تروريزم

سروې: له ۶۵ سلنه څخه ‌‌‌‌‌‌ډیر افغانان د داعش بریدونو ته اندېښمن دي

د عمران راپور

افغانان د غوایي په ۱۱مه د هرات ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې پر یوه جومات د یوه وسله وال سړي له برید څخه وروسته د خښولو په مراسمو کې ویر کوي. د برید پړه داعش پر غاړه واخیستله. په دغه برید کې شپږ تنه ووژل شول. [محسن کریمي/ای اېف پي]

افغانان د غوایي په ۱۱مه د هرات ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې پر یوه جومات د یوه وسله وال سړي له برید څخه وروسته د خښولو په مراسمو کې ویر کوي. د برید پړه داعش پر غاړه واخیستله. په دغه برید کې شپږ تنه ووژل شول. [محسن کریمي/ای اېف پي]

کابل – د سلام ټایمز له خوا ترسره شوې یوه سروې کې اکثرو افغانانو د داعش خراسان څانګې د وروستیو بریدونو په هکله اندېښنه ښودلې ده.

د غبرګولي د ۱۱مې او د چنګاښ د ۶مې تر منځ ترلاسه شویو ۳۵۰۰ څخه زیاتو ځوابونو په ډله کې له ۶۵٪ څخه ډېرو ویلي چې هغوی «ډېر» اندېښمن دي، او له ۱۰٪ څخه زیاتو ویلي چې هغوی په افغانستان کې د داعش وروستیو بریدونو او فعالیتونو په هکله «لږ» اندیښمن دي.

له ۱۳٪ څخه کمو خلکو ویلي چې هغوی «هېڅ» اندیښمن نه دي.

د سروې ځواب ورکوونکي د افغانستان له نږدې ټولو ولایتونو څخه وو. د رایې ورکولو یا د سروې د نتایجو لیدلو لپاره، دلته کلیک وکړئ.

د سلام ټایمز د نظر پوښتنې اکثریت ځواب ویونکو چې د غبرګولي د ۱۱مې او د چنګاښ ۶مې تر منځ یې ځوابونه ورکړي، په افغانستان کې د داعش د بریدونو په هکله اندېښنه ښودلې ده. [سلام ټایمز]

د سلام ټایمز د نظر پوښتنې اکثریت ځواب ویونکو چې د غبرګولي د ۱۱مې او د چنګاښ ۶مې تر منځ یې ځوابونه ورکړي، په افغانستان کې د داعش د بریدونو په هکله اندېښنه ښودلې ده. [سلام ټایمز]

د خلکو اندېښنه

د سلام ټایمز په ټولنیزو رسنیو حسابونو لوستونکو د داعش وروستي بریدونه غندلي دي.

د غور ولایت اوسېدونکی محمد هاشمي په خپل ولایت کې د داعش پر فعالیتونو اندېښنه وښوده او ویې ویل چې دغه ډله ډېری وخت بې ګناه افغانان وژني.

هغه په خپل فیسبوک لیکلي، «په وروستیو کلونو کې، په غور ولایت کې شیعه وګړي په پرله پسې ډول د داعش د بریدونو ښکار شوي دي،»

د کابل اوسېدونکي محمد بهیر وویل، داعش هڅه کوي چې د خپلو بریدونو له لارې تفرقه واچوي، خو هغه ټینګار وکړ چې افغانان له دغو هڅو خبر دي او د داعش هڅې ناکامې شوې دي.

له خوست ولایت څخه محمد ولي شاه هم دا خبره تایید کړه.

ولي شاه لیکلي، «داعش د افغانستان دښمن دی او دا بریدونه د تفرقې او ناامنۍ د رامنځته کولو لپاره ترسره کوي،»

له کندهار ولایت څخه محمد نوزادي وویل، هغه کسان چې د داعش لپاره بریدونه ترسره کوي، او وینه تویوي باید مجازات شي.

د ګواښونو زیاتوالی

ملګرو ملتونو د غبرګولي په ۲۴مه په یوه راپور کې وویل، د داعش خراسان څانګې په افغانستان کې د کب ۹مې او د غوایي ۲۶مې تر منځ شپږ بریدونه کړي دي.

دا بریدونه چې په لسګونو کسان په کې وژل شوي، په کابل، هرات او کندهار ولایتونو کې شوي دي.

په افغانستان کې د داعش د ترهګرۍ زیاتوالي د نړۍ والې ټولنې اندیښنې راپارولي دي.

د څو هیوادونو استازو د چنګاښ په ۱ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ځانګړې غونډه کې په افغانستان کې د داعش فعالیتونه د نړۍ وال امنیت لپاره یو جدي ګواښ وباله.

په نیمروز ولایت کې د پوځي چارو کارپوه حمزه بلوچ وايي، په افغانستان کې د داعش ګواښونه مخ په زیاتېدو دي او د دې ډلې مخه باید ونیول شي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د داعش وروستي بریدونه ښیي چې دې ډلې د هېواد په یو شمېر برخو کې خپل نفوذ زیات کړی دی. د داعش له خوا رامنځ ته شوی ګواښ له پامه نه شي غورځول کېدای او د فعالیتونو د مخنیوي لپاره باید اقدامات وشي.»

بلوچ وویل، «داعش کولی شي پیچلي او خطرناک بریدونه وکړي، او ډېر ځلې یې ملکي وګړي په نښه کړي دي. که د داعش ګواښونه مهار نشي، ښایي دا ډله لا پسې پراخه شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

لطفا د پښتو ژبې حق مه ضایع کوئ. زه د سلام ټایمز یو مقید لوستونکی یم. په ډېرو برخو کې ستاسو دریځ سم دی، لاکن په دې راپور کې چې تاسو کوم سکرین شاټ د سروې په هکله لګولی دی هغه په پښتو نه دی. لطفا دغه سکرین شاټ ډیلیټ کړئ او پر ځای یې د پښتو سروې سکرین شاټ ولګوئ. په افغانستان کې د ۱۳۵۸ کال د ببرک کارمل د واکمنۍ له پیل څخه، روسانو د پښتو ژبې په مقابل کې داسې کارونه وکړل چې د پښتنو او غیر پښتنو تر منځ یې د نفاق تخم وکاره. دغه تخم د روسانو په هڅو را زرغون شو. ایران اوبه ورکړې او د نفاق بوټي یې ترې جوړ کړل. داسې ښکاري چې د نفاق دغې بدبویۍ اوس د سلام ټایمز همکارانو ته هم سرایت کړی دی چې د پښتو ژبې په مقابل کې داسې بد چلند کوي. په احترام محمد اعظم

ځواب ورکړئ