تروريزم

د داعش د بریدونو زیاتېدونکي ګواښ د افغانانو تر منځ وېره خپره کړې ده

د عمر راپور

د داعش له خوا په افغانستان کې وروستیو ترسره شویو بریدونو د افغانانو تر منځ د وینو تویدو او ډار یو نوی باب پرانستی دی. داعش د دوو هغو ماینونو د خښولو مسؤلیت پر غاړه واخیست چې د هرات ښار په لوېدیځه برخه کې په یوه لوبغالي کې ځای پرځای شوي ول، او د وري په ۱۲مه یې څلور ملکي کسان ووژل او ۲۵ نور یې ټپیان کړل. [عمران/سلام ټایمز]

هرات -- د داعش له خوا په افغانستان کې وروستیو ترسره شویو بریدونو د افغانانو تر منځ د وینو تویدو او ډار یو نوی باب پرانستی دی.

په وروستي برید کې، داعش د دوو هغو ماینونو د خښولو مسؤلیت پر غاړه واخیست چې د هرات ښار په لوېدیځه برخه کې په یوه لوبغالي کې ځای پرځای شوي ول، څلور ملکي کسان یې ووژل او ۲۵ نور یې ټپیان کړل.

دغه چاودنې تېره جمعه /د وري ۱۲مه/ ماښام مهال هغه وخت وشوې چې د یو شمېر ماشومانو او مشرانو په ګډون ځایي ملکي خلک د هرات ښار په نهمه ناحیه کې د استوګنې په یوه سیمه کې په یوه لوبغالي کې راټول شوي ول.

د تېر کال د سلواغې په ۲مه اوه ملکي کسان هغه وخت ووژل شول چې موټر یې د هرات ښار په لوېدیځه برخه کې په یوه خښ شوي ماین باندې وربرابر شو.

د هرات اوسېدونکي د وري په ۱۳مه، یوه ورځ وروسته له هغه چې غبرګو چاودنو ۴ کسان ووژل او ۲۵ نور یې ټپیان کړل، د دغو چاودنو ځای ګوري. [عمران/سلام ټایمز]

د هرات اوسېدونکي د وري په ۱۳مه، یوه ورځ وروسته له هغه چې غبرګو چاودنو ۴ کسان ووژل او ۲۵ نور یې ټپیان کړل، د دغو چاودنو ځای ګوري. [عمران/سلام ټایمز]

یو زوړ سړی د وري په ۱۲مه چې په عین ورځ په هرات ښار کې په یوه لوبغالي کې په یوه بمي چاودنه کې ټپي شوی وو، د هرات په حوزوي روغتون کې لیدل کیږی. [عمران/سلام ټایمز]

یو زوړ سړی د وري په ۱۲مه چې په عین ورځ په هرات ښار کې په یوه لوبغالي کې په یوه بمي چاودنه کې ټپي شوی وو، د هرات په حوزوي روغتون کې لیدل کیږی. [عمران/سلام ټایمز]

دواړه چاودنې د شیعه ګانو د استوګنې په یوه سیمه کې وشوې، او ټول قربانیان یې شیعه ګان ول.

د تېرې اونۍ د برید د یوه قرباني پلار حسین علي رضایي وویل چې د داعش بریدونو د هغه د کورنۍ ارام او خوښي وړې او د هغوی ورځنی ژوند یې ټکنی کړی دی.‌

هغه وویل،‌ «دغو ترهګرو زموږ د ملا تیر رامات کړی دی. زما زوی د ۲۵ کالونو وو چې مزدورکاري یې کوله او د یوې مړۍ روزۍ د ګټلو یې سخت زیار ګاله. هغه لوبغالي ته تللی وو ترڅو لوبې وګوري او تفریح وکړي، خو داعش د هغه ژوند واخیست.»

رضایي وویل، داعش په قصدي توګه ملکي خلک په نښه کوي او دغه ډول ترهګریزو بریدونو د ځایي خلکو تر منځ وېره رامنځته کړې ده.‌

هغه وویل، «موږ هېڅ چېرې هم امنیت نه لرو؛ نه په جومات کې نه په روغتون کې نه په لوبغالي کې،‌ او نه هم په سړک. نه پوهېږو چې موږ څه ګناه کړې چې هغوی مو په بې رحمانه توګه په نښه کوي.»

یو بهرنی ترهګر ګروپ

د وري په ۱۶مه د هرات په سلګونو اوسېدونکيو د شهرک جبریل په جومات کې د ویر په مراسمو کې برخه اخیستې وه څو هغو کسانو ته چې خپل عزیزان یې د داعش په وروستیو چاودنو کې له لاسه ورکړي ول، ډاډېینه ورکړي.

ویر کوونکیو بمي بریدونه وغندل او د داعش د روانو بریدونو په هکله یې ژورې اندېښنې څرګندې کړلې.

