تروريزم

د داعش د بریدونو ډېرښت په افغانستان کې په یوه جدي اندېښنه باندې بدلېږي

د عمران راپور

د کب په ۲۰مه په مزارشریف کې د رسنیو د لمانځنې د یوې غونډې په ترڅ کې د داعش د برید له ساحې سره نږدې، له یوه ټپي شوي سړي سره مرسته کیږي. [عاطف آرین/ای اېف پي]

د کب په ۲۰مه په مزارشریف کې د رسنیو د لمانځنې د یوې غونډې په ترڅ کې د داعش د برید له ساحې سره نږدې، له یوه ټپي شوي سړي سره مرسته کیږي. [عاطف آرین/ای اېف پي]

هرات -- په افغانستان کې د قدرت له خلا څخه په ګټه اخیستنې سره، د داعش خراسان څانګه په ډېرو ولایتونو کې خپل بریدونه زیات کړي، چې په ټول هېواد کې یې د امنیت په هکله جدي اندېښنې راپورته کړي دي.

د تېرې میاشتې په نیمایي کې په مزارشریف کې په دوو جلا بریدونو کې، داعش په یوه جګپوړي ځایي حکومتي چارواکي او د ژورنالستانو لپاره د جوړو شویو مراسمو په یوه غونډه باندې برید وکړ.

پولیسو وویل چې د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې په تبیان کلتوري مرکز باندې د کب د ۲۰مې په برید کې یو امنیتي ساتونکی ووژل شو، په داسې حال کې چې څو ژورنالستان او درې ماشومان ټپیان شول.

د افغان خپلواکو ژورنالستانو د اتحادیې (ای آی جی ای) په وینا، د هغه ساتونکي تر څنګ، ژورنالست حسین نادري او د ژورنالیزم پوهنځي یو محصل اکمل ووژل شول. یادې ادارې وویل چې ۱۴ تنه نور د رسنیو کارمندان ټپیان شول.

دا بمي برید دوه ورځې وروسته له هغه وشو چې د داعش یوه ځانمرګي بمي بریدګر د بلخ والي په مزارشریف کې په خپل دفتر کې وواژه.‌

په یوه بله پېښه کې چې د کب په ۱۸مه په هرات کې وشوه درې کسان ووژل شول.

د داعش د خونړۍ لوبې قربانیان

ځینې شنونکي وایي، داعش د خپلو ترهګریزو عملونو په ډېرولو سره، هڅه کوي چې افغانستان د جنګ په یوه خونړي ایډیالوژیک ډګر باندې واړوي.‌

په ایټالیا کې مېشت د پوځي چارو یوه شنونکي محمد نعیم غیور وویل، «د داعش وروستي بریدونه ښیي چې دغه ډله ډېره فعاله شوې او خپل فعالیتونه یې د هېواد بېلابېلو برخو ته پراخ کړي دي.»

هغه وویل،‌ «په افغانستان کې په لسګونو ترهګرې ډلې فعالې دي، او له هغوی سره د داعش اړیکې وده کوي.»

هغه وویل، «د دې ډلو په یولاس کیدو سره به نه یواځې د افغانستان امنیت بلکې د ټولې نړۍ امنیت له ډېرېدونکیو ګواښونو سره مخامخ شي.»

هغه وړاندوینه وکړه چې، «که روان وضعیت دوام ومومي، موږ به په ډېرو ولایتونو کې د داعش د خونړيو بریدونو شاهد واوسو.»

غیور وویل، که په افغانستان کې یو ټولشموله حکومت رامنځته نشي چې د خلکو ملاتړ له ځان سره ولري، نو ښایي د هېواد په بېلابېلو برخو کې د داعش خراسان څانګې فعالیتونه پراخ شي او دغه ترهګره ډله سیمې تر خپلې ولکې لاندې راولي.

هغه وویل، «داعش د سیمې د هېوادونو او استخباراتي ادارو کلک ملاتړ له ځان سره لري. له داسې یوه استخباراتي ملاتړ پرته به داعش ونشي کړای چې داسې پېچلي او خونړي بریدونه ترسره کړي.»

هغه زیاته کړه، «له بده مرغه چې د دې خونړۍ لوبې اصلي قربانیان بې ګناه افغانان دي.»

