امنیت

طالبانو په پکتیا کې د مرګوني برید په ترسره کولو سره اوربند په رسمي توګه پای ته ورساوه

ای اېف پي

د افغان ملي اردو یو ټپي شوی عسکر د غوایي په ۲۵مه د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې د افغان ملي اردو په یوه اډه باندې د طالبانو له یوه برید څخه وروسته په یوه روغتون کې ارام کوي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

د افغان ملي اردو یو ټپي شوی عسکر د غوایي په ۲۵مه د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې د افغان ملي اردو په یوه اډه باندې د طالبانو له یوه برید څخه وروسته په یوه روغتون کې ارام کوي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

کابل -- طالب جنګیالیو د جمعې په ورځ /د غبرګولي ۹مه/ په پکتیا ولایت کې د افغانستان په یوه سرحدي پوسته باندې برید وکړ او لږ تر لږه ۱۴ امنیتي سرتېري یې ووژل. دا د یوه لنډ اوربند له پای ته رسېدلو څخه وروسته د بریدونو د لړۍ وروستۍ کړۍ ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ټوېټر ولیکل، «تېره شپه، مجاهدینو د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د دښمن په نویو جوړو شویو پوستو باندې بریدونه ترسره کړل.»

افغان چارواکو تایید کړه چې یاد برید ۱۴ امنیتي سرتېري وژلي دي.

د ډنډ پټان ولسوالۍ ولسوال عیدمحمد احمدزي د افغان سرتېرو په منځ کې د مړو شمېر ۱۵ وښود. هغه ای اېف پي ته وویل، ۲۰ تنه طالب یاغیان ووژل شول.

تر دې مخکې، چارواکو په طالبانو باندې تور لګولی وو چې د پنجشنبې په ورځ /د غبرګولي ۸مه/ یې د تلاشۍ په دوه جلا جلا پوستو باندې نور بریدونه ترسره کړي وو چې ۱۴ افغان امنیتي سرتېري یې وژلي ول،‌ خو طالبانو د هغو جنګونو په هکله څه نه دي ویلي.

چارواکو او شنونکو ویلي،‌ د اورپکو له خوا وړاندیز شوی درې ورځنی اوربند په رسمي توګه د سې شنبې په ورځ /د غبرګولي ۶مه/ پای ته ورسېد، خو په عمومي توګه د هېواد په دوامدار تاوتریخوالي کې ارامي ساتل شوې وه.‌

د اوربند د اوږدولو لپاره هڅې روانې دي

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل وویل، د اوربند د اوږدولو هڅې روانې دي.

هغه په ټوېټر لیکلي،‌«د کوچني اختر په ترڅ‌ کې پيل شوې وقفه پرځای ساتل شوې دهالبته، د خال خال پېښو په هکله راپورونه ورکول کیږي.»

هغه لیکلي، «اوربند یو پېچلی عملیاتي تعهد دی چې د پېښو د مخنیوي لپاره مهمې او جاري همغږۍ ته اړتیا لري.‌ دغه هڅې به دوام ومومي.»

افغان چارواکو رسمي اوربند ته د بندیانو په موافقه شوې تبادله کې په چټکتیا سره غبرګون وښود، په دې اونۍ کې یې نږدې ۱۰۰۰ تنه طالب بندیان خوشې کړل، او پلان لري چې په راروانو ورځو کې نور هم خوشې کړي.

د تبادلې د برخې په توګه، اورپکو د غبرګولي په ۸مه ۸۰ تنه افغان پولیس او عسکر چې هغوی بنديان کړي وو، خوشې کړل.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

چې شل ځلې هم اوربند وشي تر هغه چې نړي واله ټولنه د پاکستان په مرۍ پښې کینږدي، تر څو چي په پاکستان باندی د ترهګرۍ د حمایه کوله په سبب اقتصادي بندیزونه ونه لګول شي دا ترهګري به روانه وي، افغان عسکر به وژل کیږي، افغان ملکیان به وژل کیږي، د افغان ځواکونو خارجي ټرینران به وژل کیږي، د افغانستان مکتبونه، کلینیکونه، مدرسی، جوماتونه به ورانول کیږي او همدا بدبختي به روانه وي. ټوله دنیا ټول انسانان حتی خر او سپی په دی پوهیږي چي د طالبانو مشران د پاکستان په کویټه ښار کی ناست دي، په پيښور کی ناست دي او له هغه ځای نه یي د پاکستان پوځيان او استخبارات ټریننګونه ورکوي او افغانستان ته یی رالیږي. دا نو چی امریکا او نور ملکونه له دی نه سترګی پټوي بیا دي پریږدي چي همداسی قتلونه روان وي.

ځواب ورکړئ

دغو طالبانو تر ټولو ښه کار وکړ. بهرنیان او امریکایان زمونږ له ګران هېواد څخه ووتل او وځي.‌ اوس باید طالبان پوه شي چې نور نو د افغانستان د حکومت او خلکو پر ضد د هغوی جګړه جواز نه لري، او غیرقانوني ده. هغوی باید راشي او له خپل حکومت سره یوځای شي او د خپل هېواد د بیارغونې او پرمختګ لپاره کار وکړي چې په دې هېواد کې فقر او لوږه له منځه وېوړل شي، او د افغانستان خلک په خپلو کې سره ګډ انساني ژوند وکړي. که په دې هېواد کې جنګ نه وي، د افغانانو ټولې ستونزې به حل شي. جګړه د ټولو بدمرغیو اصلي عامل دی. جګړه ویجاړتیا راولي، جګړه فقر راولي. جګړه اروایي ستونزې رامنځته کوي. تاسو پوهېږئ چې زمونږ د هېواد اکثر خلک له اروایي او دماغي ستونزو سره مخامخ دي.‌ اوس د افغانانو لپاره د دې وخت دی چې خپل ټول اختلافات یو طرف ته کړي او د افغانستان او افغانانو د خوندي کولو لپاره کار وکړي چې هم خدای (ج) ترې راضي شي او هم خلک یو ښه انساني ژوند ولري.‌ زه د طالبانو ورونو د دې تصمیم هرکلی کوم او د افغانستان د نېکمرغۍ په ګټه یې بولم. د طالبانو د ډلې نور غړي هم باید دا زړه پيدا کړي چې راشي، جنګ ودروي او یو سوله ییز ژوند پیل کړي.

ځواب ورکړئ

زه بخښنه غواړم، ما غوښتل چې دا تبصره ستاسو په بل راپور باندې ولیکم خو دلته پوست شوه. د هغه لینک دلته په قوسونو کې نیول شوی دی، (https://afghanistan.asia-news.com/prs/articles/cnmi_st/features/2020/05/29/feature-02)

ځواب ورکړئ

سلام. دا ستاسو د تبصرې له برخې نه پاس چې ما (هو) کلېک کړ د (هو) او (نه) د خط په سر په دری ولیکل شول (با تشکر). دا چې پښتو ویب سایټ دی لطفا حکمونه او چوکاټ یې هم په پښتو برابر کړئ. مننه د می ۲۹مه د پښتو ژبې نړۍ واله ورځ‌ مو مبارک شه

ځواب ورکړئ