رمضان

په انځورونو کې:‌ افغانان د داعش د بریدونو له ګواښ سره سره د رمضان میاشتې عبادتونه ترسره کوي

د عمر راپور

مشران نارینه د وري په ۳۱مه د هرات په لوی جومات کې لمونځ کوي. [عمر/سلام ټایمز]

مشران نارینه د وري په ۳۱مه د هرات په لوی جومات کې لمونځ کوي. [عمر/سلام ټایمز]

د هرات اوسېدونکي د وري په ۳۱مه د هرات په لوی جومات کې د افطار پر وخت روژه ماتوي. [عمر/سلام ټایمز]

د هرات اوسېدونکي د وري په ۳۱مه د هرات په لوی جومات کې د افطار پر وخت روژه ماتوي. [عمر/سلام ټایمز]

یو خیریه بنسټ د غوایي په ۱ په هرات ښار کې اړمنو افغانانو ته مرستې ور وېشي. [عمر/سلام ټایمز]

یو خیریه بنسټ د غوایي په ۱ په هرات ښار کې اړمنو افغانانو ته مرستې ور وېشي. [عمر/سلام ټایمز]

یوه ښځه د غوایي په ۱ هغه غوړي انتقالوي چې په هرات ښار کې یې له یوې خیریه بنسټ څخه ترلاسه کړي دي. [عمر/سلام ټایمز]

یوه ښځه د غوایي په ۱ هغه غوړي انتقالوي چې په هرات ښار کې یې له یوې خیریه بنسټ څخه ترلاسه کړي دي. [عمر/سلام ټایمز]

په عکس کې چې د غوایي په ۲مه اخیستل شوی، یو مېوه پلورونکی په هرات ښار کې لیدل کیږي.‌[عمر/سلام ټایمز]

په عکس کې چې د غوایي په ۲مه اخیستل شوی، یو مېوه پلورونکی په هرات ښار کې لیدل کیږي.‌[عمر/سلام ټایمز]

یو کوچنی هلک د غوایي په ۲مه د مشتریانو لپاره د انتظار پر وخت د خپلې مېوې تر څنګ ولاړ دی.‌ [عمر/سلام ټایمز]

یو کوچنی هلک د غوایي په ۲مه د مشتریانو لپاره د انتظار پر وخت د خپلې مېوې تر څنګ ولاړ دی.‌ [عمر/سلام ټایمز]

یوه مېوه پلورونکي د غوایي په ۲مه په هرات ښار کې یوه هندواڼه په لاس کې نیولې ده. [عمر/سلام ټایمز]

یوه مېوه پلورونکي د غوایي په ۲مه په هرات ښار کې یوه هندواڼه په لاس کې نیولې ده. [عمر/سلام ټایمز]

دوه سړي د غوایي په ۲مه په هرات ښار کې په یوه دوکان کې خواږه اخلي. [عمر/سلام ټایمز]

دوه سړي د غوایي په ۲مه په هرات ښار کې په یوه دوکان کې خواږه اخلي. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- په جوماتونو او نورو عبادت ځایونو باندې د داعش د بریدونو له امله د اندیښنې له زیاتېدلو سره سره، افغانان ماخستن مهال د تراویح لمونځ ته په تللو سره د رمضان لمانځلو ته دوام ورکوي.‌

د هغوی له جملې څخه ډېرو د داعش له خوا ترسره شوي وروستي بریدونه غندلي او پر دې اړتیا یې ټینګار کړی چې د یادې ترهګرې ډلې پر ضد یووالي رامنځته شي.‌

د هرات اوسېدونکي وایي چې په جوماتونو او ښوونځیو باندې د داعش بریدونه ښيي چې دغه ترهګره ډله د اسلامي اساساتو او افغاني ارزښتونو پر خلاف فعالیت کوي او د افغانانو د قتل عام لپاره له بهرنیانو څخه اوامر ترلاسه کوي.‌

په هرات ښار کې یوه دیني عالم مولوي سید احمد محمدي وویل، داعش د اسلام او بشریت دښمن دی.

د هرات په زرګونو اوسېدونکي د وري په ۱۴مه د هرات په لوی جومات کې د تراویح په لمانځه کې برخه اخلي. [عمر/سلام ټایمز]

د هرات په زرګونو اوسېدونکي د وري په ۱۴مه د هرات په لوی جومات کې د تراویح په لمانځه کې برخه اخلي. [عمر/سلام ټایمز]

هغه وویل، «په داسې حال کې چې خلک روژه نیسي او عبادت کوي، داعش په ظالمانه توګه د الله په کور کې بې ګناه مسلمانان په ډله ییزه توګه وژني.‌»

هغه زیاته کړه، «فرق نه کوي چې داعش څومره سخته هڅه کوي چې افغانان سره ووېشي او ووېروي، لاکن افغانان سره یو لاس دي او د دغه ګوډاګي او ترهګر ګروپ د ماتولو لپاره به سره متحد ودرېږي.»

