روغتیا

افغان چارواکو هغه زېږنتون بیا پرانست چې د غوایي په میاشت کې پرې مرګونی برید شوی وو

ای اېف پي

د روغتیا وزارت سرپرست احمد جواد عثماني (له چپې خوا دویم) د چنګاښ په ۱۱مه په کابل کې د بې سرحده ډاکترانو په یوه روغتون کې د یوه روغتیایي وارډ د بیا پرانستلو د مراسمو په ترڅ کې د زېږنتون له خونو څخه لیدنه کوي. وسله والو د غوایي په میاشت کې په یوه وحشیانه برید کې د روغتون د زېږنتون څانکه په نښه کړې وه.

د روغتیا وزارت سرپرست احمد جواد عثماني (له چپې خوا دویم) د چنګاښ په ۱۱مه په کابل کې د بې سرحده ډاکترانو په یوه روغتون کې د یوه روغتیایي وارډ د بیا پرانستلو د مراسمو په ترڅ کې د زېږنتون له خونو څخه لیدنه کوي. وسله والو د غوایي په میاشت کې په یوه وحشیانه برید کې د روغتون د زېږنتون څانکه په نښه کړې وه.

کابل -- افغان چارواکو د چارشنبې په ورځ /د چنګاښ ۱۱مه/ د کابل یو روغتون او د هغه د زېږنتون څانګه په رسمي توګه بیا پرانستل. دغه مرکز څو اونۍ مخکې د وسله والو سړیو په یوه برید کې چې د نویو میندو په ګډون ۲۵ افغانان یې ووژل، سخت ویجاړ شوی وو.

درې وسله والو سړیو د غوایي په ۲۳مه د کابل په لویدیځ کې په دشت برچي روغتون باندې یو بې شرمانه برید وکړ چې په نړۍ واله کچه یې غوسه راوپاروله او یوه ملت ته یې چې د لسیزو اوږدې جګړې وار له مخه ژوبل کړی وو سخت ټکان ورکړ.

وسله والو تر ډېره د زېږنتون په وارډ باندې، چې هغه وخت د بې سرحده ډاکترانو (اېم اېس اېف) په نامه نړۍ والې خیریه موسسې چلاوه، تمرکز وکړ،‌ او یادې موسسې وویل چې بریدګرو د څو ساعته اوږدې حملې په ترڅ کې په «سیستماتیک» ډول ۱۶ میندې ووژلې.

بې سرحده ډاکترانو د غبرګولي په میاشت کې د امنیتي خطرونو له امله دغه روغتون پرېښود او چارواکي لا هم مطمئن نه دي چې دغه ډله ییزه وژنه چا ترسره کړه.

د روغتیا وزارت سرپرست احمد جواد عثماني د بیا پرانستلو په مراسمو کې وویل، «نن، مونږ د عامې روغتیا په وزارت کې د خپلو همکارانو په مرسته او د اېم اېس اېف په همکارۍ، داسې مدیریت برابر کړ چې د خپلو موجودو امکاناتو څخه په استفادې سره دغه روغتون بیا کار پيل کړ.»

عثماني وویل، شاوخوا ۴۰ ډاکتران، نرسانې، قابلې او روغتیایي کارکوونکي له نورو روغتونونو څخه راوستل شول او په دشت برچي روغتون کې توظیف شول چې ناروغانو ته خدمتونه برابر کړي.

د دغه روغتون رییس عتیق الله قاطع وویل، د زېږنتون وارډ د چنګاښ له ۱۱مې څخه خپل فعالیت بیا پیل کړ چې د دغه وارډ ځینې تجهیزات اېم اېس اېف برابر کړل.

هېڅ ډلې د برید مسؤلیت نه دی اخیستی، خو ولسمشر اشرف غني یې پړه په طالبانو او داعش باندې ور واچوله.

دغه روغتون په یوه بې وزلې سیمه کې چې تر ډېره په کې اقلیت شیعه هزاره ټولنه ژوند کوي، واقع دی، چې پخوا د دواړو ډلو اورپکو پرې بریدونه کړي دي.

اېم اېس اېف وویل چې دغه مرکز په نړۍ کې د هغوی له ډېرو لویو مرکزونو څخه وو او تېر کال په کې نږدې ۱۶ زره ماشومان پیدا شوي دي.‌

په افغانستان کې له ۱۳۸۳ کال راهیسې له ۷۰ څخه ډېر کارکوونکي او ناروغان چې د اېم اېس اېف د روغتیایي پاملرنې په پروګرامونو کې داخل شوي وو وژل شوي دي.

عثماني وویل، د تېرو شپږو میاشتو په دوران کې په افغان روغتیایي مرکزونو باندې په ترسره شویو «ترهګریزو بریدونو» کې ۱۴ روغتیایي کارکوونکي وژل شوي دي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هغوی یو ډېر ښه کار کړی دی. دښمن باید پوه شي چې څومره چې هغوی عامه اسانتیاوې ویجاړوي هومره به یې مونږ بیا جوړوو. دښمن باید پوه شي چې هغوی نشي کولی چې د بزدلانه بریدونو په ترسره کولو سره زمونږ د خلکو اراده کمزورې کړي. افغانستان به پرمخ لاړ شي او هېڅکله به هم شاته تګ ونه کړي. که د خدای رضا وه، یوه ورځ به مونږ دا هیواد جوړ کړو او دې هېواد ته به مونږ امنیت راولو.

ځواب ورکړئ

په ټول افغانستان کې په نسایي او ولادي سکتور کې ستونزې موجودې دي. حکومت باید په هېواد کې نور نسایي او ولادي مرکزونه جوړ کړي چې په دې برخه کې د خلکو ستونزې حل کړي.

ځواب ورکړئ