اقتصاد

افغانان د اقتصادي ستونزو په ترڅ کې کمرنګه اختر لمانځي

د عمر راپور

په هرات کې د غرفو مالکان وايي، چې مشتریان د اختر لپاره د سودا اخیستلو توان نه لري او پلور یې کم شوی دی. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- سږ کال د لوی اختر په رارسېدلو سره ګڼ شمېر افغانان له فقر، بېکارۍ او لوږې سره لاس او ګرېوان دي.

په افغانستان کې د سترو مذهبي مراسمو لپاره چې سې شنبه /د چنګاښ ۶مه/ پیل شول، خلک د نویو کالیو، وچې مېوې او د قربانۍ د څارویو د اخیستلو توان نه لري.

۴۵ کلن محمد رسول په هرات ښار کې مزدورکار دی او د یوې پنځه کسیزې کورنۍ د نفقې ګټل ور له غاړې دي.

رسول چې وزګار دی، د ځان او ماشومانو لپاره یې جامې نه دي اخیستي. هغه وویل، هغه نشي کولی چې د اختر لپاره سودا واخلي او یا قرباني وکړي.

په هرات ښار کې د چنګاښ په ۵مه د یوه غرفه یي دوکان مالک پیرودونکو ته انتظار کوي. [عمر/سلام ټایمز]

په هرات ښار کې د چنګاښ په ۵مه د یوه غرفه یي دوکان مالک پیرودونکو ته انتظار کوي. [عمر/سلام ټایمز]

هغه وویل، «که زه کار او عاید ونه لرم، زه نشم کولی د خپلې کورنۍ لپاره کالي او وچه مېوه واخلم.»

هغه وويل، «زه د خوشالۍ پر ځاى مفلس يم، نو د اختر را رسېدلو زه خپه کړم،»

هغه وویل، «سره له دې چې هره ورځ د سړک په غاړه کې د کار لپاره انتظار کوم، زه هیڅ نه شم موندلی. زه ټولې ۵۰۰ افغانۍ (۵.۸۰ ډالر) لرم -- زه څنګه کولی شم په دې لږو پیسو اختر ولمانځم؟»

هغه وويل، «که مې پيسې درلودلی، ما به د خپلو ماشومانو لپاره جامې او وچه مېوه او د قربانۍ لپاره يو پسه اخیستي وای.»

د هرات ښار اوسېدونکى ۵٨ کلن مرزا جعفري چې د دوشنبې په ورځ د وچې مېوې د پېرلو لپاره بازار ته راغلى و، د يوې اته کسيزې کورنۍ نفقه پر غاړه لري.

هغه وويل،‌ «پخوا به مې د خپلې مېرمنې او ماشومانو لپاره نوي کالي او د اختر د نمانځلو لپاره کافي اندازه وچې مېوې پېرودلې، خو سږ کال د اقتصادي ستونزو له امله نشم کولى چې د کورنۍ هر غړي ته نوې جامې واخلم.»

هغه زیاته کړه، «زه به یواځې دومره وچه مېوه واخلم چې د اختر په ورځو کې زما د خپلو خپلوانو او ګاونډیانو لپاره کفایت وکړي او کم رانشم. پخوا به ما له هر ډول وچې مېوې څخه دوه، دوه کیلوګرامه یا زیاته اخیستله،‌ خو سږکال، له هرې میوې څخه به یواځې یوه کیلو یا لږ واخلم.»

جعفري تر يو کال وړاندې په يوه هوټل کې کار کاوه، خو د هوټل مديريت د ده په ګډون يو شمېر کارکوونکي له دندو ګوښه کړل.

هغه وويل، هغه اوس له خپل ورور سره د يوه مستري په دوکان کې کار کوي او د مياشتې ٥٠٠٠ افغانۍ (٥٨ ډالر) ګټي، چې يواځې د ژوند لومړنۍ اړتياوې یې پوره کوي.

د پېرودلو ځواک په کمېدلو دی

د اختر په رارسېدلو سره د هرات په شمال کې د ۶۴ مترو په اوږدوالي د سړک یوې غاړې ته د زړو، وچې مېوې او خوږو د خرڅلاو تر ۲۰۰ ډېر موقني دوکانونه جوړ شوي دي.

دوکانداران شکايت کوي چې د تېرو کلونو په پرتله د اختر لپاره بازار ته ډېر مشتریان راځي.

په هرات ښار کې يوه دوکاندار ٢٤ کلن سيد ولي حقمل وايي، د ۱۴۰۰ کال تر زمري مياشتې پورې يې ډېر مشتریان درلودل، خو په تېرو دوو کلونو کې يې د مشتریانو شمېر کم شوى دى.

هغه وویل، «پخوا مې دومره مشتریان درلودل چې ټولو ته مې رسیدګي نشوای کولی، خو سږ کال په ساعتونو ساعتونو انتظار کوم چې یو مشتري راشي او د اختر لپاره وچه مېوه واخلي.»

