امنیت

افغانان په لوېدیځو ولایتونو کې د داعش د فعالیت په زیاتېدلو اندېښنې څرګندوي

د عمران راپور

یو ټپي شوی سړی د زمري په ۱۲مه، وروسته له هغه چې یوه ورځ مخکې د هرات ښار له ګزرګاه جومات سره نږدې په یوه ځانمرګي برید کې ټپي شو، د هرات په سیمه ییز روغتون کې درملنه ترلاسه کوي.‌ [عمران/سلام ټایمز]

یو ټپي شوی سړی د زمري په ۱۲مه، وروسته له هغه چې یوه ورځ مخکې د هرات ښار له ګزرګاه جومات سره نږدې په یوه ځانمرګي برید کې ټپي شو، د هرات په سیمه ییز روغتون کې درملنه ترلاسه کوي.‌ [عمران/سلام ټایمز]

هرات -- کتونکي وایي، د افغانستان په لوېدیځو ولایتونو او په ځانګړې توګه هرات کې د داعش د حضور او فعالیتونو د پراختیا نښو د خلکو په منځ کې وېرې راټوکولې دي.

مقاماتو د زمري په ۲۲مه د هرات ښار په درېیمه ناحیه کې په یوه پټنځای کې د داعش مشکوک ملګري ووژل. د راپورونو له مخې، مشکوکو کسانو د یوه ترهګریز برید پلان جوړاوه.

د فراه لپاره د داعش تش په نامه والي د زمري په ۲۳مه په فراه ښار کې په یوه بله نښته کې ووژل شو.

دا وژنې وروسته له هغه پیښې شوې چې په هرات ښار کې یوه ځانمرګي برید د وږي په ۱۱مه له ګزرګاه جومات سره نږدې ۱۸ ملکي کسان ووژل او ۲۳ نور یې ټپیان کړل.

د برید مسؤلیت هېڅ ډلې هم پر غاړه وانه خیست،‌ خو د داعش نښې نښانې په کې وې. هغوی تر دې مخکې هم څو ځلې په جوماتونو او نورو هدفونو باندې، په ځانګړې توګه په کابل کې بریدونه کړي دي.

داعش د هزاره ګانو په څېر اقلیتونه چې اکثر یې شیعه ګان دي، په نښه کوي.

د هرات ښار یوه اوسېدونکي عبدالخالق نظري د داعش جنګیالي چې د هغه له کور سره نږدې پټ او وروسته د یوه برید ترسره کولو پر وخت ووژل شول په خپلو سترګو لیدلي.

هغه وویل، هغوی د ځانمرګو بریدونو واسکټونه اغوستي او وسلې ورسره وې.

هغه وویل، «د برید په ورځ ما داسې باور نه کاوه چې د داعش جنګیالي دې د ښار په منځ کې او زما له کور سره دومره نږدې پټ شوي وي.»

نوموړي وویل، «وضعیت دومره خراب شوی چې موږ حتی په خپلو کورونو کې دننه د خوندیتوب احساس نه کوو.»

هغه وویل، ښایي چې د داعش جنګیالي د هرات ښار په نورو برخو کې هم پټ شوي وي.

وېره رامنځته کول

د هرات ښار یوه اوسېدونکي غلام یحیی عزیزي وویل هغه په هرات او نورو ولایتونو کې د داعش وروستيو فعالیتونو ډار کړی او اندېښنه لري چې نور بریدونه به هم وشي.

هغه وویل، «داعش پخوا په هرات کې فعال نه وو، او له موږ سره د هغوی په هکله اندېښنه نه وه،‌ خو اوس په یوه جدي ګواښ باندې بدل شوی دی. په تېره میاشت کې ما ولیدل چې په هرات ښار کې داعش څو بریدونه ترسره کړل.»

هغه زیاته کړه، «د داعش ډار داسې یوې مرحلې ته رسېدلی چې هر سهار چې له کور نه وځم نه پوهېږم چې آیا بېرته به ژوندی کور ته ستون شم که نه.»

عزیزي وویل، هغه له دې امله اندېښمن دی چې د داعش غړي په هرات ښار کې ژوند او فعالیت کوي.‌

د هرات ښار یوه بل اوسېدونکي غلام فاروق محمودي وویل د داعش د بریدونو له ویرې هغه پرېکړه کړې چې د لمونځونو لپاره جومات ته لاړ نشي.

هغه وویل، «داعش یو ظالم او خطرناک ترهګر ګروپ دی چې هېڅ رحم نه لري. په هرات کې د داعش د فعالیتونو په زیاتېدلو سره د هر چا سر په خطر کې دی.»

هغه وویل، «په هرات کې د داعش حضور واقعا ډاروونکی دی... دغه ترهګر ګروپ له یوې ورځې څخه بلې ته پسې قوي کیږي.»

