدي ځواکونو له خوا د مهاجرینو بې توپیره وژلو افغانان په غوسه کړي دي

د عمر راپور

په دې عکس کې چې تېر کال د سلواغې په ۲۸مه اخیستل شوی، افغان مهاجرین د نیمروز ولایت په مرکز زرنج کې، له هېواد څخه ایران ته له اوښتلو مخکې یوه پارکېنګ ځای ته رسېږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې تېر کال د سلواغې په ۲۸مه اخیستل شوی، افغان مهاجرین د نیمروز ولایت په مرکز زرنج کې، له هېواد څخه ایران ته له اوښتلو مخکې یوه پارکېنګ ځای ته رسېږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

هرات -- افغانانو وروسته له هغه چې ایراني عسکرو د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار ته څېرمه د ایران پولې څخه تقریبا ۱ کیلومتر لیرې د ۲۵ افغان کډوالو پر یوې ډلې برید وکړ غوسه څرګنده کړه او د عدالت غوښتنه یې وکړه.

ایراني عسکرو د چنګاښ په ۱۱مه پر دغې ډلې ډزې وکړې چې د یوې ښځې او ماشوم په ګډون پنځه افغانان یې ووژل او یو سړی یې ټپي کړ.

د نيمروز د عامې روغتيا رييس عبدالرحمن عبدالله وويل، د پېښې د ټپيانو جسدونه ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

هغه وویل، «موږ چې د هغوی جسدونه معاینه کړل، ومو لیدل چې قربانیان په څو ګولیو ویشتل شوي دي.»

ایراني رسنیو د دغې پېښې په هکله څه نه دي ویلي.

بې ګناه خلک په بې رحمۍ سره ووژل شول

افغانانو د مهاجرینو پر وړاندې د ایران نظامي اقدام یو وحشیانه او غیر انساني عمل وباله.

د زرنج اوسیدونکي فیصل صحت وویل،«دا لومړی ځل نه دی چې ایراني عسکرو په بې ګناه افغانانو باندې له تاوتریخوالي څخه ډک برید وکړ او ویې وژل، بلکې دغه ډول پېښې د ایران په قلمرو کې یا له سرحدي دروازو سره نږدې بیا بیا پېښې شوي دي.»

هغه وویل، «افغانانو پرېکړه وکړه چې ایران ته مهاجر شي څو له پراخې بې وزلۍ څخه خلاص شي.»

صحت وویل، «په داسې حال کې چې ایران خپل ځان یو اسلامي حکومت بولي، د ایران د پوځ له خوا پرله پسې بریدونه ښیي چې دغه هېواد اسلامي او انساني اصولو ته غاړه نه ږدي.»

د دایکندي ولایت اوسېدونکی ۲۴ کلن حسن د وروستي برید له قربانیانو څخه و. نوموړی هغه وخت ووژل شو چې ایراني عسکرو اته ډزې وویشت.

د هغه ورور علي احمد چې ۱۹ کاله عمر لري، وویل، حسن د خپل سفر لپاره پیسې په پور اخیستې وې او غوښتل یې چې د خپلې کورنۍ د ملاتړ لپاره ایران ته د کار موندلو لپاره لاړ شي.

احمد د چنګاښ په ۱۶مه له زرنج څخه د خپل ورور د جسد د ترلاسه کولو پر وخت وویل، «زما ورور د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو له امله ایران ته مهاجرت ته اړ شو. زموږ ولایت کې هېڅ کار نشته او حسن له میاشتو راهیسې وزګار و او پریکړه یې وکړه چې ایران ته د کار موندلو لپاره لاړ شي.»

هغه وويل، «هغه ظالمانه بريد چې ايراني عسکرو زما پر ورور او نورو مهاجرينو کړى دى، د يوه حيوان له خوا پر بل حيوان هم نه دى شوى.»

بې عدالتي باید پای ته ورسېږي

افغانان د بشري حقونو له نړۍ والو سازمانونو غواړي چې د مجرمینو په راکاږلو کې مرسته وکړي او د ایران رژیم دې ته اړ کړي چې د دغه ډول جنایتونو عاملین نړۍ والو محکمو ته وسپاري.

په هرات ښار کې د بشري حقونو يوه فعال غلام فاروق خرسند وويل، ايراني رژيم له څو کلونو راهيسې د افغان مهاجرينو اساسي حقونه تر پښو لاندې کوي.

هغه وویل، «له افغان مهاجرینو سره د ایراني رژیم چلند او کړنې غیر انساني او غیر اسلامي دي. افغان مهاجرین د اقتصادي ستونزو، سیاسي بحرانونو او بېکارۍ له امله په ایران کې د پناه اخیستلو په لټه کې دي، خو رژیم یې په بې توپیره توګه وژني.»

هغه وویل، «له افغان مهاجرینو سره د ایراني رژیم دښمني او ناوړه چلند باید ژر تر ژره پای ته ورسیږي. ملګري ملتونه او نور مسؤل نړۍ وال سازمانونه باید پر رژیم فشار راوړي چې د افغان مهاجرینو له وژلو، شکنجه کولو او غیر انساني چلند څخه لاس واخلي.»

د هرات ښار اوسېدونکي خیرالله صمیم په دې غوسه وښوده چې افغان ځوانان چې غوښتل یې د بې وزلۍ او بېکارۍ له امله ایران ته کډوال شي، په ډزو وژل شوي دي.

هغه وویل، «زه د مهاجرت نړۍ والو او د بشري حقونو سازمانونو څخه غواړم چې خپله چوپتیا ماته کړي او د دغه ډول وحشتناکو جنایتونو عاملین د عدالت منګولو ته راکاږي.»

صمیم وویل، «ایراني عسکرو په وار وار بې وزله افغان مهاجرین په سرحدي سیمو او په خپل هېواد کې دننه په بې رحمانه توګه په ډزو وژلي، خو له دوې څخه هیڅ کله هم پوښتنه نه ده شوې.»

هغه وویل،‌ «روانه بې عدالتي باید پای ته ورسیږي، او قاتلین باید د قانون منګولو ته وسپارل شي.»

د بادغیس ولایت یوه اوسېدونکي خلیل احمد بینش وویل، «د ایراني عسکرو له خوا پر افغان مهاجرینو وروستی برید چې د افغانستان په خاوره کې شوی دی، ډېر خواشینونکی او وحشتناک دی.»

هغه وویل، «که موږ یو پیاوړی حکومت درلودلای، نو د ایراني عسکرو د بریدونو پر وړاندې به یې د افغانانو دفاع کړې وای.»

بینش وویل، «د بې دفاع مهاجرو وژنه په هیڅ صورت د توجیه وړ نه ده.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