امنیت

په کابل کې ځانمرګي برید شپږ تنه ووژل او څو نور یې ټپیان کړل

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

یو امبولانس د وري په ۷مه په کابل کې د ځانمرګي برید له ځای څخه قربانیان وړي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو امبولانس د وري په ۷مه په کابل کې د ځانمرګي برید له ځای څخه قربانیان وړي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- د کورنیو چارو وزارت وویل، د دوشنبې په ورځ /د وري ۷مه/ په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت ته څېرمه یوه ځانمرګي برید شپږ ملکي وګړي ووژل او ګڼ نور یې ټپیان کړل.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع تکور په یوه ټويټ کې ولیکل، امنیتي ځواکونو بریدګر وپېژاند او د کورنیو چارو وزارت ته نږدې د یوه سوداګریز مرکز مخې ته یې ډزې پرې وکړې.

هغه وويل،‌ «د بريدګر په وژل کېدلو سره، د هغه له خوا ځاى پر ځاى شوى ماين هم وچاودېد، چې له امله يې شپږ ملکي وګړي ووژل شول او يو شمېر نور ټپيان شول.»

د ايټاليا غیرحکومتي موسسې ايمرجنسي، چې په پلازمينه کې يو روغتون چلوي، تاييد کړه چې د يوه ماشوم په ګډون يې دوه مړي او ١٢ ټپيان روغتون ته ور وړل شوي دي.

د داعش خراسان څانګې په خپله تبلیغاتي رسنۍ اعماق ویب پاڼې باندې په یوه پوسټ کې د برید پړه پر غاړه واخیسته.

د دوشنبې د ورځې چاودنه له دریو میاشتو څخه په کمه موده کې په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت ته څېرمه دوهم برید دی او په افغانستان کې د پنجشنبې په ورځ د روژې د مبارکې میاشتې له پیل راهیسې لومړی برید دی.

د وروستیو بریدونو لړۍ

د ملګرو ملتونو په وینا، د مرغومي په ۲۱مه یوه ځانمرګي بریدګر د بهرنیو چارو وزارت ته څېرمه ځان ته چاودنه ورکړه، چې ۱۰ تنه یې ووژل او ۵۳ تنه یې ټپیان کړل.

افغان چارواکو، چې ډیری وخت یې هڅه کړې ترڅو هغه بریدونه چې ددوې واکمني تر سوال لاندې راولی ناچیزه ښکاره کړي، ویلي وو چې په دغه برید کې پنځه کسان وژل شوي او پړه یې داعش پر غاړه اخیستې وه.

دا ډله په زیاتیدونکي توګه په یوه لویه ننګونه باندې بدله شوې، چې په څو بریدونو کې یې په سلګونو کسان وژلي او ټپیان کړي دي.

لږترلږه پنځه چینایي وګړي د لیندۍ په میاشت کې هغه مهال ټپیان شول چې وسله والو په کابل کې د سوداګرو په مشهور هوټل باندې برید وکړ.

د بي بي سي د راپور په اساس، ۱۸ ټپیان چې ټول یې افغانان ول، یوه نږدې روغتون ته و لېږدول شول.

هوټل د چینایي تجارتي کتونکو په ورتګ مشهور دی. هغوی د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې راهیسې د احتمالي ګټورو سوداګریزو معاملو په لټه کې افغانستان ته تګ راتګ کوي.

د برید مسؤلیت داعش پر غاړه واخیست. دغه راز، یادې ډلې په همدغه لیندۍ میاشت کې د پاکستان پر سفارت د برید مسوولیت په غاړه واخیست چې اسلام اباد د خپل سفیر په وړاندې د «وژنې هڅه» په توګه وغانده.‌

د روسیې د سفارت دوه کارکوونکي د وږي په میاشت کې د هغوی د ماموریت له دفتر څخه بهر په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شول چې پړه یې داعش پر غاړه واخیستله.