محمودي وویل، پخوانیو امنیتي ځواکونو داعش پخوا ځپلی وو، خو په تېرو څو میاشتو کې یې بیا زور اخیستی او نوي جنګیالي یې استخدام کړي دي.

د فراه ښار یوه اوسېدونکي فرید احمد سعیدي وویل، د فراه لپاره د داعش د تش په نامه والي وژل کېدل په دې معنی ده چې دغه ډله په دې ولایت کې ډېره فعاله ده.

هغه زیاته کړه، «داعش اکثر بریدونه په جوماتونو کې کوي. دغو بریدونو افغانان د ارام له احساس څخه محروم کړي، او اوس لږ عبادت کوونکي دا زړه کوي چې جومات ته لاړ شي.»

هغه زیاته کړه، «موږ د ترهګرۍ او ځانمرګو بریدونو او بمي چاودنو له امله سخت کړاوونه لیدلي دي. موږ نه غواړو چې بل ترهګر ګروپ دې زور واخلي او بې ګناه ملکي خلک دې ډله ډله ووژني.»

سعیدي وویل چې هغه د داعش د بریدونو له امله د امن احساس نه کوي او د خپل راتلونکي په هکله یې هیله له لاسه ورکړې ده.

یو جدي ګواښ

سیاسي او پوځي شنونکي داعش د افغانستان امنیت ته یو جدي ګواښ ګڼي او د یادې ډلې د پراخېدونکیو فعالیتونو په هکله خبرداری ورکوي.

د پوځي چارو شنونکي محمد نعیم غیور وویل، په افغانستان کې د داعش ګواښ باید جدي ونیول شي او د دغه ترهګر ګروپ پر ضد د جنګ لپاره باید یو نړۍ واله اجماع را منځته شي.‌

هغه وویل، «داعش، چې یو خطرناک افراطي ګروپ دی، په وروستیو میاشتو کې په بېلابېلو ولایتونو کې په لسګونو بریدونه ترسره کړي دي. دا ښيي چې په هېواد کې د داعش ګواښ جدي دی، او که ونه ځپل شي، هغه به لا نور بریدونه ترسره کړي.»

هغه زیاته کړه، «په افغانستان کې د ناورین له امله په تېر کال کې لا نور افراطیان له داعش سره ملګري شوي، او د ۱۴۰۰ د زمري په میاشت کې د داعش ګڼ‌ شمېر بندیان ازاد کړای شول. دغو دوو عواملو داعش د پخوا په پرتله ډېر غښتلی کړ.»

غیور وویل، په افغانستان کې داسې مسلکي او وړ پوځ نشته چې داعش وځپي او بریدونه یې ودروي.»

هغه زیاته کړه، نړۍ باید په چټکۍ سره په افغانستان کې د داعش پراخېدونکي فعالیتونه شنډ کړي څو دغه هېواد په یوه بله سوریه باندې بدل نشي.

په هرات ښار کې د سیاسي چارو یوه شنونکي عبدالقادر کامل وویل، داعش غواړي چې افغانستان د نړۍ والې ترهګرۍ په یوه مرکز باندې بدل کړي.

هغه وویل، «نړۍ والې ترهګرۍ تېر کال په افغانستان کې ډېره وده وکړله. داعش او القاعده په چټکۍ سره غښتلي شول. دغه ترهګر ګروپونه ورځ په ورځ غښتلي کیږي او د نړۍ امنیت ګواښي.»

هغه زیاته کړه، «دا وخت، داعش غواړي چې په جوماتونو او د ګڼه ګوڼې په ځایونو کې په ملکي خلکو باندې په بریدونو ترسره کولو سره وېره رامنځته کړي، خو په راتلونکي به هغوی هڅه وکړي چې د خاورې په نیولو سره خپل تسلط پراخ کړي.»

کامل وویل، پخوا د داعش فعالیتونه ځینو ولایتونو پورې محدود ول، خو اوس ټول هېواد ته غځېدلي دي، چې را ایسارول یې ډېر سخت شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

راتلونکي اکتوبر میاشت کې د مالي کړنو د څار نړیواله اداره (FATF) د پاکستان د کړنو بیاکتنه کوي؛ ددې بیاکتنې په پایله کې به پریکړه کېږي چې پاکستان د یادې ادارې په خړ لیست کې پاتې شي او که له خړ لیست ووځي. پاکستان ددې لپاره چې له خړ لیست ووځي ډیر په ماهرانه ډول د القاعده د مشر وژلو وروسته اوس د جیش محمد د ډلې مشر مسعود اظهر شتون په افغانستان کې د ثابتولو هڅه کوي. د ط. د بهرنیو چارو وزارت ګرچي د پاکستان دا ادعا غلطه او د مسعود اظهر شتون یې افغانستان کې رد کړل خو داسې ښکاري چې د FATF ادارې تر بیاکتنې پورې پاکستان ورته نور څو تورونه پورې کړي، ط. چارواکو ته پکار ده چې راتلونکو څو اونیو کې د پاکستان ددې ډول تورونو ته متوجې او پر وړاندې یې باید سخت غبرګون وښیي. په احترام اسد مبارز

