امنیت

د داعش له خوا د مزارشریف په جومات کې بمي چاودنه د ترهګرۍ د ګواښ زیاتوالی په ګوته کوي

د سلام ټایمز راپور

یو ټپي شوی افغان سړی وروسته له هغه چې د غوايي په ۱ په مزارشریف کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې د داعش په یوه برید کې ټپي شو، په یوه روغتون کې تداوي ترلاسه کوي. [ای اېف پي]

یو ټپي شوی افغان سړی وروسته له هغه چې د غوايي په ۱ په مزارشریف کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې د داعش په یوه برید کې ټپي شو، په یوه روغتون کې تداوي ترلاسه کوي. [ای اېف پي]

کابل -- لږ تر لږه ۱۶ کسان د پنجشنبې په ورځ /د غوایي ۱/ په بمي چاودنو کې ووژل شول. له دې جملې څخه ۱۲ کسان د مزارشریف په یوه جومات کې وژل شوي چې مسؤلیت یې داعش پر غاړه اخیستی دی.‌

داعش په یوه اعلامیه کې وویل، «د خلافت عسکر وتوانېدل چې په یوه بیک کې ځای پرځای شوي چاودېدونکي مواد جومات ته ننباسي، او وروسته له هغه یې وچول چې له عبادت کوونکیو څخه ډک شو.»

له دې جلا، په کندوز کې یوې چاودنې لږ تر لږه څلور کسان ووژل او ۱۸ نور یې ټپیان کړل. د پولیسو ویاند عبیدالله عابدي له ای اېف پي سره به خبرو کې وویل چې بم په یوه بایسکل کې ځای پرځای شوی وو او داسې یو موټر یې په نښه کړ چې مستریان یې لېږدول.‌

د ټولنیزو رسنیو کاروونکیو په مزار شریف کې د سه دوکان جومات څخه روغتون ته د لېږدول کېدونکیو قربانیانو وحشتناک انځورونه خپاره کړي دي.‌

په عکسونو کې چې په خپلواکه توګه تایید شوي نه دي، داسې یوه صحنه لیدل کیږي چې ماتې شیشې هرې خواته پرتې دي.‌

د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست ویاند احمد ضیأ زنداني ای اېف پي ته وویل، «هر ځای وینو او وېرې نیولی وو،» او زیاته یې کړه چې خلکو په روغتون کې د خپلو خپلوانو لټون کاوه او «چیغې یې وهلې.»

هغه وویل، په چاودنه کې ۱۲ کسان ووژل شول او ۵۸ نور ټپیان شول چې د ۳۲ کسانو حال په کې نازک دی.

زنداني وویل، «د قربانیانو خپلوانو ځانونه د ښار روغتونونو ته رسول ترڅو خپل عزیران او خپلوان ولټوي.‌ ډېر خلک د وینې د ورکولو لپاره هم ورتلل.»

همدا دوشنبه /د وري ۲۹مه/ داعش د افغانستان د ګاونډي ازبکستان پر ضد د یوه راکټي برید مسؤلیت پر غاړه واخیست. دا د دغې ډلې له خوا د منځنۍ اسیا په یوه هېواد باندې لومړنی دغه ډول برید وو.

په دې اونۍ کې د شیعه ګانو پر ضد دویم برید

دا په روانه اونۍ کې د شیعه ګانو پر ضد دویم برید دی. تر دې مخکې د سې شنبې په ورځ څو چاودنو په کابل کې لږ تر لږه شپږ کسان ووژل او ۲۴ نور یې ټپان کړل.‌

عیني شاهدانو وویل چې لومړۍ چاودنه ممتاز ښوونیز مرکز ته نږدې پېښه شوه او بیا په دشت برچي کې چې ډېر اوسېدونکی یې هزاره ګان دي، له عبدالرحیم شهید لېسې سره نږدې دوه پرله پسې چاودنې وشوې.

د سې شنبې د برید مسؤلیت هېڅ ډلې هم پر غاړه نه دی اخیستی.‌

شیعه هزاره ګان چې د افغانستان د ۳۸ میلیونو وګړیو ۱۰ - ۲۰٪ جوړوي، له ډېر وخت راهیسې د ترهګریزو بریدونو هدف ګرخي چې اکثر بریدونه په کې د داعش له خوا ترسره کیږي.