په هرات کې د مدني ټولنې یوه فعال سید اشرف سادات وویل، داعش هڅه کوي چې په افغانستان کې یو جنګ پیل کړي.

هغه وویل، «په تېر یو نیم کال کې داعش ډېره زیاته وده کړې ده. په افغانستان کې یې فعالیتونه یوه جدي اندېښنه ده.»

هغه وویل، «د سیمې ډېر هېوادونه غواړي چې په افغانستان کې جنګ جاري وساتي څو خپلو استخباراتي او سیاسي موخو ته ورسیږي. له دې امله، داعش پراخ پوځي او مالي ملاتړ ترلاسه کوي.»

هغه زیاته کړه، «اوس په افغانستان کې ډېر خپل سري نظامي ګروپونه شته او داعش توانېدلي چې له هغوی څخه کسان استخدام کړي.»

نړۍ وال امنیت ته جدي ګواښ

په ازبکستان کې مېشت د سیاسي چارو یوه شنونکي احمد سعیدي وویل، افغانستان چې دا وخت یو قوي او مسلکي پوځ نه لري، د داعش په څېر ترهګرو ډلو لپاره په جنت باندې بدل شوی دی.

هغه وویل، «داعش ډېرې مالي سرچینې لري او کولی شي چې په اسانۍ سره خپل فعالیتونه پراخ کړي. په افغانستان کې روان حالت د داعش د ودې لپاره یو ښه پلاتفارم رامنځته کړی.»

نوموړي وویل، «داعش یو نړۍ وال خوځښت دی، او د خراسان څانګه یې، چې په افغانستان، پاکستان او د سیمې په ځینو نورو هېوادونو کې فعالیت کوي، اوس ډېره فعاله ده.»

هغه وویل، «داعش د ځینو عربي هېوادونو لکه یمن، سوریې، عراق او ځینو افریقایي هېوادونو پر ځای، خپل فعالیتونه په افغانستان او پاکستان کې متمرکز کړي دي.»

سعیدي وویل، که ځواکمن هېوادونه په ګډه د داعش خراسان څانګه ونه ځپي، له افغانستان څخه نړۍ ته د داعش ګواښ ډېر جدي دی او مهارول به یې ډېر سخت وي.

هغه زیاته کړه، «د دغې ډلې هدف دا دی چې نه یواځې په افغانستان بلکې په ګرده نړۍ کې بې ثباتي او ناامني جوړه کړي.»

په هرات ښار کې د افغان اردو یوه پخواني افسر عبدالله خلیل وویل، داعش له افغانستان څخه خپل د قوماندې مرکز جوړوی، او په سیمه کې خپل ډېر بریدونه له افغانستان څخه همغږي کوي.

هغه وویل، «په افغانستان کې د سیاسي او پوځي ثبات د نشتوالي له امله، داعش د استخدام او د سیمو د نیولو په برخو کې ډېر پرمخ روان دی.»

هغه وویل، «دا ډله کولی شي چې بې کاره کسان په ارزانه استخدام کړي او وسلې او مهمات ترلاسه کړي.»

هغه وویل، «په افغانستان کې د داعش پر ضد جنګ یوه قوي پوځي ځواک ته اړتیا لري چې په ځالو باندې یې بریدونه ترسره کړي. څو چې په ځینو ولایتونو کې د یادې ډلې خوندي پټنځایونه ویجاړ نشي، دا ډېره سخته ده چې خونړي بریدونه یې ودرول شي.»

خلیل وویل، له داعش څخه د افغانستان او نړۍ د خوندي کولو لپاره په کار ده چې ټول هېوادونه په ګډه دغه ډله په افغانستان کې هغسې وځپي لکه په سوریه او عراق کې یې چې وځپله.

په ډار کې ژوند تېرول

د داعش د بریدونو زیاتېدلو او هغه ګواښ چې دغه ترهګره ډله یې رامنځته کوي افغانان وارخطا کړي دي.

عبدالخالق منتظم چې ۳۱ کاله عمر لري، وویل چې هغه خپل ورور په ۱۳۹۶ کې په هرات کې په جوادیه جومات باندې د داعش په یوه برید کې له لاسه ورکړ.

هغه ډارېږي چې داعش به یو ځل بیا په هغه جومات یا ښوونځي باندې چې هغه په کې کار کوي، برید وکړي او هغه یا د هغه خپلوان به ووژني.