د روسیې سفارت یو له هغو څو سفارتونو څخه و چې د ۱۴۰۰ کال له زمري میاشتې څخه وروسته خلاص پاتې شو، په داسې حال کې چې ډیرو هیوادونو خپل سفارتونه وتړل او کارمندان یې وایستل.

په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې اړه پلټنې پیل شوي او چارواکي به «دښمنانو ته اجازه ورنه کړي چې په داسې منفي کړنو سره د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې خرابې کړي.»

افغان امنیتي شنونکي حکمت الله حکمت وویل، برید د استخباراتي معلوماتو په ټولولو کې د افغانستان «کمزوري» وښودله.

هغه ای اېف پي ته وویل، «که دوی د کابل په زړه کې د دغه ډول بریدونو مخه ونه نیسي، دوی نشي کولی چې په کلیوالو سیمو کې امنیت تامین کړي.»

ژوره اندیښنه

د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د بریدونو زیاتوالی، چې اکثره یې پړه داعش پر غاړه اخلي، د خلکو لپاره یوه جدي اندیښنه ګرځیدلې ده.

په افغانستان کې د واک د خلا له امله، د داعش خراسان په یو شمیر ولایتونو کې بریدونه زیات کړي چې په ټول هیواد کې یې د امنیت په اړه جدي اندیښنې راپورته کړي دي.

د ځینو شنونکو په وینا، داعش د خپلو ترهګریزو کړنو په زیاتولو سره هڅه کوي چې افغانستان د ایډیالوژیکي جګړې په یوه خونړۍ ډګر باندې بدل کړي.

په ایټالیا کې د پوځي چارو افغان کارپوه محمد نعیم غیور د روانې میاشتې په لومړیو کې سلام ټایمز ته وویل، «د داعش وروستي بریدونه ښيي چې دا ډله ډېره فعاله شوې او د هېواد بېلابېلو برخو ته یې خپل فعالیتونه پراخ کړي دي.»

هغه وویل، «په افغانستان کې په لسګونو تروریستي ډلې فعالې دي، او له هغوی سره د داعش اړیکې مخ په ښه کېدو دي،»

نوموړي وویل،‌ «کله چې دا ډلې سره متحدې شي، نه یواځې د افغانستان بلکې د ټولې نړۍ امنیت به له زیاتېدونکو ګواښونو سره مخ شي.»

هغه وړاندوینه وکړه چې، «که اوسنی وضعیت همداسې دوام وکړي، موږ به په څو ولایتونو کې د داعش د خونړيو بریدونو شاهد واوسو.»

غیور وویل، که افغانستان کې یو ټولشموله حکومت چې د خلکو له خوا یې ملاتړ کیږي رامنځته نشي نو کیدی شي چې د داعش خراسان څانګه فعالیتونه په ټول هیواد کې پراخ او دغه ترهګره ډله سیمې تر خپلې ولکې راندې راولي.

هغه وویل، «د سیمې د هېوادونو او استخباراتي ادارو له خوا په کلکه د داعش ملاتړ کیږي. له دغه استخباراتي ملاتړ پرته، داعش نشي کولی دا ډول پیچلي او خونړي بریدونه ترسره کړي.»

هغه زیاته کړه، «له بده مرغه د دې خونړۍ لوبې اصلي قربانیان بې ګناه افغانان دي.»

په هرات کې د مدني ټولنې یوه فعال سید اشرف سادات وویل، داعش هڅه کوي چې په افغانستان کې جګړه پیل کړي.

