تروريزم

متحده ایالاتو د داعش د مشر د نیولو په سر انعام دوه برابره یا ۱۰ میلیونو ډالرو ته زیات کړ

سلام ټایمز او ای اېف پي

په عکس کې، د داعش یو غړی په ۱۳۹۷ کې په سوریه کې لیدل کیږي. [آرشیف]

په عکس کې، د داعش یو غړی په ۱۳۹۷ کې په سوریه کې لیدل کیږي. [آرشیف]

واشنګټن -- متحده ایالاتو د چارشنبې په ورځ /د چنګاښ ۴مه/ د داعش ډلې د مشر د نیولو په سر انعام دوه برابره یا ۱۰ میلیونو ډالرو ته لوړ کړ.

متحده ایالاتو پخوا او مخکې تر دې چې امیر محمد عبدالرحمان المولي السالبي د ابوبکر البغدادي د ځایناستي په توګه معرفي شي، د هغه د نیولو په سر ۵ میلیونه ډالر انعام ایښی وو. البغدادي د لړم په میاشت کې په سوریه کې د امریکایي کمانډویانو په یوه برید کې ووژل شو.

السالبي د ابو ابراهیم الهاشمي القریشی مستعار نوم استعمالوي.

السالبي چې په ۱۳۵۵ کال کې زیږیدلی دی، شرعي علومو کې یي زدکړې کړي دي. هغه د یزیدي اقلیت د ځورونې د توجیه احکام صادر کړي. ملګرو ملتونو دغه کمپاین یوه نسل وژنه بللې ده.‌

یاغیانو په منځني ختیځ کې د بریدونو په ترڅ کې په زرګونو یزیدیان چې یو لرغونی مذهب پالي، ووژل، او په زرګونو نورې ښځې او نجونې یې وتښتولې او وینځې یې ترې جوړې کړې.

السالبي د عراق په موصل ښار کې په یوه ترکمنه کورنۍ کې زېږېدلی او یو له څو هغو غیر عربو څخه دی چې د داعش لوړو پوړیو ته رسېدلي دي.

د راپورونو له مخې، السالبي په ۱۳۸۳ کې امریکایي ځواکونو د جنوبي عراق په کمپ بوکا زندان کې بندي کړی وو او هلته یې له البغدادي سره لیدلي وو.‌

داعش د خپل عروج پر وخت د عراق او سوریې په پراخو برخو واکمن وو او له لویدیځ څخه یې رضاکاران ورجلب کړي وو، خو ایتلافي ځواکونو یې مرکزونه ویجاړ کړل.

له دې سره سره چې داعش ډېر کمزوری شوی دی،‌ خو بیا هم په ګرده نړۍ او په ځانګړې توګه په عراق، سوریه او افغانستان کې عملیات ترسره کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

7 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

متحده ایلاتو ته دداعش مشر معلوم دی دا سیاست دی چی اوس یی پر نیولو انعام ورکوی

ځواب ورکړئ

لږ دروغ پکې وه مطلب

ځواب ورکړئ

زما ۤپه آند امریکا د ترحګرو ډلو مشرانو په سر انعام تعینول، په حقیقت کې دغه ترحګرو ډلو ته مشروعیت ورکوي. امریکا باید دغه کار ونکړي، ځکه مسلمانان داسې فکر کوي چې ګواکې د دغو ډلو جګړه امریکا سره ده او مشروع ده او دغه ډلې اسلام ته کار کوي. امریکا باید خپل ځان بیطرفه اوباسې او اسلامې هیوادونه پریږدي چې دوی په خپل د دغه تروریرستي ډلو پر وړاندې مبارزه وکړي. داعش تر هر څه د مخه اسلام و اسلامې هیوادونه ته ډیر لوی او ستر ګواښ ده. نو امریکا ته نه ده پکار چې د داعش سره د مبارزې نعرې ووهی او یا هم د دوی د مشرانو په سر انعام تعین کړي. د امریکا دغه کار د دې لامل شوی چې ځیني خلک داسی فکر کوي چی ګوکې داعش امریکا جوړ کړي او د امریکا لخوا تمویلیږي.

ځواب ورکړئ

ستاسې نظرياتو کي زياته غلطی موجوده هغه ځکه چي امريکا داسلام لپاره ترټولو غټ دښمن دی نو هغه ځکه په يو مسلمان باندي لس ميلونه ډالر ايږدي نو که داسې وي نو ستا په سر دي هم ډير نه زر ډالر کيږدي خو تاکي هغه څه نه ګوري چي په هغه کي ګوري مسلمانو هيوادو باندي دامسله څنګه حل کوي داخو دکفارو سره جنګيږي نو ولي يي مسلمانانو کور ته راولي نو ټرمپ خو داهم ويلی و چي افغانستان به زه په لسو ورځو کي ختم کړم نو دافغانستان ټول خلک خو داعش هم نه و نولي يي دومره غټ ګواښ وکړ ښکاره واضيخ ده چي امريکا په يو ځاي کي هم مسلمان په ارام نه پريږدې

ځواب ورکړئ

منم ي درسره

ځواب ورکړئ

یوازې د داعش د مشرانو وژل او نیول ستونزه نه حل کوي.‌ که په ګروپ کې یو مشر ونیول شي یا ووژل شي، د هغه پرځای به یو بل څوک وټاکل شي. امریکا باید د سیمې له حکومتونو سره همکاري وکړي چې هغوی پخپله باید په خپلو هېوادونو کې د داعش پر ضد جنګ وکړي.‌ امریکا باید هڅه وکړي چې په اسلامي هېوادونو کې اسلامي نظامونه جوړ شي، نه غیر اسلامي نظامونه، ځکه چې مسلمانان هېڅکله هم غیر اسلامي نظامونه نه مني او دا د دې سبب کیږي چې ځینې خلک د خپلو حکومتونو پر ضد نظامي حرکتونه جوړ کړي.‌ که داعش له منځه وېوړل شي، یو بل حرکت به جوړ شي، ځکه چې په اسلامي هېوادونو کې غیر اسلامي نظامونه د خلکو لپاره د منلو وړ نه دي او هغوی یې پر ضد ودریږي.

ځواب ورکړئ

زه فکر کوم چې که امریکا له سیمې څخه وځي، داعش به په اتومات ډول مات شي. کېدی شي چې داعش د طبیعي ځواکونو له خوا هم له منځه وېوړل شي.‌ داعش د امریکا له خوا غټ وښودل شو یا ډېر اهمیت ورکړل شو، په داسې حال کې چې داعش دومره د خلکو ملاتړ نه لري. ټول خلک له داعش څخه کرکه کوي. زه باور لرم چې که امریکا له افغانستان څخه وځي او طالبان قدرت ونیسي، طالبان به په څو میاشتو کې دننه داعش له منځه وېسي.‌ داعش نشي کولی چې په افغانستان کې بقا وکړي. له افغان حکومت سره د طالبانو له سولې کولو او د یوه ګډ حکومت له جوړېدلو څخه وروسته باید متحده ایالات د افغانستان له راتلونکي حکومت سره مرسته وکړي چې د داعش پر ضد جنګ وکړي.‌

ځواب ورکړئ