د روژې میاشتې نور فعالیتونه لکه روزه ماتی چې د روژې په میاشت کې د جوماتونو له خوا برابرېږي، بې وقفې روان دی.‌

د بې وزلۍ په زیاتېدلو سره، مرستندویو موسساتو، تجارانو او ځینو خصوصي مرستندویانو د خوړو او نغدو پیسو په بڼه خپل کومکونه زیات کړي څو له بې وزلو افغانانو سره مرسته وکړي چې روژه ونیسي او د روژې په ترڅ کې په ارام ذهن سره عبادت ترسره کړي.‌

له ۶۰۰۰ څخه ډېرو کورنیو سره مرسته

احمد شاه فقیري ټولنیز او خیریه بنسټ چې په هرات کې د خیریه موسساتو له ډلې څخه دی، د روژې په ترڅ کې له ۶۰۰۰ څخه ډېرو کورنیو ته مرستې برابرې کړي دي.‌

دغې خیریه ادارې تر ډېره غریبو ښځو او د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو د وژل شویو غړو له کورنیو سره مرسته کړې ده.

د دغه بنسټ اجرائیه رییس میر احمد بهره وویل، «د دغو کم وسه کورنیو د لاسنیوي په لړ کې د یوه افغان سوداګر په شخصي مرسته د وریژو، اوړو او غوړیو په ګډون په سلګونو ټنه خوراکي توکي پېرودل شوي دي.»

هغه وویل، «دا بې وزلې کورنۍ وار له مخه د دغه بنسټ تر دایمي پوښښ لاندې وې، خو د روژې په ترڅ کې موږ هغوی ته لا نورې مرستې هم برابرې کړې.»

ګل بي بي چې ۴۱ کاله عمر لري، د څلورو ماشومانو مور ده او مېړه یې څلور کاله مخکې وژل شوی دی، وویل چې هغه مرسته چې هغې له دغه بنسټ څخه ترلاسه کړې ده به تر درې میاشتو پورې د هغې د کورنۍ اړتیاوې پوره کړي.‌

هغې وویل، «دې مرستې د روژې په ترڅ کې له لوږې سره دمخامخ کېدلو په هکله زما اندېښنې رفع کړې.‌ دې مرستې چې سوداګرو او خصوصي مرستندویانو کړې د ډېرو کم وسه افغانانو ژوند ژغورلی دی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په ټول هیواد کې د امنیت د تامینولو په اړه د طالبانو له ادعا سره سره، راپور په ښکاره توګه څرګندوي چې هغوی په خپله ادعا کې ناکام دي. دا ښه خبره ده چې خلک د داعش له ګواښونو سره سره د روژې په میاشت کې عبادت ته دوام ورکوي، خو پوښتنه دا ده چې ولې له دې ټولو قربانیو وروسته هم خلک له یوې ترهګرې ډلې وېره لري؟ سره له دې چې په افغانستان کې د دویم ځل لپاره د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له نا امیدۍ او مخالفت سره سره خلک خوشبین وو چې واک ته د دوی راتګ به امنیت راولي، خو د داعش پراخو او پرله پسې بریدونو دا ثابته کړه چې افغانستان لا هم په ملي کچه له امنیت څخه ډېر لیرې دی او په سوله کې د افغانانو ژوند تر اوسه پورې یوازې یو خوب دی!

ځواب ورکړئ

په جوماتونو، ښوونځیو او بل هر عامه ځای باندې که داعش وي او که بله ډله چې برید کوي، نه ورته اسلام اجازه ورکړې او نه انسانیت. داعش یوه ترهګره ډله چې نه انساني او نه اسلامي اساساتو او افغاني ارزښتونو ته درناوی لري. دا څه باندې ۴۰ کاله شوه چې بې ګناه افغانان په بېلا بېلو نومونو وژل کېږي. او څومره جګړې چې شوي ټولې د انساني، اسلامي او افغاني ارزښتونو خلاف شوي. تر پرونه طالب د پاکستان او نورو بهرنیانو اوامر ترلاسه کول او دلته یې زموږ ګران وطن ویجاړ کړ. نن هماغه د طالب پروژه داعش ته واوښته، هم به مو وطن راخراب کړي او هم به مو بې ګناه هېوادوال ووژني. داعش او بل هره ډله چې افغانان وژني د اسلام او بشریت دښمنان دي. نور دې دغه وژنې ختمې شي. د دې پروژو تمویلوونکي دې دا پیسې په عام المنفعه ځایونو مصرف کړي چې وطن مو راجوړ شي او له هغې لارې دې پیسې تر لاسه کړي نه د وژنو له لارې. موږ تعلیم/تحصیل غواړو. وطن مو مترقي غواړو. ورانی او ویجاړي نه غواړو. موږ د ښه بدلون په تمه یو!

ځواب ورکړئ