سادات د روانې میاشتې په لومړیو کې سلام ټایمز ته وویل، «داعش په تیر یو نیم کال کې د پام وړ وده کړې ده. په افغانستان کې یې فعالیتونه په جدي توګه د اندېښنې وړ دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه باوري یم چې امریکا په اونۍ کې دننه په افغانستان او سیمه کې امنیت راوستلی شي. د دې کار لپاره تر ټولو مخکې باید د پاکستان پوځي او استخباراتي سیستمونه مات او تجزیه کړای شي ځکه چې په سیمه کې د شیطانۍ او ترهګرۍ محور همدغه دوه ادارې دي، خو انګرېزان امریکا ته اجازه نه ورکوي. تازه خبر دا دی چې د امریکا د دفاع وزارت په افغانستان کې د عملیاتي پوښښ د ښه کولو لپاره د «دوامداره څارنې» په نوم د عملیاتو د پراخولو اعلان کړی. د پنټاګون عمومي مفتش ویلي، چې دا عملیات د بې پيلوټه الوتکو په وسیله له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته پیل شوي دي. د دغه پلان له مخې، په سیمه کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکو د ماموریت موده باید نوره هم اوږده شي. ویل کیږي چې د دې عملیاتو موخه د داعش د خراسان څانګې په ګډون د «ترهګرو ډلو» د ګواښونو له منځه وړل دي، څو هغوی ونه شي کولای له افغانستان څخه د امریکايي اهدافو د بریدونو لپاره د خوندي پټنځای په توګه کار واخلي. د پنټاګون د وروستي راپور له مخې، د روان کال له پیل راهیسې، د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مایکل کوریلا په افغانستان کې د خپلو استخباراتي څارونو د تشو پر ډکولو تمرکز کړی دی. هغه وویل چې د امریکا دفاع وزارت نه شي کولای چې له افغانستان څخه د احتمالي تروریستي ګواښونو بشپړ جریان وڅاري. جنرال مایکل کوریلا د مارچ په میاشت کې د سنا د وسله والو ځواکونو په غونډه کې خبرې وکړې وویل: «د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه د امریکا له وتلو وروسته د القاعدې او داعش خراسان څانګې د تحلیلي او استخباراتي سرچینو او څارنې کچه راټیټه شوه. په داسې حال کې چې زموږ پر ضد د برید پلانونه لا هم موجود دي.» په افغانستان کې د طالبانو حاکم رژیم په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځواب ورکړئ

په راپور کې یو ځای ویل شوي چې «تر اوسه د دې برید مسؤلیت کوم چا نه دی منلی» او بل ځای مو بیا تقریباً داعش ته ګوته نېولې چې داعش ډلې کړی دی. عجیبه خو دا چې طالبان دوامداره ادعا کوي، چې داعش په افغانستان کې نشته او که وي هم نو د دوی د مقاومت وړتیا نه لري، خو دا دويم ځل دی چې شاوخوا د یوې میاشتې په موده کې د بهرنيو چارو وزارت په نښه کوي او نږدې دروازې سره یې چاودنه کوي. زه چې له امنيتي شنونکو اورم وايي، طالبانو د واک ساتلو لپاره افغانستان يوې بلې خونړۍ جګړې ته داخل کړی دی. نو زه وایم چې وه د خدای مسلمانانو چې نه مو امنیت راووست او نه مو خلک په ګېډه ماړه کړل بیا مو ولې د حکومت چارې په لاس کې اخیستې. جمهوریت چې هر ډول و، که فاسد و، که ناامني وه ... خو حد اقل تر ډېره بریده خلک په ګېډو ماړه ول. داسې نه وه لکه نن چې څومره خلک د لوږې تر کچې لاندې ژوند کوي. او بله خبره چې ماته ډېره عجیبه ده هغه دا چې د زاویه په نوم یوه رسنۍ چې په جمهوریت کې یې پراخ فعالیت درلود او داسې ویل کېدل چې د ملي امنیت د پخواني مشر حمدالله محب ده، د بهرنیو چارو وزرات په شوي برید څخه دوه ورځې مخکې یې په یوه خبر کې وویل چې، «د بريتانيا د ګډو ګټو لرونکو هېوادونو دفتر تر خبرداري وروسته، د استخباراتي ادارو معلومات دا دي، چې په راتلونکو ۹۶ ساعتونو کې په مارکېټونو، جوماتونو او هوايي ډګر کې د بريد امکان شته دی. همدا پرون مازيګر د کابل پنځمې ناحيې کې طالبانو پر يو کور بريد وکړ، چې په وينا يې، داعش پکې مېشت و او په ښار کې يې د لويو بريدونو پلان درلود.» نو دلته چې بریتانیا د دنیا په هغه سر کې خبرېږي، معلومه ده چې لاس به په کې لري. دې حالت کې به طالب څه وکړي؟ بریتانیا او نور استخبارات چې څه کوي طالب بېچاره به څه وکړي؟