هغه وویل، «زه هېڅکله هم نشم کولی هغه درد او غم هېر کړم چې داعش زما په کورنۍ باندې را نازل کړ. زما ځوان ورور جومات ته لاړ چې لمونځ وکړي، خو داعش په چاودنه کې ټوټه ټوټه کړ. داعش ان د خدای (ج) په کور کې خلک په ارام نه پرېږدي.»

هغه وویل، «د داعش وروستیو بریدونو زه دومره ډار کړی یم چې د شپې جومات ته نه ځم،‌ ځکه وېرېږم چې د داعش کوم غړی به د عبادت کوونکیو په منځ کې ځان ته چاودنه ورکړي.»

د نیمروز یوه اوسېدونکي صفی الله الکوزي چې ۲۶ کاله عمر لري، وویل، داعش د افغانانو تر ټولو غټ دښمن دی ځکه ثابته کړې یې ده چې په هیچا هم رحم نه کوي.

هغه په مزارشریف کې د کب د ۲۰مې برید ته په اشارې سره وویل، «تېره اونۍ داعش په یو مجلس چې د ژورنالستانو له خوا تنظیم شوی وه برید وکړ چې افغان ژورنالستانو ته په کې مرګ ژوبله واوښتله. دا څنګه توجیه کوي؟»

هغه وویل، «د ژورنالستانو او نورو هغو ملکیانو چې داعش ووژل جرم څه دی؟ دا ښیي چې داعش ارزښتونه نه لري او فعالیتونه یې غیر انساني او غیر اسلامي دي.»

هغه وویل، «داعش له بهر څخه پیسې ترلاسه کوي او بې ګناه او بې وزلي افغانان په ډله ییز ډول وژني.»

الکوزي وویل، «زه روان حالت ته وارخطا یم، او ډارېږم چې داعش به د بریدونو په زیاتولو سره لا نور ډېر بې ګناه افغانان ووژني.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

څنګه چې بهرنیو استخباراتي کړیو طالبان د مخکیني جمهوري نظام لپاره بلا جوړ کړل، داسې به داعش هم د اوسني نظام یعني طالبانو لپاره په سردردۍ بدل کړي. طالبان هم په اوایلو کې یوه وړه ډله او ډېر کم امکانات یې لرل چې وروسته بیا قطر کې ورته دفتر ورکول شو او بلاخره داسې ورځې ته یې ورسول چې شل کلن نظام یې په لاس کې ورکړ. اوس خبره داده چې داعش هم له عراق او سوریې نه راځي او نه هغوی په کابل کې بریدونه کوي؛ بلکې د جمهوري نظام د ځینو جنګ سالارانو روزل شوي کسان دلته د اوس لپاره جګړه مخته وړي. دا چې اوس یوازې چریکي بریدونه کوي خو د وخت په تېرېدو سره ښایي زور ونیسي او طالبان له غټ چلینج سره مخامخ کړي. تازه څو ورځې مخکې عطا محمد نور، دوستم او ځینو نورو په یوه بحث کې له بهرنیانو غوښتي چې سیاسي دفتر دې ورته پرانیستل شي، شاید اوس ورته دفتر ورنکړي مګر شپږ اوه میاشتې وروسته حتما په دې بریالي کېږي او بهرنیان په دې راضي کولی شي چې دفتر ورته پرانیزي. دې سره به د طالبانو زیان دا وي چې له قدرت به هیڅ خوند وانخلي او نه به ولس ته کار وکړای شي. بس د خلکو ذهن کې به بیا هم همدا وي چې د طالبانو له وجې د جګړې قربانيان ولسي وګړي دي. خو یوه مشوره که طالب یې ومني هغه دا چې نور دې له زبردستۍ لاس واخلي، ولس ته دې رجوع وکړي، د ولس غږ دې واوري، جهاد او جنګ کیسې دې ورته سترګو سترګو ته نه کوي، مستقل دې هر سړی خپل کار ته پرېږدي. هو څار دې کوي چې د دوی خلاف کړنه څوک ونکړي، نور دې د خلکو شخصي ژوند کې لاس نه لري. او کومې ګومارنې چې کوي په اعتدال دې وکړي. همدا راز ملي ارزښتونو ته دې قایل شي چې دې سره به یې ولس ترڅنګ او د پردیو مقابل کې به قوي اوسي.

ځواب ورکړئ