هرات -- افغانانو د هېواد په بېلابېلو برخو کې د لوی اختر لپاره، چې د سې شنبې په ورځ /د زمري ۳۰ مه/ پیلېږي، خپل تیاري پیل کړي دي.
مشتریان په مارکېټونو ورمات شوي چې د اختر په ورځ د قربانۍ کولو لپاره پسونه او مالونه انتخاب کړي.
په پام کې ده چې اختر، د ولسمشر اشرف غني له خوا طالبانو ته د یکشنبې په ورځ /د زمري ۲۸ مه/ د وړاندیز شوي احتمالي درې میاشتني اوربند له پیل سره په یو وخت پیل شي.
طالبانو سمدلاسه د غني وړاندیز ته ځواب نه دی ورکړی، خو ویلي یې دي چې هغوی به د لوی اختر په مناسبت په «سلونو» بندیان خوشې کړي.
![یو ځوان سړی د زمري په ۲۸ مه په هرات کې خواږه خرڅوي. [نصیر صالحي]](/cnmi_st/images/2018/08/20/14107-e__7_-585_329.jpg)
یو ځوان سړی د زمري په ۲۸ مه په هرات کې خواږه خرڅوي. [نصیر صالحي]
![د وچې مېوې او ترکارۍ خرڅوونکی د زمري په ۲۸ مه په هرات کې په خپله غرفه کې ورتلونکیو مشتریانو ته ځان چمتو کوي. [نصیر صالحي]](/cnmi_st/images/2018/08/20/14109-e__11_-585_329.jpg)
![یو سړی په هرات کې د زمري په ۲۸ مه یو پسه، چې د لوی اختر د قربانۍ لپاره یې اخیستی دی، بیایي. [نصیر صالحي]](/cnmi_st/images/2018/08/20/14111-e__25_-585_329.jpg)
![ښاریان د زمري په ۲۸ مه په هرات کې په یوه مارکېټ کې شیان اخلي. [نصیر صالحي]](/cnmi_st/images/2018/08/20/14108-e__5_-585_329.jpg)
![خلک د زمري په ۲۸ مه په هرات کې له یوه مارکېټ څخه لیدنه کوي. [نصیر صالحي]](/cnmi_st/images/2018/08/20/14110-e__18_-585_329.jpg)
![د هرات اوسېدونکي د زمري په ۲۸ مه د دې لپاره سره راټول شوي چې د را روان اختر د قربانۍ لپاره پسونه انتخاب کړي. [نصیر صالحي]](/cnmi_st/images/2018/08/20/14112-e__26_-585_329.jpg)
![یو ځوان سړی په هرات کې د زمري په ۲۸ مه د اختر له لمانځنو څخه مخکې خواږه خرڅوي. [نصیر صالحي]](/cnmi_st/images/2018/08/20/14113-e__21_-585_329.jpg)
![یو هلک په هرات کې د زمري په ۲۸ مه له لوی اختر څخه مخکې وچه مېوه خرڅوي. [نصیر صالحي]](/cnmi_st/images/2018/08/20/14116-e__13_-585_329.jpg)