دین

داعش د کوچني اختر خوښي د افغانانو لپاره په وحشت باندې بدله کړله

د عمر او ای اېف پي راپور

د هرات په زرګونو اوسېدونکي د غوایي په ۱ د هرات ښار په جامع جومات کې راټول شوي چې د کوچني اختر لمونځ وکړي. د روژې میاشتې په وروستیو ورځو کې په څو ولایتونو کې په جوماتونو او ښوونځیو باندې یو لړ خونړيو بریدونو په افغانانو باندې سخت فشار اچولی دی. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- د روژې میاشتې په وروستیو ورځو کې په څو ولایتونو کې په جوماتونو او ښوونځیو باندې یو لړ خونړيو بریدونو په افغانانو باندې سخت فشار اچولی دی.

داعش د غوایي په ۱۱مه په کابل کې د مسافرو په یوه بس باندې د هغه بمي برید مسؤلیت پر غاړه واخیست چې د پولیسو په وینا یوه ښځه په کې ووژل شوه او درې نور مسافر په کې ټپیان شول.

په پلازمېنه کې شوی دغه بمي برید د جمعې له ورځې راهیسې چې د لمانځه په ترڅ کې د کابل په لوېدیځ کې د خلیفه صاحب په جومات کې یوې بمي چاودنې ۱۰ کسان ووژل، په دوو ورځو کې دویم برید وو.

داعش د شنبې په ورځ د دغه بمي برید مسؤلیت پر غاړه واخیست.

د هرات په زرګونو اوسېدونکي د غوایي په ۱ د هرات ښار په جامع جومات کې راټول شوي چې د کوچني اختر لمونځ ادا کړي. [عمر/سلام ټایمز]

د هرات په زرګونو اوسېدونکي د غوایي په ۱ د هرات ښار په جامع جومات کې راټول شوي چې د کوچني اختر لمونځ ادا کړي. [عمر/سلام ټایمز]

یوه چارواکي وویل، داسې ښکاري چې هغوی د اقلیت صوفي ټولنې غړي چې د جمعې لمانځه څخه وروسته یې خپل مراسم ترسره کول، په نښه کړي وو.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو منتظم رامیز الاکبروف په جومات باندې شوی دغه برید وغانده او هغه یې «د افغانستان د خلکو لپاره چې په دوامداره توګه له بې وقفې ناامنۍ او تاوتریخوالي څخه کړېږي، یو بل دردوونکی ټکان وباله.»

په ټولنیزو رسنیو خپرو شویو وحشتناکو عکسونو ژوندي پاتې کسان په داسې حال کې ښودل چې له جومات نه په تېښته ول او ځینو یې د ماشومانو په ګډون د پېښې قربانیان ورسره لېږدول. د جومات د ودانۍ په غولي کې د وینو خاپونه لیدل کېدل.

د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالنافع ټکور وویل، لږ تر لږه ۱۰ کسان ووژل شول، په داسې حال کې چې د کابل نورو پولیسو وویل چې ۳۰ نور کسان ټپيان شول.

د جمعې ورځې چاودنه یوه ورځ وروسته له هغه رامنځته شوه چې په دوو بېلابېلو مني بسونو باندې شویو بمي بریدونو په مزار شریف کې لږ تر لږه ۹ افغانان ووژل. , په بریدونو کې هغه شیعه مسافر په نښه شوي ول چې کورونو ته د روزه ماتي لپاره روان ول.

لږ تر لږه ۱۲ تنه عبادت کوونکي ووژل. او په لسګونو نور یې ټپیان

په ورته وخت کې، مقاماتو وویل چې د ۱۱ ولایتونو په میلیونونو اوسېدونکيو باندې د شنبې په ورځ وروسته له هغه برېښنا پرې شوه چې د کابل په لوېدیځ کې د برېښنا د انتقال دوه غټې ستنې والوزول شوې.

په پروان ولایت کې د برېښنا دوه ستنې د جمعې ورځې ناوخته او له کوچني اختر څخه چې د یکشنبې په ورځ پیل شو، مخکې وغورځول شوې چې په پلازمېنې او ګاونډیو ولایتونو باندې یې برېښنا پرې کړه.

د افغانستان د برېښنا شرکت چې د دولت تر مالکیت لاندې کار کوي، ویاند حکمت الله میوندي په یوه ویډیوي اعلامیه کې وویل چې، «دښمنانو ... دوه د برېښنا ستنې د بمونو په وسیله ویجاړې کړي دي.»

هغه زیاته کړه، د یاد شرکت پنځو ټیمونو ته وظیفه ورکړل شوې چې ستنې ترمیم کړي.

میوندي وویل، «د برېښنا ستنې د غرونو په سرونو کې لګېدلي دي او زموږ ټیمونه هڅه کوي چې جوړې یې کړي.»