ځواب ورکړئ

لسیزې کېږي چې د نړۍ د خبیثو استخباراتي جنګونو ځای افغانستان دی. زمونږ ګاونډیان په هیڅ صورت نه غواړي چې افغانان دې په خپل منځ کې راټول شي. د ګاونډیاینو واکمنو به ویل چې په افغانستان کې نیابتي جنګونه شروع کوو او هماغسې یې کړي او و یې کړل. سمه ده چې افغانستان کې د عربو جنګ له ایران سره، د پاکستانیانو جنګ له هند سره ، د امریکایانو جنګ له روس او چین سره ... خو د بد بختۍ ځای دا دی چې خارجیان دا ټولې پرژوې د افغانانو په لاس عملي کوي او خپلو موخو ته ځان رسوي. په افغانستان کې د جنګ د خلاصي یواځنۍ لار دا ده چې افغانان په خپل منځ کې راټول او یو بل و مني. که داسې و نه شي، نیمه پېړۍ په دې خاوره جنګ شوی، نور به هم پسې غزېږي.ښه خبره دا ده چې د افغانانو د راټولېدو یو بل ښه فرصت افغانانو ته په لاس ورغلی او که دا فرصت یې هم له لاسه و وت، جنګ به تر پېړیو پېړیو پورې نور هم روان وي او یواځې او یواځې افغانان به د تېر په څېر په کې وژل کېږي او ګاونډیان او په ځانګړي ډول د سیمې استخبارات به یې ننداره کوي. بله دا ده چې په افغانستان کې د جنګ درېدل د ګاونډیانو په هیڅ صورت په ګټه نه دي. دا وطن چې څومره وران وي د ګاونډیانو په کې ګټه ځکه ده چې افغانستان ګاونډیان د یو مارکیټ په حیث استعمالوي. خپل تولیدات به ورته رالېږي، خرڅوي به یې او پیسه به خپل کور ته وړي. دلته به نه کارخانه وي، نه به روغتون وی، نه به ژوند وي، بس هیڅ به نه وي. یواځې وژنې به وي، د ګاونډیانو یوه ویزه به په سلګونو ډالر خرڅېږي او افغانان به د وحشي ځناورو په څېر یو بل سره په جنګ وي. یو به یوه ته واجب القتل ښکاري او بل به بل ته. نو د جنګ نه د خلاصي لاره همدا یوه ده او هغه دا چې، ځان پېژندل او جنګ ته نه ویل په کار دي.

ځواب ورکړئ

چې د افغانانو پر حال دې رحم وکړي. د افغانستان په حال باندې رحم وکړئ. لطفا د نړۍ والې ټولنې او د خپل ولس غوښتنې ومنئ. د نجونو ښوونځي پرانیزئ. ښځې پرېږدئ چې په دفترونو کې کار وکړي. تاسو کولی شئ چې د ښځو او نجونو لپاره د نورو اسلامي هیوادونو په څېر ځانګړی لباس مشخص کړئ او داسې هدایات ورته وکړئ چې غیر اخلاقي کارونه ونه کړي. که چا وکړل، کولی شئ هغوی له کاره ګوښه کړئ یا سزا ورکړئ. لاکن دا خو د نړۍ په هېڅ هېواد کې نشته چې ښځې دې له کار او تعلیم څخه محرومې شي. بله خبره دا ده چې اقلیتونو ته په حکومت کې ځای ورکړئ. دا حتمي نه ده چې تاسو عطا محمد نور، محمد محقق، عبدالله عبدالله، رشید دوستم او نورو غلو ته چې ځانونو د خپلو قومونو مشران بولي، ځای ورکړئ. له هغوی نه کشران خلک داسې خلک چې ښه تاریخچه ولري، خیانت یې نه وي کړی، هغوی راواخلئ او په حکومت کې ځای ورکړئ. خلک مه زوروئ. د لاریونونو مخه مه نیسئ. پرېږدئ چې خلک خپل نظریات څرګند کړي. که نه، تل به د پخوا په څېر د پاکستان،‌ ایران، روسیې او چین د سیاستونو په منځ کې وژل کېږو او دښمن به مو معلوم نه وي یا به مونږ ته ځان د مسلمان ورور په نامه رامعرفي کوي. په درناوی احمد

