امنیت

طالبانو له حکومت سره د سولې د خبرو په ترڅ کې مرګونې حملې زیاتې کړي دي

ای اېف پي

ویرجن خلک د تدفین په مراسمو کې د یوه افغان سرحدي ساتونکي تابوت، چې طالب جنګیالیو د غبرګولي په ۹مه د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې وژلی وو، انتقالوي.‌ یاغیانو او چارواکو وویل، طالب جنګیالیو هغه ورځ د افغان سرحدي ساتونکيو په یوه پوسته باندې برید وکړ او د امنیتي ځواک لږ تر لږه ۱۴غړي یې ووژل، چې دا د یوه لنډ اوربند له پای ته رسېدلو څخه وروسته د بریدونو د لړۍ تر ټولو وروستۍ کړۍ وه. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

ویرجن خلک د تدفین په مراسمو کې د یوه افغان سرحدي ساتونکي تابوت، چې طالب جنګیالیو د غبرګولي په ۹مه د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې وژلی وو، انتقالوي.‌ یاغیانو او چارواکو وویل، طالب جنګیالیو هغه ورځ د افغان سرحدي ساتونکيو په یوه پوسته باندې برید وکړ او د امنیتي ځواک لږ تر لږه ۱۴غړي یې ووژل، چې دا د یوه لنډ اوربند له پای ته رسېدلو څخه وروسته د بریدونو د لړۍ تر ټولو وروستۍ کړۍ وه. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

کابل -- د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ /د غبرګولي ۲۵مه/ وویل چې طالبانو تېره اونۍ له ۴۰۰ څخه ډېر افغان امنیتي منسوبین وژلي یا ټپي کړي دي، او په یاغیانو باندې یې تور ولګاوه چې د سولې له متوقع خبرو څخه مخکې یې بریدونه زیات کړي دي.

د طالبانو له خوا د غبرګولي په ۴مه د کوچني اختر په مناسبت د اوربند له اعلان څخه وروسته د افغانستان په ډېرو برخو کې تاوتریخوالی راکم شوی دی، خو چارواکو په یاغیانو باندې تور لګولی چې په وروستیو ورځو کې یې تاوتریخوالی زیات کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین په یوه خبري کانفرانس کې وویل، «طالبانو د تېرې اونۍ په دوران کې د افغان امنیتي منسوبینو پر ضد ۲۲۲ بریدونه ترسره کړي چې په پایله کې یې ۴۲۲ تنه مړه او ټپیان شوي دي.»

هغه په طالبانو باندې تور ولګاوه چې دیني عالمان د دې لپاره په نښه کوي چې په افغان حکومت باندې «رواني فشار واچوي.»

په کابل کې د غبرګولي په ۲۳مه د جمعې د لمانځه پر مهال په ګوڼه ګوڼه کې له یوه بمي برید څخه وروسته پولیس د شېرشاه سوري له جومات څخه بهر په پیره ولاړ دي. په دغه برید کې لږ تر لږه ۴ کسان ووژل شول. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

په کابل کې د غبرګولي په ۲۳مه د جمعې د لمانځه پر مهال په ګوڼه ګوڼه کې له یوه بمي برید څخه وروسته پولیس د شېرشاه سوري له جومات څخه بهر په پیره ولاړ دي. په دغه برید کې لږ تر لږه ۴ کسان ووژل شول. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

آرین وویل، په دې میاشت کې د کابل په جوماتونو باندې بمي بریدونه چې دوه امامان یې ووژل د یاغیانو کار دی.

هغه په داسې حال کې چې په اورپکو باندې یې تور ولګاوه چې «د نورو ترهګرو شبکو لپاره د چترۍ ګروپ» په توګه کار کوي، وویل، «دا د طالبانو هدف دی -- چې دیني عالمان، په ځانګړې توګه په تېرو دوه اونیو کې په نښه کړي.»

د غبرګولي په ۲۳مه، د یوه امام په ګډون څلور کسان هغه وخت ووژل شول چې په کابل کې په یوه جومات کې د جمعې د لمانځه په دوران کې چاودنه وشوه.

د دغه بمي برید مسؤلیت هېڅ ډلې پر غاړه وانه خیست. تر دې یواځې یوه اونۍ مخکې یوې بلې حملې چې د کابل د زرغونې یا خوندي سیمې په څنډه کې په یوه جومات کې وشوه او داعش یې مسؤلیت ومانه یو محبوب امام وواژه.

طالبانو دغه دواړه ترهګریز بریدونه وغندل.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل چې چې په سر کې یې له اوربند څخه وروسته په عمومي توګه په تاوتریخوالي کې د کمي راپور ورکړی وو، د غبرګولي په ۲۵مه وویل، طالبانو «د هېواد په بېلابېلو برخو کې خپل بریدونه نه یواځې دا چې کم کړي یي نه دي بلکې زیات کړي یې هم دي.»