د هغو بیارغونې لا تر اوسه پورې بشپړې شوي نه دي.

د داعش د بریدونو وېره

د داعش وروستیو بریدونو د ماشومانو په ګډون په لسګونو افغانانو ته مرګ ژوبله ور واړوله، چې د ټولو کورنۍ یې د اختر په ترڅ کې د ویر په ټغر کېنولې.

ګڼ شمېر افغانانو د داعش د ترهګرۍ په هکله خبرداری ورکړ او پر ضد یې کرکه څرګنده کړه.

د هرات ښار یوه اوسېدونکی عبدالکریم عزیزي چې د یکشنبې په ورځ د اختر لمانځه ادا کولو لپاره لوی جومات ته راغلی وو، وویل، داعش د اختر خوښي د افغانانو لپاره په غم بدله کړه.

هغه وویل، «موږ جومات (د خدای کور) ته راغلي یو او د داعش له بریدونو څخه وېرېږو. داعش د جوماتونو سپیڅلتیا تر پښو لاندې کړې او د خدای کور ته یې چاودنه ورکړې ده.»

هغه وویل، «که څه هم چې کوچنی اختر د مسلمانانو لپاره په ګرده نړۍ کې د خوښۍ یوه موقع ده چې په مینه سره یې لمانځي، لاکن داعش له افغانانو څخه دغه خوښي تروړلې ده.»

عزیزي وویل که څه هم چې هغه د هرات په لوی جومات باندې د داعش له ممکن برید څخه ډارېږي، لاکن هغه د اختر لمانځه ته راغی چې له افغانانو سره یووالی او پیوستون څرګند کړي.‌

د هرات یوه بل اوسېدونکي عبدالواحد حنفي وویل، په کابل او نورو ولایتونو کې د داعش بریدونو ټول افغانان د غم په ټغر کېنولي دي.

هغه د یوه لمانځه په هکله چې هغه په وروستیو کې په کې برخه اخیستې وه، د خبرو کولو پر وخت وویل، «تر هغه چې لمونځ پای ته رسېده ما هره شېبه فکر کاوه چې یا به چاودنه وشي یا به یو بل امنیتي ګواښ پېښ شي.»

د صفی الله اسحاقزي په نامه د هرات یوه اوسېدونکي وویل، ترهګرو ډلو تل په افغانستان کې د اسلام له نامه څخه په استفادې سره د هېواد د خلکو ژوند اخیستی دی.

هغه وویل، «کله چې زه جومات ته راغلم، ما هغو کسانو ته چې خلک یې تلاشي کول وویل چې ما ښه صحیح تلاشي کړي، ځکه چې د داعش د ګواښونو له امله موږ حتی په جومات کې هم امنیت نه لرو.»

اسحاقزي وویل،, په جوماتونو کې د ترهګریزو بریدونو ترسره کولو هدف دا دی چې د مسلمانانو تر منځ اختلافات رامنځته کړي.

د هرات ښار یوه اوسېدونکي جلیل احمد غلامي وویل، داعش د مسلمانانو دښمن دی.

هغه وویل، «جوماتونو او ښوونځیو ته په چاودنو ورکولو او د روژې په مقدسه میاشت کې د عبادت کوونکیو او زده کوونکیو په وژلو سره، داعش خپل غیر انساني ماهیت انتها څرګند کړ.»

هغه وویل، «داعش یو بهرنی ترهګر ګروپ دی چې د بهرنیو استخباراتي سازمانونو په حکمونو سره کار کوي څو افغانان وډار او قتل عام کړي.»

نړۍ وال امنیت ته ګواښ

د امنیتي چارو شنونکي وایي، وروستي بریدونه ښیي چې داعش هڅه کوي په افغانستان کې خپل نفوذ پراخ کړي.

د نیمروز ولایت په مرکز زرنج کې د حمزه بلوچ په نامه د پوځي چارو یوه شنونکي وویل، په افغانستان کې د رامنځته شوې امنیتي تشې له امله، داعش خپل تمرکز له عراق او سوریې څخه افغانستان ته را اړولی دی.‌

هغه خبرداری ورکړ چې، په افغانستان کې د داعش ګواښ په زیاتېدلو دی، په داسې حال کې چې دا وخت د دغه ګواښ د ځپلو لپاره اړتیاوړ پوځي او استخباراتي وړتیاوې نشته.

هغه وویل، «له تکتیکي او عملیاتي پلوه، داعشیان ډېر ښه روزل شوي دي. یوه مسلکي جنګي ځواک ته چې په ښو استخباراتي امکاناتو باندې سمبال وي، اړتیا ده چې د داعش ګواښ شنډ کړي.»

بلوچ وویل، «نړۍ واله ټولنه باید په افغانستان کې وضعیت ته پام وکړي. که داعش په افغانستان کې غښتلی شي، هغه به په ګرده نړۍ کې امنیت وګواښي.»

