کابل -- شنونکي خبرداری ورکوي، چې د داعش خراسان څانګه په افغانستان کې له زیاتیدوکې بې وزلۍ څخه ګټه پورته کويڅو نوي جنګیالي استخدام کړي او بریدونه ترسره کړي.
په ترکیه کې مېشت د سیاسي چارو شنونکي عبدالواسع نیازي سلام ټایمز ته وویل، دغه افراطي ګروپ په افغانستان کې په یوه واقعي ګواښ باندې بدل شوی دی.
هغه وویل، افغان ځوانان د نهیلۍ له امله د دغه ګروپ له لیکو سره ملګري کیږي.
هغه وویل، «له بده مرغه اکثر افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي. زموږ لوستي ځوانان بې کاره دي، او ځینې به یې مجبور شي چې د نفقې ګټلو لپاره غلطو لارو ته مخه کړي.»
نیازي وویل، په افغانستان کې د اقتصادي وضعیت خرابېدا داعش او نورو افراطي ګروپونو ته فرصت ورکوي ترڅو ځوانان په دام کې ښکېل کړي.
په بلجیم کې میشت د افغانستان د سیاسي چارو شنونکي علي رضا عصمتي سلام ټایمز ته وویل، په فقر او بې کارۍ کې زیاتوالي د داعش لپاره د استخدام چاره اسانه کړې ده.
هغه وویل، د افغانستان د سیاسي او اقتصادي بې باورۍ په ترڅ کې، د داعش خراسان څانګې وروستیو بریدونو اندېښنې راپورته کړي چې دا ګروپ خپل د استخدام کمپاین پراخوي.
عصمتي وویل، «زما معلومات ښیي چې [په ایران کې] د جندالله، جماعت انصارالله تاجکستان او د ازبکستان اسلامي حرکت په ګډون ګڼ شمېر نورو بهرنیو ترهګرو ګروپونو اوس له داعش سره لاس یو کړی،»
هغه خبرداری ورکړ چې، «که داعش خپل د استخدام هڅې لا نورې ګړندۍ کړي، د افغانستان امنیت به له لا زیات ګواښ سره مخامخ شي، او د خراسان څانګه به په هېواد کې لا نوره غښتلې شي،»
زموږ د خلکو دښمن
سرچینو د وضعیت په هکله د خبرداري ورکولو سره سلام ټایمز ته وویل، د داعش خراسان څانګې په وروستیو میاشتو کې په کندوز ولایت کې خپلې د استخدام هڅې چټکې کړي دي.
د کندوز اوسېدونکي مرتضی احمدي چې ۴۱ کاله عمر لري، وویل، «دا به ډېره دردوونکې وي چې زموږ لوستي ځوانان زموږ د خپلو خلکو پر ضد لاس په کار شي او د پیسو او امکاناتو په بدل کې خپلې عامه بېخبناوې ویجاړې کړي،»
هغه وویل، «که روان وضعیت همداسې دوام ومومي، ډېر ژر به موږ د پام وړ او ویجاړوونکي فعالیتونه د سر په سترګو ووینو، او داعش به افغانستان په خپل اصلي مرکز باندې بدل کړي،»
د بدخشان ولایت اصلي اوسېدونکي عبدالله حقجو چې ۳۶ کاله عمر لري او اوس په کابل کې ژوند کوي، وویل، زیاتېدونکی فقر او بې کاري یو له هغو عواملو څخه دی چې د ترهګرو ډلو لپاره یې دا اسانه کړې چې نن ورځ په افغانستان کې ځوانان استخدام کړي.
هغه په مقاماتو باندې ټینګار وکړ چې وضعیت ښه کړي، او ویې ویل، «په افغانستان کې روان وضعیت د داعش له خوا د کسانو استخدام اسان کړی دی،»
حقجو وویل، «داعش زموږ د خلکو او دین دښمن دی. دا ډله په دوامداره توګه ملکي خلک په نښه کوي او د افغانستان ثبات، امنیت او حاکمبت ته یو غټ ګواښ پېښوي.»
هغه وویل، «له دې امله، افغانان باید د دغه ترهګر ګروپ فریب ونه خوري او له داسې یوه دښمن سره بیعت ونه کړي.»