هغه وويل، «د روان کال وضعيت له دوو کلونو مخکې وخت سره د مقایسې وړ نه دی.»

هغه وویل،‌ «ځینې خلک راځي، نرخونه ګوري او ځي، ځکه چې هغوی هېڅ شی نشي اخیستلی. کله ناکله زه مېوه په هغه قیمت چې اخیستې مې وي، بېرته خرڅوم، خو بیا هم هغوی د اخیستلو وړتیا نه لري.»

حقمل وويل، د اختر په رارسېدلو سره يې هيڅ نه دي پلورلي، او بايد وچه مېوه په تاوان وپلوري.

د هرات ښار يوه دوکاندار اميد عليزاده چې ۲۸ کاله عمر لري، د حقمل شکايتونه تکرار کړل.

هغه وویل، «مشتریان یواځې نرخونه ګوري او ځي. نرخونه لوړ شوي او هغوی د عاید سرچینه له لاسه ورکړې ده. د دوه کلونو پخوا په مقایسه، اقتصاد دومره خراب شوی چې هغوی نشي کولی د اختر لپاره سودا واخلي.»

هغه زیاته کړه، «پخوا به ځینو دوکاندارانو د اختر لپاره له ۱۵ تر ۲۰ کیلو ګرامو پورې وچه مېوه اخیستله، خو اوس یواځې دومره وس لري چې تر ۳ کیلو ګرامو پورې وچه مېوه واخلي.»

هغه وویل، «کارګرانو او کم عاید لرونکيو کسانو به هم په هر اختر کې تر ۵۰۰۰ افغانیو (۵۸ ډالر) پورې په وچه مېوه لګولې، خو اوس یواځې یو څو کسان کولی شي حتی له ۱۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ افغانیو (۱۲ – ۲۳ ډالر) مصرف کړي.»

علي زاده وويل، پخوا مشتریان خوشحاله وو او عايد يې درلود، خو اوس يې روحيه له لاسه ورکړې او دوکانداري نه کوي، ځکه چې غریب او بې وزله دي.

خفګان او نهیلي

د تېرو کلونو پر خلاف، د هرات پوهنتون محصل فیصل سروري نه نوي کالي اخیستي او نه یې د اختر لپاره تیاری نیولی دی.

هغه وویل، هغه له اوسني وضعیت څخه ډیر نهیلی دی ځکه نشي کولی د تېرو کلونو په څیر اختر ولمانځي، هغه زیاته کړه چې د هغه ډېر ټولګیوال او ملګري له هېواد څخه وتلي دي.

هغه زیاته کړه، «په پوهنتون کې زده کړه هم هغومره په زړه پورې نه ده لکه پخوا به چې وه. زه په ټولګیو کې یواځې د دې لپاره ګډون کوم چې غیر حاضر نشم، لاکن زه په دوامداره توګه په دې فکر کې یم چې له فراغت وروسته چیرته به کار کوم.»

هغه وویل، «کله چې زه په ښار کې ګرځم، زه ګورم چې په سلګونو بې وزله ښځې، نارینه او ماشومان سوال کوي ځکه چې دوی د خوړلو لپاره هیڅ نه لري

سروري وویل، «دا وضعیت زما لپاره خورا دردناک دی او ما د راتلونکي لپاره هیله له لاسه ورکړې ده.»

سروري وویل، د اختر په مناسبت د نویو جامو د اغوستلو فکر په داسې حال کې چې میلیونونه افغانان یې د بې وزلۍ له امله اختر نشي لمانځلی، د هغه لپاره خوشحالوونکی نه دی.

۵۸ کلن شېراغا چې پنځه کسيزه کورنۍ لري، يو لاس ګاډی لري او د هرات ښار له يوې برخې څخه بلې ته د خپلو مشتريانو لپاره د توکو په لېږدولو سره د ژوند څوری ګټي.

پخوا به يې د ورځې تر ۵۰۰ افغانيو (۵.۸۰ ډالره) پورې عايد درلود، خو په تېر کال کې د ټولنې د اقتصادي ستونزو له امله کارونه ورو شوي دي. هغه وویل، اوس هغه د ورځې له ۵۰ تر ۱۰۰ افغانیو (۵۹ امریکايي سنټو تر ۱.۱۸ ډالر) ګټي.

هغه وویل، «اختر د هغو کسانو لپاره خوشحالوونکی دی چې پیسې لري او د جامو او خوږو د اخیستلو توان لري، خو زه دومره پیسې نه لرم چې د اختر لپاره سودا واخلم.»

هغه زیاته کړه، «زه ټولې ورځې په سړکونو تېروم، خو کار نشته، او هغه عاید چې زه یې لرم د خپلې کورنۍ لپاره وچه ډوډۍ هم پرې نشم اخیستلی.»

شېراغا وویل، ډیری افغانان چې د هغه په څیر له بې وزلۍ سره مخامخ دي په حقیقت کې اختر نه لمانځي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