ځواب ورکړئ

داعش د جمهوریت پر مهال له منځه ویوړل شو او ټول غړي یې ووژل شول یا بندیان شول. د جمهوري ریاست له سقوط سره طالبانو د داعش د سلګونو بندیانو په ګډون په زرګونو جنایتکار او خطرناک بندیان ازاد کړل. د داعش دغه غړي تر ډېره د افغانستان امنیت ته خطر پېښوي. که طالبانو د سولې د هوکړې له لارې واک ترلاسه کړی وای او په زور یې واک نه وای نیولی، نو داعش به دومره پیاوړی نه وای. له بلې خوا، زه باور لرم چې بېلابېلې استخباراتي کړۍ هڅه کوي چې د داعش ملاتړ وکړي ځکه چې دوی په افغانستان کې یو ځواکمن مرکزي حکومت نشي زغملی. له همدې امله دوی غواړي چې د داعش یا تش په نامه مقاومتي ډلې څخه کار واخلي ترڅو طالبان د دوی غوښتنې پوره کړي.

ځواب ورکړئ

دا ټوله یوه سلسله ده. دا د هغې ډرامې قسطونه دي چې پاکستان او غرب ۴۰ کاله مخکې د افغانستان د ځپلو لپاره پیل کړې ده. اول یې اخواني تنظیمونه رامنځته کړل، بیا یې طالبان رامنځته کړل، بیا یې طالبان ختم کړل له غرب نه یې ټکنوکراټان راوستل، بیا یې طالبان را وستل، اوس غواړي داعش راولي او له هغې به ورته ایران فاطمیون راولېږي، جنګ به روان وي او افغان انسان به د جنګ په لمبو کې سوزیږي. د چین، امریکا، پاکستان، ایران او روسیې د وسلو تجارت به ښه منظم چلېږي، د وسلو په مقابل کې به افغانان خپل معدنونه او نور وسایل خرڅوي، وسلې به پرې اخلي او خپل هیوادوال به پرې وژني. د دې هر څه معنی دا ده چې افغان انسان په دې دنیا کې د ژوند حق نه لري. دا شوه د نړۍ بشردوستي، دا یې انسانیت. :(

ځواب ورکړئ

افغانستان کې یوازې د داعش موضوع نه ده چې خلک یې اندېښمن کړي؛ بلکې داسې یو څه راتلونکي دي چې واکمنان هم باید ووېرېږي او په لویه کچه غور پرې وکړي. داعش خو چریکي بریدونه کوي چېرته به یو عسکر یا هم څو عسکر او عوام ووژني خبره خلاصه. تر ټولو لوی مصیبت چې اوسني حکومت ته به ګواښ جوړوي هغه د وږې خېټې غم دی چې اکثره افغانان دمګړۍ ورسره مخامخ دي. لا هم خلک یو څه حوصله لري، څه نه وايي خو داسې یوه ورځ راتلونکې ده چې د حاکم نظام په وړاندې به خلک قیام کوي او ریښې به یې له بېخه وباسي. ځکه نه په وطن کې د کار کولو زمینه شته او نه نورو هېوادونو ته د تګ امکان. ځکه اوسني واکمنانو لارې تړلي، خلک نه شي وتلی. بس سهار له کوره راووځي او ماښام په مات زړه کور ته ورځي چې دا به حتماً یوه ورځ په د حکومت لپاره په سردردۍ بدلېږي. ځکه انسانان خاورې نه شي خوړلی او ډوډۍ ورته رسېږي. خلک دومره تنګ شوي چې ما له ډېرو کسانو اورېدلي چې جنګ دې وي خو چې کارونه وای.

ځواب ورکړئ

د روان حالت په لیدلو زه مایوس او زړه ماتی شوی یم. موږ څه ویلای شو، او څه کولی شو؟ موږ د څه کولو واک نه لرو. یوه ورځ په یو نوم وژل کیږو او بله ورځ په بل نوم. معلومه نه ده چې دا وژنه به کله پای ته ورسیږي او د افغانستان خلک به تر کومه حده وژل کیږي؟ زموږ قاتلان له پنځوسو کلونو راهیسې هره ورځ موږ وژني. بیا هم زمونږ وژلو ته دوام ورکوي، او هغوی زموږ په وژلو نه ستړي کیږي. افغانانو ته د داسې ګناه سزا ورکول کیږي چې هیڅکله یې کړې نه ده. :(

ځواب ورکړئ