امنیت

د سمنګان په مدرسه باندې برید کې په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښتله

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

په عکس کې چې د اخیستلو نېټه یې معلومه نه ده، د سمنګان ولایت په مرکز ایبک کې الجهادیه مدرسه لیدل کیږي. [ټولنیزې رسنۍ]

په عکس کې چې د اخیستلو نېټه یې معلومه نه ده، د سمنګان ولایت په مرکز ایبک کې الجهادیه مدرسه لیدل کیږي. [ټولنیزې رسنۍ]

کابل -- ای اېف پي راپور ورکړ، چې د سمنګان ولایت په مرکز ایبک کې د چارشنبې په ورځ /د لیندۍ ۹مه/ په یوه مدرسه کې د چاودنې په نتیجه کې لږ تر لږه ۱۶ کسان ووژل شول او ۲۴ نور ټپیان شول.

له کابل څخه شاوخوا ۲۰۰ کیلومتره شمال ته ایبکو کې یوه ډاکتر وویل، اکثر تلفات کوچني ماشومان ول.

هغه چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، ای اېف پي ته وویل، «هغوی ټول ماشومان او عادي خلک دي.»

په الجهادیه مدرسه کې شوې چاودنه کې د تلفاتو دقیق شمېر لا معلوم نه دی.

په ټولنیزو رسنیو خپاره شوي عکسونه او ویډیوګانې - چې په سملاسي توګه تایید کېدلی نشي - ځایي چارواکي په داسې حال کې ښیي چې د یوې ودانۍ په فرش باندې پرتو جسدونو کې ځانونو ته لاره باسي او وځي.

د پېښې په ځای کې جاینمازونه، ماتې شیشې او کاڼي کودي پراته دي.

ایبک یو کوچنی لرغونی ولایتي مرکز دی چې د څلورمې او پنځمې پېړۍ په ترڅ کې د سوداګرو د کاروانونو لپاره یو مشهور دمه ځای و. دغه راز، هغه د بودایانو یو مهم مرکز و.

مکررو بریدونو خلک اندېښمن کړي دي

د ۱۴۰۰ د زمري میاشتې راهیسې په لسګونو چاودنو او بریدونو ملکي خلک په نښه کړي، چې د اکثرو پړه داعش پر غاړه اخیستې ده.‌

د وږي په میاشت کې، د ۵۱ نجونو او ځوانو ښځو په ګډون لږ تر لږه ۵۴ کسان هغه وخت ووژل شول چې یوه ځانمرګي بمي بریدګر په کابل کې له سلګونو زده کوونکیو څخه ډک یوه تالار کې یوه وسیله وچوله. زده کوونکي پوهنتون ته د داخلې لپاره یوه نمونوي امتحان ته راټول شوي ول.

د هغه بمي برید مسؤلیت هېڅ ډلې هم پر غاړه وانه خیست، خو افغان مقاماتو وروسته پړه پر داعش ور واچوله.

د ۱۴۰۰ د غوایي په میاشت کې، لږ تر لږه ۸۵ کسان - چې ډېر یې نجونې وې - هغه وخت ووژل شول او شاوخوا ۳۰۰ نور ټپیان شول چې د کابل په عین سیمه کې د هغوی له ښوونځي سره نږدې درې بمي چاودنې وشولې.

د هغې ډله ییزې وژنې مسؤلیت هیچا هم پر غاړه وانه خیست، خو داعش د هغه ځانمرګي برید مسؤلیت پر غاړه واخیست چې د ۱۳۹۹ د لړم په میاشت کې په عین سیمه کې په یوه ښوونیز مرکز باندې وشوله او ۲۴ کسان یې ووژل.

داعش د هغه ځانمرګي بمي برید مسؤلیت ومانه چې د وږي په ۱۴مه یې په کابل کې د روسیې سفارت سره نږدې د دپلوماتیک ماموریت دوه کارمندان او څلور افغانان ووژل.

بمي بریدګر د سفارت د کونسلي څانګې دروازې سره نږدې برید وکړ.‌

کتونکي وایي، په لوېدیځو ولایتونو او په ځانګړې توګه هرات کې د داعش د پراختیایي حضور او فعالیتونو نښو د خلکو تر منځ وېره خپره کړې ده.

مقاماتو د زمري په ۲۲مه د هرات ښار په درېیمه ناحیه کې په یوه پټنځای کې د داعش اړوند درې کسان ووژل. د راپورونو له مخې، مشکوکو کسانو د یوه ترهګریز برید پلان درلود.

