امنیت

نړۍ والې ټولنې په افغانستان کې د ترهګرۍ په هکله اندېښنه څرګنده کړه

د عمر راپور

امنیتي منسوبین د غبرګولي په ۲۷مه په کندهار کې د لوی اختر په شپه د تلاشۍ د یوې پوستې ساتنه کوي. [ثناءالله صیام/ای اېف پي]

امنیتي منسوبین د غبرګولي په ۲۷مه په کندهار کې د لوی اختر په شپه د تلاشۍ د یوې پوستې ساتنه کوي. [ثناءالله صیام/ای اېف پي]

کابل -- تېره اونۍ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه ځانګړې غونډه کې د یو شمېر هیوادونو استازو په افغانستان کې د تروریستي فعالیتونو په اړه اندیښنه څرګنده کړه.

په نیویارک کې د چنګاښ د ۱ ځانګړې غونډه په داسې حال کې ترسره شوه چې د چنګاښ له ۱۰مې څخه تر ۱۱مې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د افغانستان په هکله د درېیم کنفرانس لپاره چمتووالی روان دی.

په غونډه کې په عمده توګه د امنیت، بشري حقونو او اقتصاد په اړه خبرې وشوې، په داسې حال کې چې ځینو سیمه ییزو استازو د ترهګرۍ پر وړاندې د اقداماتو پر اړتیا ټینګار وکړ.

د پاکستان استازي منیر اکرم ټینګار وکړ چې، ترهګرې ډلې لکه د داعش خراسان څانګه، القاعده او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په افغانستان کې فعال پاتې دي.

د ملګرو ملتونو د یوې اعلامیې له مخې، هغه وویل، د نړۍ والې ټولنې، د افغانستان ګاونډیانو او پخپله د افغانستان لپاره «غټ لومړیتوب په افغانستان کې دننه او ترې د متوجه ترهګرۍ له منځه وړل دي،»

د هند استازي وویل، افغانستان باید د افراطي ایډیالوژیو د هڅولو او په سیمه کې د بې ثباتۍ د خپرولو لپاره ونه کارول شي.

د فرانسې استازي وویل، امنیتي وضعیت د ترهګرو ډلو په فعال پاتې کېدلو سره نازک دی.

د داعش بریدونه

ملګرو ملتونو د غبرګولي په ۲۴مه په یوه راپور کې وویل، د داعش خراسان څانګه په افغانستان کې د کب ۹مې او د غوایي ۲۶مې ترمنځ شپږ بریدونه کړي دي.

د وري په ۲مه، د داعش خراسان څانګې یوه اړوند کس په کندهار ښار کې د کابل بانک په یوه څانګه کې یوې په لاس جوړې چاودېدونکې وسیلې ته چاودنه وکړه، چې ۲۵ کسان یې ووژل او ۵۰ نور یې ټپیان کړل.

د داعش خراسان څانګې د وري په ۲۱مه په کابل کې د تېلو د ټانکرونو د سوځولو مسؤلیت په غاړه واخیست.

یادې ډلې د غوایي په ۱ وویل چې دوی په کابل کې په یوه بس باندې د چاودیدونکو توکو برید ترسره کړ چې ډیری یې شیعه ولسي وګړي وو، چې څلور یې ټپیان کړل.

د داعش خراسان څانګې د غوایي په ۱۰مه د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې د شیعه ګانو یو جومات په نښه کړ، چې لږ تر لږه شپږ تنه یې ووژل او یو یې ټپي کړ.

په راپور کې ویل شوي، «د داعش خراسان څانګې په خپل پروپاګند کې د نړۍ والې ټولنې ګواښلو ته دوام ورکړ، او په سیمه کې یې په بریدونو ټینګار کړی،»

د ترهګرو لپاره خوندي ځای

په افغانستان کې د تروریستي فعالیتونو د پراخیدو په اړه اندیښنې مخ په زیاتیدو دي، په ځانګړې توګه وروسته له هغې چې د القاعدې اوسني مشر سیف العدل په ټوله نړۍ کې پر خپلو پلویانو غږ وکړ چې د تروریستي روزنې لپاره افغانستان ته سفر وکړي.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر احمد ضیا سراج تېره میاشت په ویست پواینټ کې د تروریزم سره د مبارزې له مرکز سره په مرکه کې وویل،القاعده غواړي افغانستان د نورو هیوادونو پر ضد د تروریستي بریدونو د پلانولو په مرکز بدل کړي.

په ترکیه کې مېشت د پوځي چارو افغان پوځي شنونکي، عبدالواحد خواجه زاده، سلام ټایمز ته وویل، «په دې کې شک نشته چې افغانستان د ترهګرو لپاره په امن ځای بدل شوی دی،»

هغه وویل، «تر هغه چې د القاعده او داعش په څېر ډلو ترهګریز فعالیتونه له منځه لاړ نشي، د نړۍ والې ټولنې لپاره دا لازمي ده چې اقدام وکړي،»

خواجه زاده وویل، «موږ باید ترهګرو ته اجازه ورنکړو چې د بریا احساس وکړي او نړۍ وال امنیت له خطر سره مخامخ کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

نړیواله ټولنه دې اندېښنه نه څرګندوي، بلکې عملي ګامونه دې واخلي او کوم مسؤلیتونه چې پټ او ښکاره لري هغه دې تطبیق کړي. نړیواله ټولنه ده چې په یو نه یو ډول د ماشومانو د حقونو یادونه کوي، د ښځو د حقونو سه تار وهي، د ځوانانو اړوند پروګرامونه دایروي او سل او زر نور کارونه د دوی تر چتر لاندې مختلف بنسټونه کوي او د دې وس هم لري چې کومه برخه کې محدودیتونه راوړي او کومه کې یې لرې کړي، نو بیا خپلو شریکانو او مشرانو ته هم د دې قناعت ورکولی شي چې که په افغانستان کې ترهګر زور اخلي نو څنګه یې کنټرول کړي او کوم کوم مراحل طی کړي. خبره دا ده چې نړیوالې ټولنې ته ټول ړانده ښکاري یوازې تر خپل چتر لاندې شریکان ورته بینا دي. کومې کوس مادرۍ چې کېږي همدا نړیوال یې لامل دي چې په غریبو هېوادونو کې پروژې او لوبې کوي.

ځواب ورکړئ