هغه زیاته کړه، ښایي داعش د ډلو او ګروپونو تر منځ د نفاق اور ته د لمن وهلو او د افغانانو تر منځ د وېرې خپرولو لپاره بریدونه ترسره کړي، چې قربانانیان به یې تر ډېره بې ګناه او بې دفاع ملکي خلک وي.

په هرات کې د محمد نعیم غیور په نامه د پوځي چارو یوه شنونکي وویل، داعش اوس د افغانانو یو ښکاره دښمن ګرځېدلی، چې په څرګنده د افغانستان امنیتي وضعیت ننګوي.

هغه وویل، «داعش افغانستان د خپل ځان لپاره یو خوندي پټنځای ګڼي. هغوی خپل اکثر مسلکي ځواکونه له منځني ختیځ څخه افغانستان ته را لېږدولي او په وروستیو ورځو کې یې د محلي ترهګرو ډلو په مرسته خونړي بریدونه ترسره کړي دي.»

هغه وویل، «داعش په سیمه کې له استخباراتي ادارو څخه، چې د تېرو ۲۰ کالونو په ترڅ کې یې د افغان ملکيانو او امنیتي ځواکونو په وژلو کې یو غټ رول لوباوه، قوي ملاتړ ترلاسه کوي،» او زیاته یې کړه چې، «داعش په یوازې ځان دا وړتیاوې نه لري چې داسې خونړي او پېچلي بریدونه ترسره کړي.»

غیور خبرداری ورکړ چې، د داعش خراسان څانګه په وروستیو کې ډېره غښتلې شوې ده. که په چټکۍ سره یې مخه ونه نیول شي، ټوله سیمه به نا امنه کړي.

د اختر لپاره چمتووالي

د داعش د ګواښونو او د سختو اقتصادي ستونزو له امله، افغانانو په احتیاط سره د کوچني اختر د لمانځلو لپاره ځانونه چمتو کړل.‌

له اختر نه یوه اونۍ مخکې په هرات کې د وچې مېوې او خوږو یو غټ مارکېټ پرانستل شو چې په سلګونو موقت دوکانونه په کې ولګول شول.‌

د هرات ښار یوه اوسېدونکي او د درې ماشومانو پلار نذیر احمد سروري وویل چې هغه د خپلو ماشومانو لپاره نوي کالي او د مېلمنو د پالنې لباره وچه مېوه وپېرودل.

هغه وویل، «چې هر څنګه وي،‌ موږ خپل د اختر دود او رواج ترسره کوو. اختر د خپلوانو او دوستانو د لیدنې کتنې لپاره یو ښه وخت دی.‌ موږ د اختر درې ورځو نه خوند اخلو.»

هغه وویل، «افغانانو د اقتصادي ستونزو له امله سږ کال د اختر لپاره لږ چمتووالی نیولی، خو هر یو هڅه کوي چې ویې لمانځي.»

سروري وویل هغه هیله لري چې داعش به د اختر په ترڅ کې د اختر لمانځونکي افغانان ونه وژني او د کورنیو خوښي به په غم بدله نه کړي.‌

په هرات ښار کې د وچې مېوې یوه پلورونکي صفی الله فروتن وویل چې د روژې د وروستۍ اونۍ په ترڅ کې د هرات ښار او ولسوالیو په سلګونو اوسېدونکي د هغوی دوکان ته ورغلل او د اختر لپاره یې سودا وکړه.‌

هغه وویل، «هغوی د خپل وس مطابق د اختر لپاره وچې مېوې او خواږه واخیستل. ځینو لږ او ځینو ډېر واخیستل، خو هر چا د اختر د لمانځنې لپاره یو څه واخیستل.»

فروتن وویل، «امنیتي ګواښونه د تېرو ۲۰ کالونو په ترڅ کې ول، او سږ کال هم شته، خو هغه د اختر د لمانځنو مخه نشي نیولی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

داعش یوه غیرې انساني پدیده ده چې غیر له تخریب، وژنو، قتلونو... بل کار نه لري. فقط په ټولنه کې وحشت خپروي او له ځان سره د انسانانو کرکه پیدا کوي، چې هېڅ ځای ورته نشته او نه ورته د انسانانو په سترګه کتل کېږي. یوه خبره ده چې پولیس د دې بریدونو کوم ارقام خپروي، تر دې څو چنده زیات دي. په افغانستان کې د بیان ازادي له ستوني نیول شوې. رسنۍ ګونګې دي. کنه په دا ډول بریدونه کې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوړي؛ خو مسؤل چارواکي یې د دې لپاره پټوي چې خپل حکومت د داعش په مقابل کې قوي وښيي.

ځواب ورکړئ

تاسو ريشتیا وویل حقیقی ارقام رسنیو تہ نہ شودل لیژی

ځواب ورکړئ