د فراه لپاره د داعش تش په نامه والي د زمري په ۲۳مه په فراه ښار کې په یوه بله نښته کې ووژل شو.‌

د ای اېف پي د راپور په اساس، دا مرګونه وروسته له هغه وشول چې د وږي په ۱۱مه په هرات ښار کې له ګازرګاه جومات سره نژدې یوه ځانمرګي برید ۱۸ کسان ووژل او ۲۳ نور یې ټپیان کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ټول افغان ماشومان له وېرې پرته ښوونځي او مدرسې ته د تګ حق لري چې متاسفانه دغه حق ترې په بېلا بېلو نومونو اخیستل شوی دی. دې چاودنې په هېواد دننه او بهر یې غبرګونونه راپارولي دي. د رييس الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر دغه بريد د ټولو اسلامي او انساني اصولو خلاف او نه بخښونکی جنايت بللی دی. په داسې حال کې چې کلونه کلونه طالبانو دغه کارونه کول. پلونه یې الوځول، مکتبونه یې سوځول، سرکونه یې ویجاړول، خو بلاخره نن دې نتیجې ته ورسېدل چې دا غیر انساني اعمال دي. د محمد اشرف غني په مشرۍ د افغانستان د د ملي امنیت شورا پخواني وياند کبير حقمل بيا طالبان د ورته بريدونو عاملين ګڼلي او لیکلي یې دي:«طالب به حتما د خدای پر وړاندې ددې ناوړه کلتور د رامنځته کولو ځواب وایي، چې پر مدرسو او مساجدو یۍ بریدونه روا وګڼل او ددې سپېڅلو مراکزو تقدس یې تر پښو لاندې کړ. دوی دغه مهم دیني آدرسونه د ترهګرۍ، بم جوړونۍ او انسان وژنې په موخه وکارول او په کې د کېدونکي هر برید د ګناه شریکان دي.»

ځواب ورکړئ

د سمنګان ولایت د ایبک ښار پر مدرسه دغه خونړی برید د بشریت ضد جنایت دی. په دغو بریدونو کې تل بې ګناه خلک وژل شوي دي. په تېرو څلوېښتو کلونو کې د افغانستان بې ګناه خلک چې تل یوې مړۍ ډوډۍ ته احتیاج دي، د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوي دي. زه خو نه پوهېږم چې موږ افغانان ولې وژل کېږو؟ افغانان کیمیاوي وسلې نه لري، افغانان ټانکونه نه لري، افغانان الوتکې نه لري، موږ ولې وژل کېږو؟ زموږ ګاونډیان یا زورواکي تل زموږ پر خاوره بریدونه کوي. موږ افغانانو د هیچا پر خاوره برید نه دی کړی. موږ افغانان دومره وسلې نه لرو چې حتی د خپلې خاورې دفاع وکړو او تل د زورواکو له خوا ګواښل کېږو. په څلویښت کلن جنګ کې ۸۰٪ افغانان بې تعلیمه شوي، بې کوره شوي او زیاتره افغانان په رواني ناروغیو اخته دي. زموږ دښمنان چې موږ وژني نه پوهیږي. زموږ دښمنانو ته څوک وسلې ورکوي او څوک یې ملاتړ کوي؟ موږ افغانان نور تباه یو. د سمنګان ولایت په ایبک ښار کې چاودنې زموږ یو ځوان وواژه. دا یو لوی غم دی. زموږ دښمنان تل زموږ د ګاونډیانو له خوا حمایه کیږي او هیڅ نړیوال سازمان پر دغو هیوادونو نیوکه نه ده کړې.

ځواب ورکړئ

پښتو کې متل کا، ((څه چې کرې هغه به رېبې)) دوی هغه ګلان ریبي کوم چې یې کلونه کلونه خپله کرلي دي او اوبه او سره یې ورکړې ده. شل کاله همدوی د پاکستاني استخباراتو تر قوماندې لاندې او د وطني سپیو په مرسته افغانان په ځانمرګو بریدونو کې والوځول. اوس همغه د دوی تکتیکونه له دوی سره کېږي او په کې وژل کېږي. د افغان وینه هر وخت تویول کبیره ګناه ده، ځکه افغانان د نړۍ پر مخ هغه خلک دي چې مسلماني یې تر نورو ډېره روښانه ده. خو کاش چې د پردۍ دسیسو ښکار نه وی. کاش چې اوس هم د غریب زامن او لوڼې په کې نه وژل کېدې. او دا وطن نه خرابېده. افسوس زموږ په حال.

ځواب ورکړئ

طالبان هغه فصل اخلي چې پخپله یې کرلی و. ځانمرګي همدوی د پاکستاني استخباراتو تر مدیریت لاندې رواج کړي ول او اوس یې پخپله قرباني کیږي. خدای دې وکړي چې د طالبانو او د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارو مشران په ځانمرګو بریدونو کې ووژل شي ځکه دا دواړه لوري د زرګونو هغو افغانانو قاتلان دي چې په ځانمرګو بریدونو کې وژل شوي دي. د ح شبکې مشر او اوسني داخله وزیر سراج څه وخت مخکې وویل چې څه باندې زر کسانو یوازې د هغه د شبکې له لارې ځانمرګي بریدونه کړي دي. دا هغه شبکه وه چې یو وخت په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندان د پاکستان د استخباراتي ادارې ښی مټ بللې وه. او څه موده مخکې برتانیا وویل چې سراج ترورست نه مادرنست دی. بس ګډوډي روانه ده. سړی نه پوهیږي چې د سیمې او نړۍ استخباراتو کومه لوبه روانه کړې ده.

ځواب ورکړئ