امنیت

په کابل کې د داعش بمي برید د دغې ډلې زیاتیدونکی ګواښ په ګوته کوي

د ای اېف پي او سلام ټایمز راپور

افغانان د غوایي په ۱۱مه د هرات ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې په یوه جومات د وسله والو له برید څخه وروسته د جنازې مراسمو کې ویر کوي. [محسن کریمي/ای اېف پي]

افغانان د غوایي په ۱۱مه د هرات ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې په یوه جومات د وسله والو له برید څخه وروسته د جنازې مراسمو کې ویر کوي. [محسن کریمي/ای اېف پي]

کابل -- د داعش خراسان څانګې د کابل په یوه شیعه مېشته سیمه کې د سورلیو په یوه موټر باندې د چاودنې پړه پر غاړه اخیستې چې له امله یې یو کس وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د کابل پولیسو د زمري په ۲۱مه وویل چې چاودنه د کابل په لوېدیځ کې د شیعه مسلمانانو د استوګنې په مېنه کې وشوه. له تاریخي پلوه،‌ هغوی یو ځورول شوی افغان اقلیت او د داعش یو پرله پسې هدف دی، چې مرتدین یې ګڼي.

د ايټاليا غیرحکومتي موسسې ايمرجنسي چې په کابل کې يو روغتون چلوي، په خپله اېکسپاڼه وويل چې دوی ته په چاودنه کې اته تنه ټپيان ور وړل شوي، چې اوه يې جراحۍ ته اړتيا لري او د يوه حالت «ډېر نازک» دی.

داعش تر دې مخکې د غوایي په میاشت کې په افغانستان کې د سیلانیانو په نښه کولو د یوه برید پړه منلې وه چې د دریو بهرنیانو په ګډون شپږ کسان یې ووژل.

یادې ډلې د وري په میاشت کې د مسکو د کنسرتونو په یوه تالار کې د ۱۴۵ کسانو د وژلو مسؤلیت پرغاړه واخیست.

زیاتېدونکی ګواښ

د ملګرو ملتونو د تروریزم ضد مبارزې یوه چارواکي د زمري په ۱۸مه خبرداری ورکړ چې د داعش خراسان څانګه (ISIS-K) چې خپل تشکیلاتي جوړښت پیاوړی کوي، اروپا ته تر ټولو لوی بهرنی ترهګریز ګواښ جوړوي.

د تروریزم سره د مبارزې لپاره د عمومي منشي مرستیال ولادیمیر ورونکوف وویل، «د داعش خراسان څانګې په تېرو شپږو میاشتو کې خپلې مالي او لوجیستیکي وړتیاوې زیاتې کړي، او په دې لړ کې یې د نورو تر څنګ په بهر کې پرتو افغانانو او د منځنۍ اسیا وګړو څخه هم ملاتړ ترلاسه کړی دی،»

د زمري په ۱۷مه، د اتریش چارواکو له داعش سره تړلي مشکوک کسان په ویانا کې د ټیلر سویفټ د کنسرت د برید په تور ونیول، خو د داعش خراسان څانګې پورې د تړاو راپور یې نه دی ورکړل شوی.

ورونکوف وویل، خو د داعش خراسان څانګې له خوا په بهر کې د تروریستي بریدونو د ترسره کولو خطر «مشهود دی،» او یادونه یې وکړه چې دې ډلې د خپل استخدام هڅې هم ګړندۍ کړي دي.

د دې موضوع په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتیریش وروستي راپور چې تېره میاشت خپور شو، یادونه وکړه چې چارواکي د اروپا د فوټبال اتلولیو او پاریس اولمپیکس لوبو په جریان کې د احتمالي بریدونو په وړاندې د پوره تیارسۍ په حالت کې وو.

ګوتیریش ولیکل، «زه پر ټولو غړو هېوادونو غږ کوم چې متحد شي ترڅو افغانستان یو ځل بیا د تروریستي فعالیتونو په مرکز بدل نشي او نورهېوادونه اغېزمن نه کړي،»

په بل ځای کې، وورونکوف په منځني ختیځ کې د داعش د اصلي جوړښت د بیا راژوندي کېدلو او همدارنګه په افریقا کې، د لوېدیځې افریقا ولایت او د داعش ساحلي څانګې کې داعش «د خپلو عملیاتو ساحې پراخې او یو لاس کړي دي» د وضعیت د خرابېدلو په هکله خبرداری ورکړ.

هغه په داسې حال کې چې په موزمبیق، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت او سومالیا کې داعش پورې تړلو ډلو له خوا د زیاتیدونکي بریدونو یادونه وکړه، وویل، «که چیرې دا ډلې خپل نفوذ پراخ کړي ... له مالي څخه تر شمالي نایجیریا پورې پراخه سیمه به د دوی تر اغېزناک کنټرول لاندې راشي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500