د داعش خراسان مرګونی ریکارډ

داعش په وروستیو کالونو کې په افغانستان کې د ځینو ډېرو مرګونو ترهګریزو بریدونو د ترسره کولو ادعا کړې ده.‌

د ځایي خلکو په وینا، د تلې په ۱۶مه د داعش خراسان یوه ځانمرګي بمي بریدګر په کندوز کې یو جومات په نښه کړ چې شاوخوا ۱۰۰ تنه شیعه مسلمانان یې ووژل او په لسګونو نور یې ټپیان کړل.

د تېر کال د غوایي په میاشت کې، لږ تر لږه ۸۵ کسان چې ډېر یې ښځینه زده کوونکې وې، هغه وخت ووژل شول او شاوخوا ۳۰۰ نور ټپیان شول چې په دشت برچي سیمه کې د هغوی له ښوونځي سره نږدې درې بمونه وچاودېدل.‌

د هغې ډله ییزې وژنې مسؤلیت هېڅ ډلې هم پرغاړه نه دی اخیستی، خو د ۱۳۹۹ د تلې په میاشت کې داعش اعتراف وکړ چې په عین سیمه کې یې په یوه تعلیمي مرکز باندې ځانمرګی برید کړی او د زده کوونکیو په ګډون ۲۴ کسان یې وژلي دي.‌

د ۱۳۹۹ د غوایي په میاشت کې، دغه ډله په یاده سیمه کې په یوه زېږنتون باندې د یوه خونړي برید په ترسره کولو پړه وبلل شوه چې د تازه میندو، نوپیدا ماشومانو او نرسانو په ګډون ۲۵ کسان په کې ووژل شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په افغانستان کې چې وروسته له دې هر جنایت کېږي، مسؤلیت یې امریکا ته ور اوړي. ځکه افغان پوځ امریکا طالبانو ته په ګونډو کړ. امریکا یې ځکه مسؤله ده چې افغان پوځ نور د دې جوګه شوی وو چې د هر ډول بریدونو په مقابل کې ودرېږي او له خپلو خلکو دفاع وکړي خو ختم یې کړ او واک یې هغه چاته ورکړ چې امریکا او نورو نړیوالو ورته ترهګر ویل. افغان پوځ د دې توانايي درلوده چې له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته کوم ګواښونه پېښېږي په ډېره اسانۍ سره دفع کړي. خو د دې لپاره چې په سیمه کې یوه انارشي موجوده وي، امریکا واک طالب ته ورکړ. او طالب کلونه بې ګناه مسلمانان/انسانان وژلي. د افغانستان پرمختیايي کارونه یې له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړي. کومې پروژې چې عملي کېدې د نورو په اشاره یې له منځه وړې. داسې واکمن به څه خدمت وکړي او څنګه به له خلکو دفاع وکړي. اوس چې افغانستان کې څه پېښېږي مسؤلیت یې امریکا ته راجع دی، ځکه طالب عسکر د دې جوګه نه دي چې د خپلو ښارونو امنیت ونیسي او له خلکو دې دفاع وکړای شي. بل زما په نظر څومره قتلونه چې اوس روان دي او څومره چې جمهوریت کې روان و، مستقیماً پکې هغه چارواکي او د بېلا بېلو قومونو مشران چې د پردیو په امر کار کوي، لاس لري/درلود. مثال: په ختیځو ولایتونو کې د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار، په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی ظاهر قدیر، ځایي تجار ګل مراد عرب... چې په خپله غټ غله، مفسد، د ترهګرو ملاتړ کوونکي، د اخطتاف قضیو کې ښکیل و/ دي لاس درلود/لري. او په شمالي ولایتونو کې بیا د شیعه ګانو خپل مشران او ځايي لوړ پوړي چارواکي چې د ایران او د سیمې د نورو هېوادونو د ګټو د دفاع لپاره کار کوي په دغه ډول قضیو کې پخوا هم شامل و او اوس هم پردۍ پروژۍ مخته وړي. لکه محقق، خلیلي...

ځواب ورکړئ

د دغو ټولو قتلونو مسؤلیت د داعش د ترهګرو تر څنګ د شیعه ګانو د هغو مشرانو پر غاړه دی چې د ایران د ګټو د دفاع لپاره کار کوي. په دغو جاسوسانو کې محقق، خلیلي او نور هغه جنایتکاران شامل دي چې د ایران د ترهګرو استخباراتي ادارو په نیابت یې هزاره ځوانان استخدامول او سوریې او عراق ته یې د جنګونو لپاره لیږل. پاکستان او ایران د افغانستان دښمنان او د شیطان بچیان دي.‌

ځواب ورکړئ