د یوه قرباني خپلوان غلام حسین رضایي وویل، داعش نه یواځې د شیعه ګانو بلکې د ټول افغان ولس دښمن دی.

هغه وویل، داعش هیڅوک هم نه پرېږدي، او څومره چې هغوی ډېره وینه تویوي، هومره ډېر خوند ترې اخلي.

هغه وویل، «داعش نه غواړي چې افغانان په سوله کې ژوند وکړي، بلکې غواړي چې افغانستان ویجاړ کړي او افغانان په ډله ییز ډول ووژني.»

رضایي وویل، «د دې لپاره چې د دغه ترهګر ګروپ ريښې واېستل شي او د هغوی ظلمونه او د بې ګناه افغانانو ځورول کم شي، د داعش هر غړی باید د هغه له خوا د ترسره شویو جنایتونو له امله مسؤل ونیول شي او اعدام کړای شي.»

هغه وویل، د داعش ریښې له افغانستان څخه بهر دي، او د بې ګناه افغان ملکیانو د قصدي ډله ییزې وژنې له لارې خپله افراطي ایډیالوژي پلې کوي.

د هرات ښار اوسېدونکي محمد یونس ابراهیمي وویل، هغه بریدونه چې داعش یې ترسره کوي په اسلام کې ځای نه لري، او دین په ټینګه انسانانو ته د زیان رسول منع کړي دي.

هغه وویل، «داعش یو بهرنی نایب ګروپ دی چې ګاونډي هېوادونه او د روسيې په څېر زبرځواکونه یې ملاتړ کوي،» او زیاته یې کړه چې دغه ګروپ په لسګونو داسې بې ګناه ملکي خلک چې په سیاست کې هېڅ رول نه لري په ډله ییز ډول وژني.

ابراهیمي وویل، «داعش له بېلابېلو هېوادونو څخه پیسې ترلاسه کوي او په افغانستان او ګڼو نورو هېوادونو کې د بې ګناه خلکو وینې تویوي.»

یو خطرناک ګواښ

که څه هم مقامات وایي چې داعش په افغانستان کې مات شوی، لاکن شنونکي وایي چې دغې ډلې د افغانستان امنیت ته د یوه خطرناک ګواښ په توګه بیا سر راپورته کړی دی.

د پوځي چارو شنونکي وایي، د داعش خراسان څانګې په ټول افغانستان کې خپل فعالیتونه پراخ کړي او اوس د ګاونډیو هېوادونو او سیمې ثبات ته یو غټ خطر پېښوي.

په هرات کې د پوځي چارو یوه شنونکي محمد نعیم غیور وویل، داعش په وروستیو کې یو پراخ کمپاین پیل کړی چې د افغانستان له بېلابېلو برخو څخه نوي جنګیالي استخدام کړي.

هغه وویل، داعش په افغانستان کې د ځواک له اوسنۍ تشې څخه په ګټه اخیستنې سره په چټکۍ سره په ټول هېواد کې د خپلو اورپکو شمېر زیاتوي.

غیور وویل، «په وروستیو میاشتو کې د داعش له خوا د ترسره کېدونکیو بریدونو د شمېر زیاتوالی ښيي چې دغې ترهګرې ډلې په وروستیو میاشتو کې نه یواځې دا چې خپلې پښې ټینګې کړي بلکې دغه راز یې د افغانستان د امنیت د ننګولو لپاره خپل ظرفیت هم جوړ کړی دی.»

هغه وویل، «داعش د څو هېوادونو د استخباراتي دستګاه یو نایب ګروپ دی، او کولی شي چې په ملکي هدفونو باندې پېچلي بریدونه پلان او ترسره کړي.»

په هرات کې د پوځي چارو یوه بل شنونکي غلام حسن مجروح وویل، که د داعش د ماتولو لپاره یو پیاوړی او ښه مجهز ځواک جوړ نشي، دغه ډله به په افغانستان کې د نورو سیمو تر واک لاندې راوستلو ته دوام ورکړي.

هغه وویل، «زیاتېدونکې بې کارۍ او بې ثباتۍ دې ته لاره هواره کړې چې داعش افغان ځوانان استخدام کړي.»

نوموړي وویل، په حقیقت کې داعش ډېر ځوان افغانان د میاشتنیو تنخواګانو د ورکړې له لارې استخدام کړي دي.

هغه وویل، «نړۍ واله ټولنه او په ځانګړې توګه متحده ایالات باید په افغانستان کې د داعش ګواښ ته په کمه سترګه ونه ګوري.»

مجروح وویل، «په افغانستان کې د داعش د ماتولو لپاره د یوه قوي ځواک جوړولو ته اړتیا ده، که نه، دغه ترهګر ګروپ به هره ورځ بې ګناه ملکي خلک په ظالمانه ډول ووژني.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500