هرات -- د افغانستان د امنیت د څار د یوه راپور له مخې، د داعش خراسان څانګې په تېرو دریو کلونو کې په ټول افغانستان کې ۶۲ مرګوني بریدونه ترسره کړي دي.
په دغه راپور کې چې د زمري په ۲۶مه خپور شوی، ویل شوي چې د دغو بریدونو له امله ۸۵۷ تنه وژل شوي او ۱۵۷۵ تنه ټپیان شوي دي. ډیری قربانیان ملکي وګړي وو، او یادې ترهګرې ډلې په ځانګړې توګه شیعه مسلمانان په نښه کړي دي.
د داعش ډلې فعالیتونه په مهمو ولایتونو متمرکز وو، چې په تېرو درېیو کلونو کې ۳۲ بریدونه په کابل، ۷ په هرات، ۶ په بلخ، ۴ په ننګرهار او ۴ په بدخشان کې ترسره شوي دي.
۱۴۰۱ کال تر ټولو خونړی کال و چې ۲۹ بریدونه په کې ترسره شوي وو.
که څه هم چې د کابل چارواکي په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې د شتون او فعالیتونو په اړه په مکرر ډول انکار کوي، لاکن راپور یې د دوامدار او جدي ګواښ په توګه په ګوته کوي.
د ګواښونو زیاتوالی
په ایټالیا کې د پوځي چارو کارپوه محمد نعیم غیور خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې ګواښ مخ په زیاتېدو دی او د هیواد او سیمې امنیت له ګواښ سره مخامخ کوي.
هغه وویل، «د داعش خراسان څانګه په لومړي سر کې د هېواد په ختیځو برخو کې ډېره فعاله وه او په پراخه کچه وځپل شوه، خو، درې کاله وروسته ... د داعش خراسان څانګه لا ډېره پیاوړې شوې ده،»
هغه وویل، «په ۱۴۰۰ لمریز کې له زندانونو څخه د داعش خراسان څانګې د سلګونو غړو خوشې کول د دې ترهګرې ډلې د بیا راژوندي کېدلو یو مهم عامل دی. دا ترهګر چې د افغان سرتېرو د ژوند په بيه نيول شوي وو، اوس ازاد شوي او د بې ګناه خلکو وژلو ته دوام ورکوي.»
غیور وویل، افغانستان اوس د داعش خراسان څانګې د ځپلو ظرفیت نه لري، او زیاته یې کړه چې که دا ډله ونه ځپل شي، امنیت به لا پسې خراب شي.
د ملګرو ملتونو یوه تازه راپور ویلي، د داعش خراسان څانګې ډېره وده کړې، چې نه یواځې د افغانستان بلکې د سیمې او نړۍ لپاره د خطر په توګه راڅرګندېږي.
د خلکو اندېښنې
په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې د بیا راژوندي کېدلو په اړه د نړیوالو اندېښنو په ترڅ کې، ډیری افغانان د ځان او خپلو کورنیو په هکله وېره لري.
د غبرګولي په میاشت کې د سلام ټایمز له خوا یوې انلاین سروې څرګنده کړه چې ډېری افغانان په هیواد کې د داعش خراسان څانګې د بریدونو په اړه اندیښمن دي، او ۶۵٪ ځواب ویونکو د داعش خراسان څانګې د بریدونو په هکله وېره څرګنده کړه.
د هرات اوسېدونکی، ۳۲ کلن فیصل واحدي وايي، په هرات او کابل کې د داعش وروستي بریدونه د دغې ډلې د زیاتېدونکیو فعالیتونو ښکارندویي کوي.
هغه وویل، «زه په ملکي خلکو د داعش د بریدونو په اړه ډیر اندیښمن یم. د داعش اصلي هدف بې ګناه خلک دي، او څومره چې دا ډله پياوړې کېږي، هغومره به ډېر بې ګناه خلک ژوند له لاسه ورکړي.»
واحدي وویل، «زه همیش په دې وره کې یم چې هره ګړۍ کیدې شی یوه چاودنه رامنځته شي او زه یا زما د کورنۍ غړي به قرباني شي،»
هغه وویل، «په کابل یا نورو ولایتونو کې د داعش هر برید زما وېره زیاتوي. موږ په دې وروستیو کې په هرات کې د داعش د څو خونړیو بریدونو شاهدان یو، او زه ډارېږم چې دا ډول بریدونه به بیا ترسره شي.»