ځواب ورکړئ

دا کار نوی نه دی. د جمهوریت په وخت کې به هم چې افغانستان کومه لوبه وګټله یا به یې کومه بله خوشحالي لرله، په هغه ورځ یا په ورپسې یوه یا دوو ورځو کې دننه به یا انتحاري برید وشو یا به بله وسله نښته کېدله. زمونږ ګاونډیان (پاکستان او ایران) په افغانستان او افغانانو باندې هېڅ رحم نه لري. پاکستان تر ۲۰۲۱ پورې مستقیما د چین او روسیې د وسلو او پیسو په زور د طالبانو پروژه تطبیقوله او اوس د داعش ملاتړ کوي خو دا پوره معلومه نه ده چې د دې پروژې د تمویل لپاره پیسې له چا ترلاسه کوي. د جمهوریت په اوایلو کې تقریبا په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ کې د طالبانو د نسکور شوي حکومت غړو له حکومت نه وغوښتل چې هغوی ته پناه ورکړي. هغوی نه غوښتل چې جنګ وکړي. نه یې په قدرت کې برخه غوښتله لاکن بدبختانه چې د جمهوریت مشرانو بالخصوص د پخوانۍ شمال ټلوالې مشرانو چې له طالبانو سره یې مرګونې سیالي کوله، طالب مشران ارام ته پرې نښودل. هغوی وتښتېدل، له ډیورنډ کرغېړنې کرښې واوښتل او هلته د پاکستان استخباراتي ادارې بیا په غېږ کې ونیول. کورونه یې ورکړل، موټرونه یې ورکړل، تنخاګانې یې ورته مقررې کړې او بیا یې د هغوی تر مشرۍ لاندې د ځوانانو جلب او جذب شروع کړ. په زرګونو او لسګونو زره کسان یې مقرر کړل او د افغانستان د حکومت او نړۍ وال ائتلاف پر ضد جنګ ته یې چمتو کړل. البته، بل طرف ته د حکومت او نړۍ وال ائتلاف له خوا د پښتنو پر کلیو او کورونو باندې بمبارونو او شپنیو عملیاتو چې په نتیجه کې به یې بې ګناه خلک وژل کېدل، یا به د بګرام زندان ته وړل کېدل، دې ته حالات جوړ کړل چې د افغان اردو او د هغوی د نړۍ والو حامیانو پر ضد وسله وال مخالفین قوي شي. اوس هماغه لوبه د طالبانو پر ضد هم کیږي. زه د سلام ټایمز له لارې له اوسنیو حاکمانو څخه غوښتنه کوم

ځواب ورکړئ

دا خبر مې ولوست، ډېر خواشینی شوم، چې په کابل ښار کې چاودنه شوې او زموږ شپږ تنه هېوادوال په کې شهیدان شوي دي. د افغانستان خلک تل بې ګناه شهیدانیږي. د روژې په دې مبارکه میاشت کې د افغانستان خلک په وینو ولمبول شول. د افغانستان خلک باید د داعش ترهه ګرې ډلې په وړاندې د افغانستان د اوسني حکومت ملاتړ وکړي او په ټول افغانستان کې د داعش ترهه ګرې ډلې د له منځه وړلو لپاره له اوسني حکومت سره همکاري وکړي. د روژې په دې میاشت کې خلک د خدای (ج) عبادت کوي او د داعش سخت دریځه ډله بې ګناه خلک تباه کوي.

ځواب ورکړئ