یادې شورا د غبرګولي په ۲۴مه وویل، یاغیانو د تېرو دو اونیو په ترڅ کې ۸۹ تنه ملکيان ووژل او ۱۵۰ نور یې ټپیان کړل.

د طالبانو بریدونه په ډېرېدلو دي

د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي وویل، طالبانو او افغان ځواکونو دواړو د اختر په ترڅ‌ کې د اوربند درناوی وکړ.

هغه ای اېف پي ته وویل، «خو له اختر څخه وروسته، د طالبانو بریدونه ورو ورو هغه پخواني شمېر ته زیات شول چې له اختر څخه مخکې روان ول.»

هغه وویل، «طالبان اوس هر فرصت ته ګوري چې برید وکړي، خلک وتښتوي او افغان چارواکي ووژني.»

هغه وویل، طالبان په هرو ۲۴ ساعتونو کې له ۶۰ څخه ډېر بریدونه ترسره کوي او زیاته یې کړه چې یاغي جنګیالي د پاکستان له وزیرستان او بلوچستان سیمو څخه راځي.‌

طالبانو اعتراف کړی چې امنیتي ځواکونه په نښه کوي خو وایی چې د بریدونو سطحه ټیټه ده.

طالبانو د کب له میاشتې راهیسې، چې هغوی د سولې بین الافغاني خبرو ته د لارې هوارولو لپاره له امریکایي مرکچیانو سره یوه هوکړه لاسلیک کړه، د افغانستان په لویو ښارونو باندې د کومو لویو بریدونو د ترسره کولو مسؤلیت نه دی منلی.‌

حکومت دا وروستي تورونه په داسې حال کې لګولي چې کابل او طالبانو اشاره کړې چې هغوی د سولې د ځنډېدلو خبرو پیلولو ته په نږدې کېدلو دي.

ولسمشر اشرف غني ژمنه کړې چې د طالب بندیانو ازادي به بشپړه کړي. دغه کار د نږدې دوه لسیزو د اوږدې جګړې د پای ته رسولو لپاره له یاغیانو سره د خبرو د پيلولو لپاره یو مهم شرط دی.‌

چارواکو وار له مخه شاوخوا ۳۰۰۰ طالب بندیان خوشې کړي دي او پلان لري چې ۲۰۰۰ نور هم لکه څنګه چې له متحده ایالاتو سره د یاغیانو په هوکړه کې تصریح شوې ده خوشې کړي.

د طالبانو د سیاسي چارو ویاند سهیل شاهین وویل، «زموږ موقف دا دی چې زموږ پاتې بندیان باید د بین الافغاني مذاکراتو له پیلېدلو څخه مخکې خوشې کړای شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا مه وایئ چی طالبانو حملی زیاتی کړې، داسې ووایئ چې د پاکستان د پوځ او آی ایس آی ملیشو په افغان ځواکونو باندې حملې زیاتې کړې. که طالبان مستقل وي بیا نو کابل ته د باجوه د سفر څه ضرورت؟

ځواب ورکړئ

طالبان، داعش، افغان حکومت او متحده ایالات دا ټول یو دي. یوازې د افغانستان غریب خلک بدبختان دي چې هره ورځ د نیابتي جنګونو قرباني کیږي. جنګ نه د طالبانو مشرانو ته چې په قطر کې په ارامو ودانیو کې ژوند کوي، زیان رسوي، نه د افغان حکومت مشرانو ته چې په کابل کې پاچایي ژوند لري، او نه هم د هغوی کورنیو ته چې په ترکیه، دوبۍ،‌ هندوستان، اروپا او متحده ایالاتو کې ژوند کوي، تاوان ور رسوي. د افغانستان جنګ امریکایي مشرانو ته هم هېڅ زیان نه ور رسوي. په دې جګړه کې، د اوباما او ترمپ بچیان نه وژل کیږي، بلکې یوازې غریب امریکایي عسکر وژل کیږي. د افغانستان جنګ د سیمې د هېوادونو د ناوړه هدفونو د ترسره کولو لپاره پیل شوی دی.‌ د ځینې زورورو هېوادونو لپاره، دا جنګ په یوه لنګه غوا باندې بدل شوی دی او که دا جنګ پای ته رسیږي د هغوی غوا به نورې شیدې ورنه کړي او غوا (عایداتي سرچینه) به یې وچه شي.‌ تاسو پوهېږئ چې په افغانستان کې په جنګ کې هره ورځ په میلیونونو ګولۍ وارول کیږي، او دغه ګولۍ په افغانستان کې دننه نه جوړیږي ځکه چې افغانستان حتی عادي د جوړونې فابریکې نه لري. اکثرې د وسلو او مهماتو جوړونکې کمپنۍ په متحده ایالاتو، روسیه، ایران، هندوستان، پاکستان او داسې نورو کې دي.‌ نو که په افغانستان کې جګړه پای ته رسیږي، دغه هېوادونه به خپلې وسلې چېرې خرڅوي؟

ځواب ورکړئ