![د ښاروالۍ کارکونکي د غوایي په ۱۹مه هغه سیمه پاکوي چې له امنیتي کاروان سره نږدې یو چسپکي بم په کې وچاودید. د بدخشان ولایت په مرکز فیض آباد کې چاودنې درې پولیس ووژل او پنځه یې ټپیان کړل. [عمر ابرار/ای اېف پي]](/cnmi_st/images/2024/06/21/46894-Badakhshan-province-bomb-585_329.jpg)
بي وزلي خلک جرمونو ته اړ باسي. د بهرنیو ادارو لکه USAID، GTZ، ... په وتلو سره لسګونه زره افغانانو خپلې دندې له لاسه ورکړې. دغه راز د افغان ملي اردو له منحل کېدو سره چې له ۳۰۰۰۰۰ څخه زیات غړي او ۱۰۰۰۰۰ پولیس وو، په ټولیز ډول له ۴۰۰۰۰۰ څخه زیاتې کورنۍ د ژوند له نعمته بې برخې شوې دي. ځکه چې د افغان پوځیانو او پولیسو معاشونه چې له حکومت څخه ترلاسه کوي، کم شول. حقیقت دا دی چې افغانستان له تېرو پنځوسو کلونو راهیسې د ختیځ – لویدیځ (روسیې او امریکا) جګړې قرباني دی. د حکومت له منحل کېدو سره سم افغان ولس بې روزګاره کېږي، چې په پایله کې یې د کورنۍ ټول غړي له لوږې سره مخ کېږي او دا هغه څه دي چې په وروستیو کلونو کې رامنځته شوي دي. داعش په حقیقت کې یوه لویه دسیسه ده. نوی افغان حکومت باید له نړیوالې ټولنې سره په ګډه د دغې بهرنۍ دسیسې د له منځه وړلو لپاره کار وکړي چې د سیمې او نړۍ د استخباراتي کړیو له خوا پلې کېږي. افغان ځوانان په تېره بیا زموږ د هېواد ځوانان به تر هغه وخته پورې په افغانستان کې د بهرنیو جګړو قرباني وي چې داعش له منځه نه وي تللی او د داعش او نورو ترهګرو ډلو له خوا د ځوانانو استخدام بند شوی نه وي.
ځواب ورکړئ3 تبصره
افغانان دومر بی همته ندی چه د غربت له وجه دخوارجو دوکه وخوري خوارج افغانستان کي د پرمختګ توان نه لري خو زینی هیوادونه تلاش کوي چه دخپلو موخو دپاره داپروژه روانه وساتي خو افغانستان کی دفعالیت زیاتید ناشونی ځکه افغانان داعش سره له مخکي نه وو دداعش ډلي لابی ګر او تمویلونکي معلوم دي تاجکان ورته کسان برابروی پنجاب ورته ترننینګ ورکوي او زینی مغرض هیوادونه مالی حمایت کوي
ځواب ورکړئ3 تبصره
تر اوسه د داعش هیڅ کوم قووت زه نه وینم چې د طالبانو په مقابل کې دې وکاروي او یا دې ورته څوک زړه ښه کړي چې د داعش لیکو ته جذب شي. ځکه ځوانان او زاړه په دې پوه دي چې جګړه کې خیر نه بلکې شر دی او څه چې افغانستان لري هغه له جګړې سره له لاسه ورکوي. اوس وخت کې ډېر بد اقتصادي حالت دی خو خلک خوشاله ځکه دي چې امن دی او سرونه یې خوندي دي. که یو څوک مړ کېږي نو په خپل مرګ مړ کېږي... هسې شاز او نادر کورنی تاوتریخوالی او د دښمنۍ پېښې هم شته چې د مرمۍ په وسیله دې یو څوک ووژل شي، کنه د خدای رحم دی دا شا وخوا درې کاله خو د مرمۍ غږ نه اورو. اما یوه خبره شته که د خلکو اقتصادي حالت بدلون ونه مومي او د کار روزګار غم یې ونه خوړل شي لرې نه ده چې خلک د پنځه زره افغانیو په مقابل کې هم د یوې ډلې ترڅنګ پټ یا ښکاره ودریږي او د هغوی وسله وګرځوي. څومره ژر چې کېږي په کار ده چې حکومت د خلکو د کار غم وخوري او بوخت یې کړي، کنه چې یو ځل غشی له کمان خوشې شو بیا یې ودرول امکان نه لري. اوس په دې حالت شکر خو تشویش شته.
ځواب ورکړئ3 تبصره