امنیت

په افغانستان کې د داعش د بریدونو دوام د قربانیانو د کورنیو درد لا پسې زیاتوي

د عمران راپور

په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې له خوا روان ترهګریز بریدونه لا هم د پخوانیو قربانیانو کورنیو ته شکنجه او عذاب ورکوي. [عمران/سلام ټایمز]

هرات -- په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې له خوا روان ترهګریز بریدونه لا هم د پخوانیو قربانیانو کورنیو ته درد ورکوي.

د ۲۵ کلن علي رضا کورنۍ چې د ۱۴۰۱ لمریز د وري په میاشت کې په هرات ښار کې د شیعه ګانو په یوه سیمه کې په یوه چاودنه کې ووژل شو، اوس هم په ویر او وېره کې وخت تېروي.

د رضا خور فاطمه چې ۳۱ کاله عمر لري، د نورې ترهګرۍ له وېرې نشي کولی چې خپل بچیان ښوونځي ته ولېږي.

هغه وېرونکي خوبونه ویني او ډارېږي چې داعش به یې د کورنۍ غړي ووژني.

یوې هزاره کورنۍ د سلواغې په ۱۰مه په هرات ښار کې د خپل یوه غړي علي رضا چې ۲۵ کاله عمر یې درلود او د ۱۴۰۱ لمریز د وري په میاشت کې داعش وژلی و، عکس پورته کړی دی. [عمران/سلام ټایمز]

یوې هزاره کورنۍ د سلواغې په ۱۰مه په هرات ښار کې د خپل یوه غړي علي رضا چې ۲۵ کاله عمر یې درلود او د ۱۴۰۱ لمریز د وري په میاشت کې داعش وژلی و، عکس پورته کړی دی. [عمران/سلام ټایمز]

هغې وویل، «کله چې زما ورونه او ماشومان له کور څخه وځي، زه نه پوهېږم چې آیا هغوی به ژوندي کور ته راستانه شي. داعش رحم نه لري او کېدی شي چې هره شېبه بمي او ځانمرګي بریدونه ترسره کړي.»

هغې وویل، «زه د خپل ورور له مرګ راهیسې په ژور خفګان اخته شوې یم... او نشم کولی چې د خوب ګولیو له خوړلو پرته ویده شم. زه نشم کولی چې په تلوېزیون کې خبرونه وګورم ... ځکه هر ځل چې زه د یوې چاودنې خبرونه ګورم، زما د ورور د مرګ یادونه راتازه کیږي.»

د رضا بله خور عاطفه چې ۲۷ کاله عمر لري، هم د خپل ورور له مرګ راهیسې په دماغي ناروغۍ اخته شوې ده.

هغې وویل، «موږ په کابل کې اوسېدلو خو د داعش د بریدونو له ډاره له خپلې کورنۍ سره هرات ته راکډه شوو، لاکن دغې ترهګرې ډلې دلته هم موږ پرې نښودلو او زموږ ځوان ورور یې راته وواژه،»

هغې وویل، «داعش بې ګناه خلک وژني او هر ډول جنایت چې کوي د اسلام نوم پرې ږدي.»

د داعش د تاوتریخوالي زیاتېدل

په افغانستان کې د ملکي خلکو پر ضد د داعش بریدونه روان ۱۴۰۳ کال ته هم راغځیدلي دي.

دغه ترهګر ګروپ د غوایي په ۳۰مه په بامیان ولایت کې د یوه برید مسؤلیت پر غاړه واخیست چې په کې درې هسپانوي سیلانیان او درې افغانان ووژل شول.

یادې ډلې په ټیلیګرام وویل چې «جنګیالیو په عیسوي سیلانیانو او د هغوی په شیعه ملګرو باندې د ماشینګنونو ډزې وکړې.»

افغان نظامي کتونکي وایي، د داعش خراسان څانګه چې په افغانستان کې دننه خوندي پټنځایونو څخه فعالیت کوي، د نړۍ په سطحه یو مهم ګواښ دی.

په نیمروز ولایت کې مېشت د نظامي چارو یوه شنونکي حمزه بلوچ وویل، «له بده مرغه چې د داعش خراسان څانګه په وروستیو کې په افغانستان او پاکستان کې ډېره غښتلې شوې... او د دغو دوو ګاونډیو هېوادونو د امنیت د ګواښلو تر څنګ، سیمې او نړۍ ته په یوه غټ ګواښ باندې بدله شوې ده،»

هغه وویل، د داعش خراسان څانګه «هڅه کوي چې د خپلو کسانو شمېر او نظامي قوت زیات کړي،»

بلوچ وویل، «په افغانستان کې د داعش پر ضد یوې جدي مبارزې ته اړتیا ده. دغې ترهګرې ډلې په افغانستان کې له بې نظمۍ څخه ناوړه استفاده کړې او خپل حضور یې ډېرو ولایتونو ته غزولی دی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500